د ښه خدمت او بې سارې قربانۍ په ویاړ

د ستراتېژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز له لوري د CSRS بنسټګر او علمي شخصیت مرحوم دوکتور صفت الله قانت رحمه الله کورنۍ ته د نوموړي د ښو خدمتونو او بې سارې قربانۍ په ویاړ یادګاري شیلډ اهداء شو.

په همدې مناسبت جوړې شوې ناستې کې یاد شیلډ د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا رئیس ښاغلي دوکتور محمد عاطف او د CSRS رئیس ښاغلي نصیر احمد نویدي لخوا د مرحوم استاد قانت رحمه الله مشر زوي عبدالحي قانت ته د نوموړي د کورنۍ په استازیتوب ورکړل شو.

په یاده ناسته کې د هېواد علمي شخصیت او لیکوال ښاغلي استاد محمد زمان مزمل د مرحوم استاد په دعوتي هلو ځلو او د ژوند په ستړو هر اړخیزه رڼا واچوله او د مرحوم استاد مشر زوی ته یې د ناستې د نورو ګډونوالو په څېر لازمې او اړینې سپارښتنې وکړې. په پای کې ښاغلي عبدالحي قانت د CSRS نه د جوړې شوې ناستې او شیلډ ورکولو په پار ځانګړې مننه وکړه. ددې ترڅنګ د CSRS ادارې د پرېکړې پر اساس ښاغلي عبدالحی قانت چې اوسمهال د مالیزیا هېواد څخه په نړیوالو اړیکو کې د ماسټرۍ دورې محصل په توګه په لوړو زده کړو بوخت دی د څېړنې همکار په توګه ومنل شو او ناسته د قاضی محمد حسن اسلامي صیب لخوا د سپارښتنو شریکولو او دعاء ویلو سره پای ته ورسېده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *