په شانګهای همکارۍ سازمان کې د ایران دایمي غړیتوب: پر سیمه او افغانستان یې اغېزې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • په شانګهای همکارۍ سازمان کې د ایران دایمي غړیتوب: پر سیمه او افغانستان یې اغېزې
  • سریزه
  • د شانګهای همکارۍ سازمان لاسته راوړنې
  • په شانګهای همکارۍ سازمان کې د ایران دایمي غړیتوب او پر سیمه یې اغېزې
  • په شانګهای همکارۍ سازمان کې د ایران دایمي غړیتوب او پر افغانستان یې اغېزې
  • د شانګهای همکارۍ سازمان پر وړاندې پرتې ننګونې
  • پايله
  • یادښتونه او سرچینې

____________________________________

سریزه

شانګهای همکارۍ سازمان یو بین الحکومتي سیاسي، اقتصادي او امنیتي نړیوال سازمان دی چې د ۲۰۰۱ ز.کال د جون پر ۱۵مه نېټه یې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان او ازبکستان له لوري د چین په شانګهای ښار کې د موجودیت اعلان وشو. تر دې مخکې له ازبکستان څخه پرته پورته ټولو هېوادونو د شانګهای پنځه غړیتوب درلود، چې په ۱۹۹۶ ز.کال کې د لومړي ځل لپاره رامنځته شو. په ۲۰۰۱ ز.کال کې د ازبکستان له غړیتوب سره سم د شانګهای پنځه نوم د شانګهای همکارۍ سازمان ته واوښت. د شانګهای پنځه د بنسټ اېښودلو یو ستر دلیل د سیمه ییز ثبات په موخه د ترهګرۍ، بېلتونپالنې او بنسټپالنې پر وړاندې مبارزه وه. د وخت په تېرېدو سره سازمان په خپل چوکاټ کې سیاسي، اقتصادي او کلتوري مسایل هم راونغاړل، خو بیا هم دفاعي او امنیتي همکارۍ د سازمان لومړیتوب جوړوي.

د شانګهای همکارۍ سازمان اصلي موخې د غړو هېوادونو ترمنځ د باور پیاوړتیا او د ګاونډیو ترمنځ ښې اړیکې؛ په سیاست، سوداګرۍ، اقتصاد، ساینس او ټېکنالوجۍ، کلتور او همدارنګه تعلیم، انرژۍ، ټرانسپورټ، سیاحت، چاپېریال ساتنې او نورو برخو کې د اغېزمنو همکاریو هڅول؛ په سیمه کې د سولې، امنیت او ثبات ساتلو لپاره ګډې هڅې او د یوه نوي، ډېموکراټیک، عادلانه او منطقي سیاسي او اقتصادي نړیوال نظم رامنځته کول دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د پرېکړې نیولو لپاره تر ټولو لوړ ارګان د دولتي مشرانو شورا ده، چې د سازمان فعالیتونو او نورو مهمو مسایلو په اړه په کال کې یو ځل غونډه کوي. د حکومتي مشرانو شورا، د څو اړخیزو همکاریو او لومړیتوبونو په موخه په کال کې یو ځل غونډه کوي او د سازمان کلنۍ بودیجه تصویبوي. د دولتي او حکومتي مشرانو پر غونډو سربېره، د سازمان په کچه د پارلماني رییسانو، امنیت شورا سکرترانو، بهرنیو چارو وزیرانو، دفاع وزیرانو، د بېړنیو مرستو، اقتصاد، ټرانسپورټ، کلتور، تعلیم او روغتیا پاملرنې د رییسانو په کچه د غونډو لپاره میکانیزمونه شته. دغه سازمان دوه دایمي ارګانونه لري: د چین په پلازمېنه بېجېنګ کې سکرتریت او د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د ترهګرۍ ضد سیمه ییز جوړښت دی. د شانګهای همکارۍ سازمان جنرال سکرتر او د ترهګرۍ ضد سیمه ییز جوړښت اجرايوي کمېټې مشر، د دولتي مشرانو شورا له لوري د درېیو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې ایران د شانګهای همکارۍ سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کړ، دا چې سازمان کومې لاسته راوړنې لري؛ په سازمان کې د ایران دایمي غړیتوب خپله د ایران، سیمې او افغانستان لپاره څه پایلې لري او په ټوله کې د سازمان فعالیتونو پر وړاندې کومې ننګونې پرتې دي، تر څېړنې لاندې نیسو.

 

د شانګهای همکارۍ سازمان لاسته راوړنې

د شانګهای همکارۍ سازمان په اړه د نړۍ پوهان بېلابېل نظرونه لري. ځینې پوهان پر دې باور دي چې دغه سازمان کنفرانس ته ورته دی، یوازې کلنۍ غونډې جوړوي او ټاکل شوی هدف نه شي تعقیبولای. ځینې نور بیا پر دې باور دي چې د سازمان غړي هېوادونه بېلابېل سیاسي نظامونه، اقتصادي سیستمونه، مذهب او کلتورونه لري، له همدې امله پرېکړې یې اغېزمنې نه دي، ځکه همدغه توپیرونه د بېلابېلو مسایلو په اړه د سازمان د واحدې اجماع مخه نیسي. د یادونې وړ ده چې ډېر شمېر لوېدیځوال شانګهای همکارۍ سازمان ته د ناټو ضد سازمان په سترګه ګوري.

د شانګهای همکارۍ سازمان ډېر ملاتړي پر دې باور دي چې دا یو نوی راټوکېدلی او د عمر له اړخه ځوان سازمان دی، طبیعي ده چې په لومړي سر کې به ستونزې وي، خو د وخت په تېرېدو سره به سازمان وکولای شي د پام وړ لاسته راوړنې ولري. د تاریخ په اوږدو کې دا لومړنی سازمان دی په داسې یوه جغرافیه کې رامنځته شوی چې غړي یې د سیاسي، اقتصادي، امنیتي او کلتوري توپیرونو ترڅنګ د پولو پر سر اختلافونه هم لري، چې کولای شي د سازمان په کچه همغږي اغېزمنه کړي.

شانګهای همکارۍ سازمان یو څو اړخیز جوړښت دی چې درې ډوله همکارۍ لري. (الف) په سیاست او امنیت، (ب) سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو او (ج) د فرهنګونو په پراختیا او بشري اړیکو کې همکارۍ شاملېږي. د سازمان مشرتابه هڅه کوي په سیمه کې د جګړو د مخنیوي لپاره اقتصادي نوښتونه رامنځته کړي، چې کولای شي د پوځي لګښتونو په راکمولو کې مرسته وکړي. که څه هم د سازمان غړو هېوادونو په بېلابېلو برخو لکه بانکوالۍ، پانګونو، تولید، کرنې، ټرانسپورټ، ګمرکونو او سیاحت کې تر سلو ډېر حقوقي سندونه لاسلیک کړي، خو اغېزمنتیا یې ډېره څرګنده نه ده.

لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه، د امنیت خوندیتوب د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره لومړیتوب دی، غړو هېوادونو د ترهګریزو کړنو او بېلتونپالو ډلو د مخنیوي په موخه همغږۍ او همکارۍ زیاتې کړې دي او یو له بل سره استخباراتي معلومات شریکوي او کله نا کله ګډ پوځي تمرینونه هم ترسره کوي. د یادونې وړ ده چې شانګهای پنځه په لومړي سر کې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت په موخه رامنځته شو، خو د سیمې په سیاسي او اقتصادي وضعیت کې د بدلون په رامنځته کېدو سره په دغه مفهوم کې هم بدلون راغی او نن په دغه سازمان کې تر ډېره د امنیتي همکاریو ځای اقتصادي همکاریو نیولی دی. خو باید زیاته شي چې که نن د سازمان غړي هېوادونه امنیت او اقتصادي پرمختګ تجربه کوي، دا د سازمان له چوکاټ څخه بهر خپله د هېوادونو نوښت دی او تر ډېره په سازمان پورې اړه نه لري.

د شانګهای همکارۍ سازمان ستره لاسته راوړنه په غړو هېوادونو کې د ګډې همکارۍ مفهوم خپرول دي چې دغه همکارۍ سیاسي، اقتصادي، امنیتي او فرهنګي اړخونه لري. اقتصادي همکارۍ د شانګهای همکارۍ سازمان بله مهمه برخه جوړوي. په دې وروستیو کې د سازمان اقتصادي پوټنشیل لوړ شوی، دا له دې امله نه چې په سازمان کې اقتصادي تعامل لوړی شوی، بلکې د سازمان له چوکاټ څخه بهر د هر غړي هېواد په ځانګړي ډول د چین اقتصادي ځواک لوړ شوی دی. سربېره پر دې، د شانګهای همکارۍ سازمان په سیمه ییزه جغرافیه کې د اقتصادي همکاریو د پرمختګ ترڅنګ ټیکنالوجي هم د پام وړ پرمختګ کړی دی. په ټوله کې د شانګهای همکارۍ سازمان غړو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري پراخه شوې او همدارنګه د سازمان تر پوښښ لاندې په غړو هېوادونو کې ځینې پوهنتونونه د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو وګړو ته د لوړو زده کړو لپاره ځانګړي شوي دي.

په شانګهای همکارۍ سازمان کې د ایران دایمي غړیتوب او پر سیمه یې اغېزې

د ۲۰۱۷ ز.کال د جون پر ۹ مه هند او پاکستان د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کړ، دا لومړی ځل و چې له ۲۰۰۱ ز.کال وروسته سازمان نور هم پراخ شو. همدارنګه په ۲۰۲۱ ز.کال کې په شانګهای همکارۍ سازمان کې د دایمي غړیتوب لپاره د ایران غوښتنلیک ومنل شو، چې له ۱۸ کلن مزل وروسته په هند کې د پرلیکه غونډې له لارې د ۲۰۲۳ ز.کال د جولای پر ۴ مه ایران د دغه سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کړ.

ایران په منځني ختیځ کې یو له پياوړو هېوادونو څخه دی چې لوېدیځ ضد دریځ لري او هڅه کوي د سیمې بېلابېلو سازمانونو کې د غړیتوب له لارې خپل دریځ پیاوړی او سیمه ییزې اړیکې پراخې کړي. ایران په داسې حال کې د سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کوي چې غواړي له چین او روسیې سره خپلې اړیکې لاپسې پراخې او ټینګې کړي، ترڅو له اقتصادي اړخه تر یوه بریده د متحده ایالاتو او اروپا بندیزونه مات کړي. د ځینو ایراني رسنیو په حواله، په ۲۰۲۲ ز.کال کې د ایران او سازمان غړو هېوادونو ترمنځ سوداګري څه کم ۳۹ ملیارده ډالرو ته رسېده، چې یوازې څه باندې ۱۹ ملیارده ډالره یادو هېوادونو ته د ایران صادرات شوي وو. د سازمان غړیتوب به له مرکزي اسیا سره د ایران سوداګري نوره هم پراخه کړي او کېدای شي د ګمرکي تعرفو په برخه کې اسانتیاوې راولي.

په شانګهای همکارۍ سازمان کې د ایران دایمي غړیتوب د ختیځ پر لور ګام دی. کله چې د ولسمشر احمدي نژاد د حاکمیت پر مهال له نړیوالې ټولنې سره د ایران اړیکې خرابې شوې، نو ایران په خپل بهرني سیاست کې د ختیځ پر لور حرکت ته لومړیتوب ورکړ. ورته مهال، د ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي د بهرني سیاست یو له مهمو هڅو ختیځ لور ته د ایران حرکت دی او همدارنګه څو اړخیزتوب ته هم اهمیت ورکوي، چې په سازمان کې د ایران دایمي غړیتوب به د ایران د څو اړخیزتوب پالیسي لاپسې پیاوړې کړي.

ایران به په پوځي برخه کې د چین د ټېکنالوجۍ غوښتنه وکړي، خو چین شونې ده د هغو هېوادونو حساسیتونه هم په پام کې ونیسي چې له ایران سره ښې اړیکې نه لري. ورته مهال، چین هم کېدای شي په سازمان کې د ایران غړیتوب په خپله ګټه وکاروي، داسې چې متحده ایالاتو ته فشار ورکړي ترڅو تایوان د چین په ضد ونه کاروي. همدارنګه په سازمان کې د ایران غړیتوب د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د دایمي غړیتوب چانسونه هم ډېروي، ترڅو اړیکې عادي او سیمه ییزې سیالۍ راکمې شي، ځکه په دې وروستیو کې د چین په منځکړتوب د ایران او سعودي عربستان اړیکې بېرته رغول شوې دي.

په شانګهای همکارۍ سازمان کې د ایران دایمي غړیتوب د سازمان لپاره لاسته راوړنه هم ده، ځکه شونې ده د سازمان اړیکې له اسلامي هېوادونو سره لاپسې پراخې شي. سربېره پر دې، په سازمان کې د ایران دایمي غړیتوب په منځني ختیځ کې د سازمان نفوذ هم زیاتوي ترڅو منځني ختیځ کې امنیتي اندېښنې په نښه کړي. په سازمان کې د ایران غړیتوب په لوېدیځه اسیا کې د چین له ښکېلتیا سرچینه اخلي، په ۲۰۲۱ ز.کال کې د ایران او چین ترمنځ ۲۵ کلن تړون د دواړو هېوادونو نږدې اړیکې په ډاګه کوي، ورته مهال دغه سازمان د ایران اقتصادي پرمختګ لپاره هم یو مهم عامل دی.

ایران د تېلو او ګازو پراخې زېرمې لري چې کولای شي د سازمان له غړو هېوادونو سره د انرژۍ په برخه کې همکاري وکړي. ګومان کېږي چې په سازمان کې د ایران غړیتوب د دوه اړخیزې اړتیا له مخې ترسره شوی دی. په دې معنی چې له یوه اړخه د سیمې هېوادونه د ایران انرژۍ ته اړتیا لري او له بله اړخه ایران د سازمان له سیمه ییز نفوذ هم ګټه پورته کوي ترڅو د سازمان په چوکاټ کې خپلې غوښتنې نړیوالو ته وړاندې کړي. همدارنګه په سازمان کې د ایران دایمي غړیتوب کولای شي د سازمان غړو هېوادونو ته د سیمه ییز ټرانزیت اسانتیاوې هم برابرې کړي.

په شانګهای همکارۍ سازمان کې د ایران دایمي غړیتوب او پر افغانستان یې اغېزې

ایران او افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه دي چې هره پېښه مستقیم او غیر مستقیم پر دواړو هېوادونو اغېزې لري. په شانګهای همکارۍ سازمان کې د ایران دایمي غړیتوب بې اغېزی نه دی، کولای شي افغانستان سره د اړیکو په پراختیا او اقتصادي پرمختګ کې همکاري وکړي.

که څه هم له تېرو څه باندې څلورو لسیزو را په دېخوا، ګاونډیو د افغانستان پر وړاندې د ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې کړي، نو په شانګهای همکارۍ سازمان کې د هغوی غړیتوب به د افغانستان پر وړاندې د هغوی پر دریځ کومه ځانګړې اغېزه ونه کړي، ترڅو د افغانستان په اړه د هغوی په پالیسیو کې مثبت بدلون راولي، خو بیا هم هیلې شته چې په سازمان کې د ایران دایمي غړیتوب به د ایران – افغانستان دوه اړخیزې اړیکې او د سازمان په چوکاټ کې څو اړخیزې اړیکې مثبت لوري ته یوسي.

د متحده ایالاتو له وتلو وروسته د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه له اسلامي امارت سره دوه اړخیزې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري، خو افغانستان اوس هم په سیاسي انزوا کې دی او سازمان نه شي کولای د خپلواکې پرېکړې په ترڅ کې افغانستان له سیاسي انزوا څخه وباسي، چې ښکاره د سازمان کمزوری دریځ په ډاګه  کوي. که سازمان غواړي د افغانستان په اړه ښه نظر څرګند کړي، د ایران په ګډون د غړو هېوادونو په ملاتړ دې په افغانستان کې د سیمه ییزو پروژو له تطبیق سره مرسته وکړي، ترڅو سیمه ییز اتصال رامنځته او له سیالیو لاس واخلي.

افغانستان له ۲۰۱۲ ز.کال راهیسې د شانګهای همکارۍ سازمان څارونکی غړی دی، دا چې د سازمان مشرتابه تر دې دمه کومه سیمه ییزه پروژه په افغانستان کې نه ده تطبیق کړې او همدارنګه د چین په مشرۍ د یوه کمربند یوې لارې نوښت هېڅ اقتصادي دهلېز هم مستقیم له افغانستان څخه نه تېرېږي، نو اړتیا ده چې افغانستان ته په شانګهای همکارۍ سازمان کې دایمي غړیتوب ورکړل شي، ترڅو د افغانستان له ستراتیژيک موقعیت څخه ګټه واخیستل شي او د سازمان په مرسته یو لړ سیمه ییزې پروژې په افغانستان کې عملي شي.

د افغانستان اسلامي امارت بې طرفه او پر اقتصاد ولاړ بهرنی سیاست لري او د ګاونډیو په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. دا چې ایران له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري، کولای شي د سازمان په چوکاټ کې د افغانستان په اړه سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي، ترڅو د سیمې هېوادونه له سیمه ییزو سیالیو لاس واخلي او افغانستان اقتصادي پرمختګ تجربه کړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان پر وړاندې پرتې ننګونې

د شانګهای همکارۍ سازمان جغرافیه د تاریخ په اوږدو کې د سیمه ییزو سیالیو ښکار شوې ده. په سیمه کې متحده ایالات، چین، روسیه او هند ستر قدرتونه دي چې یو له بل سره سیالۍ لري. متحده ایالات په مرکزي اسیا کې له چین او روسیې سره او په پاسفیک سیمه کې له چین سره سیالۍ لري؛ همدارنګه چین او پاکستان له هند سره سیالۍ لري چې سیمه ییزې امنیتي ننګونې ډېروي، د سازمان فعالیتونه تر اغېزې لاندې راولي او د سیمه ییز اقتصادي پرمختګ مخه نیسي.

سازمان په خپل جوړښت کې ستر اقتصادي قدرتونه او همدارنګه کمزوري هېوادونه هم لري، چې د سازمان د ګټو په پرتله خپلو ستراتیژيکو هدفونو ته لومړیتوب ورکوي، له همدې امله د سازمان د جوړېدو هدف تر سیوري لاندې راولي. په سازمان کې د واحدې ټولنې فکر په یوه کمزوري حالت کې دی، که په سیمه کې کومه امنیتي ستونزه پېښېږي، غړي هېوادونه نه شي کولای د سازمان د ګټو د خوندیتوب په صورت کې بېړنی ځواب ووايي، ښه بېلګه یې افغانستان دی چې د سیاسي انزوا د پای ته رسېدو او اقتصادي پرمختګ لپاره دغه سازمان کوم ځانګړی پروګرام نه لري.

په امنیتي سکټور کې، د شانګهای همکارۍ سازمان امنیتي پېښو ته په ځواب ویلو کې تر دې دمه مهم رول نه دی لوبولی، ځکه غړي هېوادونه هر یو له روان وضعیت څخه د ځان لپاره جلا تعریف لري او هڅه کوي په خپله ګټه یې وڅرخوي، ان تر دې چې ځینې د بل دوست خپل دوښمن او د بل دوښمن خپل دوست ګڼي؛ په دغسې حالت کې د ګډو ګټو رامنځته کول ستونزمن دي، چې د سازمان هدف تر پوښتنې لاندې راولي.

د شانګهای همکارۍ سازمان اغېزمنتیا یوازې په دې که نه ده چې د نړۍ ستره جغرافیه په ځان کې رانغاړي، ډېر نفوس لري او لوړ کلنی ناخالص تولید لري. په سازمان کې ځینې هېوادونه شته چې کمزوري سیاسي نظامونه او مخ پر ځوړ اقتصاد لري، کله چې یاد هېوادونه نشي کولای خپل ملي اقتصاد ورغوي او له سیاسي کړکېچ څخه ووځي، نو سازمان ته به یې څه ګټه ورسېږي.

پایله

په شانګهای همکارۍ سازمان کې د ایران دایمي غړیتوب کولای شي د ایران او سازمان غړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې او څو اړخیزې اړیکې پراخې کړي او همدارنګه شونې ده چې د سیمې په کچه اقتصادي تعامل لوړ او تر یوه بریده ایران د لوېدیځ له سیاسي او اقتصادي بندیزونو وژغوري، خو اندېښنې هم شته چې د سازمان غړو هېوادونو ترمنځ بېلابېل اختلافونه به د سازمان اغېزمنتیا او فعالیتونه کمزوري کړي.

په تېرو شلو کلونو کې د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د سیمه ییزو همکاریو مفهوم ښه وده کړې او د همکارۍ ساحې هم پراخې شوې دي، خو د شانګهای همکارۍ سازمان د تاسیس له نېټې څخه تر دې دمه د افغانستان په تړاو پرته له دې چې اندېښنې په ډاګه کړي، نور اغېزمن نه دی ثابت شوی او همدارنګه د افغانستان په اړه د سیمه ییزې اجماع په رامنځته کولو کې هم پاتې راغلی دی. له یوه اړخه، دا چې په سازمان کې د ګټو واحد تعریف نشته او همغږي هم په ټیټه کچه کې ده او له بله اړخه د تاریخ په اوږدو کې سیمه ییز سازمانونه د افغانستان لپاره ډېر اغېزمن نه دي ثابت شوي، نو د اسلامي امارت لپاره اړینه ده چې په سازمان کې د غړیتوب لپاره د هڅو ترڅنګ د دغه سازمان له غړو هېوادونو سره مستقیمې دوه اړخیزې اړیکې ټینګې او پراخې کړي، ترڅو له یادو هېوادونو سره د ګډو ګټو د رامنځته کولو میکانیزمونه رامنځته شي.

تر هغې چې د سازمان غړي هېوادونه خپلې دوه اړخیزې ستونزې حل نه کړي او یو له بل سره ګټې شریکې نه کړي، د سازمان په چوکاټ کې به یې کړنې اغېزمنې ثابتې نه شي. نو وړاندیز کېږي چې د شانګهای همکارۍ سازمان غړو ترمنځ دوه اړخیز باور رامنځته او پیاوړی شي، یو د بل ظرفیتونه وپېژني، له اختلافونو تېر شي او یو د بل له وړتیاوو د سازمان په ګټه کار واخلي. دا چې چین په خپل نوښت د سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو د رامنځته کولو اوږده مخینه نه لري، نو د شانګهای همکارۍ سازمان او په هغې کې غړیتوب او پراختیا د چین لپاره یوه نوې تجربه ده، چې د راتلونکي لپاره به ترې نوي درسونه زده کړي.

یادښتونه او سرچینې

  1. Rashid Alimov. (2018). The Shanghai Cooperation Organization: Its role and place in the development of Eurasia. Journal of Eurasian Studies, vol. 9, 114-124. https://doi.org/10.1016/j.euras.2018.08.001
  2. Xue, Y., and Makengo, B. M. (2021). Twenty Years of the Shanghai Cooperation Organization: Achievements, Challenges and Prospects. Open Journal of Social Sciences, 9, 184-200. https://doi.org/10.4236/jss.2021.910014
  3. https://www.financialexpress.com/business/defence-explained-implications-of-irans-membership-in-the-sco-opportunities-for-indianbsp-3155330/
  4. https://carnegieendowment.org/sada/88427
  5. http://www.china.org.cn/english/features/meeting/171489.htm
  6. http://eng.sectsco.org/docs/about/faq.html
  7. https://aric.adb.org/initiative/shanghai-cooperation-organization

https://www.tasnimnews.com/en/news/2023/03/12/2866193/iran-sco-trade-exchange-hits-about-39-billion-in-11-months

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *