د ژباړې د تخصصي زده‌کړې روزنیزې دورې (انګلیسي-فارسي)

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS) د ژباړې د تخصصي زده‌کړې د روزنیزو دورو په دوام، له انګلیسي څخه فارسي ژبې ته د ژباړې د مسلکي زده کړې دوره پیل کړه. دا روزنیزه دوره د اکتوبر (۲۰۲۲م) په لومړۍ نېټه له شاوخوا ۱۰۰ محصلینو څخه د شمولیت د ازموینې په اخیستلو سره پیل شوه، او له ډلې څخه یې ۲۶ تنه د دې روزنیزې دورې لپاره انتخاب شول.

د دغې دورې د ټولګیو د پیل په ورځ (اکتوبر ۳مه، ۲۰۲۲م) د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز رئیس دکتور شاه رخ رؤوفي د ژباړې د اهمیت او د دغې دورې په اړه نورې لارښوونې له ګډونوالو سره شریکې کړې. د دغې روزنیزې دورې ګډونوالو هم له دغه پروګرام څخه خوښي څرګنده کړه او د مرکز له ادارې یې مننه وکړه چې دا ډول ګټورې روزنیزې دورې یې پیل کړې دي.

دغه شپږمیاشتنۍ دوره د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د انګلیسي ډيپارټمنټ د آمر محترم پوهاند استاد محمد جمیل کهدستاني له لوري تدریسېږي.

د یادولو وړ ده، چې دغه روزنیزې دورې د ټولو ګډونوالو لپاره وړیا دي او د نمونوي ژباړې یوه پروژه هم پکې شامله ده چې د استاد تر څارنې لاندې به د ګډونوالو له لوري ژباړل کېږي او د مرکز له لوري به چاپېږي او خپرېږي. همدا راز به د دغې نمونوي ژباړې له بشپړېدو وروسته ګډونوالو ته د ژباړې د زده‌کړې معتبر سندونه هم ورکول کېږي.
پای

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *