د سليمان لايق شاعري؛ ارزښتي جاج!

وحيدالله مصلح

د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز CSRS د علمي بورډ غړی

لسيزې مخکې استاذ جليل ځلاند لاندې شعر ته طرز جوړ کړ او خپله يې وويلو، دا آهنګ وروسته بيا هر چا ترنم کړ خو په کوم انداز او جنون او په کومې ادا چې استاد ځلاند ويلی و هيچا بيا هغسې ونه ويلو:

ای شعله ی حزين

ای عشق آتشين

ای درد واپسين

اين شور تست يا که جنون سرشکها

يا شعر من که ميدهدم سوز جاودان

ديگر نبويمش

شبها نجويمش

رازی نگويمش

تا در فراق و ناله و درد و شکنجه ها

آهسته طی کنم ره خاموش رفتگان…

عشق د ژوند د خوږو ترخو برخه ده، څوک په کې لار ومومي او څوک په کې غرق شي او همدا غرق شوي په کې عاشقان وي، کله چې پر انسان دنيا تنګه شي، کله چې نه مور ته راز ويلای شې، نه دې پلار ناز وړي او نه دې ملګري څه درته کولای شي او کله چې جان و جانان ته، ته ارزښت نه لرې نو د غم او درد په دې عالم کې ډوب انسان به څومره سکون لټولی وي او ډېرو به په دې لټون کې دا آهنګ حتماً په ځلونو اورېدلی وي… دا د سليمان لايق شعر و او لايق د همدغسې يوې ظريفې مرحلې شاعر و، هغه دا او دېته ورته ډېره مينه ناکه شاعري کړې، د مينې او ژوند شاعري يې د ذوق سينو ته لار کوي.

شعر او نظرياتي مبحث!

زه خپله د هر شاعر شعري پانګه د هغه د نظرياتي تشخص په نظر کې نيولو پرته د قوم او ملت ګډ ملکيت بولم، شاعر که هر څومره ايګو ولري خو شعر ټولنې ته وايي او د شعر نه ټولنه متآثره کېږي، خلک يې لولي او په کې لار پيدا کوي، د سعدي او رحمان بابا شاعري تر اوسه د منبر امام په ترنم کې وايي او دا هم د خپلو خبرو د خوږو او هم د استناد لپاره.

په مشرق کې علامه اقبال د ملي او اسلامي نهضتونو او ويښتياو ظريف او شاعر لارښود دی، هغه د هيچا نه دی او د هر چا دی. سمه ده چې هغه به د ملي نهضتونو او اسلامي جريانونو لپاره همدغسې د ستر مقام اقبال وي، خو هغه د سکولار خط او هغو لپاره چې ځانونه په لوی اسلامي تمدن کې پردي بولي او دغه تمدن هم پردی بولي، د هغوی لپاره اقبال يو ارمانګرا، خيالي او د نوي عصر نه شکېدلی اقبال دی، او دا ځکه چې اقبال د دوی جذبات او فکر دواړه چېلنجوي، هغه چې د دوی د ځان ځانۍ تجزياتي جغرافيې په کې له لوی هويته محلي او سره په جنګ هويتونو کې واړه کشمکشونه کوي، اقبال د وړو کشمکشونو دا بې ارزښته سيالۍ په لويه نړۍ کې تمدني، نظرياتي او ارزښتي سيالۍ ته بولي.

کله چې لايق په “بادبان” کې د فرياد ناخدا شعر ويلو، هغه هم هلته د اقبال د شعر مصرع (حيات جاودان اندرستيز است) په خپل شعر کې ځای کړه او په حاشيه کې يې ترې يادونه وکړه. دا په دې معنا چې له اقبال سره په جنګ لايق د هغه د شعر ارزښتي کتونکی دی، نظرياتي ضد د ارزښتي حقیقت پر مخ پردې نه شي غوړولای.

په دې کې شک نه شته چې شعر که نظرياتي او متعهد وي نو ارزښتي کېږي، خو حتمي نه ده چې هر ارزښتي شعر دې محترم وي او هر ارزښټي شعر دې په حق وي او ګټور دې وي، د لايق شعر په همدغه نظرياتي بنيه کې هغوی ته چې نظرياتي ژوند کوي؛ ارزښت لري، زه د لايق شعر او فکر ته د يو نظرياتي مقابل مد په توګه په ارزښت قايل يم، زه ورسره شخړه کوم او زه ورسره په کشمکش کې يم، له چپيانو سره شخړه او کشمکش که ارزښتي پسمنظر او منظر ونه لري نو د چپيانو او ملت شخړه خپله مانا له لاسه ورکوي.

لايق او تړلې سوسيالېستي شاعري!

په شلمه پېړۍ کې کله چې د مارکس نظريه په ماسکو کې د لېنن د اکتوبر انقلاب په پايله کې تطبيقي مرحلې ته ننوته او لېنن په کې د انقلابي مرحلې او روسيې زمينې داخلې کړې، دې لوی تحول د شوروي په ادبياتو کې نظرياتي او متعهدې شاعرۍ ته پرانېستی مجال ورکړ، شوروي ادبيات تر دې وروسته د کمونېزم پر تشرېح راوڅرخېد، کمونېزم محلي نه پاتېده او ډېر ژر د شرقي اروپا په شمول پر منځنۍ اسيا راخور شو، د هېوادونو تر ولکې مخکې به د کمونېزم ادبياتو چپاوونه کول، افغانستان هم د دغسې ادبي واردېدنې سره مخ و، دې سوسياليستي ادبي مرحلې لوی افغاني شاعران او ناول ليکونکي سکرين ته راوستل، په دوی کې واصف باختري، بارق شفيعي، سليمان لايق، نور محمد تره کی، غلام دستګير پنجشيري او داسې نور د يادونې وړ دي، دوی د دې مرحلې چپي خط ورکوونکي ليکوالان او شاعران وو. دوی کې چا په ناول او چا د شعر په بېلا بېلو سبکونو کې سوسيالېسم ولسونو ته د يوه جنت په توګه ورپېژانده هغه چې تر پايه يو خيال پاتې شو.

د سليمان لايق شعر چې کله د ژوند پر تنوع راټول و، هغه په کې مين و او له ژوند سره يې مينه لرله، هغه چې لايق په کې د خان، فيوډال، شوروي، خلقي، استعمار، “ازادۍ”، غلامۍ، “بورژوا”، لېنن، بردگۍ، دهقان، کارګر، انقلاب، “اشرار”، “ارتجاع” او ډېرو نورو سوسياليستي رنګ کې سرو شويو اصطلاحګانو او مفاهيمو نه پخوانی و، هغه په هاغه پخواني رنګ کې ډېر وطني او خپل و او هغه په کې د اجنبيت په تنازع کې نه و.

لايق چې تر ۱۳۳۸ وروسته نظرياتي مزلونو کې مخکې ولاړ نو د شعر مضمون يې د شوروي پراختيا په خدمت کې شو او هغه په کې د لنين او اکتوبر انقلاب لپاره شعرونه وويل، سوسيالېزم يې تشرېح کړ او انقلابي افکارو ته يې يون ورکړ، هغه په “يادونه درمندونه” کې د لنېن او شوروي انقلاب په مدحه کې وايي:

نن په نړۍ خور دی د لنين د بري لمر

شور دی د ځنځير د ماتوونکي اکتوبر

تل دې وي ژوندی د زيار ايستونکو دغه لمر

تلين د انقلاب، ځلانده ورځ د اکتوبر

په دې شعر کې له اکتوبر څخه مراد د روسي تزار شاهي په وړاندې د ولاديمير لنين په مشرۍ د بلشويک حزب انقلاب دی چې په ۱۹۱۷ کې رامنځته او په ۱۹۲۲ کې يې شوروي اتحاد رامنځته کړ.

لايق په همدې “يادونه درمندونه” کې شوروي ملتونه يادوي، ستر ماسکو او چپي شاعر ماياکوفسکي مخاطبوي او وايي:

په مسکو کې د ګورکي د کوڅې خوا کې

ماياکوفسکي درېدلی لکه غر

ملتونه د شورا ورته ولاړ دي

غوړولی ستر مسکو ورته وزر

په حرمت مې مغزی هيچاته کوز نشو

مګر ده ته مې کوزيږي مغرور سر.

که نياو وشي نو د لايق په شعر کې د يرغلګرو شورويانو صفتونه د لايق هغه ادعا باطلوي چې هغه په کې ويلي وو چې:

زما هډوکي به لا فخر کړي په ګور کې

ومې نه لیکل د سپیو صفتونه

لايق چې شوروي زلميانو ته د عقيدت پيرزوينې کوي او هغوی په کې قهرمانان بولي همدا د سپيو صفتونه دي، هغه چې وايي:

شوروي زلميان د سر او ځان په بيه

د افغان د ازادۍ لپاره جنګ کړي

زوړ انګرېز له دغه غمه لېونی شو

سره اردو په افغانانو باندې ننګ کړي

بل ځل وايي:

دا هماغه شوروي قهرمانان دي

چې په سره لاره د ثور کې قربان دي

سړيتوب ته د دوی لاره مدرسه ده

دوی د يوې ټولنې نه دي، د جهان دي

لايق چې په خپل شعر کې د سوسيالېزم مفاهيم راواخېستل تر دې وروسته هغه يو طرف شو، داسې دوه طرفونه چې د ټولنې څو چپي نخبه ګان په کې يو طرف او ملت په کې مقابل طرف و. په دغسې چپي طرف کې لايق بيا په شدت متنازع شو، هغه په کې د سوسيالېزم لپاره د خپلې ټولنې د ارزښتونو محوه وغوښته.

لايق په “يادونه درمندونه” کې وايي:

د دنيا په زړه خونه ته ګډ شوی نوی شور يې

د زاړه نظام په کور کې لګېدلی نوی شور يې

ته مضمون يې، ته ژوندون يې، ته سمون يې، ته قانون يې

ته هادي د نهضتونو يې، ای کارګره ته لا نور يې

په زړه دنيا وردانګه تر ګوزار دې قرباني شم

تر ګوزار دې قرباني شم، ته د نوي جهان مور يې

د بورژوا دا ګردۍ خېټه نه مړېږي، نه ډکېږي

دا له خاورو که ورډکه ته يې مرګ يې ته يې رور يې

ته توفان يې، ته سېلاب يې، ته هادي د انقلاب يې

ته د دغه جنګ سنګر يې، ته د دغو هيلو کور يې

لايق؛ د جنګ او خشونت ادبيات!

که د لايق د شعري او ادبي پانګې متنونه وګورئ، هغه په کې يو سوله ييز انسان نه دی، جنګ د هغه پر شعر راخور دی، د هغه په شعر کې د جنګ، ټکر، ماتولو، ړنګولو، سوځولو، انقلاب، توره، غورځنګ، شور، بغاوت، څټک ګوزار، وينه، وسله، سيلاب، سنګر او داسې نور اور ژبي لغتونه راټول دي چې ټول په کې د جنګ او يغيتوب مفاهيم لېږدوي.

د نظرياتي پېر لايق چې لولئ نو د ده متعهده شاعري په کې جمالياتي او موضوعي تنوع نه لري. دی په کې د جنګ او بغاوت يو نواخته شاعري کوي، که ټول نظرياتي شعرونه يې څوک لولي؛ نو دغه يو نواخت توب يې سړی ستومانه کوي.

لايق په خپل شعر کې د نظام پر ضد خلک پاروي، يغيتوب او بغاوت ته يې هڅوي، د ده په شاعرۍ کې د سوله ييزې مبارزې څرک نه شته، دی له جنګ او شر نه په بل څه نه راضي کېږي. دا تشه دعوه نه ده، تاسو د لايق شعري ټولګې عملاً راواخلئ او پاڼې پاڼې يې وګورئ، ټوله کيسه يې قهري او انقلابي ده.

نه شته د کارګر له دې نظامه سره سوله

دا سپينه کوتره له اژدره سره نه ځي

څټ د سرمايې ته د پولادو څټک بويه

دا لېوه په روغه له کارګره سره نه ځي

نوموړی په “کېږدۍ” کې تندر، وينې، سنګرونه او د سرونو لوبه انځوروي:

پرېږدئ چې لوړ شي آواز د تندر

پرېږده چې ووځي د وينو لارې

پرېږده چې لنډ شي، پرېږده چې پرې شي

دا تور لاسونه، ناروا چارې

دا سنګرونه، دا سنګرونه

د اور واټونه، د وينو لارې

دا تمامېږي، دا هوارېږي

د سر په لوبه، نه قلارېږي.

لايق په “چونغر” کې د تورې زور، استبداد، او په وينو لمبېدل دغسې توصيه کوي:

دا بوډۍ چې په افسون د تېرې ژبې

وينې زبېښي د اولس په چل او ول

څو په توره لرې نه شي له وطنه

وطن کور د استبداد دی يا غوجل

د وطن ځوانان به هيڅکله ښاد نه شي

څو ونه مني په وينو لمبېدل

لايق بيا هم په “چونغر” کې اور غږوي او توفان کوي، هغه وايي:

سر هغه چې په اور د انقلاب کې

په لمبو کې، په توفان کې، په سېلاب کې

د مزدرو او د بزګر د حق لپاره

ځړېدلی وي د دار په سره تناب کې

په “بادبان” کې غضبناک او توفاني غږېږي، د رعد او برق او عصيان ادبيات وايي:

باد شو!

باد غضبناک و وزان

باد توفانزای و باد بی کران

بال بکشا در ميان ريگها

در ميان ريگهای خفته در خواب حزين

در ميان بندگان بی شعور مالکی

رعد شو،

برق غضب شو؛

بحر شو،

گرداب شو،

ابر عصيانگر شو و تندر شو و سيلاب شو

په “يادونه درمندونه” کې بيا هم د جنګ او سرکښۍ وايي:

ای زما ملګرو د جنګو

زمونږ د سرو سرکښو بيروغو

ای راويښوونکو د زنګو

زمونږ د خوارو خلکو د ننګو

نه شته بله هيله ې له جنګه

نه شته بله لاره بې له ننګه

که د لايق شعري ټولګې ولولئ نو د نظرياتي شعر محتوا يې پر جنګ او تشدد راڅرخي، هغه بزګر او کارګر، يتيم او يسير او غريب او فقير د حاکم نظام پر ضد راپاروي، ورته وايي چې قصرونه يې ړنګ کړه، انقلاب وکړه، جنګ وکړه، خان ورک کړه او پاچا ورک کړه، يتيمانو ته وايي چې راجيګ شئ او د خان د کلا ښختې او لرګي ټول ترې يوسئ، هغه وګړي تشدد او قهري تقابل ته هڅوي.

په داسې هېواد کې چې هلته فيوډال، پانګه وال او زمکه وال نه شته دوی په کې ټولنه ډېر ژوره ويشي، د سوسياليستي انقلابونو معمول دا دی چې دا انقلابونه به په صنعتي هېوادونو کې د کارګرانو له خوا تر سره کېږي، نو په دغسې يوه هېواد کې چې اصلاً صنعتي نه دی دوی په کې خيالي کارګرانو ته اورژبي خطابونه کوي… په داسې يو هېواد کې چې خان يې هم غريب دی دوی په کې دهقان او خان په جنګ اچوي…

لايق په همدې جنګي هڅونه کې وايي:

ټول سره يو شئ، ټول سره يو شئ

که يتيمان ياست، که يسيران ياست

تقدير مو يو دی، دښمن مو يو دی

که اوښباڼه ياست، که بزګران ياست

خښتې يې باسئ، لرګي يې سوځئ

که نوکران ياست، که چاکران ياست

په همدې “يادونه درمندونه” کې بيا هم خشونت ته خلک رابولي:

دا د خان له لاسه وران ويجاړ کلی

د زيارکښو په کمون شي زه پوهېږم

دا وطن چې ستمګرو تحقير کړی

انقلاب به يې مضمون شي زه پوهېږم

لايق په خپلو ادبياتو کې سرسخته انقلابي او د خشونت مبلغ دی، سړی حيران شي چې يو شاعر انسان څنګه د يو داسې چا د وينو تږی شي چې د دوی محسن و، هغه چې “خطاب به مردم” ورته د لايق پرچمی مشرتابه ليکلې وه، خو چې کودتا شوه او همدغه داودخان چې لا ژوندی و؛ لايق وويل چې دا فرعون بايد ووژل شي.

کله چې د يوه شاعر نازک طبيعيت او د يو ليکوال مظلوم احساس په شدت کساتګر او ظالم شي نو دا بيا فاجعې زېږوي، چپيانو چې د ثور په کودتا سره کوم غضب راښکته کړ او هغو چې په کې په زرګونو ژوندي انسانان په پوليګون کې ښخ کړل، هغوی چې په کې موسی شفيق په هغسې زجر شهيد کړ او هغوی چې افغانستان د ديوانو جګړې ته ننويسته نو دا مانوي او دا فېزيکي خشونت يو له بل سره په کې نېغه اړيکه لري، ځکه دوی د وينې او خشونت سياستونه د شعر او نثر له لارې په ګوندي صفونو کې بنسټيزه کړي وو.

د لايق او ټولو چپي شاعرانو او ليکوالانو ادبي پانګو د ثور په کودتا سره عملی تبلور وکړ، دوی د قتل، وينې، جنګ، زندان او مهاجرت يو داسې بنسټ کېښود چې تر ننه دا خشونتي مرحله لا نه ده پای ته رسېدلې.

لايق؛ ملي ګرايي او ضدملي ګرايي!

لايق چې کله چپي نظرياتي ژوند ته داخلېږي نو هغه دغه نظريه په ټوله محتوا رااخلي، هغه نور يو ملي لايق نه دی، هغه په کې د نړۍ د زحمتکشانو او کارګرانو غږ دی، لايق په کې د وېتنامي، شوروي او افغان قامي بېلتون ته نه دی قايل، هغه د يو افاقي نظام بلونکی دی چې بايد پر ټولې نړۍ حاکم شي، افغانستان د دې نړۍ نيونکي شوروي يوه برخه او يو ملت دی، همدا وجهه ده چې لايق وېتنام، شوروي، کانګو او نورو هېوادونو ته په سوسياليستي روحيه شعرونه وايي، هغه حتی په همدې افاقيتوب کې د پاکستان جمعه خان صوفي سره هم ښېخي وکړه او زوم يې شو.

اصلاً سوسيالېزم محلي تعريف نه لري، دا يو نړيوال نظم دی او نړيواله موخه ده، له همدې امله خو کله چې د ثور کودتا وشوه، تره کي ملي اردو نوره خلقي اردو يادوله، او کارمل چې د سليمان لايق رهبر و هغه خپلو ګونديانو ته په يوه لويه غونډه کې وويل چې:

رفقا بايد به صراحت برای شما خاطر نشان بسازم چگونه بايد شناخت افغان وطنپرست کيست؟ وطنپرست آتشين، انسان افغان نوين کيست؟ که وفادار به دوستی افغان شوروی باشد اين ملاک اول است.

د هغوی لپاره چې لايق يو وطنپرسته او ملي ګرا شاعر بولي؛ لايق په دې حساب يو مليګرا شاعر نه و، هغه کوم وطنپرست اورژبی نه و بلکه هغه په کابل او ښرنه کې د ماسکو، وېتنام او کيوبا لپاره انټرناسيونالېستي شاعري کوله، او انټرناسيونالېزم د کمونېستي شوروي اتحاد د نړۍ نيونې لپاره يو استعماري لومه وه، کمونېزم پر محلي او ملي تفکر نړۍ نه شوه نيولی، هغوی د نړۍ انسانانو ته په دې وينا لاسرسی پيدا کولو چې: د نړۍ کارګرانو متحد شئ! په دې ډول دوی د کمونېستي استعمار لپاره ملي تفکر شنډولو او پر ځای يې انټرناسيونالېسم عرضه کولو.

لايق په همدې نړيواله سوسياليستي موخه او انټرناسيونالېزم کې وايي:

يو کړئ خپل توفان د درست جهان له توفانو سره

يو کئ خپل سنګر له وېتناميانو مېړنو سره

لوړه سره جنډه د آزادۍ کئ په زيارکښو کې

ګډه باندې مات کئ ځنځيرونه له کانګو سره

يو کاندئ آواز د انقلاب په ټوله وچه کې

سپينو او له زېړو او له تورو پرګنو سره

“يادونه درمندونه”

لايق په  بل ځای د ګرجستان هېواد او ولس ته وايي:

سلام ای گرجيان ای جره بازان

سلام ای ملت رزمنده مردان

سلام ما به اين وارسته کهسار

باين دژها، به گرجستان بيدار

“بادبان”

په “يادونه درمندونه” کې بيا هم وايي:

واړه سره يو دي، سره وروڼه دي، ملګري دي

ټول بشر يوه ونه، ملتونه يې ښاخونه دي

لايق بيا هم په “يادونه درمندونه” کې د ويتناميانو وير کوي او وايي:

په سرو لمبو کې لامبي د وېتنام غښتلي خلک

د وينو په تالاب کې خو خوبونه نه ځايېږي

لايق؛ګوندي او اسلامي ارزښتونه!

لايق د افغانستان خلق ديموکراتيک ګوند د مؤسسينو په جمله کې و، دغه ګوند د مارکس او لېنن د افکارو ترجمان و، د دوی جريدو خلق او وروسته بيا پرچم د لنين او مارکس افکار خپرول، دوی د اکتوبر شوروي انقلاب په ياد کې پر لنين درود ووايه او د دې درود ويونکی شاعربارق شفيعي و، دغه درود په پرچم جريده کې خور شو او سليمان لايق د دې جريدې مسئول و. لايق د خپل ګوند سره تړون دغسې ښايي:

کله چې له ګونده د کانګرې انتخابي شومه

وزيږېدمه بيا او تولد انقلابي شومه

نور د محتسب په کوڅه نه ځمه او نه ځمه

لاړم له جوماته او سېڅلی شرابي شومه

نوموړی په “يادونه درمندونه” کې بيا هم ليکي:

ما دی درولی په غيرت پرچم د خلکو

زړه مې دی نيولی هر لړم ته د چيچلو

باد د آزادۍ به د پرچم وزرونه خلاص کړي

خلک به ژوندي شي د هغه په رپېدلو

په پورته شعر کې د لايق او د تدين اړيکه هم ښودل شوې ده، هغه دا اړيکه په جار وايي او په دې کې هغه له هيچا وېره نه کوي، د لايق دا شعر کومه فلسفه نه ده، بلکه يو واضح پيغام دی، هغه پيغام چې د مارکس او وروسته بيا د لنين د تطبيق شوي سوسيالېزم نه په الهام په کې “دين د ټولنې اپيوم دی”، ملا او دين په کې “توره ارتجاع” ده او “خدای د انسان وهم دی”، نو په دغسې يوه چپي نظريه کې لايق مجال نه لري چې هم دې مرتجع او د سوسيالېزم په حساب پر اوهامو ايمان ولري او هم دې د سوسيالېزم پر نظرياتي هويت سنبال وي، هغه په “يادونه درمندونه” کې ليکي چې:

دا د حق اواز دی چې نه مري نه غلی کېږي

کړي دې زاهدان تکل د ځان د شرمولو

نه ځي له رندانو شور د مينې په توبو

غلې مستي نه شوه په منصور کې له وژلو

سم شو پرون بيا د شور بازار ملا په کليو

ستړې شوله خوله يې د لاحول په ويلو

دا د انګرېز سپی به له دې خلکو نه تم نه شي

څو چې يې يو غاښ وي لا په خوله کې د چېړلو

لايق په “يادونه درمندونه” کې بيا هم زاهد د آبرو په خرڅولو بوخت بولي او وايي:

دا ژوندون د روی هسې نه دی چې ګونګی شي

بوخت دی زاهد د خپل آبرو په خرڅولو

ښځه د لايق په شعرونو کې!

ښځه د لايق په شعرونو کې د هوس او عشق موخه ده، ښځه د لايق په شعر کې لوڅه ده او هغه په کې اجتماعي ملکيت Public Property ده چې هر سړي ته نڅېږي، سړی ورته شراب خوري او هوسېږي، د شپې کلپونو ته ځي او غاړه په غاړه ګډېږي، د شرابو پيکونه څښي او له ژونده خوند اخلي. د لايق په شعر کې که ښځه لوستل کېږي نو دا مانا ترې اخېستل کېږي چې ښځه د سړي لپاره جوړه شوې او هغه خپل کوم شخصيت نه لري، ښځه بايد ښکلې وي، ناترنګه وي، ناز وکړي ادا وکړي او د سړي هوس مات کړي.

لايق په شعر کې ښځه داسې تعريفوي:

ښځه يوه نغمه ده د عشقونو د خوبونو

ايستې ده فطرت د ژوندانه له ربابونو

“يادونه درمندونه”

لايق په “يادونه درمندونه” کې د کابارې کيسه کوي او وايي:

مست شو يو افغان د توکيو په کاباره کې

غېږ کې يې يوه پېغله لکه پاڼه د ګلاب

سر يې لګولی وه د ده په سينه باندې

زړه يې و سپارلې هوسونو د شباب

ده يې په دوو تيو لګولې وې منګولې

ايښی يې قمار کې هم جنت و هم ثواب

منځ د کابارې کې يو محشر و د نڅاوو

ځنې نڅېدل، ځنې لوېدل، ځنې خراب

وروستۍ خبره!

سليمان لايق ته شهرت د هغه د شعر په نسبت د هغه نظرياتي او ګوندي موقف ورکړی، د هغه شعر په دې شهرت کې مرستندوی نقش لرلو، که لايق ګوندي ځای نه لرلی، او هغه په کې هغسې قهري او انقلابي شاعري نه وای کړې نو ښايي لايق به په يوازې شاعرۍ دغسې شهرت نه درلودلی. د لايق شاعرانه شهرت په همدغه نظرياتي کشمکش کې زباتېږي.

البته د لايق نظرياتي جدل که هغه ته شهرت ورکړ خو دا په يو خورا ستر قېمت و او هغه د ټولنې پر ارزښتونو سودا وه او هغه د سوسيالېستي ارزښتونو لپاره پر ملي او اسلامي ارزښتونو ډزې وې. د هغه شاعرۍ دې وطن ته جنګ او خشونت په ميراث پرېښوده، او د هغه شاعرۍ په دې وطن کې د قهري ادبياتو تر څنګ پرديو نظريو او ګټو ته د وفادارۍ فرهنګ عام کړ.

سره له دې چې لايق د خپل ژوند په وروستيو کې پر ځېنو اشتباهاتو اعتراف وکړ، خو هغه هيڅکله د ګوند او يا ځان په استازيتوب بښنه ونه غوښته.

مآخذونه:

د سليمان لايق شعري ټولګې (يادونه درمندونه، کېږدۍ، بادبان او چونغر)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *