د نجونو د تعلیم قضیه؛ د اسلامي امارت لپاره ستره ننګونه
لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
د نجونو د تعلیم قضیه؛ د اسلامي امارت لپاره ستره ننګونه ۳
• سریزه ۳
• په افغانستان کې د نجونو د تعلیم مخینه ۵
• د نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي امارت دریځ ۷
• د نجونو د تعلیم شرعي اړخ ۹
• د نجونو د تعلیم د بندیدا پایلې او اغېزې ۱۰
• وړاندیزونه ۱۱
___________________________________________________________________
سریزه
د تېر ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي رسما د اسلامي امارت له لوري تړل شوي دي. که څه هم دا قضیه له تېر کال راهیسې په ملي او نړیواله کچه تر ټولو ګرمه موضوع وه، خو په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د ځینو چارواکو څرګندونو دغې قضیې ته د بل هر وخت په پرتله زیاته توجه اړولې ده.
دا قضیه اوس ځکه د اسلامي امارت لپاره یوه جدي ننګونه بلل کېږي، چې ښکاري د اسلامي امارت د مشرانو لپاره په دې اړه پرېکړه د نظرونو د اختلاف له کبله سخته شوې ده، او ترڅنګ یې دا چې دغه قضیه په ملي او نړیواله کچه له اوسني نظام څخه د نارضایتۍ یوه مهمه سرچینه هم ده، باور دا دی چې په دې اړه هر ډول پرېکړه به په ټوله کې د اوسني نظام لپاره برخلیک ټاکونکې وي.
د اسلامي امارت چارواکو له تېر کال راهیسې په پرله پسې توګه ویلي چې د نجونو له تعلیم سره مخالف نه لري، خو په دې برخه کې د شته تخنیکي ستونزو د هواري لپاره پر حل لارو او مېکانیزمونو کار کوي. همدا لامل و، چې د تېر ۱۴۰۰ تعلیمي کال په پای کې پوهنې وزارت اعلان وکړ، چې ښځینه زدهکوونکو ته به له زدهکړو او ازموینو ورکولو پرته یو کال ارتقاء ورکوي.
د ۱۴۰۱ تعلیمي کال له پیلېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم د بندیز غځېدا دا قضیه یوه نوي پړاو ته داخله کړه او داسې انګېرنې او اندېښنې زیاتې شوې، چې ممکن اسلامي امارت له دې وروسته له لویه سره د نجونو تعلیم ته اجازه ورنه کړي. په ځینو نورو مهمو مناسبتونو کې هم د نجونو د تعلیم په اړه چوپتیا غوره شوه. د بېلګې په توګه، په کابل کې د علماوو د غونډې جوړېدو او د دې غونډې د پای په پرېکړهلیک کې د نجونو د تعلیم په اړه خاموشۍ دا اندېښنه لا پسې پیاوړې کړه.
لا هم اسلامي امارت د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو یا بند پاتې کېدو په اړه خپل روښانه دریځ نه دی اعلان کړی. تر اوسه د دې ستونزې عوامل تخنیکي بلل کېدل، خو په دې وروستیو کې ځینو چارواکو په خپلو څرګندونو کې په یو ډول د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو لاملونه بیان کړل.
د پوهنې وزارت پخواني سرپرست مولوي نورالله منیر د سنبلې په ۲۰مه (۱۴۰۱ لمریز) په اروزګان ولایت کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د نجونو د ښوونځیو نه پرانیستل کېدو لامل کلتوري محدودیتونه وبلل. هغه وویل، چې په لرې پرتو سیمو کې خلک خپله نه غواړي خپلې ځوانې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي. د هغه په ټکو، «که تاسو له بازار څخه لږ ووځئ او د غرونو په لمنو کې له سپین ږیرو پوښتنه وکړئ، پوه به شئ چې څو فیصده خلک دې ته چمتو دي چې خپله ۱۶ کلنه ۱۷ کلنه لور مکتب ته ولېږي. موږ او تاسو ته د دې ټولنې کلتور معلوم دی او کومو حکومتونو چې د دغه کلتور خیال نه دی ساتلی، پر خلاف یې پاڅونونه راپیدا شوي دي.» د ده په وینا، له دې سره سره دوی هڅه کوي څو داسې شرایط رامنځته کړي چې د خلکو اعتراض هم رانشي او تعلیم هم پر خپلو اصولو برابر شروع شي. له دغو څرګندونو وروسته نوموړی د پوهنې وزارت له سرپرستۍ څخه هم لرې او پر ځای د کندهار د علماوو شورا پخوانی سرپرست مولوي حبیب الله اغا د پوهنې وزارت سرپرست وټاکل شو.
د پوهنې وزارت پخواني سرپرست هم دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې په پکتیا کې څو ښوونځي د خلکو او د ښوونځیو د مدیرانو له لوري د نجونو پر مخ پرانیستل شول خو د دغه خبر له خپرېدو وروسته بېرته وتړل شول، چې له کبله یې پر خواله رسنیو د خلکو پراخ غبرګونونه ولیدل شول او د سیاسي شخصیتونو او دیني علماوو په ګډون زرګونه افغانانو د وزیر دا څرګندونې رد کړې او په پکتیا کې هم د نجونو د ښوونځیو شاګردانو لاریونونه وکړل او ولسونو یې اعتراضیه غوندې جوړې کړې. په پکتیا کې دا ښوونځي داسې مهال بېرته وتړل شول، چې په یو شمېر ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستي دي او د حکومت له لوري یې د تړلو اقدام نه دی شوی.
تازه د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د میزان په ۵مه نېټه (۱۴۰۱) په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د نجونو د ښوونځیو ژر تر ژره پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه. نوموړي وویل چې تعلیم پر نر او ښځه فرض دی او د نجونو د تعلیم پر وړاندې هېڅ شرعي ستونزه نشته. خو په هماغه غونډه کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر د نوموړي څرګندونې رد کړې او عصري تعلیم یې مباح وباله. د نوموړي له څرګندونو جوته شوه چې د نجونو ښوونځي د اسلامي امارت د امیر په حکم تړل شوي دي او د امیر د حکم عملي کول واجب دي.
دا چې د ۱۴۰۱ لمریز تعلیمي کال پای ته په نږدې کېدو دی، نه یوازې دا چې د سږ کال لپاره د نجونو د ښوونځیو پرانیستل کېدو تابیا نه لیدل کېږي، بلکې د راتلونکي کال لپاره هم روښانه تصویر نشته او دا اندېښنې شته دي چې راتلونکی کال به هم دا ښوونځي تړلي پاتې شي. اوس پوښتنه دا ده چې د نجونو د ښوونځیو پر بندیز غځېدا به د اسلامي امارت لپاره په ملي او نړیواله کچه څه پایلې او اغېزې ولري؟ په دې تړاو د اسلامي امارت پالیسي څه ده او اصلي ستونزه چېرته ده؟ دا او دې ته ورته پوښتنې د نجونو د تعلیم پر شرعي اړخ د بحث او په افغانستان کې د نجونو تعلیم ته له یوې تاریخي کتنې سره ځواب شوې دي او په پای کې یې اړوند وړاندیزونه شوي دي.
په افغانستان کې د نجونو د تعلیم مخینه
په ټوله کې که لږ تر لږه د تېر یوه قرن تحولاتو ته وګورو، نه یوازې د تعلیم په برخه کې بلکې د ژوند په نورو برخو کې هم د افغان ښځو ژوند له لوړو ژورو تېر شوی دی. په ځینو پړاوونو کې یې په خورا زیاتو قیوداتو کې ژوند کړی او په ځینو پړاوونو کې بیا له افراطي آزادۍ څخه په ځانګړې توګه ښارونو کې برخمنې شوې دي چې په ډېرو برخو کې یې اسلامي او کلتوري پولې هم ماتې کړې دي. له همدې کبله، په افغانستان کې د نجونو تعلیم هم د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو تحولاتو له کبله له ستونزو سره مخ شوی، چې تر ډېره یې لامل په هېواد کې سیاسي او امنیتي بېثباتي او د وخت د حاکمانو فکري توپیرونه او سیاستونه وو. بله ستونزه په تېرو ټولو دورو کې دا هم وه چې له ښځو څخه په ټولو دورو کې تر ډېره تبلیغاتي استفاده هم شوې ده.
په لومړي ځل د امیر امان الله د سلطنت پر مهال نجونو ته د تعلیم زمینه برابره شوه او د نجونو لومړنی ابتدائیه ښوونځی په ۱۲۹۹ کال کې په کابل کې پرانیستل شو، چې هغه مهال یې د زده کوونکو شمېر ۴۰ تنو ته رسېده. امان الله خان د خپلې واکمنۍ په دوره کې نه یوازې په داخل کې د نجونو تعلیم ته زیاته زمینه برابره کړه، بلکې له هېواده بهر یې هم یو شمېر نجونې د تحصیل لپاره ولېږلې. په ۱۳۰۷ لمریز کال کې بیا حبیب الله کلکاني د خپل ۹ میاشتني حکومت په دوره کې د نجونو ښوونځي وتړل او ترڅنګ یې له کوره دباندې له محرم پرته د ښځو او نجونو وتل هم ممنوع اعلان کړل او فرمان یې صادر کړ چې هغه نجونې، چې بهر ته د امیر امان الله خان په دوره کې د تحصیل لپاره تللې وې، باید بېرته هېواد ته راوګرځي. تاریخ پوهان په دې باور دي چې وروسته بیا نادرخان هم د امان الله خان د دورې تجربې ته په کتلو سره د ښځو تعلیم او تحصیل ممنوع اعلان کړ، ترڅو یې دا مسئله واکمنۍ ته ستونزې جوړې نه کړي.
د محمد ظاهرشاه په ۴۰ کلنه واکمنۍ کې یو ځل بیا د ښځو د تحصیل او پرمختګ فرصتونه رامنځته شول او په سیاسي لحاظ هم ښځې د لومړي ځل لپاره د وزارت او وکالت تر څوکیو ورسېدې؛ خو بیا هم دا پرمختګونه تر ډېره د هېواد تر سترو ښارونو پورې محدود وو. که غواړو د هغه مهال د ښځینه وو د تعلیم یو تصویر وړاندې کړو، د هغه مهال شمېرې ښيي چې په ۱۳۳۶ کال کې په اطرافي سیمو کې د ښځینه زده کوونکو شمېر ۱۵۳ تنو ته رسېده؛ خو د محمد ظاهرشاه د دورې په وروستیو کې (په ۱۳۴۸ لمریز کال کې) د ټول هېواد په کچه د ښځینه زده کوونکو شمېر ۱۰۴۵۰ تنه و چې په ۱۷۳ ښوونځیو کې یې زده کړې کولې. دغه وضعیت په ۱۳۵۲ کال کې د لومړي جمهوري نظام او ورپسې په ۱۳۵۷ کال کې د پخواني شوروي تر ملاتړ لاندې نظامونو پر مهال هم له ځینو لوړو ژورو سره سره دوام وکړ.
د مجاهدینو په څلور کلنه دوره کې چې د کورنیو جګړو اوج و، هم د نجونو زده کړې ونه درېدې؛ خو داسې فتوا صادره شوه چې له مخې یې د نجونو او هلکانو مختلط تعلیم او کار ممنوع شو. په دې دوره کې بیا امنیتي وضعیت د دې جوګه نه و چې ښځې پکې وکړای شي په ډاډ سره زده کړې او یا کار وکړي. په ۱۳۷۵ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره بیا دا هر څه په بنسټیز ډول بدل شول او د ښځو د کار او تعلیم په برخه کې زیات بندیزونه ولګېدل.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له پېښو وروسته د طالبانو د نظام ړنګېدو او نوي نظام رامنځته کېدو یو ځل بیا بنسټیز بدلونونه رامنځته کړل او د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې د ښځو کار او تعلیم ته په پراخه کچه زمینه برابره شوه؛ خو په دې دوره کې بیا تر ډېره افراط او تفریط موجود و او تر ډېره په لویو ښارونو کې د ښځو له ازادیو منفي او ناسمه استفاده کېده، حال دا چې په اطرافو او لرې پرتو سیمو کې بیا هم ښځو سخت ژوند درلود او تر ډېره د امنیتي ستونزو له کبله له زده کړو هم بې برخې وې.
که په تېره شل کلنه دوره کې د نجونو د تعلیم وضعیت ته کتنه وکړو، ښکاري چې په هر صورت د کمیت له پلوه په دې برخه کې پرمختګ موجود و. د بېلګې په توګه د بې سواده مېرمنو شمېر کال په کال په کمېدو و. د شمېرو له مخې، په ۱۳۸۸ کال کې ۳۱۲۰۰ د سواد زده کړې مرکزونه په ټول هېواد کې فعال وو، چې پکې تر ۳۹۵ زره زیاتو ښځینه زده کوونکو له ۸۸۶۰ ښځینه ښوونکو څخه زده کړه کوله؛ خو دا شمېر شپږ کاله وروسته په ۱۳۹۴ کال کې نژدې نیمایي ته راټیټ شو او د ټول هېواد په کچه په ۱۷۴۰۰ د سواد زده کړې مرکزونو کې ۲۱۶ زره ښځینه زده کوونکو له ۴۲۰۰ ښځینه ښوونکو څخه زده کړې کولې. په همدې توګه د تعلیم او تحصیل په برخه کې هم کال په کال پرمختګ ولیدل شو. د ځینو آمارو له مخې په ۱۳۸۸ کال کې په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو شمېر ۱۲۹۵۰ تنه او د ښځینه استادانو شمېر ۴۵۴ تنه و؛ خو دا شمېره په ۱۳۹۴ کال کې څو برابره زیاتوالی ښيي او په ترتیب سره ۶۳۹۷۴ او ۱۶۱۴ تنه وه.
د نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي امارت دریځ
که د طالبانو د واکمنۍ دواړو دورو ته وګورو، شک نشته چې په دغو دواړو دورو کې د نجونو تعلیم او تحصیل د سختو سیاستونو له کبله له ستونزو سره مخ شوی دی؛ خو بیا هم په یو نه یو ډول د نجونو د تعلیم او تحصیل بهیر روان و او په بشپړه توګه درېدلی نه دی. که څه هم د طالبانو د اوسني نظام په پرتله په تېره دوره کې د ښځینه وو د تعلیم او تحصیل په اړه د دوی سیاستونه لا ډېر سخت وو، خو هغه مهال هم دا بهیر په بشپړ ډول درېدلی نه و. اوسمهال هم رسما تر شپږم ټولګي پورې د ټول هېواد په کچه او تر شپږم ټولګي پورته د هېواد په ځینو سیمو کې په غیررسمي توګه دا بهیر روان دی. په دغو دواړو دورو کې طالبانو د نجونو د تعلیم بشپړ مخالفت نه دی کړی، بلکې په یو ډول یې محدود کړی او ټینګار یې کړی چې د شریعت له اصولو سره سم د نجونو د تعلیم مخالف نه دي. په دې تړاو د طالبانو اوسنیو سیاستونو ته وروسته لنډه کتنه کوو، خو دلته په لاندې کرښو کې د تېرې دورې یو ځغلند جاج اخلو.
که د طالبانو په تېره دوره کې د معارف د برخې آمارو ته کتنه وکړو، ښکاري چې په دې دوره کې که څه هم کال په کال د ښځینه وو د تعلیم کچه راټیټه شوې خو بیا هم په یو نه یو ډول دا بهیر روان و او تر ډېره ځینو خیریه مؤسساتو د هغوی په فعال ساتلو کې رول درلود، چې له جملې څخه یې د سویډن کمېټه یادولی شو. د شمېرو له مخې، د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې په ۱۳۶۹ کال کې د ښځینه متعلمینو کچه ۳۴ سلنه وه، خو په ۱۳۷۸ کال (د طالبانو د حاکمیت په دوره کې) دا کچه ۷ سلنه ته راټیټه شوې وه. په ۱۳۷۸ لمریز کال کې د یونسکو سازمان له راپور سره سم، د ټول هېواد په کچه ۸۷۵ زره تنو په ۳۱۰۰ ښوونځیو او د اساسي تعلیماتو په غیررسمي مراکزو کې زده کړې کولې، چې ۶۴ زره تنه پکې ښځینه متعلمینې وې. د دغه راپور له مخې، د ۲۳۸۲۰ ښوونکو له جملې څخه هم ۲۵۶۵ یې ښځینه ښوونکې وې. خو بیا هم د طالبانو د واکمنۍ دغه پنځه کلنه دوره د یوې داسې دورې په توګه پېژندل کېږي، چې د نجونو تعلیم او تحصیل پکې له ستونزو سره مخ و.
د تېر ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته چې کله د امریکا او ناټو تر ملاتړ لاندې جمهوري نظام ړنګ شو او طالبان بیا واک ته ورسېدل، ورسره یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم بند شول؛ خو د اسلامي امارت چارواکو له هماغې لومړۍ ورځې راهیسې هېڅکله هم رسما د نجونو د تعلیم او تحصیل مخالفت نه دی کړی او تل یې ویلي چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره پر طرحو کار روان دی. یو دلیل دا هم ویل کېږي، چې که اسلامي امارت د نجونو د تعلیم او تحصیل مخالف وی او یا هم د نجونو تعلیم او تحصیل شرعي ستونزه لرلای، نو د عالي تحصیلاتو په دوره کې به یې هم نجونو ته د زده کړو اجازه نه وای ورکړې، حال دا چې اوسمهال د پوهنتونونو دروازې د نجونو او هلکانو ټولو پر مخ پرانیستې دي.
اوس چې په متوسطه او لیسه دورو کې د نجونو پر تعلیم بندیز تر یوه کال واوښت، د اسلامي امارت د ځینو چارواکو له څرګندونو داسې ښکاري چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم او تحصیل په اړه اختلاف شته دی او ځینې مشران یې په بشپړ ډول تر شپږم ټولګي پورته د نجونو له تعلیم سره مخالف دي. دوی پر دې باور دي چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې د ځوانۍ مرحلې ته داخلېږي او باید په کور کې پاتې شي. دا دریځ تر ډېره د اسلامي امارت د نظام په اړه د طالبانو د قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني له کتاب څخه هم څرګند دی. نوموړي په خپل کتاب کې دې ته ترجیح ورکړې چې ښځې باید په خپل کور کې له خپلو محارمو څخه زده کړې وکړي او که د ډېر اشد ضرورت پر مهال له کوره دباندې تعلیم او تحصیل کوي، یا خو یې ښوونکې باید ښځینه وي او یا هم د نارینه ښوونکو او ښځینه زده کوونکو ترمنځ کامله پرده موجوده وي. د طالبانو د ځینو مشرانو له څرګندونو بیا داسې ښکاري چې د طالبانو د اوسنیو مشرانو غوڅ اکثریت په ټولو دورو کې د نجونو د تعلیم او تحصیل ملاتړ کوي؛ خو لا بریالي شوي نه دي چې د نجونو د تعلیم مخالفینو ته قناعت ورکړي.
د شیخ فقیرالله فایق په نوم د طالبانو یوه چارواکي، چې رسنیو په کابل کې د طالبانو د علماوو د شورا رئیس معرفي کړی، ویلي چې د طالبانو رهبر د نجونو د تعلیم مخالف نه دی او ډېر ژر به له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شي. کوم څه چې نوموړي د نجونو د ښوونځیو د بندیز د غځېدا لامل ګڼلی هغه مختلط تعلیم دی؛ خو د پوښتنې وړ خبره دا ده چې د نجونو ښوونځي په تېره شل کلنه دوره کې په بشپړ ډول جلا وو او هېڅ ځای داسې ښوونځی نشته چې د نجونو او هلکانو ټولګي پکې یو ځای وي، نو له همدې کبله ګومان نه کېږي چې دا قضیه دې د نجونو د تعلیم مانع وي. حتی که د نجونو او هلکانو ښوونځي مختلط هم وای، دا ډېره اسانه چاره ده چې سره جلا کړل شي.
په کابل کې د سرطان میاشتې (۱۴۰۱ل) په لومړیو کې د اسلامي امارت له لوري لویې جرګې ته ورته د دیني علماوو یوه ستره غونډه هم راوبلل شوه، چې د طالبانو رهبر شیخ هبت الله اخندزاده هم پکې ګډون او وینا وکړه، خو د خپلې وینا پر مهال یې د نجونو تعلیم ته هېڅ ډول اشاره هم ونه کړه. ویل کېږي چې د غونډې د ګډونوالو یوه غوښتنه هم د غونډې په پرېکړه لیک کې د نجونو د تعلیم خبره شاملول وو، خو دا غوښتنه په پام کې ونه نیول شوه او وویل شول چې په دې تړاو لا د مشرانو ترمنځ بحثونه روان دي. په دې غونډه کې د نجونو د تعلیم د قضیې په اړه خاموشي اختیارول هم د دې لامل شول، چې د نجونو د تعلیم په اړه د اسلامي امارت پر پالیسۍ شکونه او اندېښنې زیاتې کړي.
د نجونو د تعلیم شرعي اړخ
وروسته له هغه چې په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د اسلامي امارت دوو چارواکو د نجونو د تعلیم په اړه روښانه څرګندونې وکړې، د دې قضیې د شرعي اړخ په اړه هم پراخ بحثونه راپورته شول.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او په تېرو کلونو کې له امریکا سره د طالبانو د مذاکره کوونکي ټیم مشر شیرمحمد عباس ستانکزي په خپله وینا کې په ښکاره ټکو وویل، چې د نجونو د تعلیم پر وړاندې هېڅ شرعي ستونزه نشته او که څوک وایي چې شرعي ستونزه لري، باید خپل غږ پورته کړي ځکه د ده په وینا د تعلیم تاییدوونکي خو ټول په ډاګه له خپل دریځ څخه دفاع کوي. نوموړي د نر او ښځې تعلیم مطلق فرض وباله او د نجونو د ښوونځیو ژر تر ژره پرانیستل کېدو غوښتنه یې وکړه. خو په همدې غونډه کې بیا د امر بالمعروف سرپرست وزیر خالد حنفي بیا د ښاغلي ستانکزي خبرې رد کړې او تعلیم یې په دیني او دنیوي برخو ووېشه. هغه وویل چې دنیوي تعلیم مباع عمل دی، خو د امیر د حکم متابعت واجب دی. د ده له خبرو په واضح دا څرګنده شوه چې د نجونو ښوونځي د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم تړل شوي دي.
له دغو څرګندونو وروسته یو زیات شمېر دیني علماوو د ښاغلي حنفي خبره په کلکه رد کړه او د شرعي نصوصو په رڼا کې یې دنیوي تعلیم پر نر او ښځه فرض کفایي وباله. د ځینو دغو استدلالونو نچوړ دا دی، چې په شرعي چوکاټ کې د علم تحصیل یا خو فرض عین دی، یا فرض کفایي دی او یا هم د وګړو اساسي حق دی چې د الله تعالی له لوري ورکړل شوی او هېڅوک یې نه شي ترې اخیستلی. د حنفي فقهې له مخې، د بېلګې په توګه د حنفي فقهې معتبر کتاب ردالمحتار د نص پر بنسټ، هغه علوم او فنون چې د ژوند اړتیاوې ورپورې تړلې دي، د کفایت په اندازه یې زده کړه فرض ده، یعني دومره خلک یې باید زده کړي چې د ټولنې مشکلات او د خلکو حاجتونه پرې حل شي. د دې معنا دا هم نه ده چې د کفایت تر کچې زیات یې جواز نه لري. په تېره بیا په اوسني وخت کې چې اسلامي ټولنې له پراخو ننګونو سره مخ دي، له عصري تعلیم پرته ناشونې ده چې له دغو ستونزو او ننګونو سره دې مبارزه وشي.
په دې توګه نه یوازې دا چې د ښځو د عصري تعلیم د ناروا والي په اړه هېڅ ډول شرعي دلیل بلکې یو ضعیف حدیث هم نشته، بلکې د اسلامي شریعت او په ځانګړې توګه حنفي فقهې پر بنسټ د ګڼو دلایلو له مخې فرض کفایي بلل شوی. په ساده توګه ځینې خلک د ښځینه ډاکترانو د اړتیا دلیل وړاندې کوي، خو دیني علماء بیا دا یو سوء تفاهم بولي او وایي چې هره ټولنه یوازې ښځینه ډاکترانو نه، بلکې په بېلابېلو برخو کې د ښځو تعلیم او تحصیل ته اړتیا لري.
اوس تر ډېره باور دا دی، چې یوازې د اسلامي امارت یو شمېر مشران د خپل سخت دریځي برداشت له مخې د نجونو د تعلیم مخالف دي او ناروا یې بولي؛ خو په ورته وخت کې دا استدلال هم شته دی، چې که د نجونو تعلیم او تحصیل ناروا دی، بیا یې ولې د پوهنتونونو په دوره کې د نجونو زدهکړو ته اجازه ورکړې ده؟! او دا ښيي چې د اسلامي امارت د مشرانو ترمنځ هم په دغه سخت دریځي موقف د ټولو توافق نشته دی.
د نجونو د تعلیم د بندیدا پایلې او اغېزې
په تېر څه کم یوه کال کې د اسلامي امارت په اړه په ملي او نړیواله کچه د نارضایتۍ او ستونزو یو اساسي لامل تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز بلل کېږي. باور دا دی، چې که تر دې زیات تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز دوام کوي په ملي او نړیواله سطحه به ستونزې او ننګونې ورو ورو نورې هم زیاتې کړي. دلته ځینو دغو پایلو او اغېزو ته اشاره کوو:
لومړي: د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته د طالبانو په اړه د ځینو نارضایتیو ترڅنګ په ملي او نړیواله کچه خوشبیني هم موجوده وه، ځکه له یوې خوا یې په هېواد کې جګړې ته د پای ټکی کېښود او له بلې خوا یې د تېر نظام له چارواکو او منسوبینو سره خورا نرم چلند وکړ؛ خو د نجونو پر تعلیم د بندیز غځېدا په ښکاره توګه دغه خوشبیني اغېزمنه کړه او ان د طالبانو په صفونو کې دننه یې زیات خلک ناراضه کړل. که د نجونو پر تعلیم بندیز نور هم غځېږي، ممکن په نظام کې دننه جدي اختلافاتو او درزونو ته هم لاره هواره کړي.
دویم: اوسنۍ نړۍ د یوه کلي حیثیت لري او له نورې نړۍ سره له تعامل پرته شونې نه ده چې د اسلامي امارت نظام دې ډېر دوام وکړای شي. د نجونو تعلیم یوه هغه قضیه ده چې د نړیوالو له لوري یې د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت پېژندل ستونزمن کړي دي. د نورې نړۍ هېوادونه خپلو وګړو ته دا قناعت نه شي ورکولی چې طالبان بشري حقونه رعایتوي.
دریم: که د نجونو پر تعلیم بندیز دوام کوي، ډېر افغانان به ورو ورو له هېواده د وتلو په فکر کې شي، ځکه اوسنی نسل نه غواړي چې لوڼې او خویندې یې له زده کړو بې برخې پاتې شي. په تېرو څو میاشتو کې هم داسې موارد عملا لیدل شوي، چې ځینو خلکو د خپلو لوڼو پر تعلیم د بندیز له کبله هېواد پرې اېښی دی. دا به له هېواده د کدرونو او لوستو افغانانو د لا زیات وتلو بهیر ګړندی کړي.
څلورم: اوسمهال د اسلامي امارت مخالفین د وسله وال مخالفت لپاره موجه دلیلونه نه لري، خو د نجونو پر تعلیم بندیز بیا یو له هغو دلایلو څخه دی چې د نظام مخالفین په ملي او نړیواله کچه ترې ګټه اخیستلی شي او په مرسته یې خپلې لیکې پیاوړې کولی شي. ځکه عملا داسې باور هم موجود دی، چې طالبان د عصري زده کړو مخالف دي او یا هم لږ تر لږه عصري زده کړو ته لږ اهمیت ورکوي.
پنځم: دا چې تر اوسه د اسلامي امارت چارواکو وخت نا وخت د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو لامل د خوندي چاپېریال نشتون یاد کړی او پرله پسې یې خلکو ته ژمنې ورکړې چې د نجونو پر مخ به ښوونځي پرانیستل کېږي، نو له همدې کبله خلک په یو ډول د انتظار په حال کې دي؛ خو له شک پرته که د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو کومه قاطع پرېکړه ولیدل شي، داسې برېښي چې اکثریت افغانان به لاریونونو ته راووځي او د داسې پرېکړې پر وړاندې به په کلکه ودرېږي.
شپږم: ترټولو مهمه دا چې د ښځو عصري تعلیم په بېلابېلو برخو کې د هېواد د پرمختګ او پر ځان بسیا کېدو لپاره خورا مهم بلکې یو شرط بلل کېږي. همدا اوس د طب، ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، د حکومتولۍ بېلابېلو برخو او نورو ډېرو برخو کې لوستو ښځو ته شدیده اړتیا شته ده او که د نجونو پر تعلیم بندیز غځېږي، دا اړتیا به کال په کال لا پسې زیاتېږي او د ټولنې وګړي به ورځ تر بلې له ستونزو سره مخ کېږي.
وړاندیزونه
د پورتني بحث په رڼا کې د دغې قضیې ژور اهمیت په کتلو سره لاندې ګامونه اوچتول پکار دي:
• د هېواد پر سیاسي او امنیتي ثبات او اوږدمهالي پرمختګ د نجونو د تعلیم د قضیې جدي اغېزو ته په کتلو سره اړتیا ده چې اسلامي امارت د نجونو د تعلیم قضیې ته د هېوادنیو لومړیتوبونو له جملې څخه د یوه مهم لومړیتوب په سترګه وګوري.
• اسلامي امارت باید د نجونو د تعلیم په قضیه کې د شته داخلي اختلافاتو له منځه وړلو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي او په دې تړاو جدي بحثونه پیل او ملت ترې خبر کړي.
• د نجونو د تعلیم په اړه د داخلي اختلافاتو او نورو ستونزو له منځه وړلو سره باید هر څومره ژر چې کېدای شي د اسلامي امارت مشرتابه خپله پالیسي د یوه فرمان له لارې روښانه کړي او د نجونو د ښوونځیو د پیل نېټه او څرنګوالی باید واضح کړي.
• د نجونو د ښوونځیو تر یو کال زیات بند پاتې کېدو له کبله د درسونو د شاتګ جبرانېدو لپاره باید یوه واضحه او اغېزناکه تګلاره وړاندې شي.
• دا چې تراوسه تر ډېره د نجونو د ښوونځیو د نه پیلېدو لامل تخنیکي ستونزې بلل کېږي، که د نورو عواملو ترڅنګ دا هم واقعا د نجونو د ښوونځیو د نه پیلېدو لامل وي، باید ملت یې له جزئیاتو خبر کړل شي او هم یې ژر تر ژره د هوارولو لپاره اقدام وشي.
• د نجونو او هلکانو د جلا زده کړو په تړاو هېڅ ډول مخالفت او ستونزه نشته، بلکې عملا په تېرو دوو لسیزو کې د نجونو ښوونځي جلا وو، خو که دا مسئله یوه له هغو تخنیکي ستونزو څخه وي چې د نجونو د ښوونځیو پر بندیز د غځېدا لامل کېږي، نو لږ تر لږه د هغو ښوونځیو شمېر او جزئیات دې روښانه شي چې دا ستونزه پکې موجوده ده. په دې صورت کې که اړوند ښوونځي تړلي هم پاتې کېږي، ممکن اغېزې یې هومره زیاتې نه وي.
• د تخنیکي ستونزو په برخه کې ځینې وختونه د اقتصادي ستونزو خبره هم کېږي، د اقتصادي تشې د ډکولو لپاره ښایي له نړیوالو ارګانونو سره خبرې وشي او ښکاري چې نړیواله ټولنه به په دې برخه کې زیاتې مرستې وکړي.
• په تېر کابو یوه کال کې د نورو افغانانو ترڅنګ یو زیات شمېر لوستې ښځې هم له هېواده وتلې دي او تر دې وړاندې هم د ښځینه ښوونکو د کموالي ستونزه موجوده وه، خو بیا هم د هېواد په ټولو سیمو کې زیات شمېر لوستې مېرمنې شته چې دا تشه ډکولی شي، ځکه نو اړتیا ده چې د دې تشې ډکولو ته مخکې له مخکې اقدام وشي او لوستو مېرمنو ته د تدریس لپاره مناسبې اسانتیاوې رامنځته شي.
پای