د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره وکتل

 

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS) د رئیس دکتور شاه‌رخ صهیب رؤوفي، د مرکز د علمي بورډ غړو استاد مدثر اسلامي او استاد حکمت الله ځلاند په ګډون د مرکز یوه پلاوي د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د دریم سیاسي ریاست له رئیس محترم ذاکر جلالي او د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز له رئیس محترم ولي الله شاهین سره تېر ورځ (شنبه، د ۱۴۰۱ لمریز کال د جوزا په لومړۍ نېټه) وکتل.

د دغې لیدنې موخه د دواړو مرکزونو ترمنځ او په  ټوله کې د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز او بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د ګډو همکاریو پیاوړتیا وه.

په پیل کې محترم دکتور صهیب رؤوفي د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز د کارونو او پروګرامونو په اړه لنډ معلومات ورکړل او ویې ویل، چې مرکز غواړي د نظام د مراندو په ټینګښت او په ټوله کې په هېوادنیو قضایاوو کې مثبت رول ولوبوي.

وروسته د مرکز د علمي بورډ غړو استاد مدثر اسلامي او استاد حکمت الله ځلاند هم د دواړو لورو ترمنځ د ګډو همکاریو اهمیت او ځینو اړخونو ته اشارې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو څېړنو مرکز رئیس محترم ولي الله شاهین په خپلو خبرو کې د مرکز کارونه وستایل او ویې ویل، چې د بهرنیو چارو وزارت اړوند مرکز او په ټوله کې وزارت به له دغه مرکز سره هېڅ ډول همکارۍ نه سپموي.

د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رئیس محترم ذاکر جلالي په خپلو خبرو کې د اوسني نظام تر چتر لاندې د ګډو همکاریو شونتیا یو ښه فرصت وباله او د هر ډول همکاریو ژمنه یې وکړه.

د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز پلاوي خپل ځینې نشرات هم مقابل لوري ته ډالۍ کړل او ژمنه وشوه، چې په راتلونکي کې به د دواړو مرکزونو نور بېلابېل نشرات هم له یو بل سره شریک شي.

په پای کې د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز پلاوي ژمنه وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت له مطالعاتي مرکز سره د ګډو همکاریو د یوه عمومي هوکړه‌لیک د لاسلیک لپاره به یو ډرافټ شریک کړي او د همکاریو د پیاوړتیا په موخه به دا ډول ملاقاتونه دوام کوي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *