د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د علمي بورډ غونډه جوړه شوه

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS) د علمي شورا غونډه د ۱۴۰۰ لمریز کال د جوزا په ۱۰مه د مرکز په دفتر کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مرکز د علمي بورډ غړو ته د مرکز د نوې مشرتابه د معرفي ترڅنګ، د تېر کال د فعالیتونو راپور او د راتلونکي کال کاري پلان د ارزونې او تایید په موخه وړاندې شو.

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز نوي رئیس دکتور مصباح الله عبدالباقي د غونډې په پیل کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د مرکز اداره په خپلو ټولو کاري برخو کې د علمي بورډ مشورو ته اړتیا لري ترڅو یې له مخې خپل راتلونکي فعالیتونه تنظیم کړي.

د تېر کال د فعالیتونو د راپور په اړه عموما د غونډې د ګډونوالو نظر دا و، چې په ټولیز ډول په تېر کال کې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله سختو شرایطو ته په کتلو، د مرکز فعالیتونه ښه او اغېزناک وو.

همدا راز د راتلونکي کال پر پلان په ځانګړې توګه د تاریخي څېړنو د څانګې، په هېواد کې دننه او بهر له همکارو تحقیقي مراکزو سره د ګډ کار، تحلیل ژورنال او نورو بېلابېلو برخو په اړه بحثونه وشول او د راتلونکي کال د کاري فعالیتونو په تړاو مشخصې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې دا په روان ۱۴۰۰ لمریز کال کې د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د علمي شورا لومړۍ غونډه ده، چې د مرکز د کارونو د ارزونې او د مرکز له ادارې سره د راتلونکو فعالیتونو د لا ښه کېدو په موخه د مشورو او وړاندیزونو د شریکولو په موخه جوړېږي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *