كنفرانس: وروستي تحولات او د ټولنې د مؤثرو او علمي شخصيتونو مسؤولیت

 

وروستي سیاسي تحولات او په اړه یې د ټولنې د اغېزناکو او علمي شخصیتونو مسؤولیت هغه موضوع وه، چې د د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)له لوري جوړه شوې علمي غونډه کې پرې بحثونه او ویناوې وشوې.

دا غونډه د پنجشنبې په ورځ د ثور یا غوايي په ۸مه نېټه په کابل کې د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز په دفتر کې جوړه شوې وه او لسګونه علمي او سیاسي شخصیتونو پکې ګډون کړی و.

په پیل کې د مرکز رئیس دکتور صهیب رؤوفي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وروستیو سیاسي تحولاتو ته په اشارې سره وویل، چې مرکز په تېرو څه باندې لسو کلونو کې تل هڅه کړې چې د هېواد د سترو او ستراتېژیکو مسائلو په اړه څېړنې او طرحې ټولنې ته وړاندې کړي. د ده په وینا، په روان لمریز کال کې له وروستیو تحولاتو وروسته مرکز خپل مسؤولیت لا مهم او دروند بولي او له همدې کبله به د خپلو بېلابېلو علمي کارونو او ستراتېژیکو طرحو له لارې هڅه وکړي چې په هېواد کې د نظام له ثبات سره خپل مرستندوی رول ولوبوي.

وروسته بیا د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز د علمي بورډ غړي دکتور مصباح الله عبدالباقي د دغه کنفرانس د موضوع په اړه د غونډې ګډونوالو ته خپله وینا واوروله. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «موږ په دې نظر یو چې د اسلامي امارت دا اوسنی تجربه باید کامیابه شي، ځکه که خدای مه کړه دا تجربه د ناکامۍ لور ته ولاړه، په نژدې او لرې افق کې هېڅ داسې بدیل نه لیدل کېږي چې په نتیجه کې یې افغانستان مستقل، متحد او له ستونزو لرې پاتې شي». د هغه په وینا، دا کامیابي په یوه نقطه کې رانغښتې ده او هغه دا چې د ملت او واکمن لوري ترمنځ کوم واټن چې شته او کوم باور او اعتماد چې تراوسه منځته نه دی راغلی، هغه باید په بشپړ ډول اعاده شي. نوموړي وړاندې په خپلو خبرو کې په دې تړاو نوره رڼا هم واچوله او په وینا یې چې اوس د اسلامي امارت د مسؤولینو پر اوږو یو دروند مسؤولیت پروت دی. د هغه په خبره، د دغه هدف ترلاسه کېدو لپاره د قانونمندۍ لور ته د تګ اړتیا ده.

همدا راز علمي، سیاسي او جهادي شخصیت استاد محمد زمان مزمل په خپلو خبرو کې د ملي پخلاینې پر بېلابېلو اړخونو رڼا واچوله او په صدر اسلام کې یې د سولې کیفیت او اهمیت ته په اشارې سره وویل، چې د هېواد د اوسني وضعیت بدلون د هر افغان یو ستر مسؤولیت دی. د هغه په خبره، دا اوس چې د هرې نانوایۍ مخ ته سل او دوه سوه مېرمنې ناستې وي، دا ډېر د افسوس ځای دی.

د غونډې په وروستۍ برخه کې علمي شخصیت او د پوهنتون استاد دکتور محمد مزمل اسلامي د پای وینا او دعاء وکړه.

د یادونې وړ ده، چې غونډه د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز له لوري د غونډې ګډونوالو مېلمنو ته د ترتیب شوي افطار او د ډوډۍ له خوړلو سره پای ورسېده.

پای

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *