د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز او د بحران او سیاستونو د څېړنو لپاره د انقرې مرکز ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز (CSRS) او د بحران او سیاستونو د څېړنو لپاره د انقرې مرکز (ANKASAM) ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه لیک د اګست په ۲۸مه (۲۰۲۱م) ترکیې ته د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز د پلاوي د یوه رسمي سفر او له انکاسام څېړنیز مرکز څخه د لیدنې پر مهال د دواړو مرکزونو د رئیسانو له لوري لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک له مخې به دواړه مرکزونه د تجاربو د تبادلې، د دواړو هېوادونو د څېړنیزو مرکزونو ترمنځ د همکاریو زیاتېدو، د ګډو سمینارونو او نورو پروګرامونو په برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ ولري.

د یادولو وړ ده، چې د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز تر دې مخکې هم د سیمې او نړۍ په کچه له بېلابېلو معتبرو څېړنیزو مرکزونو سره د ګډو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، چې یو شمېر نور ترکي څېړنیز مراکز هم پکې شامل دي. د اقتصادي او اجتماعي څېړنو مرکز (ESAM)، د سوېلي آسیا د ستراتېزیکو څېړنو مرکز (GASAM)، په انقره کې د ایران د څېړنو مرکز (İRAM)، او د سیاسي څېړنو مرکز (BARQ) هغه څېړنیز مراکز دي، چې تر دې وړاندې ورسره هوکړه لیکونه لاسلیک شوي او له لارې یې ګډو همکاریو ته زمینه برابره شوې ده.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *