د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د علمي بورډ غونډه جوړه شوه

 

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS) د علمي شورا غونډه د ۱۴۰۱ لمریز کال د ثور یا غوایي میاشتې په ۸مه د مرکز په دفتر کې جوړه شوه.

په پیل کې د مرکز نوي رئیس دکتور صهیب رؤوفي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دغې غونډې د بحث پر مسائلو رڼا واچوله.

وروسته بیا د علمي بورډ غړو له اجنډا سره سم پر موضوعاتو بحث وکړ او د مرکز ادارې ته یې لازمې او هر اړخیزې مشورې ورکړې، چې په پایله کې یې د اړوندو مسائلو په اړه مشخصې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې دا په روان ۱۴۰۱ لمریز کال کې د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د علمي شورا لومړۍ غونډه ده، چې د مرکز د راتلونکو فعالیتونو په اړه د علمي بورډ د مشورو او وړاندیزونو ترلاسه کولو لپاره جوړېږي.

پای

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *