په افغان قضیه کې د ښکېلو لورو دریځونه او د اتفاق او اختلاف ټکي

مقدمه

په ملي او نړیواله کچه بېلابېلې هڅې شته دي، ترڅو د افغانستان اوږده جګړه پای ته ورسوي. دغې جګړې نه یوازې دا چې افغانان له خورا زیاتو ستونزو او ناخوالو سره مخ کړي، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه هم خپلې ژورې اغېزې او زیانونه لري. د افغان قضیې پېچلتیا یوازې داخلي اړخونه هم نه لري، بلکې نړیوال او سیمه ییزو فکټورونه هم د افغانستان په قضیه کې برجسته رول لري. سره له دې چې د افغانستان د روانې خونړۍ جګړې اوږدېدل تر ډېره د دغې قضیې د پېچلتیا او د پردیو د پراخو لاسوهنو له کبله دي؛ خو په ټولیز ډول د افغان ملت قاطع عزم او تصمیم دا جګړه ختمولی شي. په اوسنۍ مرحله کې داسې ښکاري، چې د قضیې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د اختلاف ټکي خورا کم شوي او د اتفاق ټکي یې ترمنځ زیات دي؛ خو له بده مرغه د شته کمو اختلافي موضوعاتو د له منځه وړلو لپاره جدي عزم او هڅې نه تر سترګو کېږي. له داخلي اړخ ورهاخوا په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه هم د افغان قضیې په اړه اختلافي ټکي کم دي. دا چې اوسمهال د افغانستان په قضیه کې د داخلي، سیمه‌ییزو او نړیوالو لوبغاړو دریځونه او ترمنځ یې د اختلاف او اتفاق ټکي څه دي؟ په دې لیکنه کې لنډه کتنه ورته کوو.

د داخلي جهتونو دریځونه

لومړی: د افغانستان حکومت

د افغانستان اوسنی نظام او په ځانګړې توګه حکومت تر ډېره د نړیوالې ټولنې په مرسته دلته حاکم شوی او دریځونه یې هم مستقیما د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا د پرېکړو او دریځونو تر اغېزې لاندې دي. همدا لامل دی، چې د افغانستان په تړاو د امریکا د ستراتیژیو له بدلون سره وخت ناوخت د حکومت دریځونه هم بدل شوي. خو دا چې حکومت د قضیې یو اساسي اړخ دی، د حکومت دریځ او د سولې په قضیه کې یې له نورو لورو سره د اختلاف او اتفاق ټکي د سولې پر بهیر نېغ په نېغه اغېزې لري.

په تېرو وختونو کې د سولې په اړه د افغان حکومت دریځونه تل پر دې راڅرخېدلي چې څه ډول د نړیوالې ټولنې پوځي همکارۍ په افغانستان کې جاري وساتي او له لارې یې خپل وسله‌وال مخالفین یا په بشپړ ډول مات کړي او یا یې هم د سولې د پروسې له لارې د حکومت پر شرایطو له وسله‌وال مخالفت څخه راوګرځوي. خو اوس له کابو دوو لسیزو جګړو وروسته او په ځانګړې توګه له وروستیو بدلونونو وروسته تقریبا ټول لوري پر دې قانع شوي چې د جګړې له لارې دا مسئله نه شي حل کېدای. په تېره کله چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د افغان قضیې په اړه د نړیوالې ټولنې او خاصتا امریکا په دریځ کې بدلونونه راغلل او په دې وروستیو کې یې بالآخره له افغانستانه د خپلو پوځونو بشپړ ایستل اعلان کړل. له دې کبله د افغان حکومتونو پر مخکېنیو دریځونو خبره نه کوو او مستقیما راځو د حکومت اوسنیو دریځونو ته.

د افغانستان د حکومت دریځ اوسمهال په دوو برخو وېشلی دی. یو یې د ولسمشر دریځ دی او دویم هم د ملي مصالحې د عالي شورا دریځ دی، چې په اوسني وخت کې د افغانستان د حکومت د چارو واګې په لاس کې لري او اوسنی حکومت یې د سیاسي توافق له مخې په مشارکتي ډول جوړ کړی دی. که څه هم د اوسني حکومت د جوړښت په سیاسي توافقنامه کې د سولې د بهیر اړوند بشپړ صلاحیت د مصالحې عالي شورا ته ورکړل شوی، خو تېرو دوو کلونو ثابته کړه چې لا هم ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې د بهیر په اړه لومړۍ خبره کوي. په ورته وخت کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله بیا له ولسمشر سره څه متفاوت دریځونه لري او هڅه کوي چې د سولې په بهیر کې خپل رول ولري.

لومړی دریځ: که موږ د ولسمشرۍ ماڼۍ دریځ وګورو، نو ښکاري چې د افغانستان حکومت لا هم تر یوه حده د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې د سولې لار نقشې تر نوم لاندې وړاندې کړې طرحې پر عملي کېدو ټینګار لري. د ولسمشر غني د سولې لار نقشه کې ټینګار شوی و، چې د لنډمهاله ګټو لپاره باید پایداره سوله قرباني نه شي او له همدې کبله یې دا بهیر د یوې وخت ګیرې او اوږدې پروسې په توګه تشریح کړی و. په دې طرحه کې همدا راز د افغانستان د حکومت تر مشرۍ او مالکیت لاندې بهیر باندې ټینګار شوی و، کوم څه چې یو شمېر سیاسیونو د دې پروسې د بریا پر وړاندې خنډ باله او لا یې هم بولي.

د سولې په اړه د ولسمشر دریځ پر ټاکنو ټینګار دی. د سولې لار نقشه کاږي: «افغانان د سولې د هوکړې تصویب، د هغې عملي کولو او د ټولنیزې پخلاینې رهبري کولو لپاره یو منتخب حکومت ته اړتیا لري». ولسمشر اشرف غني اوس هم تقریبا پر همدغه دریځ ټینګار لري، خو په دغه دریځ کې یې له پخوا سره توپیر دا دی، چې اوس له وخت مخکې انتخاباتو ته چمتووالی لري او حتی وایي چې خپله او د ټیم غړي به یې هم په دغو ټاکنو کې کاندید نه وي، مګر له ټاکنو پرته د واک خوشي کولو ته چمتو نه دی. دا د ولسمشرۍ ماڼۍ، طالبانو او نورو سیاسیونو ترمنځ یو د اختلاف ټکی دی، ځکه په حکومت کې دننه د یو شمېر کړیو په شمول بېلابېل جهتونه پر دې قانع دي، چې په اوسنیو شرایطو کې ټاکنې نه یوازې عملي وړاندیز نه دی، بلکې په دې پروسه کې د یوه خنډ په توګه مطرح کېدای شي. له یوې خوا د ټاکنو په اړه د طالبانو دریځ دا دی چې د اوسنیو قوانینو او بنسټونو تر سیوري لاندې هېڅ ډول انتخاباتو ته چمتو نه دي او له بلې خوا د تېرو انتخاباتو د ناکامو تجربو له کبله په افغانستان کې انتخاباتي پروسې هم په ملي او نړیواله سطحه بې باوره شوې دي او دا باور نه شي رامنځته کېدلی، چې د اوسني نظام تر چتر لاندې دې شفاف انتخابات ممکن شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لوري د سولې د طرحې له شریکولو او په ترکیه کې د پلان شوي بین الافغاني کنفرانس له اعلان سره ولسمشر اشرف غني د دغه کنفرانس لپاره خپله طرحه د اپرېل (۲۰۲۱م) په لومړیو کې د افغانستان د سولې لار نقشه تر نوم لاندې یوه غونډه کې تشریح کړه، چې تر ډېره د حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشر او ورسره ټیم د دریځونو ښکارندويي کوي. نوموړي په دغه غونډه کې وویل: “موږ ته د نظام دوام مهم دی، د ځان دوام راته مهم نه دی.” هغه ټینګار وکړ، چې د سولې حکومت د اساسي قانون په چوکاټ کې جوړېدای شي؛ خو وظایف یې د ګډې موافقې له لارې ټاکلی شو. د ولسمشر اشرف غني دا طرحه درې پړاوونه لري، چې په لومړي پړاو کې یې سیاسي توافق او اوربند راغلی، په دویم پړاو کې هم د سولې حکومت رامنځته کېدل او ټاکنې، او په دریم پړاو کې هم دولت جوړونه او اوږدمهالې چارې.د نوموړي په وینا، هېڅوک دې دا فکر نه کوي، چې منتخب ولسمشر او معاونین یې استعفا کوي، بلکې د مشروعیت منبع یوازې او یوازې د خلکو رایې دي او تحول باید د ټاکنو له لارې راشي، خو بیا هم دی تیار دی چې په ټاکنو کې ځان نوماند نه کړي. د ده په وینا، د اساسي قانون مواد باید د افغانانو ترمنځ بحث شي او د نورو له لوري وړاندیز شوي اصول ورته د منلو نه دي. له دې کبله، داسې ښکاري چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د استانبول په څېر کنفرانس کې د افغانستان د راتلونکي په اړه له بشپړ توافق سره مخالفت لري او د سولې اړوند ډېرې چارې باید د اوسني حکومت تر مدیریت لاندې ترسره شي، کوم څه چې حکومت یې د افغانانو تر مالکیت لاندې پروسه بولي.

ولسمشر اشرف غني څو اوونۍ وړاندې فارن افېرز مجلې ته په یوه لیکنه کې د لومړي ځل لپاره ومنله چې سولې ته د رسېدو په شرط د واک پرېښودو ته چمتو دی او هم یې د انتقالي دورې د مدیریت لپاره د موقت حکومت د جوړېدو له طرحې هم ملاتړ وکړ. خو بیا هم د دغه موافقت ترڅنګ یو شمېر شرطونه وړاندې کوي او د جمهوري نظام پر ساتلو، تر هر څه وړاندې اوربند او داسې نورو ټکو ټینګار لري.

لنډه دا چې حکومت د سولې قضیه په خپل انحصار کې ساتل غواړي، او په هغه مفهوم او بڼه سوله کول غواړي چې حکومت یې د سولې په اړه لري. له حکومت سره د سولې مفهوم دا دی، چې طالبان باید د اشرف غني په مشرۍ جوړ شوي حکومت کې شریک شي او هر ډول پوزېشنونه که غواړي وربه یې کړي. په دې توګه حکومت اساسا له حزب اسلامي سره د شوې سولې د ماډل تکرارول غواړي.

له دې سره سره، د ارګ د ټیم دریځ د حالاتو او فشارونو له زیاتېدو او کمېدو سره بدلېږي را بدلېږي او دې کار په حالاتو کې یو ډول بې‌ثباتي رامنځته کړې ده، او هېڅوک په دې نه توانېږي چې د راتلونکي په اړه دقیق نظر ورکړي.

دویم دریځ: په بل اړخ کې بیا د حکومت بل شریک سیاسي لوری د سولې او روان وضعیت په اړه بېل دریځ لري. له دې کبله، د سولې په موضوع کې اوسمهال داخلي اجماع نشته. همدا لامل و، چې د سولې لار نقشې د تشریح په یاده شوې غونډه کې د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر ډاکتر عبدالله او یا ورسره اړوندو سیاسيونو حضور نه درلود. وروسته بیا د سولې د طرحې په جوړولو کې هم د دوی ترمنځ اختلافات ولیدل شول. د ولسمشر دویم مرستیال د ملي مصالحې عالي شورا تورنه کړه، چې د ولسمشر د سولې له طرحې سره یې توهین آمېز چلند کړی او د مصالحې د عالي شورا له لوري ترتیب شوې طرحه یې ناقصه وبلله.

له طالبانو سره د سولې او راتلونکي نظام په اړه د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس ډاکتر عبدالله او اړوند سیاسي لوري نظر ډېر روښانه نه دی او داسې ښکاري چې د حکومت دا سیاسي شریک هم د حالاتو له بدلون سره د خپل موقف په اړه تصمیم نیسي. په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل وروسته چې د ولسمشرۍ ماڼۍ دریځ هغه مهال د موقت حکومت مخالفت و، ډاکتر عبدالله په ضمني توګه د موقت حکومت له راتګ سره توافق درلود. له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو تر اعلان مخکې بیا ډاکتر عبدالله داسې څرګندونې هم کړې، چې د موقت حکومت مخالفت ترې څرګندېږي. په دغو څرګندونو کې د ډاکتر عبدالله نظر دا و، چې د لنډمهالي حکومت له راتګ سره سوله نه شي راتللی. وروسته کله چې امریکا له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو وتل اعلان کړل او د افغان سولې لپاره د امریکا له لوري یوه طرحه وړاندې شوه، د مصالحې عالي شورا یو ځل بیا د دغې طرحې په لږ تعدیل سره داسې وښوده، چې د موقت حکومت له راتګ سره توافق لري. د سولې د دغې طرحې په وړاندې کولو سره د مصالحې عالي شورا دریځ داسې ښکاري، چې د حکومت تر مدیریت لاندې د سولې له توافق سره مخالفت لري او دې ته ترجیح ورکوي، چې په کوم نړیوال کنفرانس کې د نړیوالو تر نظارت لاندې د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړه وشي.

د ملي مصالحې عالي شورا او ورسره تړلي سیاسي لوري نظر له دې کبله هم ډېر روښانه نه دی او پر ځای یې د وضعیت څارنې ته ترجیح ورکړې، چې په وینا یې (د طالبانو نظر مبهم دی) او داسې ښکاري چې دوی د طالبانو له بیاځلې بشپړ واکمنېدو وېره لري. له همدې کبله یو ځل د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې غړي او د ولسمشرۍ پخواني مرستیال محمد یونس قانوني په وضاحت سره د طالبانو پرضد د دویم مقاومت خبره مطرح کړه. همدا راز ډاکتر عبدالله یو ځل وویل، چې د طالبانو موقف تل مبهم وي.

دویم: طالبان او نور وسله‌وال مخالفین

د طالبانو دریځ تراوسه ډېر د بهرنیو ځواکونو پر بشپړ وتلو راڅرخېدلی او د نظام او بین الافغاني تفاهم په اړه یې دریځ په ډېرو جزئیاتو سره مشخص نه دی. له همدې کبله، ولسمشر فارن افیرز مجلې ته په لیکنه کې لیکي: “ډېر وضاحت نشته چې طالبان څه غواړي، هغوی اسلامي نظام غواړي او دغه اسلامي نظام په افغانستان کې شته، خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ یوه سیاسي توافق ته په رسېدو کې د بریالیتوب لپاره باید دغه ډله (طالبان) خپل مطلوب هدف په پوره جزیاتو او روښانه ډول بیان کړي.”

په ټولیز ډول، طالبانو لږ تر لږه په بېلابېلو وختونو کې دا تصریح کړې، چې دوی د واک د انحصار په لټه کې نه دي او په افغانستان کې داسې “اسلامي” نظام غواړي چې ټول ملت خپل ځان پکې وګوري. طالبانو تل ټینګار کړی، چې د نظام ډول د بین الافغاني مذاکراتو د اجنډا موضوع ده او د مذاکراتو د مېز پر سر به توافق پرې کېږي.

په وروستیو میاشتو کې، کله چې د طالبانو لپاره د مطلوب اسلامي نظام د تشریح په اړه غوښتنې زیاتې شوې، دوی پر خپله رسمي وېبپاڼه د اسلامي نظام د ډول په اړه یوه مقاله خپره کړه؛ خو بیا هم د عمومیاتو په اړه بحث کوي. مقاله کاږي چې طالبان داسې نظام غواړي چې د ټولو حقوق پکې خوندي او د ولسمشر دنده پکې د واشنګټن د منافعو ساتنه نه وي. د مقالې په یوه برخه کې راغلي: “موږ داسي اسلامي نظام غواړو چې دیني ارزښتونه، ملي ګټې، خپل کلتور او روایات مو محفوظ وي.” له دې کبله طالبانو لا هم د خپل مطلوب اسلامي نظام په اړه واضح تصویر نه دی وړاندې کړی، کوم څه چې دا پروسه پېچلې کړې، ځکه حکومتي لوری د جمهوریت پر ساتلو ټینګار لري او په مقابل کې د طالبانو له دریځونو ښکاري چې اوسنی جمهوریت او دیموکراسي په هېڅ صورت ورته د منلو نه دي. له همدې کبله د مسکو له کنفرانس وروسته د ترویکا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې له اسلامي امارت سره مخالفت د طالبانو غبرګون وپاراوه او په یوه کنفرانس کې یې وویل، چې د نظام ډول به افغانان په خپله ټاکي او دوی د اسلامي نظام له غوښتنې شاتګ نه کوي.

همدا راز حکومت تل له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې او حتی ډېر کله یې ټول مسائل د اوربند له عملي کېدو سره تړلي. خو د طالبانو دریځ دا دی، چې موقت اوربند ستونزه نه شي هوارولی او د دوحې تړون له توافق سره سم، اوربند د بین الافغاني مذاکراتو برخه ده او پر یو شمېر مسائلو له توافق وروسته به پر اوربند خبرې کېږي. طالبان د ولسمشر غني د سولې طرحه د دوی د تسلیمولو د غوښتنې په معنا بولي او د بهرنیو ځواکونو تر سیوري لاندې جوړ شوي نظام او واکمنانو دوام ورته د منلو نه دی، بلکې په وینا یې چې بنسټیز بدلون باید راشي. طالبان اساسا د هېواد د راتلونکي په اړه په پرېکړو کې د امریکا او ناټو د نفوذ مخالفت کوي او افغان حکومت هم د دغه نفوذ برخه ګڼي. د طالبانو دریځ دا دی، چې د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو وړاندې په هېڅ داسې کنفرانس کې ګډون نه کوي، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړه پکې کېږي. که څه هم په دې وروستیو کې یې د استانبول احتمالي کنفرانس کې له ګډون سره مشروط توافق کړی؛ خو په دغو شرطونو کې بیا هم اساسي خبره دا ده، چې په دغه کنفرانس کې به تصمیم ګیري نه کېږي.

دریم: افغان سیاسي جهتونه

د افغان حکومت او طالبانو ترڅنګ، د قضیې بل مهم لوری چې اوسمهال په داخلي کچه د هېواد د راتلونکي په اړه برخلیک ټاکونکی رول لري، بېلابېل سیاسي لوري، سیاسي شخصیتونه او مطرح سیاسي احزاب دي. اوسمهال ډېری دغه سیاسیون او سیاسي احزاب د حکومت له دریځونو سره په مخالفت کې ولاړ دي او له همدې کبله اوس حکومت او په ځانګړې توګه ولسمشر هڅه کوي، چې د دولت د عالي شورا تر نامه لاندې یوه چتر کې ډېری دا سیاسي شخصیتونه او د احزابو مشران راټول کړي، ترڅو د سولې پروسې او د هېواد د راتلونکي په اړه ملي اجماع ته زمینه برابره شي. په تېر کې بېلابېلو سیاسي لورو د سیاسي اجماع د نشتون له کبله پر حکومت نیوکې کړې او حتی د حکومت د اوربند غوښتنه یې هم غیرواقعبینانه بلله.

په مجموع کې سیاسي احزاب او نور سیاسي لوري او شخصیتونه تل د لنډمهالې دورې په اړه د حکومت له دریځ سره په مخالفت کې وو. ډېری سیاسيون په دې اند دي، چې انتقالي حکومت یوازېنۍ د حل لاره ده او اوسنی حکومت باید د واک پرېښودو ته چمتو شي.

د خارجي لورو دریځونه

لومړی: امریکا او نړیواله ټولنه

د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک او بیا په امریکا کې د نوي حکومت له راتګ سره له افغانستانه د ټولو ځواکونو د بشپړ ایستلو اعلان په ډاګه کړه چې امریکا او ناټو نور د افغانستان جګړه پای ته رسول غواړي او دا تصمیم یې قاطع دی. د امریکا او ورپسې ناټو له لوري له افغانستانه د خپلو ځواکونو د بې قید او شرط بشپړ ایستلو اعلان په ډاګه کړه، چې امریکا او ناټو نور له دې جګړې خپلې پښې ایستل غواړي؛ خو په ورته وخت کې هڅه کوي چې په افغانستان او سیمه کې خپلې ګټې هم خوندي وساتي. له همدې کبله په دې وروستیو کې د ځینو امریکایي چارواکو له خولې داسې راپورونه خپاره شول، چې امریکا د افغانستان د وضعیت د کنټرول لپاره د دغه هېواد په ګاونډ پاکستان کې د پوځي اډو د جوړولو په هڅه کې ده، کوم څه چې د طالبانو غبرګون هم له ځان سره درلود. طالبانو په یوه اعلامیه کې د کوم هېواد له نوم اخیستلو پرته ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړ، چې بهرنیو ځواکونو ته د اډو ورکول به تاریخي اشتباه وي او د داسې کولو په صورت کې به د افغان ولس له جدي غبرګون سره مخ شي.

امریکا او نړیواله ټولنه اساسا د سولې بهیر د بریالي کېدو لپاره د موقتې ادارې د راتګ ملاتړ کوي او همدا راز یې له طالبانو سره د دوحې په تړون کې د یوه نوي اسلامي نظام د جوړېدو په اړه هم توافق کړی. له دې کبله امریکا د خپل ځان لپاره د افغان جګړې پای ته رسول غواړي، ترڅو خپل لګښتونه راکم کړي. په ورته وخت کې په سیمه کې خپل نفوذ او اغېزناک پاتې کېدل هم غواړي او له همدې کبله له هر هغه چا سره اړیکې درلودل غواړي چې په راتلونکي کې د چارو واګې په لاس کې لرلی شي.

دویم: د سیمې هېوادونه

د سیمې هېوادونه بل هغه مهم او اغېز لرونکی لوری دی، چې د افغانستان د سولې پروسې په کامیابۍ او یا ناکامۍ کې مستقیم رول لري. د سیمې د هېوادونو په ډله کې پاکستان، ایران، هند، چین او روسیه د افغانستان په قضیه کې تر نورو زیات ښکېل دي. داسې ښکاري چې له طالبانو سره د پاکستان ګټې ورو ورو د همغږۍ له حالته د وتلو په حال کې دي، له دې کبله غواړي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د تېر په پرتله روښانه همکاري وکړي او په مقابل کې یې امتیازات ترلاسه کړي. همدا لامل دی، چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې دواړه هېوادونه پر یوه امنیتي سند کار کوي او په دې سند کې ښايي پاکستان ته د کونړ د اوبو او ډورنډ کرښې د موضوعاتو په څېر تاریخي امتیازات ورکړل شي. له دې کبله پاکستان یو ځل بیا د طالبانو پر سر معاملې کولو ته چمتو برېښي، ځکه د امریکایانو له وتلو وروسته یې ګټې له یو بل سره ورو ورو جلا کېږي.

هند بیا د پاکستان له رول څخه په وېره کې دی او له دې کبله وخت ناوخت په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له بیا راتګ وېره څرګندوي، خو په مجموع کې د سولې پروسې له بریالي کېدو سره اختلاف نه لري. ایران که څه هم د پاکستان په څېر د سولې په پروسه کې مستقیم دخیل نه دی او اوسمهال یې هم تر ډېره خاموشي اختیار کړې، خو داسې وېره شته، چې که د سولې په پروسه کې خپلې ګټې په خطر کې ووینې، د دې پروسې پر وړاندې او بلکې د افغانستان د راتلونکي ثبات پر وړاندې خنډونه جوړولی شي. تر دې وړاندې د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې د مشترک هدف (د امریکايي ځواکونو وتلو) لپاره وې، خو له دې وروسته یې سیاست تر ډېره دا دی چې له طالبانو سره اړیکې ونه پالي. ایران فکر کوي، چې که سوله ونه شي، د طالبانو د بشپړ واکمنېدو ګواښ شته دی او له همدې کبله له طالبانو سره سوله تر یوه بریده د تهران ګټې په افغانستان کې خوندي کولی شي. همدا لامل دی، چې ایران د طالبانو له غوښتنې (ټول شموله اسلامي حکومت له جوړېدو) سره هم توافق ښودلی. په بل اړخ کې روسیه او چین بیا که څه هم له سیمې څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته خوشبین دي، خو په ورته وخت کې اندېښنې هم لري. له دې کبله، له طالبانو سره سولې ته لومړیتوب ورکوي، ترڅو د سیمې ناامنۍ د دوی امنیت هم ونه ګواښي.

د افغان سولې اتفاقي او اختلافي ټکي

د افغانستان د قضیې اوسني وضعیت ته په کتلو سره، داسې ښکاري چې د جګړې په عواملو کې اساسي قضیې حل شوې دي. په هېواد کې د جګړې اساسي ترین عامل د بهرنیو ځواکونو حضور و، چې دا مسئله اوس د بشپړ هواري په درشل کې ده. د دې ترڅنګ د جګړې د ښکېلو لورو ترمنځ ګڼ نور اساسي اختلافي قضایا هم حل شوي او د مثال په توګه یوه موقت حکومت ته واک سپارل اوس ټولو اړخونو منلي دي. خو دا چې لا هم د سولې په پروسه کې پام وړ پرمختګ نشته، عوامل یې څه دي؟ کوم هغه بنیادي اختلافي موضوعات دي، چې د سولې بهیر یې ځنډولی؟ په ورته وخت کې کوم اتفاقي نکات شته دي، چې د ښکېلو لورو ترمنځ پرې بشپړ یا تر یوه بریده توافق شته دی؟

الف – اتفاقي ټکي:

لومړی: د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل: د طالبانو له لوري د جګړې اساسي عامل په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور و، چې د امریکا له لوري د ځواکونو د بشپړ ایستلو له اعلان سره دا قضیه اساسا حل شوې او افغان حکومت هم، چې تر دې مخکې یې هڅه د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام و، اوس دا حقیقت منلی بلکې د سولې د یوه فرصت په توګه یې مطرح کوي. نور سیاسي جهتونه هم د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو غوښتونکي دي، خو ځینې سیاسيون او سیاسي لوري د تېرو ترخو تجربو د تکرار له وېرې د سولې له توافق وړاندې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو په تړاو اندېښنې لري.

دویم: لنډمهالې اداره: په تېرو څو کلونو کې د سولې پر وړاندې یو خنډ هم د حکومت له لوري له لنډمهالې ادارې سره مخالفت و، چې بېلابېلو سیاسي لورو یې غوښتنه کوله او باور دا و، چې د موقت یا سرپرست حکومت له راتګ پرته سوله شونې نه ده. اوسمهال د طالبانو، افغان حکومت، داخلي سیاسي اړخونو او همدا راز نړیوالې ټولنې ټولو اتفاقي نظر دا دی، چې واک به یوې لنډمهالې ادارې ته سپارل کېږي او په دې توګه دا خنډ هم اوس تر ډېره بریده له منځه تللی. که څه هم لنډمهالې ادارې ته د واک د سپارلو د څرنګوالي په اړه یو څه اختلافات په ځانګړې توګه د حکومت په اړخ کې شته دي. همدا راز د دا ډول یوې ادارې د نوعیت په اړه هم تر یوه بریده اختلاف شته؛ خو د ډېری لورو غوښتنه دا ده، چې لنډمهالې اداره باید په بشپړ ډول بې‌طرفه اداره وي او د واک د وېش په پایله کې باید رامنځته نه شي، ځکه اېتلافي حکومتونو په تېر کې منفي پایلې لرلې دي.

دریم: اساسي قانون: په تېرو کلونو کې د افغان حکومت له لوري اساسي قانون د سولې په پروسه کې د سرې کرښې په توګه مطرح و او دا قضیه هم د یوه خنډ په توګه مطرح وه؛ خو اوس افغان حکومت هم پر دې توافق لري، چې په اساسي قانون کې تعدیل راتللی شي او په دې اړه د سولې د مذاکراتو پر مېز له مقابل اړخ سره خبرو اترو ته چمتو دی.

څلورم: اساسي او بشري حقونه: که څه هم لومړني بشري حقونه د اساسي قانون اړوند موضوع ده، خو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه او د بیان آزادۍ په څېر موضوعات په تېرو کلونو کې د سولې په پروسه کې د یوه خنډ په توګه مطرح کېدل، چې ګویا مقابل اړخ (طالبان) یې منلو ته تیار نه دی؛ خو طالبانو په وروستیو وختونو کې بار بار دا قضیه مطرح کړې، چې د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو او بیان آزادۍ په ګډون د ټولو اساسي بشري حقونو د رعایت ډاډ ورکوي. دا موضوع د سولې د بهیر د لومړیو پړاوونو موضوع هم نه ده، بلکې په دې اړه باید د افغانستان ملت تصمیم ونیسي او په ځانګړې توګه په یوه لویه جرګه کې پرې توافق وشي.

پنځم: اسلامي نظام: د بهرنیو ځواکونو له حضور راوروسته د روانې جګړې تر ټولو مهم عامل چې په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري مطرح کېږي، په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمېدل دي. که څه هم افغان حکومت تل ټینګار کړی، چې د هېواد نظام اسلامي دی. سره له دې  چې د ښکېلو لورو ترمنځ لا هم پر دې اختلاف دی، چې اوسنی نظام اسلامي دی کنه. طالبانو لا هم د دوی د پام وړ اسلامي نظام د جوړښت او څرنګوالي کوم تفصیلات نه دي وړاندې کړي؛ خو د اسلامي نظام په اړه د ټولو لورو ترمنځ توافق شته دی او پر جزئیاتو یې خبرې کېدای شي.

ب: اختلافي ټکي:

په مجموعي توګه پر اساسي قضیو د بېلابېلو لورو ترمنځ توافق شته او اختلافي قضیې ډېرې کمې دي، چې تر ډېره د واک د وېش پر څرنګوالي راڅرخي. په دې تړاو لاندې څو نکات د پام وړ دي:

لومړی: د نظام ډول – امارت که جمهوریت: په مجموع کې پر دې اتفاق دی، چې د افغانستان نظام به اسلامي وي، خو د نظام د ډول په اړه لاهم اختلاف شته دی. له افغان حکومت او نورو سیاسي لورو سره دا اندېښه ده، چې طالبان ښایي د امارت پر احیاء اصرار ولري، حال دا چې افغان حکومت د جمهوري نظام ساتل لا هم د سرې کرښې په توګه مطرح کوي. ولسمشر اشرف غني په خپله وروستۍ مقاله کې لیکلي، چې د اوربند له راتګ وروسته به جمهوري نظام ساتل کېږي او تر سیوري لاندې به یې پر موقت حکومت هوکړه کېږي.

دویم: انتخابات: د افغان حکومت دریځ دا دی، چې د واک د مشروعیت یوازېنۍ لاره انتخابات دي؛ خو دا چې لا هم د نظام د ډول په اړه بشپړ توافق نشته، له کبله یې د انتخاباتو قضیه هم د یوه اختلافي ټکي په توګه مطرح ده. له بلې خوا د انتخاباتو اوسنی سیستم یو نیمګړی سیستم دی او په داسې یوه وضعیت کې انتخابات ښایي ستونزې وزیږوي او وضعیت نور پېچلی کړي. په بل اړخ کې طالبانو لږ تر لږه تراوسه دا واضح کړې، چې د واک د انحصار په لټه کې نه دي او داسې نظام غواړي چې ټول لوري خپل ځان پکې وګوري؛ خو مشخصا یې د زعیم د انتخاب د ډول په اړه نظر نه دی څرګند کړی.

درېیم: اوربند: حکومت او ځینې نور سیاسي لوري ټینګار لري، چې تر هر څه وړاندې باید اوربند وشي او وروسته د سولې پروسه وړاندې یوړل شي؛ خو طالبان بیا اوربند د سولې د مذاکراتو برخه بولي او دریځ یې دا دی، چې تر څو د سولې توافق نه وي شوی، اوربند بې ګټې دی.

په مجموع کې د اختلاف دا ټکي داسې نه دي چې د حل لار ونه لري، بلکه که خبرې اترې دوام وکړي په ډېرې آسانۍ سره د حل لار ورته پیدا کېدلی شي. بناء اوسمهال د خبرو اترو د دوام جدي اړتیا لیدل کېږي ترڅو شته اختلافاتو ته د حل لارې ولټول شي.

وړاندیزونه:

  • لا هم داسې وېره شته، چې ښکېل لوري د زور له لارې د واک په ترلاسه کولو او یا ساتلو فکر کوي. تېرو تجربو ثابته کړې، چې د زور له لارې د واک انحصار یوه لوري ته هم ممکن نه دی. له دې کبله باید د سولې لارې ته لومړیتوب ورکړل شي او نور د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ نه شي، ترڅو روانه وینه تویېدنه هر څومره ژر چې ممکنه وي، بنده شي.
  • اوسمهال د بل هر وخت په پرتله د افغانستان د قضیې د ښکېلو لورو ترمنځ اتفاقي ټکي زیات او اختلافي ټکي کم دي. خو په ورته وخت کې جګړه لا هم روانه ده او هره ورځ له افغانانو درنه قرباني اخلي، له دې کبله له ښکېلو لورو جدي غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره د شته کمو اختلافاتو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي او د مذاکراتو له لارې بشپړ توافق ته سره ورسېږي.
  • داسې ښکاري چې اوسني اختلافات اساسا د واک د وېش له موضوع څخه خړوبېږي. دا چې تېرو تجربو ته په کتلو اېتلافي او د واک د وېش پر بنسټ رامنځته شوي حکومتونه ناکام وو، اړتیا ده چې په لومړي ګام کې یوې کاملا بې‌طرفه لنډمهالې ادارې ته لاره هواره شي او ورپسې له مشروع لارو د منتخب حکومت جوړېدو ته کار وشي.
  • اوربند اساسي قضیه ده او روان خونړی وضعیت باید ژر تر ژره ودرول شي. له بلې خوا اوسني وضعیت ته په کتلو سره له اوربند پرته د ښکېلو لورو ترمنځ باور جوړونه هم نه شي کېدای، کوم څه چې د سولې لپاره خورا اړین دي. که طالبان وېره لري چې که اوربند وکړي نو پر حکومت به د فشار ټولې ورقې له لاسه وکړي، نو کېدای شي په هم‌مهاله توګه د موقت حکومت او اوربند فیصله وکړای شي.
  • ښکېل لوري او نور سیاسي جهتونه باید دا درک کړي، چې په لومړي ګام کې او په ځانګړې توګه په یوه کنفرانس او دوو کنفرانسونو کې پر ټولو اختلافي قضایاوو او په ځانګړې توګه د تفصیلاتو او ارزښتونو اړوندو قضیو بشپړ توافق ممکن نه دی، پرې دې ږدي چې په دې اړه وروسته د افغانستان ملت هم په تصمیم ګیرۍ کې شریک شي.
  • نړیواله ټولنه او ګاونډي او د سیمې هېوادونه که څه هم د افغانستان د قضیې اړوند اکثریت مسائلو کې توافق لري، خو د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د اندېښنو رفع کولو لپاره هم باید جدي ګامونه واخیستل شي، ترڅو د سولې پر وړاندې د خنډونو لامل نه شي.
  • په داخلي کچه که څه هم اوس د ټولو لورو نظرونه اتفاقي لوري ته نژدې شوي، خو لا هم په ملي کچه د سولې او له سولې وروسته پړاو د مسائلو په اړه ملي اجماع نشته، په دې برخه کې هم د جدي ګامونو اخیستلو اړتیا ده، ترڅو اختلافي موضوعات د ملي تفاهم له لارې حل شي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *