د تاشکند غونډه؛ او له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې تعامل ته کتنه
لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
• سریزه
• د کابل-تاشکند اړیکو نوی فصل
• افغان-ازبک دوه اړخیزې اړتیاوې او فرصتونه
• د تاشکند کنفرانس د پایلو ارزونه
• پایله
___________________________________________________________________
سریزه
د ازبکستان پلازمېنه تاشکند د جولای پر ۲۶مه د افغانستان په اړه د یوې مهمې نړیوالې غونډې کوربه و، چې پکې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم رسما ګډون او وینا وکړه. دا غونډه له یوې خوا د افغانستان او په ځانګړې توګه د اسلامي امارت لپاره له ځانګړي اهمیت برخمنه وه او له بلې خوا د افغانستان او ازبکستان د ژورو او هراړخیزو اړیکو ښکارندویي هم کوي. په دې غونډه کې د امریکا، روسیې، اروپایي ټولنې، او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و، چې د کوربه هېواد له لوري د یوې پایلیزې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.
ازبکستان هغه هېواد دی چې په خورا مهارت سره یې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په ګډون له ګڼو فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې زمینه برابره کړې، پرته له دې چې د امریکا او نورو لوېدیځو قدرتونو د ناخوښۍ سبب شي، حال دا چې هغوی له لومړي سره پر اسلامي امارت د بندیزونو او د دغه نوي نظام د منزوي کولو په لټه کې وو. تاشکند نه یوازې له طالبانو سره مخامخ تعامل پیل کړی، بلکې نور هېوادونه یې هم د خپل قانع کوونکي دریځ پر مټ هڅولي چې کابل ته خپل دیپلوماتان ولېږي، چې له ډلې څخه یې کابل ته د اروپایي ټولنې د دیپلوماتانو لېږل یادولی شو.
په دې لیکنه کې د افغانستان-ازبکستان پر اړیکو او په تېره بیا د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له جوړېدو راوروسته دوهاړخیزو اړیکو او راشې درشې، له ازبکستان سره د اړیکو پر دوهاړخیزو اړتیاوو او فرصتونو، او د افغانستان په اړه د تاشکند کنفرانس پر مهمو بحثونو او لاسته راوړنو بحث کوو.
د کابل-تاشکند اړیکو نوی فصل
ازبکستان له طالبانو سره تل د ښو اړیکو ساتلو هڅه کړې او نه یوازې د طالبانو په تېره دوره کې یې له اسلامي امارت سره اړیکې لرلې، بلکې په تېرو دوو لسیزو کې یې هم د افغانستان د سولې په بهیر کې رغند رول لوبولی دی. د طالبانو د تېرې دورې پر مهال، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په ۱۹۹۹ کال کې، چې هغه مهال هم د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر و، کندهار ته سفر وکړ او هلته یې د طالبانو له بنسټګر او فقید رهبر ملا محمد عمر او د کابینې له نورو غړو سره وکتل. هغه مهال د نوموړي د سفر هدف که څه هم په افغانستان کې د جګړې ختمولو هڅې یادې شوې وې، خو د پردې تر شا د هغه سفر موخه د ټاپي ګازو نللیکې د پروژې په اړه خبرې اترې وې.
په تېره شل کلنه دوره کې هم ازبکستان د افغانستان د سولې بهیر کې د خپل رغند رول له کبله له طالبانو سره حسنه اړیکې ساتلې وې. همدا لامل و چې د ۲۰۱۹م کال په اګست کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له پلاوي څخه د رسمي هرکلي له کبله پر ازبکستان نیوکه کړې وه. په هغه سفر کې د قطر سیاسي دفتر رئیس ملا عبدالغني برادر ازبکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف سره ملاقات کړی و.
په افغانستان کې د تېر رژیم له ړنګېدو او د طالبانو له بیاځلې واک ته رسېدو سره، ازبکستان د افغانستان په تړاو د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله تر ډېره یو متمایز، منطقي او متوازن سیاست خپل کړ. د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف په دې تړاو په یوه مرکه کې ویلي: “ازبکستان له طالبانو سره نژدې اړیکې لري او له طالبانو سره په ګڼ شمېر مسائلو کې تعامل لري ځکه ازبکستان طالبان یو داسې واقعیت ګڼي چې باید ومنل شي.” د ازبکستان دریځ دا دی چې طالبان د ټول هېواد پر خاوره بشپړ کنټرول لري او له هغوی سره د تعامل نه کولو په صورت کې نه یوازې د افغانستان داخلي ستونزې لا ډېرې پراخېږي، بلکې ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته هم له افغانستان څخه نوي ګواښونه متوجه کېدای شي. له همدې ځایه ده چې ازبکستان په افغانستان کې دا نوی او بنسټیز تحول درک کړی او له طالبانو سره یې له رسمیت پېژندنې پرته بشپړ تعامل پیل کړی. د ازبکستان دا سیاست د نړیوالې ټولنې له هرکلي سره هم مخ شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل د ازبکستان چارواکو ته وویل: “له افغانانو سره ستاسو د پراخ بشردوستانه ملاتړ ډېر هرکلی کوو.”
په تېر کابو یوه کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ دوستانه اړیکې او راشه درشه د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله زیاته وه. لومړی ځل د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له جوړېدو ایله یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر پر ۷مه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د سترو اقتصادي پروژو په اړه خبرې اترې وکړې. د ۲۰۲۲م کال د فبروري پر ۲۲مه هم د ازبکستان یوه لوړپوړي دولتي پلاوي کابل ته سفر وکړ. د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال سردار عمر زاکوف په مشرۍ دغه پلاوي په کابل کې د اسلامي امارت د رئیس الوزراء په ګډون ګڼو چارواکو سره لیده کاته وکړل او د ګډو همکاریو د پراخولو او مهمو سیمه ییزو اقتصادي پروژو د پلي کېدو په تړاو یې خبرې اترې وکړې.
د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په اړه د دوی دریځ بیا له لومړي سره دا و چې په یوازې سر به د دوی لپاره ستونزمنه وي چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني؛ خو د نړیوالې ټولنې د یوه همغږي اقدام په صورت کې به یې دوی هم د افغانستان د نوي حکومت په توګه په رسمیت وپېژني. ازبکستان درک کړې چې طالبان لږ تر لږه ۲۰ کال له لوېدیځ سره جنګېدلي او په اسانۍ سره تمه نه کېږي چې ډېر ژر دې د لوېدیځو هېوادونو له لوري په رسمیت وپېژندل شي او له همدې کبله باید د افغانستان له نوي نظام سره تعامل د رسمیت پېژندنې په پلمه ونه ځنډول شي. همدا راز ازبکستان دا هم درک کړې چې طالبان د حکومتولۍ په برخه کې هم ډېره لږ تجربه لري او له همدې کبله د داخلي ستونزو د هوارولو لپاره هم وخت ته اړتیا لري او سخته به وي چې په چټکۍ سره د رسمیت پېژندنې لپاره په ملي او نړیواله کچه د نړیوالې ټولنې شرایط ومنلی شي.
افغان-ازبک دوه اړخیزې اړتیاوې او فرصتونه
افغانستان او ازبکستان د بېلابېلو عواملو له کبله ترخپل منځ حسنه اړیکو او ګډو همکاریو ته اړتیا لري او یو شمېر داسې فرصتونه شته دي، چې دغسې همکاریو ته زمینه برابروي. په لاندې کرښو کې ځینو دغو برخو ته اشاره شوې ده:
ترانزیټ او تجارت: اقتصادي همکارۍ، اړتیاوې او فرصتونه دواړو هېوادونو ته خورا زیات اهمیت لري. افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره د ګاونډیو هېوادونو ترانزیټي او ارتباطي لارو ته اړتیا لري. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کلني راپور د ارقامو له مخې، په ۲۰۲۰م کال کې د افغانستان او ازبکستان د دوهاړخیز تجارت کچه ۵۵۰ ملیون ډالره وه او تمه وه چې دا کچه به په ۲۰۲۳م کال کې دوه ملیارده ډالرو ته لوړه شي. که د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې خړې پړې وي، دغه سوداګریزه راکړه ورکړه به له شک پرته خورا زیان ويني، خو که دوه اړخیزې اړیکې د ښه والي په لور روانې وي، د دوه اړخیز تجارت کچه به هم مخ په زیاتېدو وي. له بلې خوا ازبکستان هم د افغانستان په څېر په وچه کې راګیر هېواد دی او افغانستان له نورې نړۍ سره د دغه هېواد د سوداګرۍ یوه مهمه دروازه بلل کېږي. د دې ترڅنګ افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا ډېره برخه هم له ازبکستان څخه واردوي.
امنیت او ثبات: ازبکستان د خپل ملي امنیت په اړه اندېښنې لري، چې په اوسني وخت کې د افغانستان له خاورې د داعش ډلې په ګواښونو کې راخلاصه کېدای شي. تازه د اپرېل پر ۱۹مه داعش ډلې یوه وېډیو خپره کړه، چې د افغانستان له خاورې یې د ازبکستان پر خاوره د توغندیز برید ادعا پکې کړې وه. که څه هم دا برید د دواړو هېوادونو چارواکو تایید نه کړ، خو داعش ډلې ادعا کړې وه چې له بلخ ولایت څخه یې د ازبکستان په سرحدي سیمه کې امنیتي مرکزونه په نښه کړي دي. طالبانو که څه هم په تېر کابو یوه کال کې داعش ډله تر ډېره بریده ځپلې ده او په ځانګړې توګه په وروستیو کې د دغې ډلې له لوري کوم خونړی برید هم نه دی شوی، خو لا هم د افغانستان له خاورې د داعش ډلې د بریدونو ګواښ د ازبکستان په ګډون د منځنۍ آسیا د هېوادونو یوه جدي اندېښنه بلل کېږي. د طالبانو په تېره دوره کې هم ازبکستان د افغانستان په خاوره کې د طاهر یلداش تر مشرۍ لاندې د ازبکستان اسلامي غورځنګ له فعالیت څخه اندېښنه لرله، او همدا لامل هم و چې په ۲۰۰۱م کې یې د تاشکند-واشنګټن له سړو اړیکو سره سره قرشي-خان آباد یا «کيټو» هوايي اډه د امریکا په واک کې ورکړه او د ازبکستان له هوایي حریم څخه یې په افغانستان کې عملیاتو ته اجازه ورکړه.
د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخنیوی: په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکیله او نورو هېوادونو ته یې قاچاق بله هغه قضیه ده چې له نژدې همکاریو پرته به مبارزه ورسره اسانه نه وي. د اسلامي امارت رهبر د روان مېلادي کال په اپرېل میاشت کې د یوه فرمان له لارې د نشه يي توکو کښت ممنوع اعلان کړ، چې دا هم د ګڼو هېوادونو او په تېره بیا د سیمې د هېوادونو له لوري یو مثبت ګام وبلل شو.
د ازبکستان د بهرني سیاست بدلون: په ازبکستان کې د اسلام کریموف له مړینې وروسته شوکت میرضیایف په ۲۰۱۶م کال کې د دغه هېواد ولسمشر شو، او د نوموړي له واک ته رسېدو سره د دغه هېواد په بهرني سیاست کې هم بدلون ولیدل شو. ښاغلی میرضیایف د سیمې له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان سره د حسنه او پراخو اړیکو غوښتونکی دی او بهرنی سیاست یې د ازبکستان د ملي امنیت او اقتصادي پراختیا پر محورونو راڅرخي، کوم څه چې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره یو فرصت بلل کېږي. همدا لامل هم دی چې دغه هېواد اوسمهال له اسلامي امارت سره د سیمې د نورو هېوادونو په پرتله ګرم تعامل ته ننوتی دی.
د دواړو هېوادونو ترمنځ بېلابېل مشترکات: د دې ټولو ترڅنګ افغانستان او ازبکستان د دوه اړخیزو اړیکو او مناسباتو لپاره بل فرصت دا لري چې د دواړو هېوادونو وګړي دیني، فرهنګي، قومي او تاریخي مشترکات لري او د همدغو مشترکاتو پر بنسټ هم دواړه هېوادونو نژدې اړیکو ته اړتیا لري. همدا لامل دی، چې د اسلامي امارت په مشرتابه کې د ازبک تبار مشر مولوي عبدالسلام حنفي حضور هم د دواړو هېوادونو په راشه درشه کې مثبت رول لوبولی دی.
د تاشکند کنفرانس د پایلو ارزونه
د تاشکند کنفرانس په تېر اګست (۲۰۲۱م) کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د افغانستان په اړه تر ټولو مهم نړیوال کنفرانس دی، چې د افغانستان په قضایاوو کې د ډېری ښکېلو هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و. دا غونډه پر امنیت، اقتصاد، او نړیوالو همکاریو متمرکزه وه.
که څه هم دا غونډه په افغانستان کې پر امنیت او اقتصادي پراختیا راڅرخېده؛ خو د غونډې د ګډونوالو له لوري د افغانستان اړوند بېلابېل بحثونه وشول. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د وینا پر مهال وویل: “له بحران-وروسته پړاو کې د افغانستان انکشاف او لاسنیوی د نړیوال او سیمه ییز امنیت لپاره خورا مهم دی.” د هغه په وینا دا کنفرانس به په افغانستان کې له ثبات، امنیت او د دغه هېواد د اقتصاد په بیا رغونه کې د نړیوالې ټولنې له همغږي چلند سره مرسته وکړي.
دا غونډه د اسلامي امارت لپاره هم یوه لاسته راوړنه وبلل شوه. افغان پلاوي له یوې خوا نړیوالو ته پر یوه مهم سټېج خپل پیغام ورساوه او له بلې خوا پکې د افغانستان د کنګل شتمنیو د آزادېدو په تړاو پرمختګ وشو. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په خپله وینا کې د اسلامي امارت ځینو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې طالبان توانېدلي په لنډه موده کې امنیت ټینګ کړي، ملي بودجه له خپلو ملي عوایدو تامین کړي او د اداري فساد کچه صفر ته راښکته کړي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ متوجه نه وي، بلکې طالبان غواړي افغانستان په سیمه کې د اقتصادي همکاریو پر مرکز تبدیل کړي. نوموړي همدا راز د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو د آزادېدو غوښتنه وکړه، چې د کنفرانس د ځینو نورو ګډونوالو له لوري یې هم ملاتړ وشو. د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دغې غونډې ته وویل، چې هېواد یې د امریکا له لوري د افغانستان “د غلا شوو” پیسو د بېرته ورکړې په اړه د طالبانو له غوښتنې ملاتړ کوي. له کنفرانس وروسته افغان پلاوي په تاشکند کې له امریکایي پلاوي سره د کنګل شتمنیو، اقتصادي ثبات او بشري مرستو په اړه دوه اړخیزه ناسته هم وکړه، چې پکې د امریکا د خزانې وزارت مرستیال هم ګډون درلود.
د دغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته کوربه هېواد ازبکستان یوه ۱۲ ماده اي اعلامیه خپره کړه، چې پکې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان پر اقتصادي پراختیا، سیمه ییزو اقتصادي همکاریو (لکه د ترمذ-مزارشریف-پېښور رېل پټلۍ)، بشري مرستو، د افغانستان د شتمنیو پر آزادېدو، د افغان حکومت پر ملاتړ، د ټول شموله حکومت پر اړتیا، د بشري حقونو او په تېره د ښځو د حقونو او د نجونو د تعلیم پر حق او ګڼو نورو موضوعاتو ټینګار شوی و. په اعلامیه کې همدا راز د افغان پلاوي له لوري ورکړل شوو ژمنو او بیانیې ستاینه هم شوې وه.
په دغه کنفرانس کې له تمې سره سم د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په برخه کې کوم ښکاره پرمختګ ونه شو؛ خو په دغه کنفرانس کې له اسلامي امارت سره د افغانستان د نارسمي (de facto) حکومت په توګه چلند وشو او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په خپله وینا کې افغان پلاوي ته د افغانستان د “موقت حکومت د پلاوي” په توګه ښه راغلاست ووایه او د کنفرانس د پای په اعلامیه کې هم افغان پلاوي ته ورته خطاب شوی و او د اسلامي امارت سرپرست حکومت پکې “د افغانستان د حکومت” په نوم یاد شوی و.
له نېکه مرغه اوسمهال د سیمې او نړۍ په کچه هېڅ هېواد په افغانستان کې د تاوتریخوالي او وسله والې مبارزې له لارې د نظام د بدلون ملاتړ نه کوي. له همدې کبله د دغه کنفرانس اهمیت په دې کې هم و، چې د افغانستان د قضیې د هواري یوازېنۍ مناسبه لاره همدا ډول سیمه ییز او نړیوال کنفرانسونه دي، ترڅو ټول داخلي او خارجي لوري راټول شي او له دې لارې ورو ورو د افغانستان په اړه پر یوې داسې تګلارې سره سلا شي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د تحول او پر افغانستان حاکم وضعیت او نظام په پام کې نیولو سره د دغه هېواد سیاسي او امنیتي ثبات تضمین کړي.
پایله
د تاشکند غونډه له یوې خوا د افغانستان-ازبکستان د دوهاړخیزو اړیکو د لا پراختیا او دوهاړخیزو اړیکو د یوه نوي فصل د پرانیستل کېدو ښودنه کوي، او له بلې خوا د اسلامي امارت له سرپرست حکومت سره د نړیوالې ټولنې د پراخېدونکي تعامل ښکارندویي هم کوي، ځکه په دې غونډه کې د سیمې او نړۍ په کچه د ډېری هغو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و، چې د افغانستان په قضیه کې رول لري.
ازبکستان له یوې خوا د منځنۍ آسیا د نورو هېوادونو په څېر د افغانستان له خاورې خپل ملي امنیت ته له احتمالي ګواښونو څخه وېره لري او غواړي دا ګواښونه په افغانستان کې دننه مدیریت کړي او له بلې خوا یې له افغانستان سره ګڼې اقتصادي پروژې او ګټې هم غوټه دي، ځکه ازبکستان آزادو اوبو ته لاره نه لري او له سوېلي آسیا سره د خپل تجارت د پراختیا لپاره د افغانستان مسیر ته هم اړتیا لري. همدا لامل دی چې ازبکستان په افغانستان کې له هر حاکم دولت سره حسنه اړیکې ساتلې دي او دا اړیکې بیا تر ډېره پر اقتصادي محور راڅرخېدلې دي.
د دې ترڅنګ د تاشکند غونډې د اسلامي امارت لپاره دا پیغام هم درلود، چې که څه هم یو شمېر هېوادونه یې د افغانستان د نارسمي (de facto) حکومت په توګه په رسمیت پېژني او ورسره تعامل کوي؛ خو په هر صورت کې د طالبانو له لوري د یو لړ څرګندو ګامونو له اخیستلو پرته به په رسمیت ونه پېژندل شي. همدا لامل دی، چې په دې غونډه کې هم له طالبانو څخه یو ځل بیا د یوه داسې حکومت د جوړېدو غوښتنې تکرار شوې چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي او بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حق ته درناوی وکړي.
پای