کابل ته د پاکستان لومړي وزیر سفر؛ موخې او پایلې

د ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د روانې نومبر میاشتې په 19 نېټه چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان او د څارګرې ادارې (ای ایس ای) مشر فیض حامد په ګډون لوړپوړي پلاوي مشري یې کوله کابل ته یو ورځنۍ سفر ترسره کړ. په داسې حال کې چې د هېواد په کچه تاوتریخوالي زور اخیستی او په دوحه کې د خپلمنځي خبرو اترو کړنلارې په اړه لا هم کوم رسمي پرمختګ نه لیدل کېږي د ښاغلي عمران خان دغه سفر به د افغان سولې او دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې څه اغېزې ولري د CSRS په دې دوه اوونیز تحلیل کې مو پر یادې موضوع شننه کړې ده.

کابل ته د عمران خان د سفر موخې

په داسې حال کې چې د هېواد په کچه مرګ ژوبلې لاپسې زور اخیستی او هره ورځ د سړک غاړې ماینونو او چاودنو له کبله په لسګونه عام افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. مګر بلخوا په دوحه کې د خپلمنځي خبرو اترو کړنلارې په اړه لا هم د دواړو پلاوو ترمنځ ناندرۍ روانې دي. په دغسې یو نازک حالت کې د ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان کابل ته یو ورځنی سفر ترسره کړ. د ښاغلي عمران خان د سفر وړاندې د نومبر پر 16 نېټه د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د نوموړي سلاکار عبدالرزاق داوود کابل ته درې ورځنی سفر ترسره کړ او افغان لوري سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې پر اسانتیاوو راوستلو او اقتصادي کمیسون جوړولو خبرې وکړې.

د ښاغلي خان د سفر اجنډا ته په کتو چې افغان سوله او د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د اړیکو پراختیا وه، پاکستان هېواد لپاره دغه سفر په دې توګه اړین وو، چې دغه هیواد د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په دې توګه هڅه کوي چې خپل صادرات افغانستان ته ډېر کړي. د دې ترڅنګ پاکستان په افغانستان کې د هند نفوذ زیاتوالي څخه وېره لري. په همدې توګه لومړي وزیر عمران خان د جرمني شپیګل مجلې سره په یوې ځانګړې مرکه کې هم ویلي وو چې له ښاغلي حکمتیار او د ملي پخلاینې مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدنو کې یې دا په ډاګه کړې وه چې په افغانستان کې د پاکستان یوازینۍ ګټه دا ده چې هند ته اجازه ور نه کړي چې له افغان خاورې څخه د پاکستان پر خلاف عملیات وکړي.

پاکستاني لوري دا هڅه هم وکړه ترڅو په دې برخه کې د افغان چارواکو څخه لیکلې ژمنه واخلي. او دا ژمنه یې د (افغانستان او پاکستان او ټوله سیمه کې د سولې او ټیکاو د ملاتړ لپاره د ګډ لیدلوري) سند لاسلیکولو په برخه کې له افغان چارواکو څخه واخیسته.[1]  داسې چې افغانستان باید د نورو هېوادونو سره د اړیکو لرلو په برخه کې د پاکستان او افغانستان لپاره یو رېښتینی فرصت برابر کړي چې ګټه یې دواړو هېوادونو ته ورسیږي او له دې پرته له نورو هېوادونو سره دا اړیکې باید هيڅ ډول ګواښ و نه اوسي. خو بلخوا د ښاغلي عمران خان د سفر وروسته په تورخم ښارګوټي کې پاکستاني لوري د پولې ترڅنګ د نویو تاسیساتو جوړولو هڅې پیلولو سره د افغان پوله ساتو ځواکونو له مقاومت سره مخ شول. او په پایله کې د پاکستاني لوري لخوا د تېر په څېر د یوې اړخېزې پرېکړې پر بنسټ د تورخم پوله د عامو خلکو او سوداګریزو توکو لېږد په موخه وتړل شوه. دا کار بیا د دواړو هېوادونو اړیکې د پخوا په څېر تتولی شي او د دې ترڅنګ د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په لویه کچه زیان رسولی شي.

افغان سوله د اجنډاء محوري نقطه

افغان حکومت چې په دوحه کې د طالب لوري سره د خپلمنځي خبرو اترو کړنلارې په جوړولو بوخت دی، بلخوا د افغانستان په داخل کې د مرګ ژوبلې زیاتېدو او د اوربند نه پلي کېدو سخت اندېښمن کړی دی. تر دې چې یو شمېر داسې چاودنې هم ترسره کېږي چې پړه یې طالبان نه بلکې داعش وسله واله ډله پر غاړه اخلي، چې د سولې په دغسې حساس پړاو کې دا ډول چاودنې د سولې تاریخي فرصت ته سخته صدمه رسولی شي. افغان حکومت د خپلمنځي خبرو له پیل راهیسې ټینګار درلود چې سرتاسري اوربند دې پلي شي ولې طالب لوری بیا دې کار ته غاړه نه ږدي او تردې دمه دواړو خواوو د تاوتریخوالي زیاتوالي ته دوام ور کړی، چې د پخوا په نسبت یې تلفات د بهرنیانو پر پرتله یوازې افغانانو ته اوړي او د داوړو خواوو څخه هره ورځ په لسګونه تنه وژل کېږي. د تاوتریخوالي زیاتوالي افغان حکومت ته فرصت په لاس ورکړی ترڅو د سیمې او نړۍ هېوادونو پاملرنه دې ته راوګرځوي ترڅو پر طالبانو فشار وارد کړي چې ډزبندۍ ته غاړه کېږي. په همدې لړ کې ولسمشر غني څه موده وړاندې لومړي وزیر عمران خان سره د تیلفوني خبرو اترو له لارې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي خپله اندېښنه شریکه کړې وه، ترڅو پاکستان وکولی شي هغه اغېز چې پر طالب لوري یې لري د هغې نه په ګټې اخیستنې یاده ډله دې ته چمتو کړي چې د تاوتریخوالي کچه راښکته کړي.

په همدې توګه کابل ته ښاغلي عمران د خپل سفر په لړ کې له افغان لوري په ډاګه وغوښتل ترڅو پاکستان ته د سولې په برخه کې هغه ستونزې ور په ګوته کړي که پاکستان یې  په لرې کولو کی مرسته وکوي. نوموړي ټینګار درلود چې هېواد به یې د پخوا په نسبت دا ځل ډېره هڅه وکوي ترڅو په افغان سوله کې نوره مرسته هم ترسره کړي. که څه هم دغه ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو جوړولو کې مثبت رول اداء کولی شي، خو ښايي سربېره پر دې څرګندونو بیا هم طالب لوری اوربند ته غاړه کېنږدي. دا ځکه چې پاکستان ته په 2014 کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړني سفر پر وخت پاکستان له نوموړي سره د افغان سولې په برخه کې له حده زیاتې ژمنې کړې وې، مګر ولیدل شول چې طالبانو د افغان حکومت پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ او د څو کلونو په تېرېدو بیا هم د سولې په برخه کې کوم څرګند پرمختګ تر سترګو نه شو. بلخوا د افغان سولې په برخه کې د مرستې په اړه د لومړي وزیر عمران  خان اوسنیو څرګندونو وروسته هم ولیدل شول چې د تاوتریخوالي کچه نوره هم مخ پر زیاتېدو شوه. د نوموړي د سفر دوه ورځې وروسته د کابل ښار په مختلفو عامو سیموپه لسګونه راکټي بریدونه وشول او لسګونه تنه شهیدان شول چې ټول قربانیان یې عام وګړي وو. بلخوا د قوس په 4 (نومبر 24) نېټه بامیان ولایت کې 17 عام ملکي وګړي د یوې چاودنې په ترڅ کې شهیدان کړای شول.

د سفر  احتمالي پایلې

له افغان سولې پرته د ښاغلي عمران خان دې سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوي دوه اړخیز سند لاسلیکولو سره وکولی شول ترڅو د راتلونکې لپاره د دواړو هېوادونو اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړي. د یاد سند په یوه برخه کې راغلي چې دواړه لوري به د اړیکو دوام لپاره یو بل هېوادونو ته تګ راتګ ته دوام ورکوي. پر همدې بنسټ ښاغلي عمران خان ولسمشر محمد اشرف غني ته پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړه چې د راتلونکې کال لومړی ربعه کې به ترسره شي. چې دا کار د دواړو هېوادونو اړیکو رغولو کې يو ښه پرمختګ ګڼل کېدای شي.

د استخباراتي ادارو ترمنځ همغږي او د سولې دښمنانو او هغه کسان چې د سولې هڅې تتوي د هغوی په اړه د معلوماتو شریکولو په برخه کې به له یو بل سره همکاري کوي. همدارنګه د راتلونکي کال جنورۍ میاشتې په لومړی نېټه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د افغان کډوالو ستنولو او همدارنګه د سیمه ییز اتصال په برخه کې چې ګټه یې دواړو هېوادونو ته ورسیږي په اړه به ناستې ترسره کېږي. که څه هم د سیمه ییزو اتصال په اړه د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې چې امریکا به په نږدې راتلونکې کې په سویلي او منځنۍ آسیا کې د پانګونې هڅونې په موخه د پاکستان، افغانستان او ازبکستان هېوادونو لپاره یو ځانګړی فنډ (بودیجه) په لاره واچوي.[2] دا کار په افغانستان کې د سولې نه شتون پر وخت ناشونی برېښي مګر بلخوا کولی شي افغان سولې ته هم لاره هواره کړي چې د سیمه ییز پرمختګ لپاره اغېزناک ثابتېدلی شي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پراخول نه یوازې تر یوې کچې افغان سوله کې مرسته کولی شي بلکې د دواړو هېوادونو او په ټوله کې د سیمې اقتصادي پرمختګ لپاره هم ګټور ثابتېدلی شي او د بل هر وخت په نسبت پاکستان اړ دی ترڅو د خپلو اقتصادي ستونزو راکمولو لپاره په دې برخه کې ډېره مرسته او اړین ګامونه پورته کړي.

[1] https://www.dawn.com/news/1591240/pakistan-will-do-everything-possible-to-reduce-violence-in-afghanistan-says-pm-imran-on-maiden-kabul-visit

[2] https://www.dawn.com/news/1591523/us-to-launch-regional-funds-for-pakistan-afghanistan-and-uzbekistan

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *