د CSRS علمي بورډ ناسته ترسره شوه

د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز د دویمې ربعې درې میاشتنۍ ناسته د روان ۱۳۹۹ کال میزان میاشتې په ۱۵ نېټه د ښاغلي استاد حمید الله حنیف صاحب لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په لومړي سر کې د مرکز رئیس ښاغلي نصیر احمد نویدي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ناستې اجنډا یې وړاندې کړه.

ورپسې د علمي بورډ محترم رئیس دوکتور مصباح الله عبدالباقي د پیلیزو خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه: که څه هم د کرونا وبا له امله د مرکز حجم راکم او اقتصادي ستونزو سره مخ شو. خو بیا هم مرکز نه یوازې په داخلي کچه، بلکې د عصري ټکنالوژۍ نه په ګټې اخېستنې سره بهر میشتو افغانانو ته هم خپل فعالیتونه ورسول.

د اجنډا مطابق لومړی د CSRS د تېرو درې میاشتو فعالیتونو راپور د مرکز اجرايي مدیر امان الله کاکړ له خوا وړاندې شو، د بورډ غړو د فعالیتونو راپور ارزولو ترڅنګ ځینې اړینې سپارښتنې هم شریکې کړې او د مرکز ترسره شوي فعالیتونه یې وستایل.

ورپسې د مرکز د راتلونکو درې میاشتو کاري پلان غونډې ته وړاندې شو، چې په هر اړخیزه توګه وڅېړل شو او په پایله کې د بورډ غړو لخوا د تائید وړ وګرځېد.

دا چې افغانستان په یو برخلیک ټاکونکي پړاو کې قرار لري، د علمي بورډ غونډه کې په یادې موضوع هم بحث ترسره شو ترڅو مرکز په څېړنیزه برخه کې د سولې لپاره خپل فعالیتونه نور هم زیات کړي ترڅو افغانستان یوې واقعي سولې ته ورسیږي.

بله کلیدي موضوع چې په دې غونډه کې تر بحث لاندې ونیول شوه هغه په ځانګړې توګه د بین الافغاني خبرو اترو بریالي کېدو په اړه وه چې مرکز به په دې برخه کې د هېواد په کچه د مطرحو شخصیتونو په مرسته د دواړو لوریو پاملرنه د ستونزو حل په موخه راګرځوي.

استاد محمد زمان مزمل په پای کې سپارښتنه وکړه چې په بین الافغاني خبرو اترو کې هغه پیچلي موارد دي چې دا لړۍ د ځنډ ښکار کولی شي او په کار ده ترڅو د مرکز له لوري تر بحث لاندې ونیول شي.

دمرکز دې علمي بورډ ناسته کې تر ډېره د سولې روانې قضیې په اړه بحثونه ترسره شول چې دکتور مصباح الله عبدالباقي، استاد نصیر احمد نویدي، دکتور صفت الله قانت، دکتور عبدالصبور فخري، د ولسي جرګې غړی استاد حمید الله حنیف، استاد محمد زمان مزمل، رحیم الله حریفال پکې د غړو او انجینیر محسن امین د میلمه په توګه ګډون درلود.

غونډه ماخوستن مهال په دعاء ویلو سره پای ته ورسېده.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *