د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو اړیکو په اړه سمینار پای ته ورسېد

د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز (CSRS) تېره ورځ (د ۲۰۲۲م د جون ۱۹مه – د ۱۴۰۱ لمریز د جوزا ۲۹مه) د کابل په انټرکانټیننټال هوټل کې د «افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو راتلونکی» تر عنوان لاندې یو-ورځنی نړیوال سمینار جوړ کړ.

دغه ګډ سمینار د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز (CSRS) په نوښت او په پېښور کې د سیمه‌ ییزو مطالعاتو مرکز (IRS) او له پاکستان او ایران څخه د ځینو څېړونکو په ګډه همکارۍ او د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ جوړ شو.

په سمینار کې د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې غړو او لوړپوړو چارواکو هم ګډون او ویناوې وکړې، چې پکې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزی، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د روغتیا وزیر دکتور قلندر عباد، د مهاجرینو وزارت سلاکار قاري محمودشاه د یادولو وړ دي. د دې ترڅنګ له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو څخه تر ۱۰۰ زیاتو علمي شخصیتونو، څېړونکو او پوهانو ګډون کړی و، چې یو شمېر یې د سمینار په بېلابېلو محورونو کې خپلې علمي مقالې هم وړاندې کړې.

د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز رئیس دکتور شاه رخ رؤوفي د سمینار د پرانیستې په وینا کې د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: «افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره حسنه اړیکو ته اړتیا لري او له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان راتلونکې اړیکې باید داسې وي چې نور په سیمه کې پردیو ته د پښې اېښودلو ځای پاتې نه شي.»

د سمینار ځانګړي مېلمه او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزي له ګاونډیو هېوادونو سره ښو اړیکو او سوله ییز ژوند ته په اشارې سره وویل: «موږ نه یوازې دا چې خپل هېواد مو آزاد کړی، بلکې د سیمې هېوادونه مو هم د متجاوزینو له شر څخه خلاص کړي دي.» ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: «اوس چې ایران، پاکستان او یا هم نور ګاونډي هېوادونه آرام ژوند لري، د افغانانو د جهاد او قربانیو پایله ده او نړۍ باید احترام ورته وکړي.»

د اسلامي امارت د روغتیا وزیر دکتور قلندر عباد په خپلو خبرو کې وویل، چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ګډو همکاریو او همغږیو ته ژمن دی او په ورته وخت کې له هغوی هیله لري چې له افغانستان سره لازمې همکارۍ او مرستې وکړي.

د بهرنیو مېلمنو له ډلې څخه په پېښور کې د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز (IRS) رئیس دکتور محمد اقبال خلیل په خپلو خبرو کې له افغانانو سره د هغه هېواد د خلکو پر ژورې خواخوږۍ ټینګار وکړ. نوموړي د علامه اقبال لاهوري شعر ته په اشارې سره وویل: افغانستان د اسیا د زړه حیثیت لري او که آرام وي نو ټوله سیمه به ورسره آرامه وي. نوموړي ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: ستاسو ستونزې زموږ ستونزې دي او موږ له نړیوالو غواړو چې د افغانستان کنګل شتمنۍ آزادې کړي.

د دې ترڅنګ د کډوالو چارو وزارت سلاکار قاري محمودشاه، جهادي شخصیت استاد محمد زمان مزمل، د پوهنتون استاد او جهادي شخصیت دکتور محمد مزمل اسلامي او جهادي شخصیت مولوي شهزاده شاهد هم په خپلو ویناوو کې له ګاونډیو هېوادونو سره پر مثبتو اړیکو او د شته ستونزو په له منځه وړلو ټینګار وکړ.

له افتتاحیه غونډې وروسته، دغه سمینار د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاریو، کلتوري او اجتماعي اړیکو، تعلیمي قضایاوو، روغتیایي موضوعاتو او د مهاجرینو د وضعیت په اړه پنځه کاري محورونه لرل، چې په هم مهالې توګه پکې علمي او متخصصو شخصیتونو پر اړوندو موضوعاتو بحثونه وکړل او خپلې مقالې یې پکې وړاندې کړې.

په ټوله کې د سمینار ګډونوالو د سیمې د ثبات لپاره د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پر مثبتو اړیکو او د شته ستونزو او بې باوریو په له منځه وړلو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا اړیکې باید پر یوه داسې اساس بنا شي چې افغانستان پکې د یو مستقل او آزاد هیواد په توګه مطرح وي او هر ډول اړیکې د دوه اړخیز احترام او ګډو منافعو پر محور راوڅرخي. همدا راز د سمینار ګډونوالو پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ، چې په اوسنیو حساسو او بحراني شرایطو کې د افغانستان د نظام او خلکو لازم لاسنیوی وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د دغو بحثونو تفصیلي موندنې به د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز له لوري خپرې او اړوندو پالیسي جوړوونکو ارګانونو ته ورسول شي.

پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *