په افغانستان کې د ډزبندۍ لپاره مناسب وخت (د نړیوالو تجربو په رڼا کې)
لیکنه:
فضل محمود علی
د عامه اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو ماسټر او د ستراتېژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز همکار ریسرچر
۲۰۲۱ د جنورۍ دولسمه
د افغانستان د سولې هیله بخښونکو او پیچلو خبرو ته په کتو سره داسې ښکاري چې د جګړې په سر د دواړو خواوو جوړجاړی به ډېر وخت ونیسي. دا چاره د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ بشپړو خبرو اترو ته اړتیا لري تر څو پکې مهمې سیاسي معضلې حل او د جګړې وروسته د راتلونکي حکومت په اړه پرېکړه وشي. په تېرو څو میاشتو کې چې د دولت پلاوی او طالبان سره د سولې خبرو ته ناست دي، جګړه، وژنې او ویجاړۍ ډیرې شوي دي، آن تر دې چی تر پخوا یې زور اخیستی دی. څرنګه چې د سولې بین الافغاني خبرې یو مهم پړاو ته ننوتي، ډیری خلکو سره دا پوښتنه پیدا کیږي چې افغانستان کې به کله اوربند ترسره کېږي؟ څرګنده ده چې د افغانستان عام وګړي چې هره ورځ د جګړې قرباني دي تر هر چا ډېر اوربند ته لیوال دي. که څه هم په اخلاقي او انساني اصولو کې د انسان ژوند خورا مهم دی او باید چې د امکان تر حده وژغورل شي. خو د تاریخي لحاظه د اوربند کولو او جګړې ته د پای ټکي اېښودلو لپاره مناسب وخت کوم دی(که افغانستان په نظر کې ونیسو)؟ اوربند د بین الافغاني مذاکراتو څخه د مخه وشي او که وروسته؟ د افغانستان حکومت، نړیواله ټولنه او طالبان باید تر هر څه د مخه ژر تر ژره اوربند وکړي، تر څو د خلکو ژوند وژغورل شي؟ او یا دا چې سیاسي جوړجاړي ته چې تر ډېره به د یوې باثباته او تلپاتې سولې او دایمي اوربند ته لار هواروي، لومړيتوب ورکړي؟ په دې مقاله کې په نړۍ کې بیلابیلو ترسره شويو اوربندونو کامیابي او ناکامي څېړل شوې، د افغانستان قضیې ته په کتو تر کتنې لاندې نیول شوي دي. او په دې برخه کې په افغانستان کې د اوربند د مناسب وخت ټاکلو لپاره د نړۍ څو کورنۍ جګړي هم څېړل شوي دي چې پکې اوربند د سولې خبرو څخه مخکې، وروسته او يا د خبرو په لړ کې پلي شوی دی.
په مهمو مسائلو د هوکړې مخکې اوربند کول
په افغانستان کې د سولې تر خبرو وړاندې اوربند کولو لپاره لږ تر لږه درې بحثونه شتون لري. لمړی دا چې د سولې خبرو ته تر کښېناستو د مخه اوربند کول یوه بشردوستانه عمل دی چې په پایله کې یې د ډېری شمیر انسانانو، څه د جګړې په دواړو خواوو کې او څه ولسي وګړو ژوند ژغورل کیږي. سربېره پر دې، د سولې خبرو ته تر کښېناستو تر مخه د اوربند کول کولای شي چې د بې وزلو او د جګړې ځپلو سره د مرستو په رسولو او وېش کې خورا مثبت رول ولوبوي.
دویم دا چې د سولې خبرو ته تر کښېناستو د مخه اوربند کول د دواړو خواوو تر منځ د باور فضاء رامنځته کوي چې د سولې لپاره مهم فکتور بلل کېږي. له بلې خوا په اوسني ډول د جګړې دوام په خلکو کې د نفرت احساسات راپاروي او په دواړو خواوو کې د غچ اخیستلو حس قوي کوي چې په پایله کې یې د اور لمن ددې پر ځای چې راټوله شي لا پسې غوړیږي. د سولې خبرو ته تر کښېناستو دمخه اوربند کول کولای شي چې د دواړو خواوو ترمنځ د بې باورۍ فضاء له منځه یوسي او یو پر بل باور رامنځته کړي چې په دوه اړخیزه توګه جګړې ته د پای ټکي اېښودلو لپاره مهم فکتور ګڼل کیږي.
درېیم دا چې د اوربند په پایله کې په آسانۍ سره کېدلی شي چې په یوه ثابت حالت کې خبرې وشي نه دا چې هره ورځ د جګړې میدان ته به کتلو سره د دواړو لوریو په دریځ کې بدلونونه رامنځته شي او یو بل نه د نویو امتیازیاتو تمه وکړي. یو ابتدایي اوربند کولای شي د جګړې میدان سوړ کړي او په ډېر احتمال سره د بین الافغاني خبرو لړۍ ګړندۍ او لنډه کړي. خو د سولې خبرو د پیل څخه د مخه د اوربند کولو د تاریخ څخه څه زده کولای شو؟ د تاریخ په معاصره دوره کې يواځې د شمالي آیرلینډ قضیه دا فرضیه ثابتوي چې د سولې خبرو څخه د مخه اوربند کول ښايي د دوه اړخیزه جوړجاړي او د کورنۍ جګړې ته د پای ټکي اېښودلو سبب وګرځي. د شمالي آیرلینډ شخړې درې لسیزي دوام وکړ (۱۹۶۹-۱۹۹۸ م) چې په دغه جریان کې بېلتون غوښتونکو غوښتل چې شمالي آیرلینډ د انګلستان څخه د تاوتریخوالي له لارې بېل کړي او د یوه خپلواک هېواد په توګه یې بنسټ کېږدي. د آیرلینډ خپلواک غوښتونکو ګرپونو تر مینځ د متحد آیرلینډ پوځ او تر شا یې د سن فین حزب تر ټولو ډېر اثر لرونکي وو. د انګلستان حکومت تر هغې د سن فین حزب سره د سولې خبرو ته حاضر نه شو، تر څو د متحد آیرلینډ پوځ اوربند نه وو کړی. د سن فین حزب او د متحد آیرلینډ پوځ بلاخره د ۱۹۹۷ م کال په اګسټ میاشت کې اوربند کولو ته چمتو شول او ډېر ژر د ټول شموله خبرو لومړی پړاو پیل شو چې په پایله کې یې د سولې تړون چې د بیلفاسټ یا د ښي جمعي تړون په نوم یادیږي د سولې د خبرو ټولو ګډونوالو له لوري تائید شو.
په نورو مواردو کې، ابتدایي اوربندونو ونشو کولای چې د سیاسي جوړجاړي په برخه کې د مذاکراتو لپاره یو مناسب محیط برابر کړي او په جګړه کې د ښکېلو اړخونو لپاره د قبلېدو وړ او د شخړو لپاره د حل قطعې پای ته رسېدو د ګړندیتوب سبب شي. د لیبریا لومړنۍ کورنۍجګړه (۱۹۸۹-۱۹۹۶ م) یو د داسې بېلګو څخه ده کوم ځای چې د مذاکراتو څخه مخکې اوربندونو نه یوازې هوکړې ته په رسېدو کې مرسته ونه کړه، بلکې د شخړو ودرېدو (اوربند) د جنګیالیو د بېرته راټولولو او دویم ځلې مسلح کولو لپاره فرصت برابر کړ تر څو بېرته خپلو سختو جګړو ته دوام ورکړي. د لیبریا جګړه په ۱۹۸۹ م کال ډسمبر میاشت کې هغه وخت پیل شوه کله چې د مخالفو ګروپونو پورې تړلو پاڅون کوونکو، د لیبریا ملي او وطنپالونکې ډلې (NPFL) د چارلز تیلور په رهبرۍ، د عاج ساحل له ګاونډي هېواد څخه په دوی باندې حمله وکړه. دغه شخړه ډېر ژر د عامو خلکو په وړاندې د ظلمونو په سیلاب بدله شوه.
د لویدیځو افریقایي هېوادونو اقتصادي ټولنې (ECOWAS) د ۱۹۹۰ م کال په شخړو کې مداخله وکړه او دې ته یې لومړیتوب ورکړ تر څو د جګړو لوري په دې راضي کړي چې اوربند ته غاړه کېږدي. د دغې اقتصادې ټولنې مداخله ددې سبب شوه چې په کال ۱۹۹۰ م نوامبر میاشت کې اوربند پلي شي. او باور کېده چې د اوربند پلي کېدل به د جګړې د قطعي پای ته رسېدو او د تلپاتې سولې اړوند لومړی مثبت ګام وي. خو دغو شخړو د ۱۹۹۲ م کال په اکتوبر کې په یوې تخریب کوونکی حملې سره (د اکتوپوس عملیاتو په نامه) چېرته چې د NPFL جنګیالیو په مونرویا باندې حمله وکړه، بیا ادامه پیدا کړه او وروسته له دغه حملې څخه جنګونه په تیت شکل د هېواد په هره برخه کې پیل شول.
د جګړو د بیا پیل کېدو څخه وروسته، دغه څو متعددو جنګي وقفو جنګیالیو ته یو ځلې بیا د ددې فرصت ورکړ چې د تلپاتې سولې پر ځای د جګړې لپاره ځانونه اماده کړي او هر یو د دغه اوربندو څخه مات شو. د هېڅ اوربند پایله داسې نه وه لکه څرنګه چې ورڅخه تمه کېده او هیڅ مرسته یې د مذاکراتو لپاره د یو مناسب محیط په رامنځته کولو او یوې ګډې هوکړې ته د رسېدو لپاره ونه کړه.
لیبریا یوازې یو د هغو ډېرو بېلګو څخه ده چېرته چې لومړني ترسره شوي اوربندونه عملي شول خو پایله یې ورنه کړه او ناکام شول. سربېره پر دې دغه اوربندونه د جګړې د لا زیاتې ګرمېدو، اوږدو شخړو، د زیاتو وژنو او سختو ویجاړیو لامل شول. په نورو هېوادونو لکه دارفور (۲۰۰۳-۲۰۰۴ م)، بوسینیا (۱۹۹۴ م) او سریلانکا (۱۹۹۵ م) کې اوربند د مذاکراتو د پیل ، د باور د فضاء د رامنځته کولو او د بشري لاملونو له کبله د لومړني شرط په توګه پېژندل شوی وو. په ټولو دغو مواردو کې، په جګړه کې ښکېلو اړخونو د دغو اوربندونو څخه ناوړه ګټه واخیسته او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره يې د تاوتریخوالي څخه کار واخیست ځکه دوی عقیده درلوده چې نه شي کولای خپلو دغه موخو ته د شخړو په هغه مرحله کې د مذاکراتو په میز باندی ورسیږي.
مونږ ددغو ټولو مواردو څخه څه زده کولای شو؟ تاریخي شواهد ښیي چې اوربند به د افغانستان په ګټه نه وي. مخکې له دې چې د طالبانو او د افغانستان د جمهوری دولت مذاکره کوونکي ټیمونه یوې اجماع ته په اساسي سیاسي موضوعاتو نه وي رسیدلي. د وختي اوربند منتقدین او نیوکه کوونکي ښايي دلیل راوړي چې هیڅ تضمین وجود نه لري چې دغه وختي اوربند به د مرګ ژوبلې کچه را ټیټه کړي تر هغه پورې چې عمده سیاسي موضوعات د مذاکره کوونکو په واسطه نه وي حل شوي. څرنګه چې دا ډول اوربند به د طالبانو او د افغان حکومت تر منځ د سیاسي جوړ جاړي پر بنسټ نه وي، نو ځکه به نازک او ماتیدونکی وي. که چېرته ناکام شي نو د جګړې د لا زیاتې ګرمېدو او مرګ ژوبلې لامل به شي په نسبت د هغه حالت چېرته چې مذاکره کوونکو ته اجازه ورکړل شي تر څو د یوه سیاسي توافق له لارې د شخړو او جګړو لپاره غوڅ حل ته ورسېږي. نو څه کولای شي چې د شمالي ایرلیند د لومړني اوربند بریا څرګنده کړي؟ یو ښه توضیح کېدای شي چې د انګلیس او IRA فوځیانو تر منځ یو بن بست ته رسېدل وي چېرته چې دواړه جنګي قواوې پدې پوه شوې چې په یو سخت حالت کې قرار لري او دا به دوی لپاره بهتره وي که دوی د مذاکراتو پر مټ یو توافق ته سره ورسیږي. د یوه طرفه یاغیان پدی پوه شول چې دوی نشی کولای خپلو موخو ته د نظامي او یا سیاسي لارو ورسیږي او د بل طرفه دولت هم پدې باور وو چېIRA هم یو نه ماتیدونکي خنډ او ستونزه ده چې نه به مات شي او نه به هم دغه جګړه کې بریا ترلاسه کړي، نو ځکه دواړو خواوو یوه متقابل بن بست ته ورسیدې کوم چې د مذاکراتو نه مخکې اوربند لپاره یې شرایط برابر کړل.
یو بل ممکن خطر چې وروسته د داسې یو اوربند څخه کوم چې مخکې د یوه جوړجاړي څخه په سیاسي موضوعاتو باندې منځ ته راځي دا ده چې کېدای شي دغه ډول اوربند به په افغانستان کې جګړه نوره هم سخته کړي، د زیات وخت لپاره به دوام پیدا کړي، هېڅ یو اړخ به ګټونګی یا بایلونکی نه وي او د مذاکراتو د حل او فصل لپاره به هېڅ کوم حقیقي چانس نه وي. قبرس هېواد ددغه شان قضیې یو ښه تاریخي مثال دی. په ۱۹۷۴ م کال کې د ترکیې او قبرس یونان تر منځ اوربند، کوم چې د ملګرو ملتونو په منځکړیتوب رامنځ ته شوی وو جګړه ودروله. سره له دې چې د جګړې ښکېلو خواوو د دغه اوربند احترام وکړ، خو وروسته مذاکراتو کې په جګړه کې ښکېل اړخونه پدې راضي نه شول او ویې نشو کولای چې د اختلافاتو لپاره یوه متقابل حل ته سره ورسیږي. د هغې بر عکس، اوربند بیا هغه حالت وزېږاوه چېرته چې د ګروپونو انګیزې د شخړو د حل او فصل کولو لپاره له منځه ولاړې او همغه پخوانی حالت یې وساته. دغه لیست کې کېدلای شي چې نور هغه موارد هم اضافه شي چېرته چې جګړې سختې او منجمدې شوې وې لکه د آذربایجان او ارمانیا تر منځ د قره باغ موضوع ، ابخازیا، ترانس-دنیستر په مولداوا کې، جنوبي اوستیا په ګرجستان کې او کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ، ټول هغه هېوادونه دي کوم چې د قبرس سره ورته سرنوشت سره مخ شول.
د خبرو اترو په جریان کې ډزبندي
د سولې د خبرو اترو په پای کې د یو ګډ او دواړه لورو ته د منلو وړ تړون د رامنځته کېدو وروسته اوربند لازمي دی، خو د سولې د خبرو په جریان کې اوربند شونی دی؟ د سولې د خبرو په کوم پړاو کې به اوربند ترټولو زیات مؤثر او اغېزناک وي؟ له تاریخي پلوه د سولې د مذاکراتو په لړ کې تر ټولو بریالی اوربند هغه وخت رامنځته کېدای شي چې د دواړو ډلو ترمنځ پر هغو مهمو سیاسي اختلافاتو تر یوې کچې هوکړه وشي، کوم چې د جګړې اصلي لاملونه ګڼل کېږي. خو دا پدې معنی نه ده چې افغان دولت او طالبان دې د هر اختلاف په اړه موافقې ته سره ورسېږي، د دواړو لورو لخوا پر یوه عمومي فارمول هوکړه کولای شي دوی وهڅوي تر څو جګړې ته د پای ټکی کېږدي، دا کار باید یوازې له دې امله ونشي چې دغه ډول ډزبندي به اوږدمهاله وي، بلکې په دې خاطر هم اړین دی تر څو یو وروستي تړون ته رسېدل او د لسیزو راهیسې د روانې اوږدې جګړې پای یقیني او حتمي کړي.
په حقیقت کې د دواړه لورو تر منځ د روانې جګړې او د حل په اړه یې عمومي تفاهم کولای شي له دوی سره مرسته وکړې چی دا خبره درک کړي چې د جګړې پر ځای د خبرو له لارې د ستونزې حل غوره او ګټوره دی! له دې لارې شونې ده چې دواړه لوري په رېښتینې توګه یو ګډې همغږۍ ته د رسېدو لپاره وهڅول شي او د جګړې وسوسې له منځه یوړل شي، همدارنګه د اوربند په لړ کې به افغان دولت او طالبان وکولای شي چې په آرامه فضاء کې د سولې د تړون د تفصیلاتو په اړه غور وکړي، ددې برسېره د دوامداره او منل شویو حل لارو د موندلو لپاره به د افغان دولت، طالبان او د نړېوالې ټولنې ترمنځ د همکارۍ اړیکې ځواکمنې کړي.
تاریخي شواهد دا ښایي چې د ښکېلو ډلو لخوا د مهمو سیاسي ستونزو په اړه له موافقې او هوکړې وروسته اوربند ډېر اغېزمن وو، نسبت دې ته چې له وخت وړاندې ترسره شي. د بوسنیا جګړه (1992-1996 م) د ملګرو ملتونو په مرسته د بېلا بېلو اوربندونو شاهده وه، خو یادو اوربندونو نه یوازې داچې د موخې په ترلاسه کولو کې کومه مرسته و نه کړه، بلکې د اوربند موده به د ښکېلو ډلو لخوا د اکمالاتو او د جنګیالیو د روزلو او ګمارلو لپاره کارول کېده، چې په پایله کې به جګړې لا هم زور واخیست، د بوسنیا د جګړې په جریان کې د بوسنیا، کروشیا او یوګوسلاویلا (په ټوله کې بوسنیايي سربیانو نژاد) د بهرنیو چارو وزیرانو د لومړي ځل لپاره په جینوا او بیا ځلې د 1995 م کال د سپتمبر په میاشت کې په نیو یارک کې سره وکتل. دوی د نورو قضیو تر څنګ په بوسنیا کې د سولې لپاره په یوه بنسټیز پرنسیب هوکړه وکړه. هغه دا چې بوسنیا به خپل عادي سرحدونه ساتي، خو د هېواد په دننه کې به یې دوه برخې شتون ولري: د سرب جمهوریت (۴۹٪ سیمه) او د هرزګوین او بوسنیا فدراسیون (۵۱٪ سیمه). یوه اونۍ وروسته د شپېتو ورځو د اوربند تړون لاسلیک شو، چې په تعقیب یې د 1995 م کال د نومبر په لومړۍ نېټه په دیټون اوهایو کې د سولې پراخې خبرې اترې پیل شوې، د جینوا او نیویارک د ناستو په پایله کې رامنځته شوې خبرې د 1995 کال د ډسمبر په 14مه نېټه د سولې پر تړون بدلې شوې.
اوس نو مهمه پوښتنه دا ده چې د بوسنیا د جګړې وروستۍ اوربند ولې بریالی شو؟ چې په پایله کې یې یو تړون رامنځته شو، حال دا چې نور اوربندونه د بریا څوکې ته و نه رسېدل؟ لنډ ځواب به دا وي چې ښکېلو ډلو لومړی په عمومي فارمول باندې هوکړه وکړه، او بیا يې اوربند ترسره کړ، دا عمومي فارمول لومړی ځل په جینوا او نیو یارک کې رامنځته شو، چې وروسته یې د وروستۍ هوکړې ته رسېدو په موخه پایداره اوربند او پراخو خبرو اترو ته لار هواره کړه. تر ټولو مهمه دا چې د دواړه لوریو ترمنځ د مخالفتونو د حل په تړاو یو عمومي تفاهم او همغږي رامنځته شوه او په دې وپوهېدل چې ستونزه د خبرو له لارې حل کېدای شي. همدا لامل وو چې اوربند هم دوامداره او بریالی وو.
د بوسنیا د جګړې په شان د نېجر هېواد د تورګ بغاوت (1990-1995 م) هم د څو اوربندونو شاهد وو خو یوازې یو یې د سولې د تړون لامل شو، د ایر او ازاوک د ازادۍ غوښتنې د مبارزې ډلې (FLAA) په 1991 م کال کې د نجیریايي حکومت په وړاندې پاڅون وکړ او د فدرالي سیستم، غوره کورواکي او د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره یې مبارزه پیل کړه. د جګړې په کلونو کې د سولې خبرې په مسلسل ډول ترسره شوې او له امله یې یو شمېر ناکام اوربندونه ترسره شول چې تر ډېره یې د ناکامۍ علت له اوربند وړاندې په بنسټیزو سیاسي مسائلو د هوکړې نه شتون وو، کوم چې د جګړې اصلي لاملونه ګڼل کېدل. په 1994 م کال کې د نیجریايي حکومت او د تورګ باغیانو په استازیتو د (CRA) ترمنځ د خبرو تازه لړۍ پیل شوه. د پخوانیو خبرو اترو خلاف دا ځل نیجریایي دولت د تورګ سیمو د ځان واکۍ غوښتنه ومنله کومه چې د بېلتون غوښتونکو بنسټیزه غوښتنه وه، او پدې سره موافق شول چې دا سیمه به د ټاکل شویو والیانو او شوارګانو له لوري اداره کېږي، له دې توافق وروسته اوربند رامنځته شو تر څو د پراخو خبرو اترو لپاره لاره هواره شي.
د وړاندېنیو مذاکراتو پر خلاف د وروستیو خبرو اترو په پایله کې دواړه لوري په دې وتوانېدل چې د جګړې د یوې بنسټیزې مسئلې په اړه عمومي تفاهم ته ورسیږي. اوربند د پراخو مذاکراتو تر پایه دوام وکړ، او دواړه ډلې واتوانېدې چې د تورګ په سیمو کې د شوراګانو د ټاکنو، امنیت، د اغېزمنو سیمو بیا وادانولو، او د کډوالو بیا راستنېدلو په اړه توافق ته ورسیږي. په پای کې د 1995 م کال د اپرېل په 24 نېټه د نیجریایي حکومت او د پاڅون کوونکو ترمنځ (چې د CRA او FLAA لخوا یې استازیتوب کېده) د سولې یو ټولییز تړون لاسلیک شو.
د بوسنيا په څېر په نیجر کې هم ټول اوربندونه مخکې له دې چې دواړه خواوې د شخړې بنسټيزو مسلو ته حل لاره پيدا کړي ناکام شول. کله چې ښکېلو خواوو د شخړې د اصلي مسلو د حل لپاره ګډ ټکي وموندل، بيا په جکړه کې لږ ځنډ هم د تفصيلي خبرو اترو لپاره د آرامې فضاء په چمتو کولو،د دوه اړخيز توافق او دجګړې د وروستي حل لپاره اغېزمن ثابت شوی دی.
که څه هم تاريخي شواهد ښيي چي د عموي فارمول يا د جګړې د بنسټیزو مسئلو لپاره حل موندل د اوربند د غځولو سبب کېږي مګر په غوڅ ډول نه شو ویلی چې دا دې يوازينی فکتور وي چې د اوربند برخليک ټاکي، بلکې نور عوامل يوازې يا په ترکيبي شکل د اوربند برخليک ټاکي. مثلا د اوربند د قوي منځګړي يا ضامن شتون، يا د داسې حالاتو شتون چې په هغه کې يو لوری هم د جګړي ګټونکی او بايلونکی نه وي.
بلآخره د موزمبيق قضيه داسې سناريو وړاندې کوي چېرته چې اوربند يوازې هغه وخت پلي شو کله چې دواړه ښکېلې خواوې د سولې جامع هوکړې ته ورسېدل.په لومړيو کې د موزمبیق د حکومت ټينګار په دې وو چې اوربند دې په مهمو سياسي مسئلو باندې د خبرو اترو مخکې پلي شي. له بلې خوا پاڅون کوونکو تر هغې پورې د وسلو د اېښودلو څخه انکار وکړ ترڅو چې خبرې اترې د سولې ټولیزې هوکړې ته نه وې رسېدلې. په پای کې حکومت د ناوړه بن بست له ويرې د دوی غوښتنې ته غاړه کېښوده چې په پايله کې یې خبرو اترو او جنګ په يو وخت دوام وموند. په حقيقت کې د جګړې دوام د خبرو اترو د بريا لپاره خورا مهم ثابت شو هرڅومره چې د تاوتريخوالي شدت ډېرېده ښکېلو خواوو د مذاکراتو په ميز د نورو امتیازاتو ورکولو ته زړه ښه کاوه. د تاوتريخوالي دوامداره شدت ددې لامل شو چې د جګړې دواړه خواوې ژر تر ژره جوړ جاړي ته چمتو شي او په پای کې يوې وروستۍ هوکړې ته سره ورسېدل.
په کره توګه هيڅوک نه شي ویلای چې په افغانستان کې د اوربند لپاره مناسب وخت به کوم وي؟ مګر دا بايد زمونږ د تاريخي پېښو څخه د زده کړې مخه ونه نيسي. په يوه خبره چې ښايي مونږ ټول پرې همغږي واوسو، هغه دا ده چې د اوربند د وخت معلومول په افغانستان کې د ښکېلو خواوو لپاره اسانه پرېکړه نه ده ځکه لمړی دا چې د سولې خبرو څخه مخکې په اوربند موافقه کول به په لنډه توګه د خلکو ژوند وژغوري او د تاوتريخوالي مخه به ونیسي مګر دا امکان هم شته چې هېواد به بېرته جګړې ته ستون او په پايله کې به لا زياتو تلفاتو او تباهۍ ته زمينه برابره شي. دویم دا چې د اوس لپاره د يو داسې جوړجاړي لپاره د قربانيو منل، کوم چې دا جکړه يو ځل د تل لپاره ختمه کړي. د وخت نه مخکې د اوربند یو بل خطر لکه د قبرس په قضيه کې چی وليدل شو دا دی چې د جګړې ودرېدل بغير له کومې واقعي جوړجاړي به ښکېلې خواوې په داسې وضيعت اخته کړي چې رېښتینې هوکړه به ورته یوه خيالي کیسه معلومه شي.
تاریخ ثابتوي چی د سولې خبرو څخه دمخه اوربند کول بل څه نه بلکې د جګړې دواړو خواوو ته زمينه برابروي چې بېرته خپل جنګيالي د لا شديد جنګ لپاره تقويه کړي. د شمالي ايرلینډ يواځینی کامياب اوربند نه دا معلومه شوه چې په سیاسي مهمو موضوعاتو د خبرو اترو نه مخکې اوربند هغه وخت کاميابيږي کله چې نور مهم شرايط مساعد وي. له دغه مثال څخه معلوميږي چې د سولې خبرو څخه دمخه اوربند کولو څخه ښه پايله هغه وخت ترلاسه کېدای شي کله چې دواړه خواوې په داسې بن بست کې واقع شي چېرته چې د جګړې اصلي ګټونکی او بايلونکی معلوم نه وي او د خبرو اترو له لارې جوړجاړۍ د جګړې نه غوره معلوم شي.
ورته نورې قضیې دا جوتوي چې لومړيتوب بايد حقيقي او رېښتینی جوړ جاړی وي او د مهمو سياسي مسلو په اړه د خبرو اترو مخکې سمدستي اوربند کوم لازمي کار نه دی. البته د افغانستان په شخړه کې د ښکېلو خواوو لپاره يو سخته او ستونزمنه پرېکړه ده چې د اوربند څخه مخکې خبرې اترې پیل کړي. په حقيقت کې بنسټيز اخلاقي او اسلامي اصول دا مونږ ته په ښکاره توګه څرګندوي چې د هر وګړي ژوند مهم دی او بايد له خطر سره مخ نه شي. په هر حال، په لنډ مهاله کې د تلفاتو کچه بايد د اوږدې جګړې د ويجاړۍ او ځاني تلفاتو سره پرتله شي. تجربو ښودلې ده چې لڼد مهاله اوربند او په موقت ډول د وژنو او ويجاړيو مخنيوی په حقيقت کې پيل شوې جګړې ته لا شدت ورکوي، اوږدوي یې او د رېښتینې جوړجاړي لاس ته راوړل ځنډوي (لکه د بوسنيا او لابيريا قضیې) له وخت څخه مخکې اوربند جنګياليو ته مهلت ورکوي چې خپل ځواکونه له سره تنظيم کړي .په مهمو سياسي مسئلو د یوې اجماع له رامينځته کېدو مخکې له وخت څخه اوربند به ښايي دجګړې د لا زیاتېدو لامل شي او دخبرو اترو د هوارۍ چانس به کم کړي.
له دې امله افغان دولت،طالبان او نړيوالې ټولنې ته مشوره داده چې د بين الافغاني خبرو پر مهال له هغه وروسته چې ټولې خواوې پر مهمو سیاسي مسئلو یوې اجماع ته سره ورسیږي د جګړې مخه ډب کړي. له تاريخي قضيو په زده کړې، داسې برېښي چې په افغانستان کې د اوربند لپاره مناسب وخت هغه دی کله چې مذاکره کوونکي ټيمونه په مهمو سياسي مسايلو لکه د راتلونکي نظام د څرنګوالي، د واک وېش او نورو په اړه يو جامع اتفاق ته سره ورسيږي. دا به افغان دولت او طالبان ته ډېره اسانه وي چې لمړی خبرو اترو ته يو عمومي حل لاره پېدا کړي بيا جکړه ودروي او بلاخره يوې نهايي موافقې ته ورسيږي. کله چې دواړه خواوې د جګړې او د حل لارې په اړه یې عمومي هوکړې ته ورسېدل نو بيا د نهایي جوړجاړي په اړه د خبرو اترو مسئله آسانه کېږي. دا ډول درک لرل به دواړه خواوې دې ته وهڅوي چی د بين الافغاني خبرو اترو په ترڅ کې وسلې پر ځمکه کېږدي او دا کار به په خپل وار سره وروستۍ هوکړې ته د رسېدلو لپاره مناسب چاپيريال برابر کړي.
سرچینې:
Archick, K. (2005). Northern Ireland: The Peace Process. Congressional Research Service Report for Congress.
Cook, N. (2003). Liberia: 1989-1997 Civil War, Post War Developments, and U.S. Relations. CRS Report for Congress.
Lloyed, R. (1995). Mozambique: The Terror of War, the Tensions of Peace. Current Histroy, 153.
Luttwak, E. (2004). The Curse of Inconclusive Intervention. In C. A. Crocker, Taming Interactable Conflicts: Medation in the hardest cases. Washington, DC: US Institute of Peace Press.
Mahieu, S. (2007). When Should Mediators Interrupt a Civil War? Th e Best Timing for a Ceasefire. International Negotiation, 207-228. Retrieved December 29, 2020, from https://d1wqtxts1xzle7.cloudfront.net/32138992/Mahieu_INER_12-2_1_.pdf?1382489642=&response-content-disposition=inline%3B+filename%3DWhen_Should_Mediators_Interrupt_a_Civil.pdf&Expires=1610303353&Signature=YfoXk5d3Jo-XdBwcjKIuKC-Kq6m7l~DD0w6XjBjkgMKO5Sj8k
Masabaha, I. (1995). Negotiating an End to Mozambique’s Murderous Rebellion. In W. I. Zartman, Elucive Peace: Negotiating an End to Civil Wars. Washington: The Brookings Institution.
Sesay, M. A. (1996). Bringing Peace to Liberia. Accord. Retrieved December 30, 2020, from https://rc-services-assets.s3.eu-west-1.amazonaws.com/s3fs-public/The_Liberian_Peace_Process_Accord_Issue_1.pdf
Skoog, O. (2003). Experiences from the Colombian Peace Process. Internal Armed Conflict, Peace Processes and Peace Negotiations – Is there a way forward in. Upsala. Retrieved January 10, 2021, from https://www.yumpu.com/en/document/read/39809467/experiences-from-the-colombian-peace-process-olof-
The Diplomat. (2021). Latest Phase of Intra-Afghan Peace Talks Off to Slow Start. Retrieved January 12, 2021, from https://thediplomat.com/2021/01/latest-phase-of-intra-afghan-peace-talks-off-to-slow-start/
Touval, S. (1995, October). Ethical Dilemmas in International Negotiations. Negotiation Journal, 333-337.
Zartman, I., & Berman, M. (1982). The Practical Negotiator. New Haven: Yale University Press.