د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز مشرتابه پلاوي ترکیې ته د سفر پر مهال په ګڼو علمي سیمینارونو کې ګډون وکړ

د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز (CSRS) د رئیس دکتور مصباح الله عبدالباقي په مشرۍ د مرکز یوه پلاوي ترکیې هېواد ته د یوه رسمي سفر پر مهال د هغه هېواد د یو شمېر څېړنیزو مرکزونو په علمي کنفرانسونو او سیمینارونو کې ګډون ویناوې وکړې.

د دغو کنفرانسونو له جملې یو یې د ستراتېژیک تفکر انستیتوت (SDE) څېړنیز مرکز علمي سیمینار و، چې د ترکیې په انقره ښار کې جوړ شوی و او پکې د ستراتژېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز پلاوي ګډون او ویناوې وکړې.

همدا راز د سپټمبر په ۱۲مه (۲۰۲۱م) د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز پلاوي په استانبول ښار کې د ترکیې د سیاسي څېړنو مرکز (BARQ) له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او ویناوې وکړې. دغه کنفرانس په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو پر موضوع جوړ شوی و. د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز رئیس دکتور مصباح الله عبدالباقي د خپلې وینا په یوه برخه کې پر راتلونکو ننګونو او دغو ننګونو ته پر شته حل لارو بحث وکړ. دغه راز د دغې غونډې په یوه څنډه کې د CSRS او BARQ څېړنیزو مرکزونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو تفاهمنامه هم لاسلیک شوه.

د دې ترڅنګ د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز پلاوي د نورو څېړنیزو مراکزو له لوري په ګڼ شمېر جوړو شوو علمي غونډو او سیمینارونو کې ګډون او ویناوې وکړې.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *