لنډ راپور

راپور: امان الله کاکړ

د ستراتېژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز لخوا د (تل پاتې سوله؛ فرصتونه، خنډونه او حل لارې) تر سرلیک لاندې علمي آنلاین ناسته د ښاغلي رحیم الله حریفال په کوربتوب ترسره شوه. د پروګرام کلیدي ویناوال د سلام خصوصي پوهنتون رئیس ښاغلی دوکتور مصباح الله عبدالباقي او سیاسي شنونکی او لیکوال ښاغلی انجنیر نظر محمد مطمئن وو.

لومړی دوکتور عبدالباقي د سولې په راوستلو کې د ولسي ځواک ونډې په اړه خبرې وکړې. او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې وویل تر هغه پورې واقعي سوله نه شي راتللی ترڅ ولس پکې ونډه و نه لري. د نوموړي په باور دلته د ولس پېژندنې په برخه کې هم ستونزه شته، بدبختانه په تېرو څو کلونو کې د ولس په نوم ځینو خیالي جهتونو د ولس په استازیتوب د سولې په راوستلو کې برخه لرله چې اصلاً یې د ولس استازیتوب نه کاوه. او ولس چې د هغو مؤثرو جهتونو څخه عبارت دی چې سیاسي او ټولنیز مؤثریت او اغېزې ولري، کولی شي د سولې په راوستلو کې اغېزمن واقع شي.

په دویمه برخه کې ښاغلي نظر محمد مطمئن د سولې پر وړاندې فرصتونو او خنډونو په اړه خبرې وکړې. د فرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه، د تېر کوچني او لوی اختر په ترڅ کې لنډ مهالی اوربند، افغان حکومت له لوري د ۵ زره او ۱۰۰ طالبانو خوشې کېدل، د امریکايي سرتېرو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۸ زرو ته راښکته کېدل هغه فرصتونه یاد کړل چې کولی شي د سولې راتګ په برخه کې مرستندویه واقع شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک وروسته ژمنو کې ستونزې، د طالبانو اړوند سیمو ته د افغان حکومت نظامیانو داخلېدل، د طالبانو او حکومت ترمنځ بې باوري، د واک د وېش پر سر ستونزې، د سپینې ماڼۍ او پنټاګان ترمنځ د افغان سولې په اړه اختلاف، د پاکستان او ایران په ګډون د سیمو هېوادونو امتیاز غوښتنه، د نشه یي توکو ستونزه، او په پراخه کچه د مالي فساد شتون د سولې پر وړاندې بنسټیز خنډونه یاد کړل.

د پروګرام وروستۍ برخه کې د ستراتېژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز رئیس ښاغلي نصیر احمد نویدي پروګرام کې د ګډون په پار له یادو میلمنو او ګډون والو مننه وکړه. د زندانیانو خوشې کېدو په اړه وروستۍ ملي جرګه یې یو ښه پرمختګ وباله، او هېواد کې د تل پاتې سولې راتګ هیله یې څرګنده کړه.

د دوکتور مصباح الله د خبرو لنډیز دلته لوستلی شئ.

د انجنیر نظر محمد مطمئن د خبرو لنډیز دلته لوستلی شئ.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *