د اسلامي امارت د ملي پخلاینې هڅې؛ خنډونه او فرصتونه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

لیکلړ:

سریزه

ملي پخلاینه په څه معنا؟

د بین الافغاني تفاهم اړتیا

د ملي مصالحې لپاره شته فرصتونه

د ملي مصالحې پر وړاندې شته خنډونه

د ملي مصالحې په برخه کې شوي اقدامات او اغېزې یې

د ملي پخلاینې لپاره راتلونکي ګامونه او لارنقشه

د ملي مصالحې د هڅو متوقع پایلې

___________________________________________________________________

سریزه

د افغانستان د قضیې په اړه په تېرو شلو کلونو کې یو بنسټیز تصور دا و، چې د جګړې پایدار ختم او پای ته رسېدل د یوه داسې نظام په رامنځته کېدو سره ممکن دي، چې ټول افغانان پکې خپل ځان وګوري او څوک یې په مخالفت کې ولاړ نه وي. اوس چې د اشغال له پای ته رسېدو وروسته په هېواد کې نظام بدلون موندلی، د بیاځلې ګډوډیو او بې ثباتۍ د مخنیوي او اوسنۍ تجربې د کامیابۍ لپاره په ټوله کې دوه نظرونه یا سیناریوګانې شته دي. لومړی دا چې یو تک حزبي نظام حاکم وي او د هېواد ځینې ډلې او پرګنې یې په یوه نوم او بل نوم په مخالفت کې واقع وي. دویم دا چې داسې نظام رامنځته شي چې څوک یې په مخالفت کې واقع نه شي، بلکې ځان د هغه نظام برخه وګڼي. که د تېرو څو لسیزو تجربې ته وګورو، همدا دویمه سیناریو په هېواد کې اوږدمهالی ثبات تضمینولی شي.

دا چې د تېرې شل کلنې دورې واکمنان نه یوازې دا چې هېواد ته د آرامۍ او سوکالۍ په راوستلو کې ناکام ثابت شول، بلکې ډېری یې د هېواد د شتمنیو پر لوټ او تالان هم تورن دي، ځکه نو بیاځلې واک ته رسېدل یې هېواد له ستونزو او ناخوالو نه شي راایستلی. خو د دې ترڅنګ دا تصور هم شته دی، چې د پخوانیو ټولو سیاسي لوبغاړو بشپړ له صحنې ایستل او د حذف پالیسي د تېرو ناکامو تجربو تکرار دی او دا چاره د هېواد د بحراني وضعیت د دوام او لا خرابېدو یو اساسي لامل بلل کېږي. ځکه د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له جوړېدو راوروسته داسې ښکاري چې د افغانستان په سیاست کې د تېرو څو لسیزو ښکېل لوبغاړي او نور بې طرفه سیاسیون په بشپړ ډول له صحنې ایستل شوي دي.

د افغانستان د اسلامي امارت په توګه طالبان اوسمهال د یوه مسؤول حکومت په موقف کې دي او له هېوادنیو قضایاوو سره یې سرسري چلند د هېواد د راتلونکي لپاره ښې پایلې نه شي لرلی. سره له دې چې تازه د اسلامي امارت کابینې له افغانانو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمیسیون جوړ کړی، خو د تېرو څو میاشتو له چلنده داسې ښکاري ټولو سیاسي احزابو، ټولنو، پخوانیو چارواکو، سیاسیونو او ملي څېرو ته ان د مشورې په کچه هم د رول ورکولو ته چمتووالی نشته او داسې تفکر حاکم دی چې له عمومي عفوې سره پخوانیو سیاسیونو ته په هېواد کې د ژوند کولو حق ورکړل شوی او هغوی د نورو غوښتنو حق نه لري او نه هم له هغوی سره د هېوادنیو قضایاوو په اړه د خبرو اترو اړتیا شته ده. مګر که دا وضعیت دوام کوي، اسلامي امارت ته د هغوی له لوري د ستونزو او ننګونو جوړولو قوي امکان شته دی چې هغه مهال به بیا له هغوی سره د ملي پخلاینې اوسنی فرصت ضایع شوی وي. له دې کبله، په هېواد کې د اوږدمهالي ثبات، په راتلونکي کې د جګړې د عواملو له منځه وړلو او نورو ګڼو دلیلونو له مخې د ملي مصالحې لپاره عاجل او جدي اقدام په اوسني وخت کې یو مهم ملي لومړیتوب او فرصت ګڼل کېږي، چې متوقع پایلې یې د هېواد د راتلونکي ثبات لپاره خورا مهمې دي.

همدا راز که له یوې خوا د تېرو وختونو له سیاسي لوبغاړو سره د ډیالوګ او خبرو اترو او د هغوی پر غوښتنو د بحث اړتیا شته ده؛ خو ترڅنګ ملي تفاهم تر ډېره له ولس سره هم تړلی دی او په اوسني وخت کې اړتیا ده چې له بېلابېلو قشرونو څخه نوي علمي او ټولنیز شخصیتونه هم راپورته کړل شي او د هېوادنیو قضایاوو په اړه په مشورو او پرېکړو کې شریک شي.

په دې مقاله کې د ملي مصالحې لپاره د جدي او عاجل اقدام پر اړتیا، په دې تړاو شته فرصتونو او خنډونو، د اسلامي امارت له لوري تراوسه شوو اقداماتو، د راتلونکو اقداماتو پر لارنقشې، او د ملي مصالحې د بریالي کېدو په صورت کې یې پر متوقع پایلو بحث کوو.

 

ملي پخلاینه په څه معنا؟

د ملي مصالحې او ملي تفاهم معنا دا ده، چې د ناراضي افغانانو له لوري د هېواد راتلونکي ثبات ته شته ګواښونه له منځه یوړل شي یا لږ تر لږه حداقل ته راورسول شي. دلته ترکیز یوازې پر هغو افغانانو هم نه دی چې بهر ته تللي، بلکې په هېواد کې دننه ډېر سیاسي شخصیتونه او جریانونه او په ټوله افغان ولس ته په ملي قضیاوو کې د هر ډول رول څرک نه لیدل کېږي.

ملي مصالحه په دې معنا نه ده چې پخواني فاسد چارواکي بېرته واک ته ورسول شي او یا د تېرې شل کلنې دورې په څېر واک ورسره ووېشل شي، بلکې معنا یې دا ده چې د هېواد د راتلونکي په اړه د ټولو افغانانو غوښتنې او اندېښنې په پام کې ونیول شي، له هغوی سره د دوی د اندېښنو او غوښتنو په اړه بحثونه پیل شي، او په نظام او هېوادنیو قضایاوو کې د ولس رول تعریف شي ترڅو د مخالفتونو او بیا جګړو او ګډوډیو مخنیوی وشي او د مخالفتونو په له منځه وړلو سره د هېواد راتلونکی سیاسي او امنیتي ثبات تضمین شي، کوم څه چې یوازې د زور او ځواک د کارولو له لارې ممکن نه دي.

 

د بین الافغاني تفاهم اړتیا

ملي تفاهم په مجموع کې د هرې ټولنې یوه مهمه اړتیا ده او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو تحولاتو ثابته کړې چې هر کله واکمنانو له خپلو سیاسي مخالفینو سره له تفاهم او پخلاینې څخه استغنا کړې، واک یې دوام نه دی لرلی او د وخت په تېرېدو سره له ستونزو او ننګونو سره مخ شوي، چې بالآخره له همدې امله حکومتونه هم نړېدلي دي.

د پخواني نظام له ړنګېدو وروسته د تېرو څو میاشتو تحولاتو وښوده، چې اوسمهال د نظام له سیاسي مخالفینو سره سیاسي تعامل نشته، بلکې د نظام خواخوږو افرادو او جریانونو ته هم د نظام په جوړښت او راتلونکي برخلیک کې هېڅ ډول رول نه ورکول کېږي. که څه هم ظاهرا د حکومت پالیسي دا ده، چې پخواني چارواکي د عامو افغانانو په توګه په هېواد کې ژوند کولی شي، خو باور دا دی چې له هېواده وتلي ډېری سیاسیون به یوازې په افغانستان کې د ژوند کولو لپاره راستانه نه شي او له نظام سره به له مخالفت څخه لاس وانه خلي، ځکه نو له هغوی سره د هغوی د غوښتنو په اړه مذاکره او تفاهم پکار دی. له دې کبله داسې انګېرنې شته دي، چې د سیاسي مخالفینو له پامه غورځول به په لنډمهال او منځ‌مهال کې اوسنی نظام له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي. لاندې یو شمېر دغو ستونزو او ننګونو او د ملي تفاهم اړتیا ته د مثال په توګه اشاره کوو:

لومړی: ملي تفاهم او د سیاسي مخالفینو پخلاینه په افغانستان کې د ګډوډیو او لاسوهنو د مخنیوي یوازېنۍ هغه لاره ده چې د تېرو څو لسیزو تجربو یې اهمیت روښانه کړی دی. د افغانستان په داخلي چارو کې د بهرنیو استخباراتي کړیو او د واکمن نظام د مخالفو هېوادونو د لاسوهنې یوازېنۍ وسیله اوسمهال هغه ناراضي افغانان دي، چې په تېرو وختونو کې یې د هېواد په سیاست کې مهم رول لوبولی دی. که اوسنی وضعیت دوام وکړي، استخباراتي کړۍ او د افغانستان دښمن هېوادونه به ورو ورو همدا ناراضي سیاستوال د واکمن نظام پرضد تقویه کړي او هغه مهال به بیا د تفاهم اوسنی زرین فرصت له لاسه وتلی وي. باید په یاد ولرو چې تخریب تر تعمیر اسانه دی او که اوسنی وضعیت دوام وکړي، ښایي د نظام مخالفینو ته ورو ورو د سربازګیرۍ زمینې برابرې شي.

دویم: اوسمهال د یوه پراخ بنسټه حکومت رامنځته کېدل د نړیوالو له نظره د افغانستان د ستونزې یوازېنی حل او د نوي حکومت په رسمیت پېژندلو مخ‌شرط بلل کېږي. د ملي تفاهم او ملي مصالحې په نشتون کې به واکمن نظام تر یوه لوري (طالبانو) پورې محدود ګڼل کېږي او د مشروعیت بحران به دوام ولري. د دغه بحران له کبله افغانستان په سیاسي برخه کې د داخلي او نړیوال مشروعیت، اقتصادي ناخوالو او احتمالي ناامنیو له ګواښ سره مخ دی. له هېواده د وتلو او په ځانګړې توګه ناراضي سیاسي څېرو بېرته راتګ به دا تشه تر ډېره ډکه کړي. له بلې خوا د ټولشموله نظام غوښتنه یوازې د اسلامي امارت د مخالفینو غوښتنه هم نه ده، بلکې د هېواد ټولې پرګنې غواړي چې په نظام کې خپل ځان او خپل عزت خوندي وګوري.

دریم: هغه سیاسیون چې اوس له هېواده وتلي، طبعي خبره ده چې په داخل کې ځینې خواخوږي او پلویان لري. که د دغو سیاسیونو ډېره برخه راپخلا شي، په داخلي کچه به د خلکو د رضایت کچه لوړه شي او هم به په راتلونکي کې د مخالفتونو او ګواښونو د مخنیوي په برخه کې اغېزناک ثابت شي.

 

د ملي مصالحې لپاره شته فرصتونه

د ملي روغې جوړې او مصالحې لپاره په اوسني وخت کې خورا زیات فرصتونه شته دي او د وخت په تېرېدو سره ښایي دا فرصتونه له منځه ولاړ شي. څو دغو فرصتونو ته په لاندې کرښو کې اشاره کوو:

  • تر ټولو لومړی فرصت دا دی، چې اوسمهال په هېواد کې جګړه درېدلې او اوسنۍ نسبي آرامي د اوږدمهالي ثبات لپاره د هڅو یو ښه فرصت دی. افغانان له اوږدو جګړو ستړي شوي او ټول افغانان به د ملي مصالحې د هڅو ملاتړ وکړي. همدا راز په هېواد کې د جګړې درېدل او د امنیتي وضعیت نسبي ښه والی د دې لامل هم کېدای شي، چې اکثریت سیاسي مخالفین په ډېرې کمې هڅونې سره هېواد ته بېرته راګرځېدو ته زړه ښه کړي. حقیقت دا دی، چې یو زیات شمېر خلک د جګړو، ناامنیو او سیاسي محدودیتونو له کبله او د خپل سر د خونديتوب په موخه له هېواده وتلي دي.
  • د اسلامي امارت له لوري د عمومي عفوې اعلان او تر ډېره حده د دغه فرمان عملي کېدو د ملي مصالحې او روغې جوړې لپاره خورا زیاته زمینه برابره کړې ده او دا د ملي روغې جوړې په برخه کې یو ښه پیل بلل کېږي. له دې کبله اوسمهال د اعتماد فضا او د مخالفینو راضي کولو پوره زمینه مساعده شوې ده.
  • د اسلامي امارت له راتګ وروسته یو شمېر جګ‌پوړي سیاسیون په هېواد کې پاتې دي او د هغوی خبره په ملي او نړیواله کچه خپل وزن او ځای لري. دا یو غوره فرصت دی، چې د نورو سیاسي مخالفینو د پخلاینې لپاره هغوی ته فرصت ورکړل شي او د هغوی له اعتبار څخه په دې برخه کې کار واخیستل شي.
  • اوسمهال اسلامي امارت د هېواد پر ټوله خاوره بشپړه واکمني لري او ډېری سیاسي شخصیتونه اوس په داسې موقف کې دي چې د هغوی حداقل غوښتنې منل کېدل ښایي هغوی دې ته راضي کړي چې له مخالفت څخه لاس واخلي او هېواد ته راوګرځي. همدا راز د اسلامي امارت بشپړې واکمنۍ او خپلواکۍ دا زمینه هم مساعده کړې چې په ملي قضایاوو کې له بهرنیو فشارونو او ملاحظاتو پرته د ملي او اسلامي ګټو له مخې تصامیم ونیول شي.
  • د سیمې او نړۍ په کچه هم د ځینو استثناوو ترڅنګ د ډېری هېوادونو پالیسي دا ده چې په اوسنیو شرایطو کې د اسلامي امارت پر وړاندې د وسله وال مقاومت او مخالفت ملاتړ نه کوي، بلکې غواړي چې په افغانستان کې یو ټول شموله او مسؤول نظام رامنځته شي. په دې توګه د هغو هېوادونو له چارواکو او نورو اغېزناکو لورو سره چې د نظام سیاسي مخالفینو ته یې پناه ورکړې ده، د خبرو اترو له لارې دا زمینه برابره شي چې اړوند ناراضي افغانان له اسلامي امارت سره مذاکراتو ته وهڅوي او د تفاهم په صورت کې بېرته خپل هېواد ته راوګرځي.
  • بل خورا مهم فرصت دا دی، چې اوسمهال د اسلامي امارت مخالفین کوم محوري ځای او واحده جبهه نه لري او له همدې کبله اوس له هغوی سره جلا جلا خبرې کېدای شي. په داسې حال کې چې د طالبانو اکثریت مخالفین پرله پسې هڅې کوي، چې ترمنځ یې انسجام او تفاهم رامنځته شي او د هغوی ترمنځ د یووالي رامنځته کېدو په صورت کې به له هغوی سره د تفاهم او روغې جوړې چاره هم په کافي اندازه ستونزمنه وي. په ځانګړې توګه که هغوی پر یوه محور راټول شي او د بېلګې په توګه کومه جلاوطنه اداره جوړه کړي، په هغه صورت کې به بیا دا چاره ستونزمنه شي.

 

د ملي مصالحې پر وړاندې شته خنډونه

په اوسني وخت کې د ملي مصالحې لپاره د ګڼو فرصتونو ترڅنګ یو شمېر داسې خنډونه هم شته چې پېژندل یې اړین دي؛ ځکه همدغو خنډونو اوس د ملي مصالحې لپاره د اقدام مخه ډب کړې او د دغه زرین فرصت د ضایع کېدو سبب کېږي:

  • د ملي مصالحې او د سیاسي مخالفینو د پخلاینې په برخه کې اوسمهال تر ټولو ستر خنډ د دغه تفکر شتون دی چې اسلامي امارت د پخواني رژیم له نسکورولو سره اوس په هېواد کې یوازېنی غالب ځواک دی او له دې کبله له سیاسي مخالفینو سره د خبرو اترو اړتیا نشته، بلکې که هغوی غواړي دلته د اوسېدو اجازه لرلی شي. دا تفکر هم شته چې طالبانو تر ۴۰ زیاتو هېوادونو ته ماتې ورکړې او په راتلونکي کې به هم بل داسې ځواک نه وي چې د دوی پر وړاندې مقاومت وکړای شي، خو باید په یاد ولرو چې د اسلامي امارت مخالفین کېدای شي د دې وړتیا پیدا کړي چې لږ تر لږه دوامداره امنیتي بې ثباتي او ګډوډي رامنځته کړي.
  • د نظام د راتلونکي په اړه ابهام هم یو لوی مانع دی او د نظام د مخالفینو په شمول ډېری افغانان اوس نه پوهېږي چې د هېواد د نظام ډول او چوکاټ به څه وي او په ټوله کې د هېواد راتلونکی برخلیک په کوم لوري روان دی. د دې ترڅنګ اوسمهال د قانون تشه موجوده ده او هر څه د فرمانونو او حتی د سلیقې له مخې مخته وړل کېږي. که په دې تړاو د اسلامي امارت له لوري وضاحتونه وړاندې شي او په ځانګړې توګه داسې لارې چارې وړاندې شي چې د واک ګډون پراخ کړي، نو ډېری خلک به راتګ ته زړه ښه کړي.
  • د تېر نظام پرځېدو او د نظامي ځواک له لارې د اسلامي امارت حاکمېدو دا تفکر هم رامنځته کړی، چې د تېر نظام اړوند چارواکي او منسوبین حق نه لري چې د هېواد په سیاست کې رول ادا کړي، ځکه هغوی په خپل امتحان کې ناکام شوي دي. له دې کبله اوس هغو مطرحو سیاسي شخصیتونو ته هم د رول لوبولو چانس نه ورکول کېږي، چې کولی شي د سیاسي مخالفینو په پخلاینه کې مثبت رول ولوبوي.
  • د اسلامي امارت له راتګ وروسته په نظام کې له تخنیکي او ټیټو بستونو پرته د ریاست او مدیریت تر کچې ټولې حکومتي څوکۍ یوازې د طالبانو غړو ته ورکړل شوې دي او دغه وضعیت د اسلامي امارت له سیاسي مخالفینو او نورو له هېواده وتلو افغانانو سره داسې باور رامنځته کړی چې هېواد ته د راګرځېدو په صورت کې به د دندې ترسره کولو زمینه ورته برابره نه شي.
  • یو شمېر داسې پېښې هم شوې دي، چې ځینې شخصیتونه پکې تحقیر شوي دي او له همدې کبله نور هم دا ګومان کوي چې هېواد ته د راستنېدو په صورت کې به توهین او تحقیر شي او په هېواد کې به د نظربند خلکو په څېر ژوند کوي.
  • او وروستی او مهم خنډ دا دی، چې د اسلامي امارت ځینو تازه پرېکړو او اقداماتو په پراخه کچه په هېواد کې دننه او بهر نهیلي راټوکولې ده، چې مهمې بېلګې یې د نجونو پر تعلیم د بندیز غځېدا او همدا راز د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له لوري د طالبانو د پخوانۍ دورې په څېر اقدامات دي. دې چارې دا تفکر تقویه کړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کول ستونزمن دي او په هېواد کې آزادۍ په محدودېدو دي. په ورته وخت کې د اسلامي امارت ډېری چارواکي هم له دغو وروستیو اقداماتو خوښ نه برېښي او داسې ښکاري چې تراوسه په هېواد کې د نظام د سیاستونو په اړه خپله د دوی ترمنځ هم بشپړ تفاهم نشته، نو له همدې کبله له هېواده وتلي افغانان هم په داسې وضعیت کې زړه نه شي ښه کولی چې هېواد ته راوګرځي.

 

د ملي مصالحې په برخه کې شوي اقدامات او اغېزې یې

په مجموعي توګه د ملي پخلاینې په برخه کې د پخواني نظام له پرځېدو وروسته عمومي عفوه، وروسته بیا د اسلامي امارت له مخالفینو سره ځینې مذاکرات او ورپسې له افغانانو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمیسیون جوړول یې مهم ګامونه دي.

د پخواني حکومت د پرځېدو په درشل کې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د عمومي عفوې اعلان وشو، چې له مخې یې د پخواني رژیم ټولو اړوندو چارواکو او منسوبینو ته د سر د خونديتوب ډاډ ورکړل شو. د طالبانو دا چلند په ملي او نړیواله کچه وستایل شو او په حقیقت کې د ملي روغې جوړې په برخه کې د هېواد په تاریخ کې یو بې مخینې ګام و. که څه هم وروسته بیا داسې راپورونه هم خپاره شول، چې د هېواد په ځینو سیمو کې غچ اخیستونکي اقدامات شوي دي؛ خو له یوې خوا دا راپورونه د طالبانو د مخالفینو له لوري تبلیغات ګڼل کېدل او له بلې خوا د اسلامي امارت چارواکو بیا وروسته څو ځله خپلو ځواکونو ته ټینګار وکړ چې د عمومي عفوې له اعلان څخه به سرغړونه نه کوي او د سرغړونې په صورت کې به له سزا سره مخ کېږي. په مجموع کې دا فرمان تر ډېره حده عملي شو او په ځانګړې توګه د پخواني حکومت لوړپوړو چارواکو ته پوره درناوی وشو.

د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته په تېرو کابو اوو میاشتو کې د طالبانو تګلاره دا وه، چې ټول افغانان کولی شي په خپل هېواد کې ژوند وکړي او په ځانګړې توګه د پخواني حکومت چارواکو ته یې عموما بلنه ورکړې چې له مخالفت څخه لاس واخلي او خپل هېواد ته راستانه شي. کابل ته د طالبانو له داخلېدو ایله څو ورځې وروسته مولوي امیرخان متقي په یوه صوتي پیغام کې د اسلامي امارت د وسله والو مخالفینو مشرانو ته وویل، چې له وسله وال مخالفت څخه د لاس اخیستلو په صورت کې د دوی سر په امن دی او په کابل او نورو ولایتونو کې د نورو پاتې شوو چارواکو په څېر به یې پر وړاندې هېڅ ډول ستونزه او یا غچ اخیستونکي اقدامات نه ترسره کېږي. خو دا پیغام په ټوله کې د اسلامي امارت وسله والو مخالفینو له هماغه لومړي سره د تسلیمېدو په معنا واخیست او هماغسې چې طالبانو په تېرو کلونو کې د حکومت له لوري د سولې غوښتنې د تسلیمېدو په معنا بللې، اوس هم هغو کسانو چې له طالبانو سره یې د مقاومت لاره غوره کړه، د خپلو غوښتنو له منل کېدو پرته له مقاومت لاس اخیستل د تسلیمېدو په معنا وبلل او جګړې ته یې تر خپله وسه دوام ورکړ او لا هم د مقاومت او جګړې هڅې کوي.

د خبرو اترو له لارې د بین الافغاني روغې جوړې په برخه کې لومړنی اقدام د اسلامي امارت له حاکمیت کابو څلور میاشتې وروسته ولیدل شو. دا اقدام په ایران کې د اسلامي امارت د مخالفینو له یوه پلاوي سره د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي تر مشرۍ لاندې یوه پلاوي مذاکرات وو، چې پکې د طالبانو له لوري دا پیغام وړاندې شو چې هغوی هېواد ته راستنېدلی شي؛ خو له دې پرته د هغوی پر غوښتنو بحث کولو ته کوم مثبت غبرګون پکې ونه لیدل شو.

د دغو هڅو په پایله کې کابو شپږ میاشتې وروسته د پخواني حکومت لومړنی لوړپوړی چارواکی هېواد ته راستون شو. عبدالسلام رحیمي په تېر نظام کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د ولسمشر د دفتر رئیس و، چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته له هېواده وتلی و، خو اوس بېرته کابل ته راستون شو او د طالبانو د چارواکو له لوري یې تود هرکلی وشو. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له نوموړي سره په ملاقات کې وویل: شل کاله وړاندې طالبانو ته د وژل کېدو، زندان او یا هم غرونو ته د ختلو لارې په مخ کې وې، خو اوسنی نظام بیا خپلو مخالفینو ته بلنه ورکوي چې راشي او دلته سوله ییز ژوند وکړي.

وروسته بیا له افغانانو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمیسیون جوړېدل په دې برخه کې ترټولو مهم ګام و چې د اسلامي امارت له لوري واخیستل شو. دغه کمیسیون د کانونو او پطرولیم وزارت د سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ جګ پوړو چارواکو څخه جوړ دی؛ خو له طالب چارواکو پرته نور افغان شخصیتونه پکې حضور نه لري. مګر د دغه کمیسیون د دندو او اهدافو په اړه هېڅ ډول وضاحت نه دی ورکړل شوی. له دې کبله اوس داسې ښکاري چې اسلامي امارت پر خپله همدې تګلاره چې پخواني چارواکي او سیاسیون هېواد ته راستنېدلی شي، اکتفا کړې ده. خو دا تګلاره د حامد کرزي په دوره کې د سولې له پیل شوي بهیر سره ورته والی لري، هغه مهال هم د سولې د عالي شورا او نورو مشابه بنسټونو له لارې د طالبانو افرادو ته بلنه ورکول کېده چې له جګړې لاس واخلي او سوله ییز ژوند ته راوګرځي؛ خو هغه بهیر هېڅکله هم هغسې پایلې ونه لرلې، چې تمه یې کېده؛ ځکه په هغه بهیر کې د ستونزې اساسي جرړې او عوامل له پامه غورځول شوي وو او یوازې د مادیاتو او د سر د خونديتوب په مقابل کې د مقابل لوري افراد تسلیمېدو ته هڅول کېدل. اوس هم غالب ګومان دا دی چې که څه هم یو شمېر چارواکي ښایي د طالبانو د همدغه دریځ پر اساس کابل ته راشي، مګر ډېری مخالفین یې یو شمېر داسې غوښتنې لري چې ښایي په اړه یې له مذاکرې او جوړجاړي مخکې هېواد ته راستانه نه شي، بلکې هغوی به تل د اوسني نظام پر وړاندې د وسله وال مقاومت په لټه کې وي. شک نشته چې یو شمېر پخواني فاسد چارواکي ښایي داسې غوښتنې ولري چې منل کېدل یې ناشوني وي او داسې ښکاري چې هغوی یوازې او یوازې د وسله وال مقاومت لپاره د ملاتړ موندلو په لټه کې دي؛ خو په دې کې هم شک نشته چې یو زیات شمېر نور سیاسیون او پخواني چارواکي ښایي منطقي او داسې غوښتنې ولري چې د عامو افغانانو له غوښتنو سره سمون لري.

له بلې خوا د اسلامي امارت د چارواکو څو سفرونو دا هم په ډاګه کړه چې په نړیواله کچه هم د ځینو هېوادونو له لوري د طالبانو او د هغوی د مخالفینو ترمنځ د خبرو اترو هڅې شته دي؛ ځکه د ډېری هېوادونو دریځ اوسمهال دا دی چې د اسلامي امارت پر وړاندې د وسله وال مقاومت پلوي نه کوي. دا که له یوې خوا یو غوره فرصت دی، خو له بلې خوا بیا که د سولې همدا هڅې مخته ځي، د سولې دا ابتکار به بیا هم د نورو په لاس کې وي او هغوی به پکې خپل شرطونه او غوښتنې هم ځای پر ځای کوي.

د پورتني بحث په پام کې نیولو سره جوتېږي، چې اسلامي امارت په ټوله کې د راتلونکي ثبات لپاره د ملي روغې جوړې اهمیت درک کړی؛ خو په دې برخه کې تراوسه منظمه تګلاره نشته او منظم کار نه دی شوی. د دغې قضیې استعجالیت او اهمیت ته په کتلو سره په لاندې برخه کې پر راتلونکو اړینو ګامونو بحث کوو.

 

د ملي پخلاینې لپاره راتلونکي ګامونه او لارنقشه

د اوسنۍ مرحلې جدي اړتیا ده چې د اوږدمهالي ثبات او سولې د راتګ د دغه فرصت له ضایع کېدو او د احتمالي بې باوریو له زیاتېدو وړاندې اسلامي امارت له ډېری سیاسیونو او پخوانیو چارواکو سره د مذاکراتو او جوړجاړي لپاره لاندې ګامونه پورته کړي:

لومړی: ملي تفاهم د هېواد د راتلونکي ثبات لپاره په اوسني وخت کې تر ټولو مهم او عاجل لومړیتوب دی او دا چې اوس د ملي تفاهم او ملي مصالحې لپاره زیات فرصتونه شته دي، اسلامي امارت باید د دغه لومړیتوب اهمیت او استعجالیت درک کړي او په اړه یې په عاجله توګه خپلمنځي مشورې او تفاهم ته اقدام کړي.

تراوسه د ملي مصالحې اړوند د مقابل لوري د غوښتنو په اړه د طالبانو ترمنځ هم کوم روښانه تفاهم نشته؛ او له همدې امله په اوسني پړاو کې جدي اړتیا دا ده چې اسلامي امارت د هېواد د ملي او اسلامي منافعو په رڼا کې خپلې سرې کرښې وټاکي او دا روښانه کړي چې پر کومو څیزونو مذاکره کېدلی شي. غالب ګومان دا دی، چې د اختلاف ټکي خورا کم دي، ځکه دواړه لوري په هېواد کې یو داسې اسلامي نظام غواړي چې ټولې پرګنې پکې خپل ځان وګوري. د دې ترڅنګ، په داخلي کچه د حکومتولۍ او واکمنۍ د تګلارو په اړه د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ تفاهم ته اړتیا ده. اوس ښکاري چې په نظام کې دننه د نظرونو اختلاف شته دی، ترڅو چې په نظام کې دننه تفاهم رامنځته نه شي، مخالف افغانان هم باور نه شي کولی.

دویم: تراوسه د ملي مصالحې په اړه د اسلامي امارت دریځ او تګلاره په بشپړ ډول روښانه نه ده، که څه هم د اسلامي امارت ځینې لوړپوړي چارواکي وخت نا وخت له هېواده وتلو سیاسیونو او پخوانیو چارواکو ته د بېرته راتګ بلنه ورکوي او نوی جوړ شوی کمیسیون هم په همدې موخه رامنځته شوی دی؛ خو په ټوله کې اوس اړتیا دا ده چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري رسما یو داسې فرمان صادر شي چې د ملي تفاهم په اړه پکې روښانه پیغام او د اسلامي امارت تګلاره او رسمي دریځ څرګند شي.

طالبان اوسمهال له دې کبله هم د روغې جوړې په اړه ډېره توجه نه کوي ترڅو داسې ونه ښودل شي چې کوم جدي مخالفت لا هم شته دی، بلکې په دې توګه داسې ښودل کېږي چې د دوی مخالفین په بشپړ ډول وځپل شول او نور کوم جدي ګواښ پاتې نه دی. خو اندېښنه دا ده چې اوسنۍ ارامي به موقتي وي او که د اوږده مهال لپاره د مخالفتونو د له منځه وړلو بنسټیز اقدام ونه شي، په راتلونکي کې بیا ګډوډیو او ګواښونو ته زمینه برابرېږي.

دریم: د ملي روغې جوړې د هڅو د بریالي کېدو لپاره باید د ځینو پخوانیو سیاسي څېرو په شمول د جګ پوړو سیاسیونو او بې طرفه مشرانو یوې شورا ته دنده او امکانات ورکړل شي، څو له هېواده بهر تللو افغانانو سره خبرې اترې وکړي او له اسلامي امارت سره د هغوی مذاکراتو او جوړجاړي ته لاره برابره کړي. د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي که څه هم دا امتیاز لري چې له مقابل لوري سره ښایي تر یوه بریده د پرېکړو کولو صلاحیت ولري او مقابل لوری هم باور پرې وکړي، خو په لومړي سر کې د دوی ترمنځ د باور او ارتباط جوړول ډېر عملي نه ښکاري او په منځ کې داسې خیرغوښتونکو افغان شخصیتونو ته هم جدي اړتیا ده چې باور جوړونې او مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

څلورم: د سیمې او نړۍ په کچه له بېلابېلو هېوادونو سره چې په افغانستان کې د سولې طرفدار دي، اړیکې ونیول شي او د هغوی له لارې هم له اړوندو افغانانو سره خبرې اترې وشي او له مخالفت څخه راوګرځول شي. دغه هېوادونه کېدای شي په یو ډول د درېیمګړو لورو په څېر رول ادا کړي.

پنځم: د مذاکراتو په صورت کې یوازې پر داسې پیغامونو ټینګار ونه شي چې معنا یې د مقابل لوري لپاره یوازې او یوازې تسلیمېدل وي. حقیقت دا دی چې د اسلامي امارت په مخالفت کې ولاړ افغانان خپلې مشروع او غیرمشروع غوښتنې لري، ځکه نو اړتیا ده چې لږ تر لږه د هغوی پر مشروع غوښتنو مذاکراتو او بحثونو ته لاره هواره شي او د هغوی خبره واورېدل شي.

د پخلاینې او جوړجاړي په قضیه کې یوه مسئله دا ده چې طالبان اوسمهال خپل مخالفین د منظمې کتلې په توګه نه مني او فکر کوي په داسې کولو سره په راتلونکي کې ستونزې ورته جوړېږي. دا مسئله باید د ملي تفاهم او روغې جوړې خنډ ونه ګرځي، بلکې له مقابل لوري سره منحیث د افغانانو مذاکرات وشي، مهمه نه ده چې هغوی د ځان لپاره څه نوم غوره کوي.

شپږم: د پورتنیو اقداماتو ترڅنګ یو تر ټولو مهم ګام دا دی، چې د راتلونکي نظام د نوعیت په اړه وضاحتونه وړاندې شي. په دې برخه کې یو مهم بحث د داخلي او ولسي مشروعیت او مشارکت طرحه او میکانیزم وړاندې کول دي. دا مهمه نه ده چې د اسلامي امارت مخالفین دې په واک کې شریک کړل شي، بلکې لږ تر لږه د داسې یوه چوکاټ او میکانیزم د وړاندې کولو اړتیا شته ده، چې سیاسي او اجتماعي تنوع ته لاره هواره کړي. له دې کبله په لومړي ګام کې لږ تر لږه د اساسي قانون لپاره چې د نظام راتلونکی پکې مشخصېږي، اقدام پکار دی؛ ځکه په اوسني مبهم وضعیت کې به ډېری افغانان راتګ ته زړه ښه نه کړي.

 

د ملي مصالحې د هڅو متوقع پایلې

  1. د ملي مصالحې د هڅو د بریالي کېدو په صورت کې به د سیمې او نړۍ په کچه د بېلابېلو هېوادونو او نورو مغرضو کړیو د لاسوهنو مخه ونیول شي، ځکه اوسمهال د ټولو هغو لورو او هېوادونو لپاره یوازېنۍ حربه همدا ناراضي افغانان دي ترڅو پرې پانګونه وکړي او له لارې یې پر اسلامي امارت فشارونه وارد کړي او خپلې موخې ترلاسه کړي.
  2. سره له دې چې داسې تمه هم نشته چې ټول ناراضي سیاسیون به راپخلا او هېواد ته راستانه شي؛ خو لږ تر لږه د ملي مصالحې هڅه او د زیات شمېر سیاسیونو راتګ به دا پایله له ځان سره ولري، چې په راتلونکي کې به د جګړو او ګډوډیو امکان کم شي.
  3. د اوسني نظام د مخالفینو له راتګ سره به نړۍ ته هم د اسلامي امارت یو ښه انځور وړاندې شي او د ټولشمولیت قضیه به هم تر یوه بریده هواره شي، چې مستقیما به له اسلامي امارت سره د نړیوالو پر چلند مثبتې اغېزې وکړي. په دغو مثبتو اغېزو کې د رسمیت پېژندنې د شونتیا او اقتصادي وضعیت ښه والی یادولی شو، چې د نړیوالو د چلند له ښه کېدو او مرستو له زیاتېدو سره یې زیاته شونتیا لیدل کېږي.
  4. شک نشته چې د هېواد جوړول خورا زیاتو هڅو ته اړتیا لري او بهر ته د تللو افغانانو راتګ به د هېواد په بیارغونه او د حکومتولۍ په پیاوړي کولو او تقویه کې هم مرسته وکړي او ترڅنګ به یې تر دې زیات د لوستو افغانانو او په اصطلاح د مغزونو له تېښتې مخنیوی وکړي.
  5. همدا راز که د ملي روغې جوړې په جریان کې د مقابل لوري ځینې هغه مشروع غوښتنې منل کېږي، چې د هېواد د ملي منافعو په ګټه وي، دا به په ټوله کې د هېواد پر راتلونکي ثبات هم مثبتې اغېزې وکړي. د بېلګې په توګه د سلوکیاتو بدلون او د سلیقې د حاکمیت پر ځای د قانون حاکمیت ته لاره هوارېدل یادولی شو.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *