پاکستان ته د ملي پخلاینې شورا مشر سفر او پر سوله یې اغېز

امان الله کاکړ

د روان کال سپتمبر میاشتې په ۲۸ نېټه د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه یاد هېواد ته درې ورځنی سفر ترسره کړ. د ښاغلي عبدالله د سفر درې ورځې وړاندې  لومړي وزیر عمران خان او ولسمشر محمد اشرف غني په افغان سوله د تلفون له لارې خبرې وکړې. پاکستان ته د ښاغلي عبدالله سفر به پر سولې څه اغېز ولري، بل دا چې پاکستان تر اوسه په افغان سوله کې څه ډول رول لرلی او په راتلونکې کې د یاد هېواد رول به په افغان سولې څه اغېز ولري، د CSRS دا تحلیل مو همدې موضوع ته ځانګړی کړی دی.

پاکستان ته د ډاکتر عبدالله عبدالله سفر

د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د تېرې میاشتې په ۲۸ نېټه د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه پاکستان ته سفر ترسره کړ. په یاد سفر کې ښاغلي عبدالله د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ، د سنا او ولسي جرګې مشرانو، لومړي وزیر عمران خان، ولسمشر عارف علوي او یو شمېر دیني علماوو سره لیده کاته ترسره کړه، او د اسلام آباد د ستراتېژیکو څېړنو انسټيټيوټ کې یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او افغان سولې خبرې وکړې.

ډاکتر عبدالله عبدالله چې د تېر ملي یووالي حکومت پر وخت کې اجرائیه رئیس او اوسني حکومت کې د ملي پخلاینې شورا مشر او د ځانګړي واک څښتن دی پاکستان ته وروسته له څه باندې ۱۲ کلونو لومړنی سفر ترسره کوي. ښايي همدا لامل وي چې پاکستاني لوري د ښاغلي عبدالله د ورتګ څخه تود هرکلی کړی وي. بل دا چې پاکستان غواړي د ډاکتر عبدالله عبدالله او ولسمشر محمد اشرف غني خپل منځي اختلافاتو ته په کتو دا په ډاګه کړي چې پاکستان په سخت وخت کې د هغوی ملاتړی ثابتېدلی شي، او له دې کار ښايي د پاکستان اصلي موخه دا هم وي چې په دې توګه د هند لاس په افغانستان کې لنډ کړي ترڅو هند د افغان خاورې نه په ګټې اخیستنې سره د پاکستان پرخلاف ګامونه پورته نه کړي. دا ځکه چې د عبدالله عبدالله د سفر پر مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې بریا په برخه کې خوشبیني ښودله خو په ورته وخت کې د سولې سبوتاژ کوونکو په اړه هم څرګندونې ترسره کړې چې باید د ټولو پاملرنه د هغوی په لوري واوسي.

پاکستاني چارواکو ډاکتر عبدالله عبدالله د سولې په برخه کې مهم شخص وباله، او په افغان سوله کې یې د هر ډول ملاتړ ډاډ څرګند کړ. لومړي وزیر ښاغلي عمران خان له ډاکتر عبدالله عبدالله سره په ځانګړې لیدنه کې څرګنده کړه چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو اترو هر ډول پرېکړه به یې د هېواد له خوا منل کېږي، او د اسلام آباد ستراتېژیکو څېړنو مرکز کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیا ځلې څرګنده کړه چې هېواد یې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره هڅې کړي دي او په راتلونکې کې هم د افغان سولې په برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دي، که څه هم پاکستان له دې وړاندې هم په افغان سوله کې د مرستې ژمنې کړې وې خو دا به راتلونکی معلوموي چې یاد هېواد په افغان سوله کې کوم ډول رول لوبوي. په ټوله کې پاکستان ته د ښاغلي عبدالله عبدالله دې سفر وکولی شول ترڅو هغه لوړې ژورې چې د دواړو هېوادونو اړیکو خرابولو کې یې مرسته کړې وه تر یو بریده له منځه یوسي. پاکستاني علماوو له ښاغلي عبدالله سره په ځانګړې ناسته کې د بین الافغاني خبرو اترو په دوران کې د هر ډول مرستې ژمنې وکړې، او ویل کېږي چې د افغان سولې په برخه کې به پاکستاني علماء کابل ته هم سفر ترسره کوي. که افغان حکومت د پاکستاني علماوو ملاتړ خپل کړي هغوی په ډېره آسانه توګه کولی شي له طالبانو سره  د خبرو اترو په دوران کې پیچلې مسئلې په کم وخت کې حل کړي، دا ځکه چې طالبان پاکستاني علماوو ته په ځانګړي احترام قایل دي، او دا کار کولی شي د افغانانو وینې تویدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کېدو سره هم مرسته وکوي. پاکستان د حسن نیت او ښه ګاونډیتوب په پار افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځ ته کولو ترڅنګ، افغان وګړو ته د ویزو ورکړې په برخه کې د بې ساریو آسانتیاوو رامنځ ته کېدو خبر هم ورکړ.

په افغان سوله کې د پاکستان ونډه

له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې امریکا پر افغانستان تېری کړی، پخواني ولسمشر حامد کرزي د شلو ځلونو زیات پاکستان ته سفرونه ترسره کړل ترڅو په افغان سوله کې د یاد هېواد ملاتړ ترلاسه کړي، مګر د نوموړي ټول سفرونه د افغان سولې په برخه کې د ناکامۍ سره مخ شول. تر دې چې پخواني ولسمشر هڅه وکړه ترڅو د طالبانو تحریک معاون ملا عبدالغني بردار سره په افغان سولې خبرې وکړي، هغه کار چې ښاغلی برادر ورته هم ډېر لیواله وو. مګر پاکستان ملا عبدالغني بردار په ۲۰۱۰ کال کې په کراچۍ ښار کې ونیو او دې کار وکولی شول چې د افغان سولې پړاو له ستر خنډ سره مخ کړي تر دې چې په ۲۰۱۸ کال کې نوموړی له بند څخه آزاد کړای شو. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د USIP سره په خبرو کې څرګنده کړه چې ملا عبدالغني برادر د نوموړي په غوښتنه پاکستان له بند څخه آزاد کړی وو. له دې پرته یو شمېر نور طالبان چې د سولې په برخه کې به یې لیوالتیا لرله پاکستان کې یا ترور شوي او یا نیول شوي وو. تر دې چې طالبانو په قطر هېواد کې خپل سیاسي دفتر پرانیست چې په لومړیو کې د افغان حکومت له نیوکو سره هم مخ شو مګر یاد دفتر له یوې خوا تر یوې کچې وکولی شول ترڅو د طالبانو تحریک په مشرانو د پاکستان اغېز او فشار تر یو بریده راکم کړي، او بلخوا د سولې بهیر پیل کېدو سره مرسته وکوي.

طالبانو د یاد سیاسي دفتر له لارې د امریکا سره د افغان سولې په اړه شاوخوا ۱۸ میاشتې خورا پیچلې خبرې اترې وکړې تر دې چې د دواړو لورو لخوا یادې خبرې اترې یوې نسبي بریا ته ورسېدې او د روان کال فرورۍ میاشتې په ۲۹ نېټه دواړو لورو ترمنځ د افغان سولې په اړه یوه نسبي هوکړه هم لاسلیک شوه. د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۱۸ میاشتنیو خبرو اترو په لړ کې امریکايي چارواکو ترڅنګ طالبانو هم پاکستان ته وخت پر وخت سفرونه ترسره کړل. خو په پاکستان کې د ۲۰۱۸ جولای میاشتې ټاکنو وروسته چې عمران خان پکې د لومړي وزیر څوکۍ ته ورسېد په هغه وخت کې ولسمشر ټرمپ په پاکستان له دې امله سختې نیوکې وکړې چې ګواکې په افغان سوله کې د امریکا د خوښې رول نه اداء کوي. د ۲۰۱۸ کال سپتمبر میاشت کې چې زلمی خلیلزاد د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو داسې انګېرل کېده چې ښايي زلمی خلیلزاد به د پاکستان پر خلاف ګامونه پورته کړي، خو د ۲۰۱۸ کال جنورۍ میاشت کې سناتور لینډسې ګراهم (Lindsay Graham) پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې د لومړي وزیر عمران خان او ولسمشر ټرمپ مخامخ لیدو ته زمینه برابره کړه، او دې سفر یو ځل بیا پاکستان ته دا فرصت په لاس کې ورکړ ترڅو په افغان سوله کې خپله ونډه وښيي. ۲۰۱۸ ډسمبر کې سیمې ته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په توګه زلمي خلیلزاد د خپل لومړني سفر په ترڅ کې په لیکنې بڼه په افغان سوله کې له عمران خان څخه د مرستې جدي غوښتنه وکړه. تردې چې د لومړي وزیر عمران او ټرمپ ترمنځ ۲۰۱۹ جولای کې لومړنۍ لیدنه ترسره شوه او په افغان سوله یې هم خبرې وکړې.

د امریکايي چارواکو پرته پخواني او اوسني افغان حکومت لوړپوړو چارواکو په پاکستان له دې امله سختې نیوکې کولې چې ګواکې طالبان او هغه نورې اورپکې ډلې چې په افغانستان کې جګړې ترسره کوي د یاد هېواد ملاتړ له ځان سره لري. خو پاکستانیو چارواکو وار په وار د افغان حکومت او امریکا ټولې نیوکې رد کړي او په افغانستان کې سوله یې د پاکستان لپاره هم ګټوره بللې ده، د پاکستانیو چارواکو پر وینا د افغان جګړې څخه پاکستان هم تر ډېره زیانمن شوی دی.

پاکستان له چا سره دی؟

افغان طالبانو د امریکا او متحدینو پر خلاف یې د روان کال فرورۍ میاشتې ۲۹ نېټې پورې جګړه ترسره کوله. خو د فرورۍ پر ۲۹ نېټه کله چې د افغان سولې په اړه امریکا او طالبان یوې نسبي هوکړې ته ورسېدل، دواړه لوري د شوې هوکړې پر بنسټ پر یو بل حملې نه ترسره کوي. د دوحې هوکړې له مخې افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره تنه او طالبانو بیا د افغان حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشې کړل، که څه هم د بندیانو خوشې کېدو لړۍ چې ټاکل شوې وه د دوحې تړون څخه لس ورځې وروسته پای ته ورسیږي مګر شاوخوا ۶ میاشتې وخت یې ونیو. په یاده موده کې پاکستان له دواړو خواوو څخه غوښتنه کوله چې بندیان خوشې کړي ترڅو بین الافغاني خبرو اترو ته ورسیږي.

د افغان حکومت لخوا د طالب بندیانو د نه خوشې کېدو پر وخت طالبانو پاکستان ته سفر ترسره کړ، خو کله چې افغان حکومت د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو په اړه مشورتي جرګه راوغوښته د جرګې د هغې پرېکړې له مخې چې پاتې طالب بندیان دې خوشې کړای شي، پاکستان ورځنې تود هرکلی وکړ، او د بین الافغاني خبرو اترو په پرانیست غونډه کې پاکستاني لوري بیا ځلې څرګنده کړه چې افغان جګړه چې پاکستان پکې له امریکا او طالبانو سره وخت ته په کتو دوستانه اړیکې لرلې یوازې د خبرو اترو له لارې پای ته رسېدلی شي او هیڅ ډول نظامي حل نه لري.

پاکستان په افغانستان کې څرنګه سوله غواړي؟

په سیمه کې پاکستان هغه هېواد دی  چې په افغان سوله کې مهم رول لري.  ولې له یوې خوا په افغانستان کې د هند رول چې په افغانستان کې یې شاوخوا ۴٫۲ بیلیون پانګونه کړې، د بېلګې په توګه د سلما بند، چابهار بندر، پارلمان ودانۍ جوړولو ترڅنګ یو شمېر نورې غټې او وړې پرمختیايي پروژې یې په لاره اچولي، او بلخوا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو پاکستان دې ته اړ کړی ترڅو نه یوازې د طالبانو بلکې د افغان حکومت او په ځانګړې توګه هغو افغان چارواکو سره چې هند ورسره نږدې اړیکې لري، د افغان  سولې په برخه کې مرسته پراخه کړي او په دې توګه هغه وېره چې هند به د افغان خاورې نه د یاد هېواد پر ضد ګټه پورته کړي تر یو بریده راکمه کړي.

پاکستان چې وړاندې به یې د افغان حکومت اوامریکا څخه د امتیاز اخیستو لپاره پر طالبانو فشار راوړ، مګر دا چې اوس طالبان د پخوا په نسبت د نړۍ په سطحه پراخه ملاتړ او ځانګړې پېژندګلوي لري، او پاکستان پر هغوی د فشار واردولو څخه یو څه لرې شوی دی، تر دې چې پاکستان د بین الافغاني خبرو اترو کوربه توب څخه هم لرې شو، یاد هېواد غواړي افغان حکومت او امریکا ته وښيي چې د سولې په برخه کې مرسته کوي او په دې توګه ځان په افغان سوله کې په یو ډول دخیل وګڼي.

بلخوا پاکستان اړ ده ترڅود CPEC پروژې کامیابېدو لپاره په افغان سوله کې مرسته وکوي ځکه د یادې پروژې لومړني پرمختیايي کارونه په پاکستان کې ترسره کېږي او په افغانستان کې د نا امنۍ په صورت کې یاده پروژه له خنډ سره مخ کېدلی شي، چې د پاکستان اوسنی کمزوری اقتصادي وضعیت لاپسې کمزوری کولی شي.

د سویلي آسیا په اړه امریکا په خپله پالیسۍ کې هند ته ډېر ارزښت ورکړی، پاکستان اړ دی ترڅو داسې ګامونه پورته کړي چې په افغانستان کې د سولې راتګ سره د راتلونکې حکومت ملاتړ له ځان سره ولري.

له شکه پرته په افغانستان کې تل پاتې سوله د سیمې هېوادونو له ملاتړ پرته ناممکنه ده، ځکه په سیمه کې د لویو قدرتونو چین او امریکا ګټو افغان سولې مسئله لاپسې پیچلې کړې ده.

په افغانستان کې تل پاتې سوله د سیمې هېوادونو او په ځانګړې توګه د پاکستان په ګټه ده. که څه هم پاکستاني چارواکي وخت پر وخت پر دې خبرې ټینګار کوي چې ګواکې هند افغان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي، که چېرته پاکستان غواړي دا ډول اندېښنې یې راکمې شي نو حتمي ده چې د افغان سولې په برخه کې خپل کلیدي رول ولوبوي، او که چېرته په افغانستان کې نا امني وي، نو د پاکستان دا ډول اندېښنې به لاپسې زیاتې شي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *