د کابل سهار په چاودنو پیلېږي!

له تېرو څلورو میاشتو راهیسې نږدې هر سهار پلازمېنه کابل د یوې او یا څو بمي چاودنو یا تروریستي پېښو شاهد وي. په دغو چاودنو کې د پخوا په پرتله تر ډېره ټولنیز مشران، مدني فعالان او خبریالان په نښه کېږي. د همدې چاودنو په لړ کې تېره اونۍ د دلوې میاشتې په 14 (د فبرورۍ په 2) نېټه د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا رئیس دوکتور محمد عاطف هم په یوې بمي چاودنه کې ووژل شو، چې پړه یې لا تراوسه هېچا پرغاړه نه ده اخیستې. افغان حکومت نه يوازې پر ښاغلي دوکتور محمد عاطف چاودنه وغندله؛ بلکې د چاودنې پړه یې پر طالبانو واچوله؛ مګر د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پر دوکتور محمد عاطف تر چاودنې څو ساعته وروسته ياده حمله په کلکو ټکو وغندله او دا کار یې د یوې خبیثې کړۍ کار یاد کړ. بل خوا د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب چې د خواخوږۍ په پار د جمعیت اصلاح مرکزي دفتر ته ورغلی و، پر دوکتور عاطف چاودنه د هېواد د دښمنانو کار ګڼلی او ژمنه یې کړې، چې عاملین به یې پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

دا چې په دې وروستیو کې ولې ټولنیز فعالان او کلیدي ملي شخصیتونه د چاودنو ښکار ګرځي، د CSRS تحلیل په دې ګڼه کې مو د یادې موضوع شننه کړې ده.

وروستیو چاودنو ته ځغلنده کتنه:

له تېرو څلورو میاشتو راهیسې چې د دوحې تړون (فبرورۍ 29) له مخې خپلمنځي خبرې‌اترې د څو میاشتني ځنډ ترڅنګ د تېر کال په سپتمبر میاشت کې پیل شوي، کابل د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله نږدې هر سهار د یوې او یا څو چاودنو شاهد وي. د 2019 کال په پرتله په 2020 کال کې په غیرنظامي کسانو باندې چې تر ډېره ټولنیز فعالان او خبریالان پکې شامل دي، حملې او چاودنې درې برابره زیاتې شوې دي. د خپلمنځي خبرواترو په دغه حساس پړاو کې د چاودنو او تاوتریخوالي زیاتېدو، عام افغانان دې ته ډېر اندېښمن کړي، چې د سولې دغه په لاس راغلی فرصت ښايي د ځینو ځانګړو کړیو د شخصي ګټو لپاره له منځه لاړ شي. بل خوا یوشمېر ټولنیز فعالان او خبریالان د وروستیو ناامنیو له امله د خپل ژوند ژغورلو په خاطر ان هېواد پرېښودو ته هم اړ شوي دي. دا ځکه چې یوازې په تېرو څو میاشتو کې شپږ خبریالان (یما سیاوش، الیاس داعي، ملاله میوند، فردین امیني، رحمت الله نیکزاد او بسم الله قرلق) په چاودنو کې ووژل شول.[1] له دې پرته په ځانګړي ډول هغه ټولنیز شخصیتونه چې په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره د کار کوشش کوي، د يوې نامعلومې کړۍ له لوري په نښه کېږي، چې دې کار کې يې د سولې د روانې پروسې له سبوتاژکولو پرته بله موخه نه لیدل کېږي. د دغو شخصيتونو  په کتار کې د دوکتور محمد عاطف ترڅنګ دوکتور عبدالباقي امین، وحید مژده او مولوي ایاز نیازی هم یادولی شو.

دوکتور محمد عاطف څوک و؟

د معلوماتو له مخې دغه علمي او اکاډمیک شخصیت دوکتور محمد عاطف د افغانستان د تخار ولایت په بنګي سیمه کې زېږېدلی و، لوړې زده‌کړې یې د هجرت پر مهال په پېښور پوهنتون کې د مقارنة الادیان په برخه کې د ماسټرۍ او (اېم فېل) تر کچې سرته رسولې وې او د استادۍ مقدسه دنده یې هم د مهاجرو افغانانو په مختلفو پوهنتونونو کې ترسره کړې ده. شپږ کاله یې د جمعیت اصلاح رياست پرغاړه و. څو کاله وړاندې يې د سلام پوهنتون د کندز څانګې د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې. دوکتور محمد عاطف له درې کلونو راهیسې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا ریاست چې د هېواد د ملي شخصیتونو په وینا د افغانستان په کچه یو ډېر منظم، د دین او ولس خدمت او چوپړ ته يو ژمن ملي خوځښت دی، هم پرغاړه درلود.

مرحوم دوکتور محمد عاطف په داسې حال کې ووژل شو، چې د ژوند په وروستيو کې يې هم د پورتنیو ارمانونو لپاره هڅې کولې او همدا لامل و، چې د هېواد او پلازمینې په تاریخ کې يې د جنازې مراسم دومره شانداره او بې‌ساري وو، چې په زرګونو کسانو پکې ګډون درلود او په پلازمینه کابل کې په ډېر منظم او عالي شکل ترسره شول. همدارنګه د دوکتور محمد عاطف وژنه د افغانستان ترڅنګ د نړۍ سیاسي، علمي، دیني او ټولنیزو شخصیتونو یو ستر جنایت وباله او د نوموړي وژنه یې نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره ستره ضايعه او يو ستر ناورین یاد کړ.

د مرحوم محمد عاطف په جنازه کې د هېوادوالو پراخه ګډون دا څرګنده کړه، چې نوموړی د هغه خوځښت سرلاری و، چې په افغان ولس کې ژورې رېښې لري او يوازينۍ موخه یې هېواد ته رښتینی خدمت‌کول دي. په همدې خاطر د دوکتور محمد عاطف وژل‌کېدل په ټولنیزو رسنیو کې هم په پراخه کچه وغندل شول، تر دې چې حکومتي او ملي شخصیتونو د نوموړي د فکري لارې تعقیبول د هغه د ارمان پوره‌کولو لپاره  لازم کار وباله.

د دکتور عاطف د فاتحې په مراسمو کې چې د جمعیت اصلاح افغانستان په مرکزي دفتر کې د درې ورځو لپاره ترسره شول، د ملي پخلاینې د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار او ګڼ شمېر نورو حکومتي چارواکو ترڅنګ، د طالبانو د اسلامي تحریک پخوانیو غړو او ډېرو مطرح سیاسي څېرو او ملي شخصیتونو هم ګډون کړی و.

له بده مرغه د هدفي وژنو په لړ کې د دکتور عاطف په څېر ملي شخصیت چې د سولې، تعلیم او نورو خیریه کارونو لپاره یې د هېواد ګوټ ګوټ ته له کوم ساتونکي او زرهي موټر څخه پرته سفرونه کول او د هېواد بیارغونه، تلپاتې سوله او د ځوان نسل سمه روزنه او تعلیم يې له سترو ارمانونو څخه وو، هم له منځه یوړل شو.

هدفي وژنې د سولې د سبوتاژکولو بله وسیله!

د دوحې د تړون له مخې طالبان او افغان حکومت باید خپلمنځي خبرې هم پرمخ یوسي؛ خو د خپلمنځي خبرو د پروسې له پيله تر دې دمه د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د کړنلارې په اړه له توافقه پرته د دغو خبرو بله کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه تر سترګو کېږي. بل خوا د دوحې له تړونه وروسته جګړو لاپسې زور اخیستی او په دواړو لوریو کې یې قربانیان یوازې افغانان دي. د خپلمنځي خبرواترو د لومړي پړاو په وروستیو کې د اوربند او لنډمهالي حکومت د رامنځته‌کېدو غوښتنې هم مطرح شوې؛ خو د دويم پړاو له پيله تراوسه د دواړو لوريو ترمنځ نه کومه ناسته شوې او نه د پرمختګ کوم څرک تر سترګو کېږي. سره له دې طالب پلاوي روسیې او د سیمې ځینو نورو هېوادونو ته سفرونه پيل کړل او د افغان حکومت پلاوي بیا ادعا وکړه، چې له یوې اوونۍ انتظار وروسته لا هم طالب پلاوی رسمي خبرواترو ته نه حاضریږي. ښايي د اوربند او لنډمهالي حکومت موضوع‌ګانې هغه څه وي، چې دواړه لوري یې له خبرواترو څخه په شا کړي اوسي. دا ځکه چې د طالبانو د قطر دفتر مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي روسیې ته د سفر پر مهال په ډاګه کړې وه، چې هغوی سولې ته چمتو دي؛ ولې په دې شرط چې ولسمشر محمد اشرف غني له واکه لاس په سر شي. خو افغان حکومت بیا د اوربند غوښتنه کوي او د واک ترلاسه‌‌کولو لپاره یوازینۍ لاره ټاکنې مطرح کوي.

بل خوا د خپلمنځي خبرواترو د دغه نامعلوم ځنډ په لړ کې په امریکا کې د جوبایډن په مشرۍ د نوې ادارې چارواکو د افغان حکومت په مرسته د دوحې د تړون ارزول اعلان کړي دي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جګ سولیوان بیا ویلي دي، چې د دوحې تړون له مخې به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د هوکړې له ارزولو وروسته او شرایطو ته په کتو ترسره شي. د ګانګرس له خوا د افغانستان د حالاتو څارونکې ډلې هم وړاندیز کړی، چې تر راتلونکې مۍ میاشتې دې د پوځیانو د وتلو وروستۍ موده وغځول شي. دا وړاندیز یې هم کړی، چې امریکا باید افغان سولې ته ژمنه پاتې شي. د څېړونکې ډلې پر وینا که پوځیان اوسمهال ووځي، ښايي حالت ډېر خراب لوري ته لاړ شي. همدارنګه ځینو نورو امریکايي چارواکو څرګنده کړې، چې حالاتو ته په کتو او د شرایطو پر بنسټ به د ځواکونو وتل نه یوازې په افغانستان کې د سولې له راتګ؛ بلکې ان به په سیمه کې د امریکا د ګټو له خونديتوب سره هم مرسته وکړي.

 په دغسې یو حالت کې چې طالبان د ولسمشر محمد اشرف غني له واکه لرې کېدل غواړي، افغان حکومت مخکې له کوم ښه پرمختګ څخه د اوربند رامنځته‌کېدو غوښتنه کوي او امریکا بیا د دوحې تړون د ارزونې خبره، نو دغو ټولو تناقضاتو د خپلمنځي خبرواترو د پلاوو ترمنځ د رسمي ناستو پر وړاندې یو خنډ رامنځته کړی دی.

د سولې په دغسې یو بې‌ساري فرصت کې هدفي وژنې نه يوازې د اړوندو لورو ترمنځ نورې بې‌باورۍ رامنځته کوي، ان د بهرنیو ځواکونو پاتې‌کېدو ته هم بهانې جوړولی شي. طالبانو بیا له افغانستان څخه په خپل وخت د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په غبرګون کې د هغوی پر وړاندې د بيا جګړې پیلولو ګواښ کړی، چې پایله یې یوازې د سولې پروسې پر غځېدو او یا له منځه تللو راڅرخېدلی شي او عام افغانان په دغسې نازکو حالاتو کې د راتلونکې په اړه د پخوا په پرتله ډېر اندېښمن ښکاري.

هدفي وژنې یوازې په غندلو او جنایت ګڼلو له منځه نه شي تللای، نو لازمه ده، چې ټولنیز او ملي شخصیتونه، مدني فعالان او سیاسي لوري د هدفي وژنو پر وړاندې په خپلو کې متحد او یوموټي شي.

سره له دې چې افغان حکومت او طالبان د اوسنیو هدفي وژنو غندنه کوي او پړه یې پرغاړه نه اخلي؛ خو په دواړو لوريو دا  لازمه ده، چې د هغو کړیو په رسوا کولو کې چې هدفي وژنې ترسره کوي، لازم او اړوند ګامونه پورته کړي. د دوکتور عاطف د جنازې په مراسمو کې په زرګونو راټولوشوو کسانو د جګړې پر دواړو خواوو غږ وکړ، چې د سولې د راتګ لپاره دې خپل ګامونه ګړندي کړي او پر افغان حکومت یې پړه واچوله، چې له یوې خوا ځان د خلکو د امنیت په برخه کې واکداره ګڼي، له بلې خوا د دوی د امنیت په تامینولو کې تر ډېره پاتې راغلی. راټولوشوو کسانو د مرحوم عاطف د وژنې په اړه د عدالت غوښتنه، د هدفي او ځنځیري وژنو د لړۍ بندېدل او هېواد ته د عادلانه او عاجلې سولې راتګ د خپلو بنسټیزو غوښتنو په توګه مطرح کړې. نو که چېرې هدفي وژنې په همدې توګه دوام پیدا کړي، بيا د بین‌الافغاني خبرو د لا غځېدو تمه له امکان څخه لرې خبره نه ده او په دې توګه به یې ګټه یوازې هغه چا ته ورسېږي، چې د سولې د روانې پروسې سبوتاژکول غواړي. اسلامي هېوادونه او په تېره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او نړیواله ټولنه د هدفي او ځنځیري وژنو د پای ته‌رسولو په پار بايد د جګړې په ټولو لوريو فشار راوړي، ترڅو په افغانستان کې روان ناورین پای ته ورسېږي او افغان ولس هره ورځ خپل سهار له چاودنو پرته پیل کړي.

[1] https://pasbanan.com/dr/increase-in-targeted-assassinations-and-the-escape-of-influential-figures-from-afghanistan/

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *