علمی بحث: له امریکا، روسیې او چین سره د اسلامي امارت د اړیکو څرنګوالی

د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز «له امریکا، روسیې او چین سره د اسلامي امارت د اړیکو څرنګوالی» تر عنوان لاندې علمي بحث جوړ کړ.
په دې علمي غونډه کې، چې پنجشنبه (۲۶ عقرب ۱۴۰۱) د دغه مرکز په دفتر کې جوړه شوې وه، ګڼ شمېر سیاسي او علمي شخصیتونو ګډون کړی و او پر یاده موضوع یې بحثونه وکړل.
د غونډې په پیل کې د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز رئیس دکتور شاه‌رخ رؤوفي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دې موضوع اهمیت ته په اشارې سره وویل، چې دا بحثونه له نړۍ سره په ځانګړې توګه لویو قدرتونو سره د افغانستان د اړیکو ماهیت روښانوي او دا د هغو هڅو برخه بلل کېږي چې بېلابېل لوري یې د هېواد د وضعیت ښه لوري ته تللو په موخه کوي. د ده په خبره، په دغه بحث کې ځکه هم پر دې موضوع بحث کوو، چې تازه په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه د افغانستان د اسلامي امارت د استازو له ګډون پرته جوړه شوه او لا هم د نړۍ ستر قدرتونه چمتو نه دي چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
د غونډې لومړي ویناوال، علمي شخصیت او د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د علمي بورډ رئیس دکتور مصباح الله عبدالباقي په خپله وینا کې له لویو قدرتونو سره د اسلامي امارت د اړیکو د اوسني وضعیت پر ریښو خبرې وکړې. د هغه په وینا، که د وضعیت په اړه واقعبینانه تحلیل ونه لرو د نړیوال سیاست له حوادثو سره تعامل به راته ستونزمن وي، نو ځکه دا باید وڅېړو چې له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو اوسنی بهیر افغانستان کوم طرف ته وړي.
دکتور مصباح الله د اوسنیو نړیوالو سیاستونو پر مخینه له بحث کولو سره وویل: «په ۱۹۹۰مه لسیزه کې امریکا دا پروژه پیل کړه چې ۲۱مه پېړۍ به د امریکا د برلاسۍ پېړۍ وي. په دې برخه کې ځینې کتابونه هم ولیکل شول – لکه د تمدنونو ټکر، د تاریخ پای او وروستی سړی – او په دغه پروژه کې هغه تمدنونه په نښه شول چې د امریکا نړیوال قیادت ته مزاحم جوړېدلی شوای، چې هغه یو چین و او بل هم اسلامي تمدن». د هغه په خبره، د اسلامي تمدن لپاره امریکا دقیقه پلانګذاري وکړه او هغه کسان او جریانونه یې تشخیص کړل چې دوی ته یې مزاحمت جوړلی شوای، په ځانګړې توګه د نړیوال اسلامي حرکت ځپل، د هغوی د مالي منابعو له منځه وړل، افغانستان باندې د هغوی برید، په اسلامي ټولنو کې په نصاب کې بدلونونه، د نوګرا اسلام تر نوم لاندې داسې یو څه رامنځته کول چې په نوم اسلام وي خو د غربي تمدن لپاره سرخوږی جوړ نه کړي. د نوموړي په وینا، دا پروژه ۳۰ کاله شاوخوا د تطبیق په حال کې وه او په دې جریان کې یې اسلامي نړۍ داسې حال ته ورسوله چې په اسانۍ سره یې بیا پورته کېدل مشکل دي؛ ځکه اسلامي حرکت دغو توطئو ته چمتووالی نه درلود او له همدې کبله سخت وځپل شو، یوازې ترکیه چې له دغه ګوزار څخه یو څه خوندي پاتې شوه هم لامل یې دا و چې دوی غوښتل اردوغان د اربکان د ناکامۍ لپاره پاتې شي خو دوی په خپل حساب کې تېروتلي وو. له دې سره سره، باور دا دی چې اسلامي تمدن ختم شوی نه دی، بلکې بیاځلې به په لا ډېر قوت سره راپورته کېږي، ځکه د دغه تمدن تر شا یو قوي فکر دی او تاریخ د دې حقیقت ګواه دی.
د نوموړي په وینا، چین بیا د اسلامي تمدن په پرتله تر یوه بریده زور او چمتووالی درلود او مقاومت یې وکړ. د هغه په وینا، تر ۲۰۴۶ کال پورې د چین د نړیوالې برلاسۍ او نړیوال قیادت پلان ته په کتلو، د اسلامي تمدن له ځپلو وروسته د چین د ځپلو لپاره له څو لارو هڅې شوې دي او کېږي. د بېلګې په توګه په تایوان کې هڅه کوي چې چین په جګړه کې ښکېل شي، ځکه د امریکا د دغې ستراتیژۍ له مخې پلان دا دی چې په دغو جګړو کې به د دوی پلي سرتېري نه وي، بلکې د ډالرو د چاپ په زور به خپل مخالفین ځپي. همدا راز د اوکراین د جګړې هدف هم یوازې روسیه نه ده، بلکې اصلي هدف چین دی؛ ځکه د روسیې له اقتصاد سره د نړیوالې برلاسۍ توانایي نشته. هغه وویل: «د اوکراین له جګړې سره عملا دریمه نړیواله جګړه پیل ده، خو بڼه هغه پخوانۍ نه ده».
د دکتور مصباح الله په وینا، د افغانستان په تړاو د امریکا سیاست دا دی چې په افغانستان کې د امریکا ګټې خوندي شي. نوموړي وویل: «د اسلامي امارت سیاسي مشران پوهېږي چې له چین او روسیې سره نژدې کېدل مشکل نه شي حل کولی، بلکې د ستونزې کیلي له امریکا سره ده؛ ځکه یو خو چین هومره نړیوال رسوخ نه لري چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لامل شي او بل دا چې چینایان خورا بخیل خلک دي، که لږ مرسته هم کوي خورا زیات کمپاین ورته کوي. له چین او روسیې سره د اسلامي امارت نژدې کېدل هم د دې لپاره دي چې امریکا په اړیکو کې ګرمه کړي.»
خو دا چې په اوسنۍ مرحله کې افغانستان ته څه کول پکار دي؟ هغه وویل، چې د بې طرفۍ یا ناپېیلتوب سیاست د افغانستان مصالح ساتلی شي؛ خو له بده مرغه اوسمهال د ناپېیلتوب لپاره شرایط نه دي رامنځته کړل شوی، ځکه تک حزبي حکومت هم خپله پر دوی فشارونه زیاتوي او هم نړیوال باور نه شي پرې کولی. له دې کبله د بې طرفۍ د ساتلو لپاره هم داخلي اصلاحات پکار دي او داسې یو نظام پکار دی چې ټولې پرګنې پکې خپل ځان وګوري. اوسني داخلي وضعیت ته په کتلو اوس د افغانستان نظام مجبوریتونه لري او له همدې امله که د امریکا لمنې ته لوېږي په داخل کې به یې منفي اغېزې خورا زیاتې وي، ځکه روسیه او چین که ناراضه وي او د نظام مخالفینو ته ډېر لږ مالي ملاتړ هم ورکړي نو وضعیت د تمام عیار جنګ په لوري تللی شي. حتی تر دې چې که چین پوه شي چې امریکا دلته استخباراتي حضور لري او چین ته مشکل جوړولی شي، حتی پر افغانستان د چین د برید امکان هم لرې نه دی. په بل اړخ کې که طالبان چین او روسیې ته نژدې کېږي نو امریکا به پاکستان ته لاس ورکوي او له هغه ځایه به پر افغانستان د جهاد فتوا ورکول کېږي. له همدې کبله د بې طرفۍ سیاست د حل لاره ده، خو د بې طرفۍ سیاست لپاره حل هم په داخل کې دی او هغه داسې چې په نظام کې داسې معقول بدلون راوړل شي چې چین، روسیې او امریکا ټولو ته د “نه” ویلو قدرت پیدا کړي او دا په ډاګه ورته ووایي چې موږ د چا د پیاده عسکرو رول نه اداء کوو.
وروسته د غونډې بل ویناوال، د پوهنتون استاد او سیاسي شخصیت استاد عبدالناصر شفیق پر موضوع هراړخیزې خبرې وکړې. نوموړي وویل: «د روسیې او افغانستان اړیکې په تېر نظام کې هم له لوړو ژورو سره مخ وې، کله چې د دوحې تړون لاسلیک کېده په هغو وختونو کې هم روسیې هڅه وکړه چې موقت حکومت رامنځته شي ځکه د روسیې له انده د طالبانو په انحصاري حکومت کې د امریکا ګټې دي، خو هڅو یې نتیجه ورنه کړه».
نوموړي د اسلامي امارت او امریکا د چارواکو ترمنځ ځینو وروستیو ملاقاتونو ته په اشارې سره وویل، چې په اوسني وخت کې روسان دې پایې ته رسېدلي چې طالبان له امریکا سره جوړې ته رسېدلي او له همدې کبله اندېښنې لري. د هغوی په فکر، دا چې په افغانستان کې امریکايي ډرون ګرځي، نو معلومه ده چې استخباراتي حضور ورسره منل شوی دی.
ښاغلي شفیق زیاته کړه: «د افغانستان د قضیې حل په بې طرفي کې دی او لاره یې ملي وحدت دی. همدا راز د سیمې له هېوادونو سره جوړښت پکار دی، ځکه هغوی ټول پر موږ زورور دی.»
د غونډې بل ویناوال او سیاسي شخصیت استاد محمد زمان مزمل په خپلو خبرو کې د اوکراین د جګړې په تناظر کې له روسیې، چین او امریکا سره د افغانستان پر اړیکو رڼا واچوله. نوموړي وویل، که د افغانستان اوسنی نظام همداسې امریکا ته مجبور پاتې کېږي، نو دا به د یوه بد راتلونکي زیری ولري.
د ستراتيژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د علمي بورډ غړي ډاکتر وحیدالله مصلح په خپلو خبرو کې وویل، که د افغانستان اوسنی نظام له امریکا سره جدي همغږي ونه لري، نو ممکن ستونزې ورته جوړې کړي. خو تر کومه چې د ټولشموله حکومت غوښتنه ده، هغه بیا زموږ او غرب تعبیرونه ترې بېل بېل دي. د امریکا او برېتانیا تعبیر دا دی چې د دوی له خوا به وزیران معرفي کېږي ترڅو په حکومت کې سهیم شي. همدا لامل و چې د هغوی دا غوښتنه له پامه وغورځول شوه. ښاغلي مصلح وویل، چې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د امریکا په لاس کې ده؛ روسیه، چین او نور هېوادونه هم د رسمیت پېژندنې په دریځ کې ورسره همغږي دي. د هغه په وینا، افغانستان اوسمهال چین ته هم نشي مخه کولی، ځکه د چین اقتصادي همکارۍ محدودې دي، خو د غرب ملیاردونه مرستې راځي، څوک پرې خبرېږي هم نه. بل مشکل د چین پلو دا دی چې چین د افغانستان قضایاوو ته د پاکستان له دریڅې ګوري، ځکه پاکستانیان د افغانستان د مسائلو په اړه خپلې ورځپانې، مقالې او تحلیلونه په انګلیسي او چینایي ژبو هغوی ته ور رسوي چې له کبله یې د افغانستان په اړه د چینایانو تحلیل تر ډېره د پاکستان له دریځه اغېزمن دی.
د ښاغلي مصلح په وینا، که څه هم دا نظر مطرح دی چې د افغانستان د ستونزې حل ناپېیلتوب دی، خو د افغانستان ناپېیلتوب اوسمهال تر ډېره ناشونی ښکاري، او په خبره یې چې د افغانستان د ناپېیلتوب اصلي دوره د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ دوره وه او تر هغه وروسته ټول نظامونه په یو ډول نه یو ډول پېیلي پاتې شوي دي.
همدا راز نورو ګډونوالو د کابل پوهنتون استاد دکتور عبدالصبور فخري، د پوهنتون استاد عبدالظاهر حمیدي او ځینو نورو ګډونوالو هم پر موضوع بحثونه وکړل.
نتیجه ګیري
په پای کې د نتیجه ګیرۍ په توګه لاندې نقاط په ګوته شول:
لومړی: که د افغانستان اسلامي امارت په روان نړیوال کړکیچ کې له یوه لوري سره دریږي دا بیا افغانستان د نیابتي جنګونو ډګر جوړولی شي، چې په دې باندې د افغانستان د اسلامي امارت مشران هم پوه دي، او له همدې امله د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت پالیسي په علني توګه په ناپیلتوب ولاړه ده.
دویم: هغه خطرات چې له یوه لوري سره د دریدو په نتیجه کې افغانستان ته متوجه کېدلی شي ډیر زیات دي؛ له منطقوي تاوتریخوالي څخه نیولې د هېواد تر تجزيې او ټوټه کېدو پورې رسیدلی شي، او دا خطرات ستراتیژیک خطرات دي.
دریم: په موقته توګه له امریکا سره نږدې کېدل د اسلامي امارت عاجل مسائل حل کولی شي، چې په دې کې د رسمیت پيژندنې قضیه، او همدا راز د اسلامي امارت اقتصادي وضعیت را ښه کېدل شامل دي، ځکه که د امریکا غوښتنې ومنل شي نو ټولې بهانې به له منځه ولاړې شي او اسلامي امارت به په رسمیت هم وپيژني او هم به اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي بلکې نورې به یې هم زیاتې کړي، او په دې توګه به د اسلامي امارت عاجل مسائل حل شي.
څلورم: خو د چين او روسيې له محور سره نږدې کېدل دا عاجل مسائل هم نه حل کوي، بلکې افغانستان به یوازې د امریکا او د هغې د دوستانو په دښمنۍ اړوي، او په نتیجه کې زموږ د ګاونډي هیواد (که امریکا د هغوی اقتصادي ستونزه حل کړي) په ذریعه بیا دلته ګډوډۍ رامنځته کولی شي.
پنځم: خو له امریکا سره نږدې کېدل او یا د هغوی په مدار راڅرخېدل څو ستراتیژیک تاوانونه لري، چې مهم یې په لاندې ډول دي:
د افغانستان اسلامي امارت به خپل مصداقیت ته شدیده ضربه ورکړي، ځکه د اسلامي امارت د اخلاقي برترۍ تر ټولو مهم لامل د امریکې د استعمار پر ضد دریدل وو، او دا به په دې کار سره په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.
د امریکا هر ډول (پوځي او استخباراتي) موجوديت د منطقې د نا امنۍ او عدم استقرار لامل ګرځي، د امریکا دا ډول موجودیت د اسلامي امت له ستراتيژیکو ګټو سره په ټکر کې دی.
د امریکا پوځي او استخباراتي موجودیت د سیمې هېوادونه د اسلامي امارت په مقابل کې ډیر زیات حساس کولی شي، او دا به د دې لامل ګرځي چې موږ له نوو ستونزو سره مخ شو.
د چین او روسیې محور له هغو خلکو سره مرستې ته اماده کولی شي چې د افغانستان په شمال کې اغتشاش جوړول غواړي.
شپږم: له دې امله د هر لورې سره نږدې کېدل د اسلامي امارت داعيې او مقاصدو ته زیان رسولی شي، نو له دې امله که موقت اهداف هم ترې ترسره کیږي دا د مسألې حل نه دی.
اووم: خو دا هم درسته خبره ده چې اسلامي امارت په دې فعلي بڼه د دې جوګه هم نه دی چې هم امریکې او هم چين ته «نه» ووايي، سره له دې چې د افغانستان او ورسره د اسلامي امت ستراتیژیکې موخې دې پورې تړلي دي چې اسلامي امارت دواړو ته «نه» ووايي، او ورته ووايي چې موږ د ټولو هېوادونو مشروع ګټې خوندي کوو، لکه نور هیوادونه یې چې کوي هغه که امریکا وي که چين وي، روسیه وي او که زموږ نور ګاونډي هېوادونه، همدا ډول له ټولو هیوادونو څخه مو غوښتنه همدا ده چې زموږ ګټې په متقابل ډول خوندي کړي، خو د یوه هیواد په څنګ کې د بل هېواد پر ضد نه دریږو، او خپل هېواد د نورو هېوادونو د جنګ ډګر نه جوړوو.
اتم: خو دا کار هغه وخت کولی شو چې د افغانستان اسلامي امارت د یو حزبي نظام پر ځای ملي مؤسسات رامنځته کړي، بیروکراسي او اداري نظام باید ملي وي، ملي اسلامي شورا باید رامنځته شي، د سیستم د چلولو لپاره باید میکانیزم رامنځته شي (هغه ته که هر نوم ورکول کیږي، اساسي قانون ورته ویل کیږي او که اصول نامه ورته ویل کیږي یا هر بل نوم ورته ویل کیږي) همدا راز نورې ټولې ادارې باید ملي رنګ غوره کړي، حزبي رنګ یې باید په قرار قرار را کنترول کړی شي همداسې یو حالت ته عام افغانان ټول شموله نظام وايي، د امریکا او نورو جهتونو یا د غلو او مختلسینو په اشتراک جوړ شوي نظام ته ملت ټول شموله نه وايي.
نهم: همدا د مشکل ستراتيژیک حل دی، له دې څخه پرته په حل باندې ټینګار یو تاکتیکي حرکت خو کېدلی شي مګر موږ په بنسټیز ډول له مشکلاتو څخه نه شي ایستلی.
پای

 

1 دیدگاه برای «علمی بحث: له امریکا، روسیې او چین سره د اسلامي امارت د اړیکو څرنګوالی»

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *