په هېواد کې وروستی تحول او د اوسنۍ مرحلې اړتیاوې

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

مقدمه

کابل ته د طالبانو له داخېلېدو او د پخواني حکومت له ړنګېدو د څو ورځو له تېرېدو سره لا هم هېواد په یوه مبهم وضعیت کې دی او ډېری افغانان د دغه وضعیت د دوام له کبله  اندېښمن دي. داسې ښکاري چې د پخواني حکومت په دومره چټکۍ پاشل کېدو او کابل ته د طالبانو راتګ د طالبانو په شمول د ټولو افغانانو او ټولې نړۍ له تصوره پورته و او له همدې کبله طالبانو هم د قدرت د خلا پر مهال لازمو اقداماتو ته چمتووالی نه درلود.

که څه هم اوسمهال په مجموع کې امنیتي وضعیت تر ډېره حده د طالبانو د ځواکونو تر کنټرول لاندې دی؛ خو په مجموع کې د هېواد د سیاسي او اقتصادي وضعیت د نسبي کنټرول او تشویشونو رفع کولو او نورو بېلابېلو برخو لپاره یو شمېر عاجلو اقداماتو ته اړتیا لیدل کېږي، چې تمه ده د طالبانو مشرتابه په اوسنۍ مرحله کې جدي توجه ورته وکړي.

په دې لنډه لیکنه کې پر یو شمېر هغو اقداماتو بحث کوو، چې په عاجله توګه توجه او تعامل ورسره پکار دی، ترڅو دا تحول د بریالي کېدو په لور ولاړ شي او د حساسیتونو او ګډوډیو مخنیوی وشي.

د ثبات او استقرار اړتیا

تر ټولو مخکې اوسمهال د قدرت خلا رامنځته شوې او غوڅ اکثریت افغانان د دغه وضعیت له کبله  په اندېښنه کې دي. که څه هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سه‌شنبه ماښام په خپل لومړني خبري کنفرانس کې وویل، چې د نظام پر جوړېدو د طالبانو د مشرتابه له لوري ګړندی کار روان دی او ژر به یې رسمي اعلان وشي، خو نوموړي د کوم مشخص یا لږ تر لږه تقریبي ضرب الاجل یادونه ونه کړه. له دې کبله اوسمهال د هېواد د چارو او عمومي وضعیت د کنټرول او سمبالولو لپاره د حکومت د تشکیل تر وخته یوې لنډمهالې ادارې او اداري جوړښت ته جدي اړتیا لیدل کېږي ترڅو په هېواد کې د نظم لپاره د چارو واګې په لاس کې واخلي.

د اوږده مهال لپاره تر ټولو مهم تشویش دا دی، چې آیا افغانستان له دغه تحول سره د ثبات او استقرار خوا ته تلونکی دی کنه؟ په دې تړاو تر ټولو مهم ګام دا دی، چې د طالبانو مشرتابه اوس جوړېدونکې اداره د موقتې ادارې په توګه اعلان کړي او سملاسي د یوه داسې دایمي سیاسي نظام لپاره له ټولو مطرح افغان لورو سره مذاکرات پیل کړي، چې ټول لوري پکې خپل ځان وګوري. که څه هم طالبانو په بار بار دا خبره کړې او ذبیح الله مجاهد په خپل لومړني خبري کنفرانس کې هم پر دې ټینګار وکړ، چې دوی هڅه کوي، داسې نظام تشکیل کړي چې د هېواد ټولې پرګنې پکې خپل ځان وګوري. خو لا هم داسې اندېښنې حاکمې دي، چې ګویا طالبان به پر خپلو شرایطو له نورو سیاسي لورو څخه د دوی له نظام سره د یو ځای کېدو غوښتنه وکړي، کوم څه چې ښایي د عمل جامه وانه غوندي. په ښکاره توګه داسې انګېرل کېږي، چې په راتلونکي نظام کې به اساسي ونډه د طالبانو وي؛ خو دا چې طالبانو بار بار ټینګار کړی، چې په راتلونکي نظام کې به ټول افغانان خپل ځان ویني، اوس یې وخت دی چې له ټولو سیاسي لورو سره چټک او اغېزناک مذاکرات وشي، ترڅو د حکومت له اعلان وړاندې تر ډېره حده د نورو افغان سیاسیونو ملاتړ راجلب کړای شي.

د لویو ښارونو له نیولو سره او په ځانګړې توګه کابل ته د طالبانو د ځینو لوړپوړو غړو له راتګ سره تر ډېره دوی ثابته کړه، چې پر اعلان کړې عمومي عفوه کلک ولاړ دي او د پخواني رژیم هېڅ لوړپوړي او ټیټ‌پوړي، نظامي او غیرنظامي چارواکي ته د دوی له خوا هېڅ ډول خطر او تهدید متوجه نه دی. دغه وضعیت تر ډېره داسې هیلې راټوکولې دي، چې له هېواده بهر وتلي افغان مشران او سیاسیون به هم هېواد ته د بېرته راتګ لپاره زړه ښه کړي. پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله، د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار او ځینې نور لوړپوړي چارواکي عملا په کابل کې دي او لومړی ځل د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ځوان غړي انس حقاني په کابل کې ورسره وکتل. په ټوله کې دا یو فرصت دی، چې د همدغو پخوانیو جګ پوړو چارواکو په مرسته د نورو سیاسیونو پر عاجل رابللو کار وشي او ټول افغان مشران او سیاسیون د راتلونکي نظام په جوړښت کې ونډه او رول ولري، ترڅو په دې توګه دوامدار ثبات او استقرار ته زمینه برابره شي او د راتلونکي نظام پر وړاندې د هر ډول جنګ او مسلح مقاومت مخنیوی وشي.

ښکاري چې د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او احمد مسعود د نورو سیاسیونو خلاف له هېواده بهر نه دي وتلي او هڅه کوي، د نوي نظام پر وړاندې مقاومت پیل کړي. امرالله صالح په خپلو وروستیو پیغامونو کې ځان د هېواد سرپرست ولسمشر اعلان کړی او په تاجکستان کې د افغانستان سفارت هم د پخواني ولسمشر پر ځای د نوموړي تصویرونه ځړولي او وایي چې دا سفارت له دې وروسته له امرالله صالح څخه د هېواد د سرپرست ولسمشر په توګه فرمان اخلي. طالبانو ته پکار ده، چې په عاجله توګه د نورو سیاسیونو په مرسته له هغوی سره مذاکرات وکړي ترڅو هغوی د جګړې او وینې تویېدنې پر ځای په سوله ییز ډول له راتلونکي نظام سره له مخالفت څخه لاس واخلي.

عامه خدمات او د نظام ساتنه

په اداراتي کچه هم عام خلک د خدماتو عرضې ته جدي اړتیا لري او هره ورځ به د عامه خدماتو لپاره اړتیا زیاتېږي. که څه هم طالبانو په لومړي ګام کې اعلان کړی، چې پخواني دولتي کارکوونکي دې خپلو دندو ته حاضر شي، خو له دې قضیې سره هم په دومره سادګۍ چلند نه شي کېدای، بلکې طالبان باید د مسؤول جهت په توګه هغوی ته دا اطمینان ورکړي چې د دوی حقوق به خوندي وي او په ورته وخت کې په اداري فساد کې ښکېل کارکوونکي او چارواکي وپېژندل شي، ترڅو ادارې له فساد او اختلاس خوندي پاتې شي.

د نظام یوه ستره برخه د امنیتي ارګانونو شته نظام او سیستمونه دي، چې باید په هېڅ صورت له منځه ولاړ نه شي. له تېرو تجربو یو ستر درس دا اخیستل شوی، چې دولتي نظام د انډیوالۍ او ګډوډۍ په سیستم سره نه شي ساتل کېدای. له دې کبله، لا هم دا سیستمونه ګډوډ شوي نه دي او ډېر ژر باید په دې برخه کې ګامونه پورته شي، ترڅو د افغانستان اردو، پولیس او نور امنیتي سیستمونه چې په تېرو دوو لسیزو کې ملیاردونه ډالره پانګونه پرې شوې، له اصلاحاتو سره بېرته فعال شي.

له بله پلوه په کابل ښار کې نظامي فضا او په غیر رسمي جامو کې د نظامي ځواکونو ګرځېدل له یوې خوا د غلو او غیرمسؤولو وسله والو فعالیت ته زمینه مساعدوي او له بلې خوا عموما په خلکو کې وېره خپروي چې ظاهرا د عامو وګړو پر ذهنیتونو منفي اغېزې ښندي. پکار ده چې ژر تر ژره د کابل ښار امنیت د منظمو ځواکونو له لوري تامین شي. همدا راز په کابل ښار کې داسې موارد لیدل کېږي، چې د اردو او پولیسو له وسایطو څخه ناسمه استفاده کېږی او د بیت المال په توګه یې ساتنې ته سمه توجه نه کېږي. دا قضیه هم تر ډېره حده د عامو وګړو اعتماد ته صدمه رسوي.

د اداري فساد پر ضد اقدامات

سره له دې چې اړتیا ده، د پخواني حکومت کارکوونکي، چارواکي او سیاسیون د راتلونکي نظام په جوړښت کې ونډه او رول ولري، خو په ورته وخت کې باید د پخوانیو فاسدو چارواکو مخه هم ونیول شي. له دې کبله داسې اقدامات پکار دي، چې په مرسته یې د پخوانیو فاسدو او غلو چارواکو پر مخ په قطعي توګه د لوړو مناصبو او بستونو دروازې بندې شي. هغه څوک چې په مخکېني نظام کې په فساد کې ښکېل وو، د هغوی سرونه باید محفوظ وي، خو که یې د ملت سرمایې لوټلې وي، هغه باید بېرته بیت المال ته وسپارل شي.

په تېر نظام کې له جګړې راوروسته د افغانانو ستره ننګونه اداري فساد و. له دې کبله اوس د تېرې ادارې فساد او فاسد چارواکي هم چا ته د منلو وړ نه دي او نباید له یوې مخې پر ملت وتپل شي. د فساد د مخنیوي لپاره باید په خورا احتیاط او ځیرکۍ ګامونه پورته شي، ترڅو پخواني فاسد چارواکي بیا هم د ملت او نظام د شتمنیو د لوټ او تالان فرصت پیدا نه کړي.

اقتصادي وضعیت او مالي سکتور

د پخواني حکومت له ړنګېدو سره سم امریکایي چارواکو وویل، چې په امریکا کې د افغان دولت سرمایې یې کنګل کړې ترڅو د طالبانو لاس ته ورنه شي. د راپورونو له مخې، د افغانستان د مرکزي بانک د لږ تر لږه ۹.۴ ملیارده ډالرو په کچه ذخیرې ګنګل شوې دي. دا چې اوسمهال له یوې خوا ښایي له افغانستان سره د نړیوالو مرستو ډېره برخه بنده شي او له بلې خوا په هېواد کې د وروستي تحول له کبله هم ټول مالي سیستمونه له ګډوډۍ سره مخ دي، دغه وضعیت عاجل کنترول ته اړتیا لري. له دې کبله د مالیې سکتور او افغانستان بانک ته جدي توجه پکار ده او په لومړي ګام کې د دغه ۹.۴ ملیارده ډالرو د انجماد قضیه په فوري توګه له نړیوالو سره مطرح کول پکار دي. ځکه که دا سکتور متضرر شو او د توکو بیې لوړې ولاړې، افغانۍ بې ارزښته شوه او په ټوله کې اقتصادي وضعیت د تزلزل خوا ته ولاړ، نو دا به په چټکۍ سره خلک د راتلونکي اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمن او د طالبانو پرضد راوپاروي او لاریونونو ته به لاره هواره کړي.

ملي بیرغ او حساسیونه

د قدرت په اوسنۍ خلا کې بېلابېل استخباراتي لوري په دې هڅه کې دي، چې داسې مسائلو ته لمن ووهي، چې د نوي واقعیت او تحول پرضد یې له همدې لومړي سره وکاروي او ګډوډیو او د خپلو اهدافو ترلاسه کولو ته زمینه پرې برابره کړي. له دې جملې یوه مهمه قضیه د ملي بیرغ ده، چې په لومړي ګام کې یې په اړه حساسیت خورا په چټکۍ په لوړېدو دی. که څه هم ذبیح الله مجاهد په خپل لومړني خبري کنفرانس کې وویل، چې د نظام له جوړېدو سره به په دې اړه پرېکړه کېږي؛ خو اوسمهال دا موضوع دومره حساسه شوه چې له کبله یې خلکو لاریونونو ته هم مخه کړې ده. دا چې دواړه بیرغونه هېڅ شرعي ستونزه نه لري او د پخواني ملي بیرغ پلویان دا استدلال کوي، چې سپین بیرغ یوازې په طالبانو پورې اړه لري او ډېری نورو لورو ته د ملي بیرغ په توګه د منلو نه دی، اوسمهال ښه دا ده، چې د بیرغونو په لرې کولو او پر ځای یې د سپین بیرغ نصبولو کې عجله ونه شي او ملت ته په دې اړه یو معقول او معتدل دریځ او پیغام ورکړل شي، ترڅو د استخباراتي کړیو د ناوړه استفادې مخه ونیول شي.

تعلیمي او تحصیلي سیستمونه

له تېرو څو ورځو راهیسې چې طالبان کابل ته داخل شوي، په کابل او ولایاتو کې تعلیمي او تحصیلي بنسټونه هم تعطیل او په یو ډول مبهم وضعیت کې واقع شوي دي. له یوې خوا دغه سکتور د هېواد د اوس او راتلونکي ثبات او پرمختګ لپاره خورا مهم سکتور دی او هغه ته نه پاملرنه په پراخه کچه د ملت او دولت ترمنځ بې اعتمادۍ ته زمینه برابرولی شي، له بلې خوا د هېواد تعلیمي او تحصیلي بنسټونه له لویه سره په هېواد کې د جګړو او ناامنیو، ناروغیو او نورو ستونزو له کبله خورا زیات اغېزمن شوي او عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري. پکار ده، چې د دغو بنسټونو په رهبرۍ کې له بیړنیو تغییراتو ډډه وشي او د اوس لپاره پر پخواني سیستم د دوام لپاره زمینه برابره او ملاتړ یې وشي.

د وړتیاوو له مخې ګومارنې

طالبانو ته د ټول هېواد د چارو واګې له انتقال سره په لومړیو ورځو کې یو شمېر داسې خبرونه خپاره شول، چې په بېلابېلو دولتي ادارو کې پخواني با تجربه او حتی د دکتورا تر کچې لوړو زده کړو لرونکو مامورینو پر ځای کم عمره او د ټیټې کچې زده کړو لرونکي کسان ګومارل شوي. د طالبانو په تېر حکومت کې په ملي او نړیواله کچه یوه ستره نیوکه، چې حتی د طالبانو د نظام د راپرځېدو یو لامل هم بلل کېږي، همدا وه چې کار اهل کار ته نه و سپارل شوی. اوسمهال جدي اړتیا ده چې هره برخه کې د اړوندې برخې متخصصین وګومارل شي او طالبان د هرې ادارې مشرتابه خپلو اړوندو کسانو ته ونه سپاري، بلکې د اهلیت او وړتیا له مخې ګومارنې وکړي.

ملي او نړیوال مشروعیت

له دې ټولو سره سره، لا هم اساسي مسئله په ملي او نړیواله کچه د نوي نظام د مشروعیت قضیه ده. په ملي کچه به راتلونکی نظام له شک پرته هغه مهال کافي مشروعیت مومي، چې په نظام کې د ټولو اړخونو مشارکت ته لاره هواره شي. په نړیواله کچه بیا اړتیا ده، چې سملاسي له بېلابېلو هېوادونو سره د دیپلوماتیکو اصولو پر اساس اړیکې جوړې شي او د هغوی همکارۍ او ملاتړ راجلب کړای شي، ترڅو له نوي نظام سره خپلې اړیکې جاري وساتي.

پایله

په هېواد کې وروستی تحول د طالبانو په شمول د افغانانو او نړیوالو له تمې او توقع لرې و، چې له کبله یې طالبان هم له یوه داسې وضعیت سره مخ دي، چې د وضعیت د کنټرول لپاره عاجلو اقداماتو ته اړتیا لري. د لنډمهالي او اوږدمهالي ثبات او استقرار لپاره ګامونه اوچتول، په ملي او نړیواله کچه د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره لاس په کار کېدل، له حساسیتونو سره په تعقل او اعتدال سره چلند، اقتصادي وضعیت ته پاملرنه، د عامه خدماتو عرضه کولو او داسې نورو برخو ته اوسمهال د توجه جدي اړتیا لیدل کېږي، ترڅو عمومي وضعیت له همدې لومړي سره د ناکامۍ په لور ولاړ نه شي او افغانان وتوانېږي، چې له دغه تحول سره افغانستان نور د اوږده مهال لپاره له بې ثباتۍ او جګړو څخه راوباسي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *