د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان او سیمه کې امریکایي ګټو او تګلارو ته کتنه
لیکنه: اجمل جلال
مقدمه
شل کاله مخکې امریکايي ګټو دا ایجابوله چې پر افغانستان حمله وکړي، د طالبانو واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي او پر ځای یې نوی حکومت رامنځ ته کړي. پر افغانستان د یرغل دلیل هماغه د سپټمر د یولسمې پېښه وه. امریکایانو ادعا کوله چې القاعده د پېښې مسئوله ده او باید مجازات شي. شل کاله وروسته امریکا خپل حضور په دې دلیل پای ته رسوي چې اسامه بن لادن نور ژوندی نه دی او طالبانو ژمنه کړې چې نور به له القاعدې او ورته ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي، او هیچا ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد، خاصتاً امریکا، پر ضد استعمال شي.
د امریکايي نظامي حضور له پای ته رسېدو سره سم دا پوښتنه مطرح کېږي چې له دې وروسته به په سیمه او افغانستان کې د امریکا ګټې کومې وي او څنګه به یې لاس ته راوړي. د دې پوښتنې مطرح کېدل، ضمناً، دا خبره تائیدوي چې امریکا به له نظامي حضور وروسته هم په سیمه او افغانستان کې خپلې ګټې پالي. اما، دا چې دا ګټې به څه وي، حدود به یې چېرته پیل او کوم ځای ختمېږي، او بلاخره د کومو تکتیکونو او پالیسیو له لارې به خپلې ګټې څاري، دا ټول د بحث وړ مسائل دي چې په دې لیکنه کې به یې د امکان تر حده د ځوابولو هڅه وشي.
په سیمه او افغانستان کې امریکايي ګټې څنګه وپېژنو؟
که څه هم د امریکايي سیاسي مبصرینو یوه لویه ډله پر دې باور ده چې امریکا د بشري حقونو، د ښځو د حقونو، مدني آزادیو او بلاخره په نړۍ کې د دموکراسۍ سرلارې او په اړه یې مسئوله ده، او په همدې دلیل د بشري حقونو ساتل، د ښځو د حقونو اعاده او د دموکراتیکو رژیمونو رامنځ ته کول د امریکايي ګټو په لیست کې شاملوي.[1] د دغه باور د حاکمیت دلیل پر امریکايي عامه ذهنیت باندې د رسنیو، څېړنیزو مرکزونو، او د عامه اربتاط د نورو وسایلو له لارې د سیاسونو د تبلیغاتو هغه تأثیر دی چې د همدې مفاهیمو تر چتر لاندې د امریکا د هرې جګړې د مشروعیت لپاره، باید رامنځ ته شي. حال دا چې اوسني او تاریخي واقعیتونه دا په ډاګه کوي چې پورته یاد شوي موارد د امریکايي ګټو په لیست کې ځای نه لري. په جنوبي امریکا، منځني ختیځ، افریقا او د نړۍ په نورو ځایونو کې د حکومتونو ړنګول او بشري ناورینونه رامنځ ته کول، له دیکتاتورو رژیمونو څخه ملاتړ، د مشروع انتخابي حکومتونو پر وړاندې له نظامي کودتاګانو څخه ملاتړ او یا چوپ پاتې کېدل، هغه څه دي چې د بشري حقونو او دموکراتیکو پرنسیپونو سره په ټکر کې دي، او دا د امریکا د نظامي، استخباراتي او سیاسي هڅو د تاریخ لویه برخه تشکیلوي.
کله چې په سیمه او افغانستان کې د امریکايي ګټو د پېژندلو لپاره هڅه کیږي نو یو حقیقت باید له نظره و نه غورځول شي؛ هغه دا چې د امریکا د بهرنیو پالیسیو تاریخ پر دې شاهدي ورکوي چې په افغانستان کې تر نظامي حضور وروسته به امریکا خپلو ګټو ته نوی تعریف ورکوي او نوي حدود به ورته ټاکي. د دغو ګټو د لاسته راوړلو په لار کې به د راتلونکي رژیم نوعیت، د بشري حقونو حالت، انساني ناورین، د میلیونو افغانانو بیا مهاجرت، او حتی کورنۍ جګړه، منفي او یا مثبت فکتورونه نه وي.
د پورتني وضاحت په نظر کې نیولو سره، د امریکايي نظامي حضور له پای ته رسېدو سره سم د افغانستان وضعیت یو مغلق او پېچلی حالت غوره کړی دی. د سولې خبرې له بن بست سره مخ دي، نظامي تحرکات په لوړه کچه مخ ته روان دي چې هره ورځ په سلګونو انسانان په کې وژل کېږي، او څوک نه شي ویلای چې راتلونکی به له ځان سره څه لري. دغه نامعلوم حالت ته په کتلو، د امریکا دولت هم تر اوسه نه دی توانېدلی چې د خپلو ګټو او راتلونکو ګامونو په اړه ځان ته د لارې نقشه برابره کړي.[2] په داسې حالت کې، د وضعیت د درک لپاره، یوازېنۍ چاره دا پاتې کېږي چې له حوادثو، تغییراتو او تحولاتو څخه د متضرر او مستفید کېدونکي د اصل پر اساس امریکايي ګټې خط کشي کړل شي. مطلب دا چې ولیدل شي کوم ډول افغانستان به د امریکا او کوم ډول به د سیمې د هېوادونو په ګټه او یا زیان وي. د همدې محاسبې په نتیجه کې د امریکايي ګټو څه نا څه تحلیل کېدای شي.
د افغانستان له راتلونکي وضعیت څخه متضرر او یا مستفید کېدونکي جهتونه په عموم کې په دوو برخو وېشلای شو، چې له یوې خوا په ټوله کې د سیمې هېوادونه او له بلې خوا امریکا ده.
د سیمې د هېوادونو دریځونه
په مجموعي توګه د سیمې هېوادونه خپله ګټه په باثباته افغانستان کې ویني، ترڅو د افغانستان له جغرافیې د دوی امنیت ته ګواښ متوجه نه شي او د افغانستان د جغرافيې په مرسته سیمه پر یوه اقتصادي بلاک تبدیله شي. په دې ګټه کې په مشخصه توګه پاکستان هم شریک دی.
د افغانستان په قضیه کې پاکستان د سیمې د هېوادونو له جملې څخه تر ټولو فعال هېواد دی. د پاکستان د نظامي او استخباراتي کړیو تاریخي برداشت دا دی چې د افغانستان د حکومت ملګرتیا او یا دښمنۍ ته د خپل هېواد د ملي امنیت د مسائلو په سر کې ځای ورکړي. له هند سره رقابت، د ډیورند کرښه، او د ډیورند د کرښې هاخوا پراته پښتون او بلوڅ ولسونه ټول د پاکستان لپاره سترې امنیتي ستونزې ګڼل کېږي.
پاکستان خپل وضعیت ته په کتو، نه غواړي په داسې یوه جغرافیه کې راګیر شي چې یوې خوا ته یې ځواکمن او دښمن هند پروت وي او بلې خوا ته ځواکمن او دښمن افغانستان سر را پورته کړي. په همدې دلیل له ۱۹۷۰ میلادي کلونو را په دې خوا د افغانستان په مسائلو کې په ژوره توګه دخیل دی.[3]
اوس چې امریکايي نظامي حضور په افغانستان کې پای ته رسېږي، نو وضعیت ته په کتلو، د پاکستان په ګټه تله درنه ښکاري. پاکستان کوښښ کوي چې د افغانستان په راتلونکې نظام کې خپلې ګټې خوندي کړي. د پاکستان لپاره د دې مثبت وضعیت تر څنګ بل واقعیت دا دی چې د پاکستان اقتصادي حالت ښه نه دی او دا هغه وخت ښه کېدای شي چې په سیمه کې سیاسي ثبات او اقتصادي پراختیا رامنځ ته شي. پاکستان ضرورت لري چې د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا د هېوادونو مارکیټونو ته لاره پیدا کړي، خپل توکي وپلوري او د هغه ځای د انرژۍ له منابعو مستفید شي. همدارنګه، چین په پاکستان کې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز څو میلیارد ډالري پروژه لري او غواړي د افغانستان له لاري یې له مرکزي آسیا سره وصل کړي. د دې تر څنګ، پاکستان پوهېږي چې که افغانستان نا امنه شي تر ټولو ډېر زیان به یې دوی ته رسېږي، په سرحدي سیمو کې نا امني او پر پاکستان باندې د میلیونونو نورو کډوالو احتمالي هجوم یې وړې بېلګې کېدای شي.[4]
اقتصادي ضرورتونه، له چین سره یې اقتصادي شراکت او د ملي امنیت مسایل پاکستان دې ته هڅوي چې په افغانستان او سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره کار وکړي او کوښښ وکړي چې په دې نوې مرحله کې پر افغانستان خپل اغېز له لاسه ور نه کړي. ولې پاکستان به طالبانو ته اجازه ور نه کړي، چې د زور له لارې د قدرت د نیولو پرېکړه وکړي. که طالبان د زور له لارې د حکومت د نیولو هڅه وکړي نو خپل هغه مشروعیت چې په دې تېرو تقریباً دریو کلنو کې یې د دیپلماتیکو هڅو له لارې لاس ته را وړی، له لاسه ورکړي. همدارنګه، د زور له لارې جوړ شوی حکومت به نړیوالو او د سیمې هېوادونو ته د منلو وړ نه وي. دا هغه څه دي چې د پاکستان له ګټو سره په تضاد کې واقع کیږي. پاکستان غواړي طالبان په یوه مشروع مشراکتي حکومت کې ونډه ولري تر څو نړیوال او سیمه ایز مقبولیت ولري.[5]
چین په افغانستان کې دوه مهم اهداف تعقیبوي؛ لمړۍ یې اقتصادي دی، هغه دا چې د پاکستان بحري بندرونه او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز، د یوه با ثباته افغانستان د ځمکنیو لارو له طریقه د مرکزي آسیا له هېوادونو سره وصل کړي؛ دوهم یې امنیتي دی او هغه دا چې افغانستان باید د هغو ډلو ټپلو لپاره خوندي ځای نه شي چې د چین د امنیت پر ضد کارول کېدای شي، خصوصاً د سینکیانګ د ایلات په نا امنه کېدو به چینايي پروژې له خنډ او ځنډ سره مخ شي. د دې تر څنګ، نا امنه افغانستان به د مخدره توکو د تولید او صدور په لوی مرکز بدل شي چې چین یې په اړه وېره لري.[6]
روسیه هم نه غواړي چې په خپلو جنوبي سرحدونو کې له امنیتي ستونزو سره مخ شي. په همدې دلیل په مرکزي آسیا کې پراخ نظامي حضور لري او د سیمې د هېوادونو په ګډون یې سیمه ایز امنیتي جوړښت هم رامنځ ته کړی دی.[7] روسیه او د مرکزي آسیا هېوادونه، داعش ډله د ځان لپاره لوی خطر ګڼي او له دغه خطر څخه وېره په دې دلیل هم زیاته ده چې د داعش په صفوفو کې په لویه کچه د مرکزي آسیا د هېوادونو اتباع شامل دي. نا امنه افغانستان د داعش د رشد لپاره مناسبه جغرافیه حسابيږي او دا به روسیه او د مرکزي آسیا هېوادونه له داسې ستونزو سره مخ کړي چې له اقتصادي پلوه به لوی مصارف ولري او د بشري ناورینونو سبب به شي. اوسمهال، د روسیې ستراتېژي دا ده چې په افغانستان کې د هېڅ کوم لوري پراخه پلوي ونه کړي. روسیه کولای شي په افغانستان کې له هر ډول رژیم سره کار وکړي، خو په دې شرط چې د روسیې د ګټو پر وړاندې خطر حساب نه شي. همدارنګه، د مرکزي آسیا هېوادونه او روسیه هم، لکه چین، د افغانستان د مخدره توکو له معضلې وېره لري او نه غواړي د دوی مارکېټونه د مخدره توکو لپاره د تقاضا لوی بازار شي. [8]
په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور، چین او روسیې دواړو ته ګټور ثابت شوی. د امریکايي حضور په نتیجه کې شل کاله چین او روسیه دواړه له خپلو سرحدونو څخه په تشویش کې نه وو. به تېرو شلو کلونو کې روسانو په افغانستان کې له مستقیمي مداخلې څخه په کلکه ډډه کړې او نه یې دي غوښتي چې په داسې یوه جنجال کې دخیله شي چې نتیجه یې معلومه نه ده. همدارنګه په سیمه کې روسي منابع او کنترول په هغه اندازه نه دی چې وکړای شي یوه پراخه جګړه کنترول او رهبري کړي. روسیه په خپلو جنوبي سرحدونو او د مرکزي آسیا پر هېوادونه هغه کنټرول نه لري چې په لویه کچه د مهاجرت، د مخدره توکو د قاچاق او د اورپکو د تګ راتګ مخه ونیسي. په همدې دلیل، روسیې په افغانستان کې د امریکايي حضور هغه ډول مخالفت نه دی کړی، کوم چې له امریکا سره په نورو سیمو، خصوصاً منځني ختیځ، کې شوی دی.[9] د چین موقف هم په تېرو شلو کلنو کې روسیې ته ورته و، امریکا په خپل مصرف او هڅو نسبي ثبات رامنځ ته کړی و، او چین نه غوښتل د افغانستان په قضیه کې مستقیماً دخیل شي.[10]
ایران هم پاکستان ته ورته اقتصادي ستونزې لري. د کلونو کلونو اقتصادي محاصرې په نتیجه کې د ایران اقتصاد په خراب وضعیت کې دی. په منځني ختیځ کې هم ایران په ډېرو هېوادونو کې مصروف دی. همدارنګه، ایران، خصوصاً شرقي ایران، د نړۍ په وچه برخه پروت دی چې د ایران لپاره د ملي امنیت ستره ستونزه بلل کېږي. په داسې حالت کې د ایران کوښښ دا دی چې د افغانستان په مسئله کې، منځني ختیځ ته ورته، منابع او وخت ضایع نه کړي. د دې ترڅنګ، ایران دا هم نه غواړي چې د افغانستان په راتلونکي کې هېڅ سهم ونه لري. ایران یوه باثباته او ملګري افغانستان ته ضرورت لري. افغانستان د ایراني صنعتي توکو او تېلو لپاره ښه مارکېټ دی. همدارنګه، ایران له چین سره ۲۵ کلن اقتصادي تړون لري او غواړي چې له چین او پاکستان سره تجارتي اړیکې پراخې کړي. په سیمه کې د ایران، چین او پاکستان لپاره اقتصادي تحرکات له یوه باثباته افغانستان پرته له ستونزو سره مخ کېږي.[11]
په خلص ډول، افغانستان کې ثبات د سیمې د هېوادنو په ګټه دی. با ثباته افغانستان د سیمي د اقتصادي پیاوړتیا لپاره اړین ګام دی. همدارنګه، په سیمه که د جنګي ډلو، اغتشاشونو او شبه نظامیانو د رشد لپاره نا امنه افغانستان ته زمینه برابرولای شي، چې اثرات به یې پر ټوله سیمه، خصوصاً پاکستان، چین، روسیه، د مرکزي آسیا هېوادنو او ایران ډېر زیات وي. په داسې حالت کې به، د سیمې د هېوادونو کوښښ دا وي چې د افغانستان د ثبات لپاره کار وکړي، او دوی ته به، پرته له پاکستانه چې طالبان خپل چانس بولي، دا مهمه نه وي چې کومه ډله او کوم طرف د افغانستان ثبات قایموي.
امریکایې ګټې او تګلاره
وروسته له شلو کلونو، امریکا باور لري چې القاعده نور په افغانستان کې، د نه شتون تر حده، ضعیفه شوې ده، او طالبانو وعده کړې چې په افغانستان کې به هېچا او هېڅ ډلې ته اجازه ور نه کړي چې امریکایي ګټو ته خطر پېښ کړي. د امریکا ولسمشر جو بایډن، او نور جګ پوړي چارواکي، اوس پر دې باور دي چې په افغانستان کې نور نظامي حضور او تحرک ته اړتیا نشته، او دا ځکه چې پخوانی خطر نور نه دی پاتې. اما، د نظامي حضور پای په دې معنی نه دی چې په سیمه او افغانستان کې امریکایي ګټو نور خپل مفهوم له لاسه ور کړی وي.
وروسته له شلو کلونو، سیمې او نړۍ بدلون کړی. چین، د یوه لوی اقتصادي ځواک په توګه، غواړي په ټوله نړۍ منګولې خښې کړي، له آسیا نيولې د افریقا تر ژورو پورې پرتو مخ پر وده او فقیرو هېوادونو سره د یوې نوې اقتصادي شبکې مزي غځوي، او غواړي په نړۍ کې امریکایي هژموني چلنج کړي. همدارنګه، روسیه په سیمه کې ملګرو او بلاکونو جوړولو ته چمتو ده. چین او روسیه که څه هم په مرکزي آسیا کې یوه بل ته د شک په سترګه ګوري خو د امریکا په مقابل کې کولای شي چې پر یوه او بل باور وکړي. روسانو په منځني ختیځ کې هم امریکایي هژموني، په تېرو لسو کلنو کې، له سختو چلنجونو سره مخ کړې ده. په سمیه کې یوازېنی هېواد چې له امریکا سره په یوه لار سفر ته مجبورېدای شي هند دی، د سیمې نور هېوادونه یا د امریکا ستراتیژیک رقیبان دي او یا هم د خپلو ګټو لپاره د تلې درنه خوا ګوري.
په داسې ماحول کې، امریکا مجبوره ده چې د خپلو منافعو په لیست کې لومړیتوبونه له سره تنظیم کړي او په تګلارو کې تغییر راولي. په افغانستان کې د نظامي حضور پای، د امریکایي ګټو د لومړیتوبونو د لیست بیا تنظیم او په تګلارو کې د تغییر لومړنی ګام دی.
اوسمهال داسې ښکاري چې امریکا په سیمه کې څو مهم اهداف تعقیبوي او خپلې ګټې د همدې اهدافو په تحقق کې ویني. د دغو اهدافو له جملې، لومړی دا دی چې د افغانستان خاوره په هېڅ ډول د امریکا پر ضد استعمال نه شي، او دا هدف تر لاسه شوی دی. دوهم دا چې نا امنه افغانستان د پاکستان امنیت ته داسې خطر پیښ نه کړي چې په نتیجه کې یې د هغه هېواد اتمي وسلې غیر دولتي وسلهوالو ډلو ته په لاس ورشي. او یا د افغانستان کړکیچ دومره پراخ شي چې د هند او پاکستان ترمنځ د اتمي جګړې سبب وګرځي. امریکا په سیمه کې د هند او پاکستان موجوده کړکېچ له نږدې څاري او نه غواړي په سیمه کې خپل یوازېنی ملګری، هند، خطرونو ته یواځې پرېږدي. امریکا د پاکستان اتمي پروګرام په اړه خپل تشویشونه تل په لوړ غږ اظهار کړي دي او اوسمهال د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو کمول، د جنوبي آسیا په اړه د امریکا د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده.[12] دریم دا چې افغانستان باید داسې یو حکومت ولري چې په سیمه کې د امریکا د رقیبانو تر تأثیر لاندې نه وي. داسې یو حکومت چې مستقل وي او امریکا ته د یوه ستراتیژیک دښمن په سترګه و نه ګوري، حتی که طالبان په کې لویه او مهمه ونډه هم ولري، د امریکا لپاره د قبول وړ دی.[13]
د سیمې د هېوادونو ګټې او په سیمه کې امریکایي اهداف ظاهراً یوه بل سره ټکر نه لري، بلکې سره نږدې دي. د سیمې هېوادونه با ثباته افغانستان په خپله ګټه ویني او د سیمه ایزو رقابتونو له کبله یو هم نشي کولای د افغانستان پر راتلونکي حکومت کامل کنترول او هژموني ولري. په داسې حالت کې امریکا مجبوره نه ده، او خپل مسئولیت نه بولي، چې په یواځې ځان په افغانستان کې د ثبات د راوستلو لپاره د کال تر ۴۰ میلیاردو ډالرو پورې مصرف وکړي او یا یې عسکر ووژل شي. امریکا اوس په دې باور ده چې با ثباته افغانستان له هر چا وړاندې د سیمې د هېوادونو په ګټه دی او باید دوی د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې له بل هر چا زیاته ونډه واخلي. د امریکا دا باور د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په مرکه کې، چې له سي ان ان تلویزیون سره یې کړې ده، ښه معلومیږي.[14]
پایله
په لنډه توګه، له شل کلنو نظامي او سیاسي هڅو وروسته، امریکا ونه توانېده چې په افغانستان کې سیاسي ثبات او امنیت رامنځ ته کړي. د سیمې هېوادونه د امریکا پلانونو ته د شک په سترګه ګوري، په همدې دلیل د افغانستان له مرکزي حکومت سره د اړیکو ترڅنګ، له طالبانو سره هم اړیکې ساتي. په سیمه کې هم حالات د بدلون په حال کې دي او امریکايي رقیبان په آرام ذهن د خپلو سیمه ایزو او نړیوالو موخو لپاره پلانونه جوړوي. دې ټولو خبرو ته په کتلو، امریکا نه غواړي د افغانستان د ثبات او امنیت ټول مصارف په یواځې ځان وګالي، او خپل استخباراتي او نظامي منابع په یوه بې پایلې جګړه کې تر نامعلومه وخته مصروف کړي. په همدې دلیل خپل نظامي حضور ته د پای ټکی ږدي او غواړي د افغانستان د امنیت او ثبات مسئولیت په لویه کچه د سیمې هېوادنو ته ور وسپاري. په دې مرحله کې به د امریکا رول دا وي چې د خپل توان تر حده د سولې د پروسې ملاتړ وکړي، له افغان حکومت سره د مرستو له لارې د فوري سقوط مخه ونیسي او د ضرورت په وخت کې پرې لازم فشار وارد کړي ترڅو د سولې خبرو ته غاړه کېږدي. که په افغانستان کې جګړه ودرېده هم د امریکا په ګټه ده او که جګړې دوام پیدا کړ هم تاوان یې تر ډېره حده د سیمې هېوادونو ته رسېږي چې اکثر یې د امریکا ستراتیژیک رقیبان دي. د افغانستان د وضعیت د خرابېدو په صورت کې امریکایان کولای شي خپلې سیمه ایزې ګټې او اهداف، تر یوه حده، د سیمې له هېوادونو څخه کنترول او د ضرورت په وخت کې نظامي مداخله وکړي. حالاتو ته په کتلو، د داسې یوه احتمال لپاره دلایل کم دي چې ګویا امریکا دې په سیمه کې د خپلو رقیبانو، خصوصاً چین او روسیې، په مقابل کې د افغانستان عمدي نا امنۍ او جګړې ته لمن ووهي. که د سیمې هېوادونه خپلې ګټې د افغانستان په ثبات کې ویني نو په آسانی کولای شي په ګډه د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي. امریکا به په داسې یوه حالت کې د ټولو په مقابل کې رقابت ته زړه ښه نه کړي. پای
[1] Annie Pforzheimer “Protecting Wider U.S. Interests after a Troop Withdrawal”. Center for Strategic and International Studies, 16 June 2021, www.csis.org/analysis/protecting-wider-us-interests-after-troop-withdrawal
[2] Mitchell, Ellen. “Biden Struggles to Detail Post-Withdrawal Afghanistan Plans.” TheHill, The Hill, 19 June 2021, thehill.com/policy/defense/559229-biden-struggles-to-detail-post-withdrawal-afghanistan-plans?rl=1.
[3] – “Pakistan: Shoring Up Afghanistan’s Peace Process.” Crisis Group, 30 June 2021, www.crisisgroup.org/asia/south-asia/pakistan/b169-pakistan-shoring-afghanistans-peace-process.
[4] Ibid.
[5] Ibid.
[6] Babb, Carla, et al. “China’s Plans in Afghanistan Following US Troop Withdrawal.” Voice of America, 18 June 2021, www.voanews.com/south-central-asia/chinas-plans-afghanistan-following-us-troop-withdrawal
[7] Lewis, Dustin. “Collective Security Treaty Organization (CSTO).” HLS PILAC, HLS PILAC, 30 Mar. 2015, pilac.law.harvard.edu/multi-regional-efforts//collective-security-treaty-organization-csto.
[8][8] TRENIN, DMITRI, et al. A Russian strategy for Afghanistan after the coalition troop withdrawal. CARNEGIE MOSCOW CENTER, May 2014, carnegieendowment.org/files/CMC_Article_Afganistan_Eng14.pdf.
[9] Ibid.
[10] Babb, Carla, et al. “China’s Plans in Afghanistan Following US Troop Withdrawal.” Voice of America, 18 June 2021, www.voanews.com/south-central-asia/chinas-plans-afghanistan-following-us-troop-withdrawal
[11] SETH J. FRANTZMAN “After US Afghanistan Withdrawal, Will Pakistan, Iran and Turkey Take Over.” The Jerusalem Post | JPost.com, www.jpost.com/international/after-us-afghanistan-withdrawal-will-pakistan-iran-and-turkey-take-over-672090
[12] JIM GARAMONE. “President Unveils New Afghanistan, South Asia Strategy.” U.S. Department of Defense, www.defense.gov/Explore/News/Article/Article/1284964/president-unveils-new-afghanistan-south-asia-strategy/
[13] Felbab-Brown, Vanda. “US Policy toward Afghanistan: Consider the Trade-Offs, Including with Other Policy Areas.” Brookings, Brookings, 14 Jan. 2021, www.brookings.edu/blog/order-from-chaos/2021/01/12/us-policy-toward-afghanistan-consider-the-trade-offs-including-with-other-policy-areas/
[14] Gaouette, Nicole, and Jennifer Hansler. “Blinken Says US Withdrawal from Afghanistan Will Concentrate the Minds of ‘Free Riders’ in the Region.” CNN, Cable News Network, 30 Apr. 2021, www.cnn.com/2021/04/27/politics/blinken-tapper-the-lead/index.html