له ایران سره د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي اړیکو ته یوه کتنه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

    • له ایران سره د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي اړیکو ته یوه کتنه
    • د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو وضعیت
    • د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لاملونه
    • د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو سیاسي اړیکو شتون
    • د اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سیاست
    • یو بل ته د اسلامي امارت او ایران ځانګړې متقابله اقتصادي پاملرنه
    • پايله
    • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د جمهوري نظام له ړنګېدو مخکې، په افغانستان کې د امریکا له پراخ حضور سره سره چې د ایران د ستر دښمن په توګه بلل کېده، د افغانستان او ایران ترمنځ سیاسي اړیکې او له دې پرته اقتصادي اړیکې ښې وې او د لا ښېرازۍ پر لورې روانې وې. د صادراتو له پلوه ایران، په تېرو څو کلونو کې د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک و. پوښتنه دا ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکا له وتلو او د جمهوري نظام له سقوط او د اسلامي امارت له راتګ وروسته د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې څه ډول دي او په کوم لوري روانې دي؟ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اندازې څېړنه ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې د ژورو سياسي پرمختګونو او په افغانستان کې د سياسي نظام له بدلون سره سره د دواړو هېوادونو اقتصادي اړيکې بېرته پخواني حالت ته راګرځي. د بحث په دوام کې به د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي حالت په اړه د توضیحاتو د وړاندې کولو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د ودې اصلي لاملونه وړاندې شي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو وضعیت

لکه څنګه چې په سريزه کې وويل شول، د افغانستان او ايران ترمنځ اقتصادي اړيکې د پخواني حکومت پر مهال، په پراختيا کې وې، په داسې حال کې چې امريکا د ايران د لومړۍ درجې دښمن په توګه په افغانستان کې پراخ پوځي-سياسي حضور درلود. د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه تناقض څنګه موجود وو، ویلای شو چې امریکا د خپل نظر لاندې پروژو په تړاو د سیاسي او اقتصادي محدودیتونو د لګولو پرته پاتې اقتصادي مسایلو کې د ایران-عراق ماډل ته ورته له ایران سره په سوداګریزو اړیکو کې د افغان حکومت لاس آزاد پرېښی وو. خو په افغانستان کې په زیربنایي پروژو کې د ایران په ونډه، کلي شکل پر ایران عمومي بندیزونه لګول شوی و او دغه هېواد په افغانستان کې له پراخو پانګونې بې برخې شوی و. په هرصورت، لکه څنګه چې وویل شول، د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې د سوداګرۍ د اړینو توکو، لکه: د تیلو تولیدات، اوسپنېز توکي، درمل او طبي تجهیزات، تېل، خوراکي میوې او سبزیجات، سمنټ او ګچ، پلاستیکي محصولات، د کورنیو وسایلو لوبیا او داسې نورو په کچه وو.[۱] تر دې چې په کال کې درې ملیارد ډالرو حد ته رسېدلی و.[۲]

وروسته له هغې چې اسلامی امارت بیا ځلې په افغانستان کې واک ته ورسېد، د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري ۴۰ سلنه کمه شوه، داسې چې د ۱۴۰۰ کال د اسد میاشتې څخه د ۱۴۰۱ کال اسد میاشتې پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري یو میلیارد او دوه سوه ملیون ډالرو ته ورسیده.[۳] د دې کمښت له مهمو لاملونو څخه په افغانستان باندې د بندیزونو، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو ځنډول، په افغانستان کې د حکومت د بدلون له امله رامنځ ته شوې بې ثباتي، په ګمرکونو کې ګډوډي او د پیرودلو د ځواک کمښت یادولای شو. خو دواړه خواوې (اسلامي امارت او ایران) هڅه کوي چې اقتصادي اړیکې عادي حالت ته راوګرځوي او دوه اړخیزه سوداګري د رضایت کچې ته ورسېږي. د ورکړی شويو شمېرو له مخې، افغانستان ته د ايران په صادراتو کې کموالى له ۱۴۰۰ کال له نیمایی راهيسې په ټپه ودرېدلی خو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري يو ځل بيا د ودې په حال کې ده. پر دې بنسټ په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان په بازار کې د ایران ونډه ۲۷٪ ته رسېدلې وه او دغه شمېره په ۱۴۰۲ کال کې ۳۵٪ ته لوړه شوه، چې د همدې کال (۱۴۰۲) په اوو میاشتو کې ۹۷۵ میلیونه ډالرو ته ورسېده.[۴] د دې تمایل له مخې، تمه ده چې د روان کال تر پایه به افغانستان ته د ایران صادرات دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي. د یادولو وړ ده چې افغانستان ته د ایران د صادراتو د دغه حجم له امله دغه هېواد لا هم د صادراتو په برخه کې د افغانستان لومړی درجه شریک ګڼل کېږي. د صادراتو دغه حجم ته په کتو، ایران ته د افغانستان صادرات څه باندې ۲۸ میلیونه ډالره دي چې تېر کال ترسره شوي وو.[۵] که څه هم دغه سوداګریز بیلانس ډېر توپیر لري، خو د هغو پراختیايي پلانونو په پلي کېدو سره چې دواړه هېوادونه یې په راتلونکي کې لري، تمه کېږي چې ایران ته د افغانستان د صادراتو اندازه به د اوسني وضعیت په پرتله څو برابره لوړه شي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لاملونه

لکه څنګه چې وویل شول، په پخواني رژیم کې افغانستان ته د ایران صادرات په کال کې درې میلیارده ډالرو ته رسېدل، خو په افغانستان کې د سیاسي بدلون په رامنځته کیدو سره دغه اندازه نږدې نیمایي ته راټیټه شوه. د دې کمښت تر اغېزې لاندې اټکلونه لا هم خوشبینه نه وو، خو برعکس په تېرو دوو کلونو کې ولیدل شول چې افغانستان ته د ایران صادرات یو ځل بیا را ژوندي شوي، نه یوازې دا چې له رکود څخه راوتلي، بلکې په ښه سرعت سره یی د ودې او زیاتوالي بهیر پیل کړی دی. همدارنګه ایران ته د افغانستان صادرات، هم مخ په زیاتېدو دي. په ټوله کې، ډیري لاملونه پدې زیاتوالی اغیزه کوي، چې ترټولو مهم یې لاندې ذکر شوي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو سیاسي اړیکو شتون

سره لدې چې د ایران او اسلامي امارت تر منځ د سیاسي اړیکو تاریخ په تېرو وختونو کې ډیر ښه نه و او حتی ویلای شو چې دواړو خواوو د امارت په لومړي پړاو کې له یو بل سره خورا دښمنانه چلند کړی دی، خو بیا هم د امریکایانو د اشغال په وړاندې د امارت په شل کاله مبارزه کې دواړه لوري دې نتیجې ته رسېدلي وو چې دواړه لوري له یو ګډ دښمن (امریکا) سره په ګډه دښمني کې دي. د ګډ محور او ځینو نورو کورنیو او سیمه ییزو مسألو د همغږي چلند د دې سبب شو چې ایران او امارت د یو بل په وړاندې خپل چلند بدل کړي او له یو بل سره د سوله ییز ژوند لاره غوره کړي. د همدې نوې تګلارې پر بنسټ، ایران د امارت له مشرانو سره د خبرو دروازه پرانیستې ده او د امریکا او طالبانو د مذاکراتو پر مهال، د امریکا پر وړاندې د طالبانو مشر مرکچي، ملا عبدالغني برادر ایران ته هم سفر وکړ.

وروسته له دې چې په افغانستان کې اسلامي امارت یو ځل بیا واک ته ورسېد، ایران په کابل کې خپل سفارت او په مزارشریف او هرات ښارونو کې یې قونسلګرۍ فعالې ساتلې او له امارت سره یې تر دیفکتو اصل پورې اړیکې ټینګې کړې. که څه هم ايران د اسلامي امارت د رسمي پېژندلو لپاره د يو مخکني شرط په توګه د يو ټول شموله حکومت د جوړولو او د لږکيو او ښځو د حقوقو د تأمين په شمول ځينې غوښتنې مطرح کړي دي، خو دغه شرطونه د سياسي پرمختګ په لاره کې او له دې پرته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو وده او پراختیا کې خنډ شوي نه دي. که سیاسي اړخ ته وکتل شي، ایران له امارت سره تر ټولو زیات سیاسي تعامل لري، چې په افغانستان کې یې د سفارت او قونسلګرۍ فعالیت، په تهران کې د افغانستان سفارت او په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ د اسلامي امارت ته له سپارلو څخه معلومیږي.

په طبيعي توګه، له هغه ځايه چې د هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو پراخوالی او نېږدېوالی د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره لاره هواروي، نو ويلای شو چې دغه حالت د ايران او اسلامي امارت تر منځ په ښکاره ډول څرګند دی. په همدې اساس له هغه وخته چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، د دواړو لورو ترمنځ اقتصادي اړیکي ورځ تر بلې زیاتېږي او پراخوالی مومي او د هغه پخوانی موقتی رکود وروسته ممکن اوس د دواړو خواوو د سوداګرېزو راکړو ورکړو کچه نورماله بڼه خپله کړي او پخواني حد ته ورسېږي.

د اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سیاست

وروسته له دې چې په افغانستان کې اسلامي امارت بیا ځلې واک ته ورسېد، د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان د ګاونډیانو تر ټولو لویه اندېښنه دا وه چې اسلامي امارت به څه ډول بهرنۍ تګلاره غوره کړي. ګرچه د اسلامي امارت واک ته رسېدل له یو ډول اندېښنو سره مخ وو ځکه داسې انګیرل کیده چې اسلامي امارت به د سېمې د ځینو هېوادونو په وړاندې د سیاسي او پوځي مخالفو ډلو په ملګرتیا سره امنیت محوره بهرنۍ تګلاره غوره کړي. خو د واک ته رسېدو سره سم د اسلامي امارت مشرانو او ویاندانو اعلان وکړ چې د افغانستان بهرنی سیاست بې طرفه او اقتصادي اړخ لري او حتی له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو په سبا ورځ د اسلامي امارت ویاند د کابل په هوايي ډګر کې څرګنده کړه، چې اسلامي امارت نور له امریکا سره دښمني نه لري او زموږ مبارزه یوازې د اشغال د خاتمې لپاره وه او د نړۍ له ټولو هېوادونو او له امریکا یې غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې اړیکې بیا ځلې پیل کړي او په مشروع ډول په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو په لټه کې شي.

د بې طرفه متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ، افغانستان له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو دروازې پرانیستې او له دې لارې د افغانستان بازارونو ته د لاسرسي او له دغه هېواد سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا ښه فرصتونه د ټولو هېوادونو په تېره بیا ګاونډیو چې د هغو په منځ کې ایران و چې له دې وضعیت څخه د ګټې اخیستو تر ټولو ښه چانس و.

یو بل ته د اسلامي امارت او ایران ځانګړې متقابله اقتصادي پاملرنه

لکه څنګه چې وویل شول، اسلامي امارت د ټولو هېوادونو لپاره د اقتصاد پر محور بهرنۍ تګلارې په خپلولو سره په افغانستان کې د سوداګرۍ او اقتصادي پانګونې د پیاوړتیا دروازې پرانېستې، خو څېړنې ښيي چې اسلامي امارت ایران ته ځانګړې اقتصادي پاملرنه کوي. د دې ځانګړې پاملرنې لپاره ډېری لوی دلیلونه کولای شو وړاندې کړو. لومړی لامل یې دا دی چې له اقتصادي پلوه ایران د افغانستان لپاره یوه بشپړه اقتصادي بسته ده، په دې معنی چې ایران کولای شي د افغانستان د مصرف کوونکو ټولې اړتیاوې د خوراکي توکو، جامو، روغتیا ساتنې، طبي، کورني وسایلو او هارډویر په ګډون د مصرف په برخو کې چمتو کړي. دویم لامل یې دا دی چې ایران کولای شي له افغانستان سره د تخنیکي او انجینرۍ، د سړک جوړونې (اسفالټ او اورګاډي کرښې) او برېښنايي زیربناوو په برخو کې مرسته وکړي. درېیم لامل چې د افغانستان حکومت ورته ډېره توجه ده، د افغانستان لپاره د ایران ترانزیتي دریځ دی. په دې برخه کې ویلای شو چې افغانستان له پاکستان سره جدي ستونزې لري چې د اسلامي امارت په وخت کې هم لیدل کیدی شي، افغانستان هڅه کوي چې د پاکستان پر ځای ترانزیتي بدیل ومومي او یا لږ تر لږه د ځان لپاره د ترانزیتي لارې متنوع کړي او ایران یوازینی هېواد دی چې په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته کولای شي او ممکن پاکستان ته هېڅ اړتیا ونه لیدل شی. که څه هم دا مسأله په تېر حکومت کې هم په پام کې نیول شوې وه او حتی د ایران، افغانستان او هند تر منځ په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان او هند له خوا د ایران له چابهار بندر څخه د ګټې اخیستنې په اړه درې اړخیزه هوکړه لاسلیک شو، خو اسلامي امارت دا موضوع په لا ډېر جديت سره تعقیبوي او غواړي چې د مالونو په ټرانزیټ کې د ایران ونډه زیاته کړي او افغانستان لپاره ترانزیتي خنډونه لرې کړي. څلورم لامل دا دی چې افغانستان د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ د بیا پیلولو کار په ډېر جديت او سرعت سره پیل کړی او د ویجاړو شویو برخو له بیارغونې وروسته به په روان هجري لمریز کال کې په عملي توګه ترې کار واخیستل شي.

بل لامل چې دا په ډاګه کوي، چې د اقتصادي اړیکو په برخه کې ایران د اسلامي امارت ځانګړې توجه لاندې دی، ایران ته د اسلامي امارت د چارواکو ګڼ سفرونه دي. په دې لړ کې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي سکتور یو شمېر لوړ پوړو چارواکو، تېر کال د صنعت او سوداګرۍ وزیر او سږ کال د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ۳۰ کسیز پلاوي په ګډون، ایران ته سفرونه وو. لدې ډلې ایران ته د ملابرادر او د هغه د ۳۰ کسیز پلاوي سفر خورا مهم و. دغه سفر کې چې شپږ ورځې یې دوام وکړ، له ملابرادر سره د افغانستان د اقتصادي سکتور ټول وزیران او چارواکي ملګري وو. د امارت پلاوي په دې شپږو ورځو کې د ایران له لوړ پوړو چارواکو، د ولسمشر د مرستیال، د بهرنیو چارو له وزیر او نورو ایراني چارواکو سره یې وکتل د ایران له اقتصادي او صنعتي برخو څخه یی لیدنه وکړه. د دغه سفر په ترڅ کې له ایران سره په بېلابېلو اقتصادي برخو کې لسګونه تفاهم لیکونه لاسلیک شول چې مهم یې دا دي: د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وارداتو او صادراتو د زیاتوالي په اړه تفاهم لیک، د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون د ناستو د تفاهم یادښت لاسلیک، د نړیوالې جادې د ټرانسپورټ د همکارۍ د ګډې کمېټې د غونډې کړنې، د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې او افغان لوري ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو، د اصفهان اوسپنې ویلې کولو او افغان لوري ترمنځ د همکارۍ سند لاسلیک شو، د آزادو زونونو ترمنځ د همکارۍ سند لاسلیک شو.[۶] همدارنګه د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا د دغه سفر مهمې لاسته راوړنې په لاندې ډول دي: د اقتصاد وزارت د مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت ته د اسلامي امارت د پلاوي د سفر مهم موضوعات: د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول، د واخان له لارې له چین سره د ایران پر نښلولو ټینګار، د عملي کار د چټکتیا لپاره د ځانګړو ټیمونو په ټاکلو او دغه موضوع تعقیبول، د افغانستان له لارې له ازبکستان سره د ایران نښلول او همدارنګه د واخان دهلیز په لاره کې د اورګاډي پټلۍ جوړول، کندهار ته د اورګاډي د پټلۍ د غځولو، د نشه يي توکو له تولید او قاچاق سره د مبارزې او افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت او کښت د برابرولو په برخه کې د ګډو هڅو په اړه د دواړو خواوو هوکړه او ټینګار، له ایران سره د ګمرکي فعالیتونو دوام تر ۲۴ ساعتونو پورې، د دواړو خواوو څخه د پیسو د ورکړې معافیت، له ایران سره د سوداګرۍ د توازن په اړه توافق او په دې برخه کې د عملي ګامونو پورته کول، پر ځینو افغان صادراتو د ترجیحي تعرفو لګول، د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د ګډو کمېټو جوړول او یو لړ نور مسایل شامل دي.[۷]

له بلې خوا ایران هم افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لري. تر ټولو مهم اهداف چې ایران افغانستان ته د خپلې ځانګړې اقتصادي پاملرنې څخه لري [د سیاسي اړخونو په پام کې نیولو سره، چې خورا مهم دي، مګر دا مقاله یی د توضیح ګنجایش نلری] په لاندې ډول دي. له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د ایران لومړی اقتصادي هدف دا دی چې له افغانستان سره خپله سوداګري ۱۰ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي. په همدې تړاو د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي سلاکار ویلي دي چې د افغانستان په اړه د ایران د اقتصادي ستراتیژۍ دا ده چې له دریو تر پنځو کلونو پورې دوه اړخیزه سوداګري لس ملیارده ډالرو ته لوړه کړي او په دې برخه کې لنډمهاله او اوږد مهاله کړنې په نظر کې نیول شوی دي. هغه مهم کارونه چې ایران له افغانستان سره د لس ملیارد ډالرو د سوداګرۍ افق ته د رسېدو لپاره ترسره کړي دي،[۸] لکه د ترانزیتي اسانتیاوو برابرول، د ریل پټلۍ فعالول، په ځانګړې توګه د خواف- هرات ریل پټلۍ، په ځینو سوداګریزو توکو د ترجیحي تعرفو لګول دي، له افغانستان سره پر پوله د لا زیاتو ګمرکي بندرونو فعالول، په ګمرکونو کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کول، د ګمرکي چارو ۲۴ ساعته اداره کول، افغانستان ته د آزادو سوداګریزو زونونو برابرول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د تفاهم یادداشتونه لاسلیک کول دي چې پدې وروستیو کې ایران ته د ملابرادر د سفر پر مهال ترسره شول. د ایران دویم هدف د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو او چین ته لاسرسی دی. که څه هم ایران د ترکمنستان له لارې منځنۍ اسیا او چین ته لاس رسی لري، خو د افغانستان جغرافیایي موقعیت داسې دی چې ایران کولای شي د افغانستان له لارې ازبکستان او تاجکستان ته مستقیمه لار ومومي. دغه راز د واخان دهلیز د پراختیا په صورت کې به ایران د افغانستان له طریقه له چین سره د منځنۍ اسیا د لارې په پرتله په ډېر لنډ واټن کې ونښلول شي او دغه هدف ته د رسېدو لپاره د خواف- هرات د اورګاډي کرښې د پراختیا امکان شته. په همدې لړ کې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي سلاکار جوانمرد قصاب په وینا، یو له هغو مسألو څخه چې ایران ته د ملابرادر د سفر پر مهال پرې خبرې وشوې او چینایان هم په دې اړه مثبت نظر لري، هغه د واخان د دهلیز بشپړول دي. د هغه په وينا، ډېر ژر به د ايران، چين او افغانستان درې اړخيزه کنسرسيوم د ترانزيتي مسايلو په برخه کې په کار پيل وکړي او د اړوندو مسايلو تر بحث وروسته به په راتلونکي کال کې د دغه دهلېز د عملي کېدو شاهدان واوسو.[۹] سربیره پردې ایران پلان لري چې د افغانستان له لارې پاکستان سره ونښلول شی. د تفتان – چمن – اسلام قلعه – مشهد له طریقه پاکستان څخه د خراسان – رضوي ترانزیتي لارې په تړلو سره به د ۱۵۰۰ کیلومتره مزل پر ځای سوداګریز مالونه له ۱۰۰۰ کیلومترو څخه په کم مزل ایران او پاکستان کې خپل منزل ته ورسوي.[۱۰] د افغانستان په وړاندې د ایران درېیم اقتصادي هدف دا دی چې ایران غواړي په کانونو او نورو برخو کې پانګونه وکړي. په افغانستان کې نوي بدلون د ایران لپاره کافي فرصت برابر کړی دی ځکه په پخواني رژیم کې په افغانستان کې د امریکا شتون د ایران لپاره په افغانستان کې د پراخو اقتصادي پانګونو په وړاندې لوی خنډ و. له نوي بدلون وروسته ایران ته د افغانستان د کانونو او نورو زیربنایي برخو کې د پانګونې لپاره ښه چاپیریال برابر شوی دی. دا ډول مناسب چاپېریال د دې لامل شوی، چې ایراني پانګوال د پانګونې د ساحې د ارزونې په موخه افغانستان ته سفر وکړي، چې یوه بېلګه یی کابل ته د ایران د خراسان رضوي له والي سره یوځای د دغه هېواد د ۸۵ سوداګرو او پانګوالو سفر دی.[۱۱]

پایله

هغه څه چې د ایران سره د افغانستان اقتصادي اړیکو ته له دې لنډې کتنې څخه نتیجه اخیستلای شو، یو څو مهم مسایل دي:

لومړی دا چې د ایران سره د افغانستان اقتصادي اړیکې د جمهوري ریاست پر مهال په دواړو هیوادو کې د حاکم سیاسي وضعیت په تېره بیا، په افغانستان کې د امریکا د شتون له امله ډېرې اغېزمنې شوې نه وې.

دوهم دا چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هغو دلایلو له مخې چې وړاندې شول، د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې د لا زیاتې ودې په حال کې دي، چې ډېره برخه یې له ایران څخه افغانستان ته د صادراتو زیاتوالی دی.

درېیم د ایران په وړاندې د افغانستان اقتصادي سیاست دوه مهمي مسألي لري، لومړۍ مسأله د پاکستان د سمندري بندرونو پرځای د دغه هېواد لره د بدیل لارې په توګه ځای پر ځای کول دي او دویمه مسأله په زیربنایي برخو کې د ایران د پانګونې راجلبول دي لکه د سړک جوړونې، ریل پټلۍ، د کرنې میکانیزه کول، د برېښنا بندونو جوړول، د کانونو استخراج او د صنعتي فابریکو جوړول په ځانګړې توګه د اوسپنې استخراج او ویلې کول، د تېلو او ګازو تولیداتو استخراج او پروسس او داسې نور.

څلورم همدارنګه د افغانستان په اړه د ایران په اقتصادي سیاست کې درې عمده مسایل شامل دي، لومړۍ مسأله د صادراتو وده او د هغې لس میلیارد ډالرو ته رسول او دویمه مسأله منځنۍ اسیا او چین ته د لاسرسي لپاره د افغانستان د جغرافیې کارول دي او درېیمه په افغانستان کې د زیربناوو په برخو کې پانګونه ده.که څه هم په تېر او اوس دواړو کې د سوداګرۍ توازن د ایران په ګټه دی، خو افغانستان د ځواک د مهمو نقطو په توګه له څو لارو کولای شي له ایران سره اقتصادي تعامل د زیاتوالي لپاره وکاروي.

لومړی، نړیوالو بندیزونو د لګولو او په سیمه یېزه کچه د ایراني محصولاتو لپاره د زړه راښکونکي بازار د نشتوالي له امله افغانستان د ایران لپاره یوازینی صادراتي ځای دی. همدارنګه د لویدیځ بندیزونه د دې لامل شوي چې ایران له هېواده بهر د پانګونې په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ شي او په دې برخه کې افغانستان د ایراني پانګوالو لپاره د پانګونې یو له غوره ځایونو څخه دی. په عین حال کې، افغانستان د وارداتو او بهرنۍ پانګونې جذبولو دواړو برخو کې ډېری داوطلبان لري. له همدې امله دغه ډول چاپېریال د افغانستان لپاره ښه فرصت برابر کړی چې له ایران څخه د ټکنالوژۍ، صنعت، کرنې، د کاني زېرمو د استخراج او پروسس په برخو کې ډېرې اقتصادي ګټې ترلاسه کړي او تر ټولو مهم یې سمندري بندرونو ته د افغانستان لاسرسی دی.

سرچینې

[۱].https://karmento.ir/blog/%D8%B5%D8%A7%D8%AF%D8%B1%D8%A7%D8%AA-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86/

[۲]. https://www.tehrantimes.com/news/491680/Iran-s-non-oil-export-to-Afghanistan-up-4-in-7-months-yr-yr

[۳]. https://www.independentpersian.com

[۴]. https://www.ariananews.af/irans-non-oil-exports-to-afghanistan-up-4/

[۵]. https://thekabultimes.com/iran-biggest-trade-partner-of-afghanistan/

[۶]. https://www.irna.ir/news

[۷]. https://www.khabaronline.ir/news

[۸]. https://www.irna.ir/news

[۹]. https://www.irna.ir/news

[۱۰]. https://www.irna.ir/news

[۱۱]. https://swn.af/irans-economic-board-provide-grounds-for-investment-in-afghanistan/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *