د اسلامي امارت په دوره کې د افغانستان او پاکستان اقتصادي اړیکو ته کتنه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د اسلامي امارت په دوره کې د افغانستان او پاکستان اقتصادي اړیکو ته کتنه
  • سریزه
  • د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټرانزیټ
  • دوه اړخيزه سوداګري
  • سيمه ييزه سوداګري
  • د دوه اړخيزو اقتصادي اړيکو پر وړاندې خنډونه
  • پايله
  • وړاندیزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو مسیر له لوړو ژورو ډک دی او تر ډېره د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت او ټرانزیټ د سياسي اړيکو او بې‌ثباتیو قرباني دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سیاسي اړیکو کې لوړې او ژورې په بېلابېلو مرحلو کې بېلابېل عوامل لرلي. په تېرو وختونو کې تر ډېره تحلیل دا و، چې د نورو عواملو ترڅنګ د ډیورنډ کرښې مسئله هم یوه هغه بنسټیزه قضیه ده چې دا اړیکې یې ترینګلې کړې دي.[i]

په تېرو دوو کلونو کې چې په افغانستان کې اسلامي امارت په واک کې دی، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګراف لوړ شوی، خو یو لړ ستونزې هم راټوکېدلې دي چې ممکن عوامل یې د تېر په پرتله متفاوت وي. تازه پاکستان د افغانستان په اړه یو لړ داسې اقتصادي سیاستونه غوره کړي چې په ژوره توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې اغېزمنولی شي او ګمان کېږي چې د دغو اقداماتو منفي اغېزې به پر دواړو اړخونو پرېوځي او په ځینو برخو کې به اوږدمهالې منفي اغېزې ولري.

که له پاکستان سره د اسلامي امارت په دواړو دورو کې سوداګرۍ ته پام وکړو، نو جوتېږي چې د تېرې دورې په پيل کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري ۲۵ ميليونه ډالره وه چې د دغې دورې تر پای پورې ۱۷۰ ميليونه ډالرو ته ورسېده. د جمهوريت په لومړۍ لسيزه کې بیا دا کچه دوه نيم ميليارده ډالرو ته ورسېده[ii]. په ۲۰۲۱ز. کال کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري بيا زیاته شوې او تر دوه ميليارده ډالرو پورې رسېدلې ده. د جمهوريت له دورې سره د دغه زیاتوالي توپير په دې کې دی چې هغه مهال د صادراتو او وارداتو ترمنځ توازن موجود نه و، يعنې پاکستان ته صادرات کم او واردات زيات و، خو د اسلامي امارت په اوسنۍ دوره کې له پاکستان سره د صادراتو او وارداتو په برخه کې تقريباً توزان رامنځته شوی دی، يعنې د افغانستان له لوري پاکستان ته د صادراتو کچه زياته شوې ده چې ستر لامل يې د اسلامي امارت له لوري د کانونو او په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو استخراج او پاکستان ته یې صادرول دي.

په بل اړخ کې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پراختيا او تنظيم په موخه په ۲۰۱۰ز. کال کې د اپټا[۱] تړون د دواړو لوريو ترمنځ لاسليک شو چې دغه تړون اوس هم نافذ دی او اسلامي امارت د دغې تړون د وجايبو پر وړاندې مسؤل او له امتيازاتو څخه يې ګټه اخيستی شي. همدارنګه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سيمه ييزو سوداګري هم شتون لري چې يعنې د اپټا د تړون پر بنسټ پاکستان کولای شي چې مرکزي اسيا سره د افغانستان له لارې سوداګري وکړي او افغانستان کولای شي د پاکستان له لارې له هند سره سوداګري وکړي او دواړه لوري کولای شي سيمه ييزو پروژو کې هم سره ګډون وکړي چې  کاسا ۱۰۰۰ او ټاپي يې ښې بېلګې دي.

په ټوله کې د افغانستان او پاکستان اقتصادي اړيکې درې برخې لري: دوه اړخيزه سوداګري، ټرانزيټي سوداګري او سيمه ييزه سوداګري. په دې لنډه تحليلي مقاله کې پر همدغو دریو برخو بحث وکړو.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټرانزیټ

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزيټ په برخه کې د همکارۍ د پراختيا لپاره د یو تړون د لاسليک په موخه په ۲۰۰۸ز. کال مذاکرات پيل شول چې بيا په ۲۰۱۰ز. کال کې د اپټا په نوم يو تړون د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزيرانو لاسليک کړ. دغه تړون چې ۵۸ مادې لري د اسلامي امارت د اوسنۍ واکمنۍ پرمهال هم نافذ دی، سره له دې چې د دې تړون د ځينو موادو د تطبيق په برخه کې خنډونه شته، خو په ټوله کې دغه تړون نافذ دی او دواړو لوري پر استناد کولای شي.

د دغه تړون پر بنسټ دواړه هېوادونه کولای شي چې د يو او بل خاورې ته لاسرسی ولري او له هغې د ټرانزيټي سوداګرۍ په موخه ګټه واخلي. د دغه تړون پر بنسټ افغانستان د پاکستان له دريو لويو بندرونو (کراچۍ، ګوادر او قاسم بندرونو) او دوو هېوادونو، یعني چين ته د سوسټ/تاشقرغان له لارې او هند ته د واګه پولې له لارې ټرانزيټي لاسرسی پيداکوي. البته يوه يادونه بايد وکړو چې افغانۍ لارې (لوی ګاډي) به پر واګه پوله خالي کېږي او په هندي کانتينرونو او لاريو کې به هند ته انتقالېږي. همدارنګه افغانۍ لارې نشي کولای چې له هغې خوا هندي مالونه راانتقال کړي بلکې له هغې خوا به تش راځي.

پاکستان هم کولای شي چې له ايران سره د افغانستان د اسلام قلعه او زرنج له لارې، له ازبکستان سره د حيرتان بندر له لارې، له تاجکستان سره د شېرخان بندر له لارې، او له ترکمنستان سره د اقينه او تورغونډۍ له لارې وصل شي او ټرانزيټ ترسره کړي.[iii]

د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانزيټي سوداګرۍ په مخ کې ځينې  خنډونه پراته دي چې دلته يې لنډه يادونه کوو:

۱- د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ د پولو تړل کېدل: په ۲۰۲۱ز. کال د اګست په مياشت کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته څو وارې د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ په تورخم او يا هم سپين بولدک سرحد کې ستونزې رامنځته شوې دي او دا سرحد د خلکو د تګ او راتګ په ګډون د سوداګرۍ په موخه هم څو وارې تړل شوی دی چې د دواړو لوريو سوداګرو ته يې مالي زيان اړولي دي. د ۲۰۲۳ز. کال د فبرورۍ په مياشت کې د اسلامي امارت له لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ او راتګ او سوداګرۍ لپاره وتړل شوه، دغه دروازه درې ورځې بنده وه او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ورسره په ټپه ولاړه وه او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي اړيکو يې هم منفي اغيزه وکړه. د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې مشر سيد ضياالحق سرحدي په وينا د تورخم د دروازې تړلو له امله دواړه لوريو ته ۶۰۰۰ ټېلرې او لوی ګاډي بند پاتې وو، چې دواړو لوريو ته يې ميليونه ډالر زيان اړولی دی. د اسلامي امارت چارواکو په وينا دروازه يې له دې امله تړلې چې پاکستاني لوري د ټرانزيت او ناروغانو د پرېښودو په برخه کې پر خپلو ژمنو وفا نه کوله.[iv] د همدغو سرحدي او سوداګريزو شخړو د حل په موخه د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري د ۲۰۲۳ز. کال د می په مياشت کې په اسلام اباد کې سره وکتل او دواړه لوري دې هوکړې ته ورسېدل چې دوه اړخيزې سوداګرۍ ته به پراختيا ورکوي، د تروريزم په خلاف جګړه کې به همکاري کوي او سرحدي اندېښنې به پای ته رسوي.[v]

۲- له هند سره د ټرانزيټي سوداګرۍ پر وړاندې  خنډونه: لومړی خنډ خو خپله په اپټا تړون کې دی چې افغاني کانتينرونه او لارې واګه پولې نه اخوا نه پرېږدي تر څو هند ته تېرې شي او له هغې خوا به افغانۍ لارې بېرته تشې راځي چې دا افغاني سوداګرو ته لوی زيان دی او دويم خنډ په اوس وخت کې د هند او اسلامي  امارت ناسمې اړيکې دي، ځکه  هند تراوسه په ډهلي کې  افغان سفارت اسلامي امارت ته نه دی سپارلی او په تېرو دوه کالو کې افغان محصلينو، ناروغانو او عادي افغانانو ته د هر ډول ویزو ورکړه بنده کړې ده او طبعي خبره ده چې دغه عمل د پاکستان له لارې د هند سره پر  ټرانزيټي سوداګرۍ منفي  اغيزه کوي.

۳- په کراچۍ او ګوادر بندرونو کې د افغاني کانتينرونو ځنډول او د ځنډ ناعادلانه فيس: افغان سوداګر بايد په ۱۲ ورځو کې  په کراچۍ او ګوادر بندرونو کې  د ټکس او نور کاغذي  کارونه خلاص کړي او خپل  مال ترلاسه کړي، که له ۱۲ ورځو دا کار وروستي شي، نو پاکستان حکومت افغاني  سوداګر څخه هر ورځ ۶۰ ډالر او وروسته ۸۰ ډالر اضافه اخلي او د هرو شلو ورځو په تېرېدو سره د جريمې پېسې هم  زياتېږي. پاکستان د دغو  پېسو د ترلاسه کولو په موخه ځينې خنډونه جوړوي تر څو افغاني کانتينرې  وځنډيږي تر څو دوي ډېر پېسې لاسته راوړي چې دا خپل د دواړو هېوادونو د ټرانزيټ په مخ کې  خنډ دی.

د افغانستان پر ترانزیټي سوداګرۍ تازه بندیزونه: اوسمهال تر ټولو جدي مسئله له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان ځینې تازه سیاستونه چې ګمان کېږي دوه اړخیزې اقتصادي اړیکې به په شدت سره زیانمنې کړي. د بېلګې په توګه د پاکستان د سوداګرۍ وزارت تازه افغانستان ته د ۲۱۲ قلمه توکو صادرات ممنوع کړي، چې پکې ۱۷ ډوله جامې، بېلابېل ډوله پلاستیک، نقلیه وسایل، چای، آرایشي توکي او لسګونه روغتیایي لوازم پکې راځي. د دې ترڅنګ د تازه او وچې مېوې، کورنیو وسایلو لکه یخچال او داسې نورو توکو صادرات هم افغانستان ته ممنوع شوي دي. تر دې دوه ورځې وړاندې پاکستان د افغانستان پر څو وارداتي توکو هم ۱۰ سلنه ګمرکي تعرفه وضع کړې وه.

دوه اړخيزه سوداګري

په ټوله کې تېرو دوو کلونو وښوده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري مخ پر لوړېدو ده. په ۲۰۲۱ز. کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټوله دوه اړخيزه سوداګري يو ميليارد او شپږ سوه اته شپېته ميليونه (۱۶۶۸.۴۴) وه چې په ۲۰۲۲ز. کال کې دا کچه يو ميليارد او اته سوه ۶۱ ميليونه (۱۸۶۱.۶۴) ته لوړ شوه، يعنې د ۲۰۲۱ز. کال په پرتله په ۲۰۲۲ز. کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۲ سلنه دوه اړخيزه سوداګري لوړه شوې ده. په ۲۰۲۱ز. کال کې افغانستان له پاکستان څخه د ۸۶۷.۰۳ مليونه ډالر په ارزښت توکي وارد کړي چې په ۲۰۲۲ز. کال کې دا کچه ۹۶۸.۴۳ ميليونه ډالرو ته لوړه شوه. همدارنګه په ۲۰۲۱ز. کال کې افغانستان له لوري پاکستان ته د ۸۰۱ ميليون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي چې په ۲۰۲۲ز. کال کې دغه کچه ۸۹۳ ميليونه ډالرو ته لوړه شوه.[vi]

د پاکستان له لوري  افغانستان ته طبي مواد، وريجې، نباتي  غوړي، پلاستيک، غذايي مواد، سيمنټ، ژاولې، المونيم، تازه ميوه او سبزيجات په لوړه کچه صادرېږي او د افغانستان له لوري پاکستان ته ډبرو سکاره، انګور، ځمکنی توت، مڼې او نور تازه ميوه، پنبه، روميان، پياز، اوسپنه، بادرنګ، وچه ميوه او نورو توکي صادرېږي.[vii]

که د وروستیو سیاستونو په برخه کې بیاکتنه وشي، نو تمه ده چې د ۲۰۲۳ز. کال تر پای پورې د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه تر دوه ميلياردو ډالرو پورې ورسېږي ځکه چې د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۲۳ز. کال په هره مياشت کې په دوه اړخيزه سوداګرۍ د پام وړ زياتوالی راځي، د بېلګې په ډول د ۲۰۲۳ز. کال په جولای مياشت کې  د دواړو لوريو ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري ۹۹.۹۸ ميليونه ډالره و، خو د همدغه کال په اګست مياشت کې دوه اړخيزه سوداګري ۱۳۵.۳۰ ميليونه ډالرو ته لوړه شوه. په  اګست مياشت کې افغانستان له پاکستان څخه د ۷۶.۴۰ ميليونه ډالرو په کچه توکي  وارد کړي او د ۵۸.۹۰ ميليونه ډالرو په کچه يې پاکستان ته توکي صادر کړي دي.[viii] که هره مياشت په دوه اړخيزه سوداګرۍ کې په دې کچه لوړوالی راشي، نو تمه ده چې دوه اړخيزه سوداګري به تر دوه ميليارده ډالرو پورې  ورسېږي.

سيمه ييزه سوداګري

د پاکستان او اسلامي امارت په اقتصادي اړيکو کې بله مهمه موضوع د پاکستان او چين اقتصادي دهليز يا CPEC (China-Pakistan Economic Corridor) دی. چين غواړي چې افغانستان هم د دې دهليز برخه کړي او د همدې موضوع لپاره يې څو ځلې له پاکستاني لوريو سره خبرې اترې هم کړي دي. چين غواړي چې په افغانستان کې د پاکستان د اقتصادي او ډيپلوماتيکي نفوذ څخه ملاتړ وکړي او له دې لارې چين غواړي چې د پاکستان سره دوه اړخيز اقتصادي دهليز (CPEC) په څو اړخيز اقتصادي دهليز CAICAP (China, Afghanistan, Iran, Central Asia and Pakistan) باندې بدل کړي.[ix] د چين له دې پلان څخه په ښکاره څرګنديږي چې دوي غواړي افغانستان د يو کمربند يوې لارې پروژې برخه کړي او سيپيک د دې پروژې برخه ده، نو که افغانستان د سيپيک برخه کېږي دا په دې معنی چې د افغانستان او پاکستان اقتصادي اړيکې به هم له دې لارې قوي شي او د دوي ترمنځ به سوداګري لا پياوړې شي.

د ۲۰۲۳ز. کال په می مياشت کې کې د چين د بهرنيو چارو وزير قېن ګېنګ پاکستان ته سفر وکړ او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري، جمهور رئيس عارف علوي او د پوځ مشر جنرال اصف منير سره يې وکتل او د سيپيک په اړه ورسره تفصيلي خبرې وکړې چې په دې خبرو کې د چين د بهرنيو چارو وزير له پاکستان لوريو څخه د امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه ځکه پرته له امنيت څخه د سيپيک او دې ورته پروژو تطبيقول ناشوني دي، همدارنګه د چين د بهرنيو چارو وزير له پاکستاني لوريو څخه د هغو چينايانو د امنيت خوندي کولو غوښتنه هم وکړه چې په پاکستان کې په چينايي شرکتونو کې کار کوي او د پاکستان له اقتصادي رغونې سره همکاري کوي.[x]

همدارنګه د سيمه ييزې سوداګرۍ په برخه که د مرکزي اسيا سره ځينې داسې پروژې لاسليک شوي دي چې پاکستان او افغانستان يې دواړه برخه دي او دواړه لوري ترې ګټه اخلي چې دلته يې ترې يادونه کوو:

۱- ټاپي پروژه:  دغه پروژه د ۲۰۱۵ز. کال د ډسمبر مياشتې پر ۱۳مه نېټه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ لاسليک شوه. د دې پروژې له لارې به ۳۳ ميليارده کيوبيک متره ګاز هر کال غړو هېوادونو ته انتقالېږي. د دې پروژې پر بنسټ به ګاز د ترکمنستان له دولت اباد څخه پيلېږي او  د ۱۸۰۰ کيلو متره سړک پرمټ به د افغانستان د هرات – کندهار له لارې د پاکستان کويټې او ملتان ته او له هغه ځايه د هند فېضلکه (Fazilka) ته رسېږي.  پلان دا و چې د دې پروژې کارونه بايد په ۲۰۱۰ز. کال کې پيل شي او په ۲۰۱۵ز. کال کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، خو تر ننه دا کار نه دی شوی.[xi]

۲- کاسا -۱۰۰۰: د برېښنا دغه پروژه په ۲۰۱۶ز. کال کې د قرغېزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسليک شوه.  د دې پروژې ټوله بوديجه ۱.۲ ميليارده ډالر اټکل شوې او تمه وه چې د ۲۰۱۹ز. کال تر پای د برېښنا انتقال پيل شي. د دې پروژې له لارې به له قرغيزستان څخه برېښنا تاجکستان، له تاجکستان څخه افغانستان او د افغانستان له لارې به د پاکستان پېښور ته انتقاليږي. د دې پروژې له لارې به افغانستان ۳۰۰ ميګا واټه او پاکستان ۱۰۰۰ ميګاواټه برېښنا ترلاسه کړي، خو کارونه يې تر دې دمه هم بشپړ شوي نه دي.[xii]

۳  ټاپ- ۵۰۰: د ۲۰۱۵ز. کال په ډسمبر مياشت کې ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د برېښنا دغه پروژه لاسليک کړه، چې له دې لارې به ۲۰۰۰ ميګا واټه برېښنا له ترکمنستان څخه افغانستان او له افغانستان څخه پاکستان ته انتقال شي. پر دې پروژه ۱۵۰ ميليونه ډالره لګښت راځي چې د اسيا پراختيايي بانک يې د پور په ډول د ورکړې ژمنه کړې ده. تمه وه چې د ۲۰۱۸ز. کال په لومړۍ ربعه کې د پروژې کار پيل شي، خو لا هم نيمګړې پاتې ده.[xiii]

د دوه اړخيزو اقتصادي اړيکو پر وړاندې خنډونه

۱- د اسلامي امارت په رسميت نه پېژندل: د ټرانزيټي، سيمه ييزې او دوه اړخيزې سوداګرۍ په مخ کې د اسلامي امارت په رسميت نه پېژندل يو لوی خنډ دی چې  دغه  سوداګري  لا پراختيا ته نه  پرېږدي.

۲- د امريکا متحده او ايالاتو او د هغوی د متحدينو له لوري پر اسلامي امارت اقتصادي  بنديزونه: د هر ډول سوداګرۍ په مخ کې اقتصادي بنديزونه يو لوی خنډ دی. د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ځينې بانکي فعاليتونه تر بنديزونو لاندې دي او سوداګر نشي کولای چې د دې  بنديزونو له امله په خلاص مټ سوداګري وکړي.

۳- د سياسي اړيکو خرابوالی: په دې  وروستيو کې په پاکستان کې امنېتي پېښې زياتې شوي دي چې د اکثرو پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخيستې ده. د رسمي شمېرو له مخې يوازې په ۲۰۲۳ز. کال کې په خيبر پختونخواه کې ۳۰۰ بریدونه شوي چې اکثره يې تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخيستې دي. وروستۍ پېښه تېره مياشت په باجوړ کې وشوه، چې له امله يې له ۵۴ څخه زيات کسان ووژل شول. د پاکستان لوړو پوړو چارواکو د دې پېښې له کبله اسلامي امارت ته د پړې ګوته ونیوله. د پاکستان حکومت او په ځانګړي ډول د پوځ مشر جنرال عاصم منير ادعا وکړه چې په دې پېښه کې افغاني تابعيت لرونکو لاس درلود او دوی له افغانستان څخه راغلي وو.[xiv] اسلامي امارت دغه تورونه رد کړل او د اسلامي امارت ویاند ذبيح الله مجاهد د ټويټر پر پاڼه وليکل: د وروستې امنېتي پېښې له امله پاکستان د دې پرځای چې خپل امنيت ټېنګ کړي يو ځل بيا يې افغانستان تورن کړ. اسلامي امارت تاکيد کوي چې د دوي د دې ډول پېښو حمايت نه کوي بلکې غندي يې، خو دا د اسلامي امارت مسؤليت نه دی چې په پاکستان کې د حملو مخنیوی وکړي، بلکې پاکستان بايد خپل امنيت خپله ټينګ کړي.

د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ د سياسي  اړيکو خرابوالی د دواړو هېوادونو پر اقتصادي  اړيکو منفي  اغيزه لري او د دغو اړيکو د پراخوالي په مخ کې  يو خنډ دی.

پايله

د اسلامي  امارت او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړيکې په دريو برخو کې موجودې دي چې يو په ټرانزيټ برخه  کې دي بل په دوه اړخيزه سوداګرۍ برخه کې او بل سيمه ييزه سوداګرۍ برخه کې. د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه سوداګرۍ مخ پر لوړېدو ده او ښه خبره په کې  دا ده چې د جمهوريت په پرتله په امارت کې د صادراتو او واردات بېلانس د برابرېدو پر مخ روان دی او ستر لامل يې د افغانستان له لوري د کانونو استخراج او صادرول دي. په سيمه‌ييزه سوداګرۍ کې هم فرصتونه موجود دي او اسلامي امارت کولای شي چې د جمهوريت د وخت لاسليک شوې پروژې تعقيب او د افغانستان د اقتصادي  پياوړتيا لپاره ترې ګټه واخلي  او ټرانزيټ په برخه کې هم  د اپټا تړون  شته چې د ټرانزيټې سوداګرۍ په برخه کې دواړوه لوريو ته ښه فرصت دی.

له دې ټولو سره سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو ترینګلتیا تل پر اقتصادي راکړه ورکړه منفي سیوری غوړولی، چې له افغانستان سره په اقتصادي اړیکو کې د پاکستان وروستي سختګیرانه سیاستونه هم له همدې ځایه سرچینه اخلي. له همدې کبله داسې برېښي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو له رغېدو پرته د اقتصادي اړیکو غوړېدا هم ستونزمنه ده.

وړانديزونه

۱- له پاکستان سره دې د افغانستان د يو مهم ګاونډي په توګه سياسي اړيکې ورغول شي ترڅو د دواړو لوريو ترمنځ اقتصادي اړيکې  پياوړې شي ځکه سياسي اړيکو خرابوالي پر اقتصادي  اړيکو منفي  اغيزه کړې ده.

۲-  د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزيټ په برخه کې  د اپټا تړون يو ښه فرصت دی او دواړه لوري  دې  هڅه وکړي چې د دې تړون پر  وړاندې پراته خنډونه له منځه يوسي او د هر  اړخيز تطبيق لپاره يې هڅه وکړي.

۳- اسلامي امارت باید له پاکستان سره په دواړو سیاسي او اقتصادي اړخونو کې جدي مذاکرات وکړي، ترڅو شته سوء تفاهمات له منځه ولاړ شي او د مذاکراتو د منفي پایلې په صورت کې دې پر بدیلو لارو چارو جدي غور وکړي.

۴- اسلامي امارت دې لاسليک شوې سيمه ييزې پروژې د تطبيق لپاره هر اړخيزې  هڅې پيل  کړي ځکه  اوس په ټول افغانستان کې  امن دی او دې پروژو تطبيق  لپاره تر بل هر وخت ښه فرصت برابر دی.

سرچینې

[۱] Afghanistan-Pakistan Transit Trade Agreement(APTTA)

[i] Larry Hanauer and Peter Chalk, India’s and Pakistan’s Strategies in Afghanistan: Implications for the United States and the Region, RAND Corporation, 2012, P. 27. Access Date: 28/DEC/2020, Available at: https://www.jstor.org/stable/10.7249/j.ctt1q6105.10

[ii]  Shoaib Ahmad Rahim. Afghanistan’s Dependence of Pakistan: Trade, Transit and  the cost of Being Landlocked, Kardan Journal of Economic and Management science, Access link: https://kardan.edu.af/data/public/files/KJEMS-4th-3.pdf

[iii] Mohammad Zubair Khan. Pakistan-Afghanistan Trade: Political Economy Analysis, The Asia Foundation, Access link: https://asiafoundation.org/wp-content/uploads/2016/06/Political_Economy_Analysis_Dr_Khan.pdf

[iv]  Thousands of trucks stuck at Afghan-Pakistan border crossing, Al-Arabiya News, 21 February ,2023, Access link: https://english.alarabiya.net/News/world/2023/02/21/Thousands-of-trucks-stuck-at-Afghan-Pakistan-border-crossing

[v] Pakistan, Afghanistan agree to boost trade, lower border tensions, AlJAZEERA, 8 May 2023, Access link: https://www.aljazeera.com/news/2023/5/8/pakistan-afghanistan-agree-to-boost-trade-lower-border-tensions

[vi] https://www.nation.com.pk/17-Jul-2023/pak-afghanistan-bilateral-trade-grown-by-12pc

[vii]  Shahzad Paracha, Pakistan, Afghanistan bilateral trade increases 66 percent since Taliban rule, October 12, 2022, Access link: https://www.pakistantoday.com.pk/2022/10/12/pakistan-afghanistan-bilateral-trade-increases-66-percent-since-taliban-rule/#:~:text=Pakistan%2C%20Afghanistan%20bilateral%20trade%20increases%2066%20percent%20since,thus%20increasing%2066.60%25%20in%20trade%20between%20two%20countries.

[viii]  https://www.pakistantoday.com.pk/2023/09/11/pakistan-afghanistan-bilateral-trade-increase-35-to-135-30-million-in-august-2023/

[ix] Ashraf Jehangir Qazi, Pakistan’s Afghanistan policy, DAWAN News, August 17, 2023, Access link: https://www.dawn.com/news/1770589/pakistans-afghanistan-policy

[x] Munir Ahmed, Pakistan, Afghan Taliban Agree to Boost Trade, Lower Tension, THE DIPLOMAT, May 08, 2023, Access link: https://thediplomat.com/2023/05/pakistan-afghan-taliban-agree-to-boost-trade-lower-tension/

[xi] (Amina khan, AFGHANISTAN AND REGIONAL CONNECTIVITY, INSTITUTE OF STRATEGIC STUDIES ISLAMABAD, Aug 6, 2019, P. 3.)

[xii] (M. Azim Wardak, Infrastructure Connectivity in Afghanistan, Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan, 2017, P. 12.)

[xiii] (…), Work on TAP-500 to start in Q1 2018, Economist Intelligence, 2017, Acess link: Work on TAP-500 to start in Q1 2018 (eiu.com)

[xiv] Abid Hussain, Taliban’s ties with Pakistan fraying amid mounting security concerns, ALJAZEERA,  ۱۷ Aug 2023, Access link:  https://www.aljazeera.com/news/2023/8/17/talibans-ties-with-pakistan-fraying-amid-mounting-security-concerns

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *