د CSRS ادارې ته کتابونه ډالۍ شول

د ستراتېژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز ویاړ لري چې نن پنجشنبه د جدي میاشتې په 25 نېټه یې د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز له لوري د یاد مرکز لخوا خپریدونکی سیمه ییز مطالعات ژورنال او د علومو اکاډمۍ لخوا چاپ شوي کتابونه د سیمه ییز مطالعات ژورنال د مدیر ښاغلي عبدالصبور مبارز لخوا د هدیې په توګه ترلاسه کړل. په همدې پار د CSRS محترم رئیس ښاغلي نصیر احمد نویدي د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز له مشرتابه څخه مننه وکړه او د یاد مرکز سره په څېړنیزه برخه کې یې د دوه اړخیزې همکارۍ لپاره هیله مندي وښودله.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *