د ناګورنو قره باغ وروستۍ جګړه؛ د ارمنستان ماتې او د اذربایجان بریا

سریزه

د قره باغ سیمه له جغرافیوي ټکي نظره ۴۴۰۰ کیلو متره مربع مساحت لري، دغې سیمې ته په روسیي ژبه کې Nagorno Karabakh وایی، د ناګورنو لفظ د روسیې ژبې له Nagornyy  څخه اخیستل شوی او د Mountainous یا غرنی معنی ورکوي؛ چې پر همدې بنسټ قره باغ د غرني قره باغ په نوم هم شهرت لري. دې سیمې ته اذربایجانیان داغلیک او ارمنیان ارتساخ وایي او هغه حکومت چې په دې سیمه کې واکمن وو د ناګورنو قره باغ جمهوریت ( Nagorno Karabakh Republic ) په نوم یادېده.[۱] په دې سیمه کې ۸۰ سلنه وګړي ارمنیان او ۲۰ سلنه اذریان وو؛ کله چې په دې سیمه کې د ارمنستان او اذربایجان لومړی جګړي پیل شوه؛ نو له دې سیمې څخه یو میلیون اذربایجان بې ځایه او زرګونه تنه ترې ووژل شول.

له تاریخي اړخه دغه سیمه د قفقاز د نورو سیمو په څېر د محلي واکمنانو له لوري اداره کېده؛ خو کله چې د ایران او تزاري روسیې ترمنځ په دې سیمه کې پېښه شوې جګړه د دواړو لوریو ترمنځ د ګلستان د تړون چې په ۱۸۱۳ز.کال کې لاسلیک شو؛ نو قره باغ د روسیې پورې و تړل شو.[۲] روسانو د تزارې روسیې او له هغې وروسته شوروي اتحاد پرمهال خپلو ګټو ته په کتو د بېلابېلو سیمو د نفوس جوړښت ته بدلون ورکاوه؛ نو په همدې موخه یې قره باغ ته زرګونه تنه ارمنیان واستول. او دغه سیمه یې د اذربایجان تر واکمنۍ لاندې په یوه خپلواکه سیمه بدله کړه؛ د نړیوالو حقوقو سره سم دغه سیمه د نړئ د ټولو هېوادونو او سازمانونو له لوري د اذربایجان برخې په توګه په رسمیت وپېژندل شوه.

له یوې خوا لکه څرنګه چې د دې سیمې ډیری اوسېدونکي ارمنیان دي؛ نو د نړیوالو حقوقو د پرنسیپ ( د ملتونو د برخلیک ټاکنې اصل) سره سم یې هغه مهال چې په شوروي اتحاد کې ګرباچوف واک ته رسېدلی وو او ګلاسنوست سیاست یې اعلان کړی وو؛ نو له همدې فرصتونو څخه په ګټه اخیستنې د دې سیمې ارمنیانو له ارمنستان سره د یوځای کېدو پریکړه وکړه، دغه پریکړه نه یواځې داچې د اذربایجان له لوري بلکې د شوروي اتحاد د مرکزي حکومت له لوري هم ونه منل شوه؛ وروسته یې په دې سیمه کې خپلواک جمهوریت اعلان کړ؛ چې دغه جمهوریت د ارمنستان په ګډون د نړۍ د یوه هیواد له لوري په رسمیت ونه پېژندل شو. له بلې خوا اذریان بیا د ارمنیانو دغه اقدام د نورو هېوادونو د د ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام چې دا هم د نړیوالو حقوقو بل اصل دی، سره په ټکر کې ګني دوی وايي چې په نړیواله سطحه قره باغ د اذربایجان پورې اړوند په رسمیت پېژندل شوې او باید ارمنیان یې هم په رسمیت وپېژني او د نړیوالو حقوقو دغه اصل ته احترام وکړي.[۳]

د نړیوالو حقوقو د اصولو ترمنځ دغه ټکر هم د دې لامل شوی د قره باغ په سیمه  دغه هېوادونه سره په جګړه کې ښکیل شي، خو یو ټکی چې باید د لته یې یادونه وشي هغه دا ده چې د ملګرو ملتونو سازمان منشور د هېوادونو له تجزیې سره موافق نه دی او د برخلیک ټاکنې د حق پر اساس د یوه هېواد اقلیت اوسېدونکي نه شي کولای چې خپلواکي ترلاسه کړي او یا د په دې برخه کې بله پریکړه وکړي.

دغه مهال د شوروي اتحاد له ګڼو ستونزو سره مخ وو او د دې توان یې نه درلود ترڅو د هیواد په هره برخه کې د نا ارامیو د رامنځته کېدو مخنیوی وکړي؛ کله چې دغه اتحاد په ۱۹۹۱ز.کال کې ړنګ شو؛ نو ارمنستان او اذربایجان په داسې حال کې خپلواکي ترلاسه کړه چې د کورنیو ستونزو سربیره د دې سیمې پر سر یې ترمنځ پراخه خونړئ جګړه پیل شوه؛ په دې جګړه کې اذربایجان ماتې وخوړه، د دې هیواد ۱۶۰۰۰ وګړو ژوند د لاسه ورکړ او میلیونونه تنه یې په کور دننه بې ځایه شول او ارمنستان و توانېده ترڅو د قره باغ سربیره د اذربایجان ۲۰ سلنه نوره خاوره هم تر خپلې ولکې لاندې راولي. په دې جګړه کې چې د قره باغ د لومړۍ جګړې په نامه یادیږي اذربایجان ځکه ماتې وخوړه چې هغه مهال یې منظم پوځ نه لاره، په کور دننه له سیاسي بې ثباتۍ سره مخ وو او په سیمه ییزه او نړیواله کچه یې ځواکمن ملاتړ نه لاره.

د ملګرو ملتونو سازمان چې تر ډیره بریده په دې ډول مسایلو کې اجرایوي واک نه لري؛ نو یواځې یې د پریکړه لیکونو په صادرولو سره له ارمنستان په کراتو کراتو غوښتنه وکړه ترڅو د اذربایجان نیول شوې خاوره پریږدي؛ خو ارمنستان چې دغه مهال یې د روسیې او ایران ملاتړ له ځان سره لاره دغه غوښتنو ته غوږ ونه نیوه.

په جګړه کې د ارمنستان ماتې او د اذربایجان بریا

د قره باغ د لومړۍ جګړې وروسته اذربایجان هڅه پیل کړه ترڅو په کور دننه د سیاسي بې ثباتۍ د پای ته رسیدو لپاره هڅې وکړي، منظم پوځ رامنځته او پوځي امکانات ترلاسه کړي او په سیمه ییزه او نړیواله کچه ملاتړي هېوادونه پیدا کړي او تر ډیره بریده یې د ترکیې ملاتړ چې ورسره قومي ـ مذهبي مشترکات لري سربیره د اسراییلو پاملرنه ځانته واړوله او په دې برخه کې تر دې بریالی شو چې د قره باغ په دوهمه جګړه کې د ترکیې مستقیم ملاتړ ترلاسه کړي؛ ترکیې ځکه د اذربایجان ملاتړ وکړ چې دغه دوه هېوادونونو اتباع د یو ملت او دوه دولتونو شعارونه ورکوي او دغه موضوع د د دواړو هېوادونو د ملت  پالو واکمنانو لپاره مهمه ګڼل کېږي، له بلې خوا ترکیه غواړي چې په جنوبي قفقاز کې تر روسیې ډیر نفوذ ترلاسه او په راتلونکي کې د ترک ژبو هېوادونو سره په ګډه یو لوی اتحاد رامنتځته کړي.

کله چې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په ۲۰۲۰ کال کې دوهمه جګړه ونښتله نو دغه مهال اذربایجان وکولای شول چې د ۴۴ ورځو په اوږدو کې خپله له لاسه ورکړل شوې خاوره بیرته ونیسي؛ په دې جګړه کې د ۱۵۰ ملکي وګړو سربیره ۵۰۰۰ پوځیان ووژل شول.[۴]

فکر کېږي چې دغه مهال روسیه له اوکراین سره په جګړه کې ښکیله وه؛ نو او ویې نه شو کولای چې په مطلوبه توګه د ارمنستان ملاتړ وکړي؛ له بلې خوا اذربایجان د ترکیې په مستقیم ملاتړ او د خپلو طبیعي سرچینو په ځانګړي ډول تیلو پر اساس وکولای شول چې له نورو هېوادونو پرې وسلې ترلاسه کړي، په مقابل کې یې ارمنستان نه تیل لري او نه هم پیسې. د کارپوهانو په باور ارمنستان باید د قره باغ د دفاع لپاره د خپل هېواد د لسو کالونو بودیجه مصرف کړي، چې دغه چاره له امکان څخه لېرې ښکاري نو ځکه اذربایجان و توانید چې د قره باغ شاوخوا ښارونه او د لاچین کریډور چې د ارمنستان او قره باغ د اتصال لپاره یواځینۍ لاره ده ونیسي.

د قره باغ د لس میاشتې محاصرې وروسته سره له دې چې هلته د روسیې سوله ساتي ځواکونه موجود وو، اذربایجان په داسې حال کې په دې سیمه د تروریزم ضد عملیات پیل کړل چې دمخه یې د ارمنستان د مرستې لار ( لاچین کریډور) د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشت کې تر خپل کنټرول لاندې را وستی وو؛ دغه مهال د دې سیمې اوسېدونکي د خوراکي توکو، تیلو او درملو له کمښت سره مخ شول، وضعیت دومره جدي شو چې ډیری سازمانونو د احتمالي نسل وژنې خبرداری ورکړ.[۵]  د دې لس میاشتنۍ محاصرې په اوږدو کې د لویدیځو هیوادونو رهبرانو د اذربایجان له لوري دغه محاصره وغندله او له اذربایجان څخه یې غوښتنه وکړه چې دغه محاصره پای ته ورسوي، خو د دې غوښتنې ترشاه د زور د کارونې هیڅ اقدام ونه شو، نه هم په اذربایجان تحریمونه وضعه شول او ان تر دې چې دغه هیواد ته د تحریمونو د وضع کولو ګواښ هم ونه شو.[۶] فکر کېږي چې دغه مهال د اذربایجان پر وړاندې د نورو هېوادونو چوپتیا اذربایجان مورال لا پیاوړی کړ؛ نو ځکه یې جګړې ته اقدام وکړ او په قره باغ کې یې پوځي عملیات پیل کړل.

لکه څرنګه چې په دې لسو میاشتو کې د قره باغ حکومت له ګڼو ستونزو سره مخ وو او په دې پوهېده چې ارمنستان یې هیڅ راز مرسته نه شي کولای نو ژر تسلیم شو او د دې سیمې رهبر ساموېل شهرامانیان د روان کال د سپټمبر میاشت په ۲۸ نېټه داسې فرمان لاسلیک کړ چې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د جنوري میاشت تر لومړي نېټې پورې به ټول دولتي سازمانونه له منځه وړي او اذربایجان ته به یې تسلیموي.[۷]

د روسیې له لوري د ارمنستان ملاتړ نه کول: ارمنستان کې د دې هیواد صدراعظم نیکول پاشینیان هڅه پیل کړه ترڅو په هیواد کې د ولسواکۍ رامنځته کړي او په بهرني سیاست کې لویدیځ لوري ته مخه کړي، دې موخې ته د رسیدو لپاره یې په دې نږدې وختونو کې اوکراین ته بشردوستانه مرستې چې له زرو زیات سمارټ مبایلونه، کمپیوټرونه او ټبلیټونه وو واستول.[۸] د امریکا متحده ایالاتو سره یې د روان کال د سمپټمبر میاشت له ۱۱ نېټې څخه تر ۲۰ نېټې پورې پوځي تمرینونه د Eagle Partner 2023 په نوم ترسره کړل چې په کې ۸۵ امریکايي سرتېرو او ۱۷۵ ارمني سرتېرو برخه اخیستې وه ترسره کړ.[۹] بل مهم ټکی چې د دې هېوادونو په اړیکو یې منفي اغیزه وکړه هغه د ارمنستان د لومړي وزیر څرګندونې وې، هغه به دې نږدې وختونو کې ویلي وو (( له روسیې سره د دې هېواد امنیتي هوکړه لیک بې اغېزې دی او هغه بهرنی امنیتي سیستم چې ارمنستان په کې ښکیل دی د دې هېواد ملي امنیت او ملي ګټو د خوندي کولو لپاره ګټور نه دی)).[۱۰]  له دې خبرو څخه د پاشینیان موخه د ګډ امنیتي تړون  په سازمان کې د ارمنستان ګډون دی، دغه سازمان چې ۱۹۹۲ز.کال کې د روسیې په مشرۍ رامنځته شوه یوه موخه یې په ډله ییزه توګه د غړو هېوادونو د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ساتنه او د د بهرني تېري په مقابل کې له غړي هېواد څخه په ګډه دفاع کول دي.[۱۱]  دغه خبرې هغه مهال پاشینان وکړې چې روسیې د قره باغ په جګړه کې د ارمنستان ملاتړ ونه کړ او د دې هیواد ولسمشر وویل وویل(( که څه هم روسیه د ګډ امنیتي تړون سازمان غړیتوب لري او د دې سازمان د اساسنامې د حکمونو پر اساس که په یوه غړي هېواد برید وشي، نو په نورو غړو لازمه ده چې ملاتړ یې وکړي. دا چې دا جګړه د ارمنستان په رسميت پيژندل شوې خاوره کې نه ده، نو ځکه روسیه اړه نه ده، چې په دې جګړه کې مداخله وکړي))[۱۲] په داسې حال کې چې د قره باغ د لومړۍ جګړې پرمهال هم  په دې سازمان کې د دواړو هیوادونو غړیتوب لاره  او روسیې په هاغه مهال د ارمنستان کلک ملاتړ کاوه.

د روسیې پر وړاندې د فشار د الې لرلو په توګه ارمنستان پارلمان د روانې میاشتې په درېمه نېټه د بین المللي جنايي محکمې غړیتوب ترلاسه کول تصویب کړ.[۱۳] د دې غړیتوب په ترلاسه کولو سره دغه هیواد د جنايي بین المللي محکمې د اساسنامې په پلي کولو مکلف ګڼل کیږي. د دې محکمې د اساسنامې داحکامو پر اساس که چیرې په جنګي جرمونو تورن د غړو هیوادونو څخه یوه هیواد ته داخل شي نو دغه هېواد یې په تعقیب او نیولو مکلف دی. جنايي بین المللي محکمې د روان کال د مارچ میاشت کې په اوکراین کې د جنګي جرایمو د ترسره کولو په تور د روسیې د ولسمشر ولادېمیرپوتین د نیولو حکم صادر کړ.[۱۴] که چیرې د جنايي بین المللي محکمې د اساسنامې د لازم الاجرا والي له نېټې وروسته د روسیې ولسمشر ارمنستان ته سفر وکړي؛ نو دغه هېواد یې په نیولو او محکمې ته په سپارلو مکلف ګرځي. همدې ټکي د دواړو هېوادونو په اړیکو کې پراخ سیوری رامنځته کړی دی.

د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د زور کارونه: د قره باغ جګړې ډیره پېچلې شوې وه، د دواړو هېوادونو ځانګړې غوښتنې، پخوانۍ دښمنۍ او منفي ذهنیت، په سیمه کې شته قومي ـ مذهبي ټکرـ د شخړې په اړه د نړیوالو حقوقو د پرنسیپونو(د هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا او د ملتونو برخلیک ټاکنه) ټکر او د سیمې او نړۍ هېوادونو لاسوهنې  د دې سبب ګرځېدلې وې چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د مېنسک ډلې له لوري وړاندې شوې طرحې چې دغه ډله د همدې شخړې د هوارۍ لپاره رامنځته شوې وه، د یو شمېر څېړونکو او سازمانونو له لوري وړاندې شوې طرحې چې یو اړخیزې ګټې به په کې په نظر کې نیول شوې وې د ښکیلو لوریو له خوا نه منل کېدې؛ نو ځکه اذربایجان اړ شو ترڅو په دې برخه کې پوځي اقدام وکړي او خپل ترلاسه شوې خاوره چې په نړیواله کچه د اذربایجان پورې اړه لري ترلاسه کړي.

د جګړې په پای ته رسېدو کې د ښکیلو لوریو ګټې

لکه څرنګه چې هره جګړه له ځانه سره بدمرغي زیږوي، دغه جګړه هم له مختلفو زاویو څخه د لوریو په تاوان وه، لکه څرنګه چې ارمنستان تر ډیره بریده په ځان بسیا هیواد نه دی نو غوره ده چې د یوې بې پایلې جګړې چې اصلاً په حقه هم نه وو، بې ځایه مصارف ونه کړي؛ که چیرې دغه مصارف په اقتصادي پروژو ترسره کړي؛ نو په راتلونکي کې به نه یواځې اقتصادي پرمختګ وکړي له بلې خوا به د نورو هېواد تر اقتصادي او سیاسي نفوذ څخه خلاص شي. له اذربایجان سره چې یې یواځې د همدې جګړې پراساس اړیکې خرابې وې او ان تر دې چې دغه جګړې د ارمنستان او ترکیې اړیکې هم ترینګلې کړې وې؛ نو د دې جګړې وروسته دغه ګاونډي هیوادونه کولای شي د یوه مثلث په رامنځته کېدو یو له بل سره پراخې اقتصادي پروژې په لاره واچوي.

له بلې خوا لکه څرنګه اوسمهال روسیه د اوکراین په جګړه کې ښکیله ده او اروپا د روسیې تیلو او ګازو د بدیل په لټه کې دی؛ په دې سیمه کې د سولې شتون د دې سبب ګرځي چې له دې لارې د اذربایجان تیل او ګاز د خزر د سمندرګي څخه د ترکیې د مدیترانې سواحلو ته او له دې ځای څخه اروپايي هېوادونوته ولېږدوي. په دې برخه کې نه یواځې اذربایجان د تیلو او ګازو د صادرولو ګټه ترلاسه کوي؛ بلکې ارمنستان هم کولای شي د ترانزیټ خدماتو څخه هم ګټه ترلاسه کړي.

د یوې بلې موضوع یادول دلته هم اړین دي؛ هغه داچې کله هم اذربایجان په دې سیمه کې واک ترلاسه کړ؛ نو په سیمه کې به اذربایجان د خپلو دوه نږدې شریکانو (ترکیه او اسراییل) سره په بېلابېلو برخو لکه سیاسي، اقتصادي او فرهنګي کې همکاري پراخه کړي، چې دغه کړنه به د ایران هغه اندېښنې چې د قره باغ د جګړې دنه پای ته رسیدو په صورت کې یې له ځانه سره لرلې په حقیقت بدلې کړي، له دغو اندېښنو څخه په سیمه کې د اسراییلو، په ځانګړې توګه د ترکیې د سیاسي نغوذ پراختیا، په اقتصادي برخه کې د زنګزور دهلیز له لارې د اذربایجان لاسرسي د نخچوان کورواکې سیمې ته چې دغه لار له یوې خوا اذربایجان په مستقیم ډول خپلې سیمې سره نښلوي او ایران د ترانزیټ له محصول څخه بې برخې کوي، له بلې خوا ترکیه د اذربایجان او نورو ترک نژاده هېوادونو سره چې په مرکزي اسیا کې موقعیت لري، په مسقیمه توګه نښلوي او تر ټوله مهمه داچې د دې دهلیز جوړېدل چې د قره باغ د دوهمې جګړې د اوربند په هوکړه لیک کې د روسیې په ګډون لوریو پرې هوکړه کړې ده، د ایران جیوپولټېیک ته بشپړ بدلون ورکوي او له امله یې ایران نشي کولای د ارمنستان له لارې اروپایی هېوادونو سره ونښلي، دغه موضوع د قره باغ د جګړې وروسته په سیمه کې د ایران خورا زیاتې اندېښنې سبب ګرځېدلی دی؛ ان تر دې چې څېړونکی په دې نظر دي چې که چیرې دغه دهلیز په دې ډول چې د ارمنستان او ایران پوله وتړي، اذربایجان ته ورکړل شي؛ نو ایران به پوځي مداخله وکړي.

سربیره پر دې یوه بله مهمه موضوع چې د دې جګړې وروسته د ایران اندېښنې زیاتې کړي؛ هغه د لوی اذربایجان رامنځته کولو مفکوره ده؛ داچې د اذربایجان یوه برخه د ایران تر حاکمیت لاندې ده او په دې سیمه کې اذریان هستوګنه کوي او په اذري ژبه خبرې کوي او هم اذري کلتور لري؛ نو ایران اندېښنه لري چې که چیرې د ترکیې په مرسته په سیمه کې اذربایجان د یوه ځواکمن دولت په توګه را څرګند شي؛ نو د لوی اذربایجان د رامنځته کولو مفکوره به پیاوړې او د ایران د دې خاورې د تجزیې خطر به زیات شي.

په سیمه ییزو ورته شخړو د قره باغ د شخړې د پای ته رسېدو اغېزې

لکه څرنګه چې د قره باغ په جګړه کې سوله ییزې حل لارې له ناکامۍ سره مخ شوې او دغه شخړې د زور څخه په ګټه اخیستنه پای ته ورسېده؛ نو فکر کېږي چې په سیمه کې د شته شخړو لوري به په دې فکر کې شي چې په پوځ پانګونه زیاته کړي او مقابل لوري ته په راتلونکي کې پوځي ماتې ورکړي چې ورته بیلګه یې په سیمه کې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر شخړه ده.

د قره باغ شخړې په اړه د اسلامي امارت دریځ

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اذربایجان له یوه دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د قره باغ په جګړه کې له اذربایجان څخه ملاتړ کوي.[۱۵] فکر کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت د څو اړخونو په نظر کې نیولو سره د اذربایجان ملاتړ کړی دی، لومړی له دیني اړخه اذربایجان او افغانستان دواړه اسلامي هېوادونه دي، له تاریخي ټکي له نظره افغانستان د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په لومړی جګړه کې د اذربایجان ملاتړی هېواد پاتې شوی دی، له اقتصادي اړخه افغانستان اړتیا لري ترڅو د پاکستان د بدیل په توګه داسې یوه لاره ولري ترڅو نړیوالو مارکیټونو ته لاس رسۍ پیدا کړي، افغانستان د اذربایجان په مرسته کولای شي چې د ترکمنستان او ګرجستان له لارې ترکیې او له هغه ځایه اروپا سره ونښلي. له سیاسي اړخه له یوې خوا اذربایجان د ترکیې نږدې ملګری هیواد شمېرل کیږي او ترکیه له اسلامي امارت سره د دیني او تاریخي مشترکاتو پر اساس ښې اړیکې لري؛ نو دغه مثلث د درې واړو هېوادو په اړیکو بله مثبته اغېزه کوي او ښکیل لوري هڅوي ترڅو په یو شمیر مسایلو کې یو له بل ملاتړ وکړي ، له بله اړخه افغانستان له پاکستان سره تقریبا ورته شخړه لري؛ نو داچې هغه مهال اذربایجان کمزوری وو او نه یې شو کولای چې له ارمنستان څخه خپله نیول شوې خاوره ونیسي؛ نو د اسلامي امارت له لوري د اذربایجان ملاتړ پاکستان ته څرګندوي چې د توان په پیدا کولو سره به له نوموړي هیواد څخه خپله خاوره نیسي.

پایله

جغرافیاوو د نفوسو د جوړښت بدلون د تزاري روسیې او وروسته د شوروي اتحاد له سیاستونو څخه ګڼل کېده؛ په همدې اساس دوی د اذربایجان پورې تړلې قره باغ سیمې ته زرګونه ارمنیان را وستل چې دغه لامل د قره باغ په سیمه کې د ارمنیانو د زیاتوالي او وروسته د شخړو د رامنځته کېدو سبب وګرځېد، داچې د شخړې د لوریو سربیره د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه روسیه، ترکیه او ایران او لوېدیځ او اروپايي هېوادونه د دې شخړې په اړه بېلابېلې موخې لرلې؛ نو ځکه یې د دې شخړې په حل کولو کې په صادقانه توګه اقدام نه کاوه؛ نو پر همدې اساس د اذربایجان دولت هڅه پیل کړه ترڅو لومړی خپل هیواد کې سیاسي ثبات رامنځته او پوځي امکانات او بهرني ملاتړي پیدا کړي؛ چې تر ډېره بریده په دې برخه کې بریالی شو؛ نو ځکه یې وکولای شو چې دغه جګړه په پوځي توګه په خپله ګټه پای ته ورسوي. ارمنستان چې د روسیې ملاتړی هېواد ګڼل کېږي هڅه پیل کړې ترڅو د لویدځو هېوادونو ملګرتیا ترلاسه کړي؛ نو داچې له یوې خوا روسیه د اوکراین جګړه کې بوخته ده او نه شي کولای چې یو مهال دوه جګړې مخ یوسي؛ له بلې خوا ارمنستان په بهرني سیاست کې هڅه کوي ترڅو د روسیې له نفوذ څخه ځان خلاص کړي؛ دغه لاملونه د دې سبب وګرځېد چې روسیه د ارمنستان ملاتړ ونه کړي او ارمنستان د جګړې میدان وبایلي.

وړاندیزونه

د دې تحليل په پای کې دوه مشخص وړاندیزونه لرو:

ښکیلو لوریو ته: داچې اوسمهال دغه جګړه پای ته ورسېده؛ نو دغه دواړه هېوادونه باید یو بل ترمنځ د ښه ګاونډیتوب اړیکې پیل کړي او ټولې تاریخي دښمنۍ او منفي ذهنیتونو ته د پای ټکي کېږدي او هڅه د وکړي ترڅو د خپل جیوستراتېژیک او جیو ایکانومیک موقعیت څخه په ګډه د لویو اقتصادي پروژو د پلي کولو په برخه کې ګټه پورته کړي.

د افغانستان اسلامي امارت ته : د افغانستان اسلامي امارت ته وړاندیز کوو چې د ورته سیمه ییزو شخړو په برخه کې لومړی د مسلکي اشخاصو نظر ترلاسه او وروسته د یوه لوري ملاتړ په هغه صورت کې وکړي چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ګټې په کې نغښتې وي.

سرچینې

[۱] Mumim Ahmad Khan, THE CONFLICT OF AZERBAIJAN AND ARMENIA WITH SPECIAL REFERENCE TO NAGORNO KARABAKH: AN OVERVIEW, Journal of Malay Islamic Studies Vol. 04, No. 01, June 2021, page 27. Available at : http://jurnal.radenfatah.ac.id/index.php/jmis

[۲] امید غفاری، امید علی ویسی نژاد، محمد تقی پور. مناقشه قره باغ و تاثیرات ان بر امنیت ملی ج.ا. ایران. فصلنامه علمي ـ پژوهشی ( امنیت پژوهشی)، شماره ، ۳۹، ص ۹۶، سال ۱۳۹۱هـ ش.

[۳] کاظمی، احمد .امنیت در قفقاز جنوبی. مخکینی ماخذ، ص ۴۲۹.

[۴] Ashur, Shir Gaviria, Inés Sheng, Jiayan Yapar, Hakan. Nagorno-Karabakh Conflict: A Geopolitical Analysis. Universidad Carlos III de Madrid, thises for Master degree, May, 2021, page 9, available at (PDF) Nagorno-Karabakh Conflict: A Geopolitical Analysis | Hakan Yapar – Academia.edu .

[۴] Ibid, p.16-17.

[۵] Svante Lundgren, The conversation, Nagorno-Karabakh: the world should have seen this crisis coming – and it’s not over yet, Published: September 29, 2023 •Updated: October 2, 2023, access date: 10/4/2023.

[۶] Svante Lundgren, The conversation, Nagorno-Karabakh: the world should have seen this crisis coming – and it’s not over yet, Published: September 29, 2023 •Updated: October 2, 2023, access date: 10/4/2023.

[۷] Astrid Prange, DW, What’s behind the conflict over Nagorno-Karabakh? Publish date: 09/29/2023, access date: 10/4/2023, available at: What’s behind the conflict over Nagorno-Karabakh? – DW – ۰۹/۲۹/۲۰۲۳

[۸] The New Voice of Ukraine, Armenia officially delivers humanitarian aid to Ukraine, published date: September 8, 2023, access date: 10/5/2023, available at: Armenia officially delivers humanitarian aid to Ukraine (yahoo.com)

[۹] Reuters, Armenia to exercise with US troops next week in sign of frustration with Russia, published date: September 6, 2023, access date: 10/5/2023 available at: Armenia to exercise with US troops next week in sign of frustration with Russia | Reuters

[۱۰] DW, Armenia PM Signal’s foreign policy shift away from Russia, published date: 09/24/2023, access date: 10/5/2023, available at: Armenia PM signals foreign policy shift away from Russia – DW – ۰۹/۲۴/۲۰۲۳ .

[۱۱] SCTO official web page, online link : About SCO | SCO (sectsco.org).

[۱۲] Ashur, Shir Gaviria, Inés Sheng, Jiayan Yapar, Hakan. Nagorno-Karabakh Conflict: A Geopolitical Analysis. Universidad Carlos III de Madrid, thises for Master degree, May, 2021, page 16 -17, available at (PDF) Nagorno-Karabakh Conflict: A Geopolitical Analysis | Hakan Yapar – Academia.edu .

[۱۳] Aljazira, Armenia to join International Criminal Court; ‘wrong’ decision, says Russia, published date: 3 Oct 2023, access date: 10/5/2023, available at Armenia to join International Criminal Court; ‘wrong’ decision, says Russia | ICC News | Al Jazeera

[۱۴] The guardian, ICC Judges issue arrest warrant for Vladimir Putin over alleged war crimes, published date 17/March/2023, access date 10/5/2023, available at: ICC judges issue arrest warrant for Vladimir Putin over alleged war crimes | Vladimir Putin | The Guardian .

[۱۵]   اریانا نیوز، امارت اسلامی در مناقشه قره باغ از آذربایجان حمایت می‌کند، د نشر نېټه ۲۵/۶/۱۴۰۲، د لاس رسي نېټه ۱۳/۷/۱۴۰۲، انلین لینک: امارت اسلامی در مناقشه قره باغ از آذربایجان حمایت می‌کند | آریانا نیوز (ariananews.af)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *