په جنوبي قفقاز کې وروستی جیوپولېټیک بدلون او پر سیمه یې اغېزې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

      • په جنوبي قفقاز کې وروستی جیوپولېټیک بدلون او پر سیمه یې اغېزې
      • د جنوبي قفقاز جیوپولېټیک اهمیت
      • په سیمه کې وروستی جیوپولېټک بدلون
      • پر سیمه په جنوبي قفقاز کې د جیوپولېټیک بدلونونو اغېزې
      • پر افغانستان یې اغېزې
      • پايله
      • وړاندیزونه
      • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

په ۱۹۹۱ز.کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د جنوبي قفقاز په سیمه کې لوی جیوپولېټکي بدلون رامنځته شو؛ ځکه چې په دې سیمه کې د شوروي اتحاد مېشتو درې کورواکه جمهوریتونو( اذربایجان، ارمنستان او ګرجستان) خپلواکي ترلاسه کړه، په نوي نړیوال نظام کې ګد او په نویو دولتونو بدل شول؛ د خپلواکۍ په لومړیو کې دغه هېوادونه له ډیری ستونزو لکه قومي اختلافونو، سیاسي بې ثباتۍ، سرحدي اختلافاتو، اقتصادي ستونزو او … سره مخ ول. له دې ستونزو څخه د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د قره باغ د سیمې د مالکیت په اړه د قره باغ لومړۍ شخړې رامنځته کېدل د دې سیمې جیوپولېټیک ته یو بل بدلون ورکړ، ځکه چې اذربایجان د قره باغ په سیمه د کنټرول له لاسه ورکولو سربېره؛ خپله شل سلنه نوره خاوره هم له لاسه ورکړه. کله چې د قره باغ وروستۍ جګړه کې چې د روان کال د سمپټمبر میاشت کې رامنځته شوه، ارمنستان مات شو؛ اذربایجان وتوانېد د قره باغ سربیره، نورې هغه سیمې چې د ارمنستان له لوري اشغال شوې وې، د بیاځلي لپاره ترلاسه کړي او په دې سیمه کې درېیم جغرافیوي بدلون رامنځته کړي. دغه بدلونونه رامنځته کېدل نه یواځې داچې د جنوبي قفقاز په هېوادونو بلکې د دې سیمې د ګاونډیو ترڅنګ د سیمې پر نورو هېوادونو بېلابېلې اغېزې کوي. په دې تحلیل کې هڅه کېږي چې په دې سیمه کې د وروستیو رامنځته شویو جیوپولېټک بدلونونو سربېره د سیمې پر هېوادونو لکه ایران، ترکیه، روسیه، د مرکزي اسیا هېوادونه او چین باندې یې اغېزې روښانه شي.

د جنوبي قفقاز جیوپولېټیک اهمیت

جنوبي قفقاز چې په لاندې نقشه کې ښودل کېږي، د تور سمندر او خزر سمندر ترمنځ پرته ده، دغه سیمه د اروپا او اسیا ترمنځ د پله حیثیت لري. سربېره پر دې دغه سیمه له یوې خوا له روسیې، لوېدیځه اروپا او منځني ختیځ او مرکزي اسیا سره ګډه پوله لري او له بلې خوا په سیمه کې د انرژۍ او معدني سرچینو شتون د دې سیمې اهمیت څو چنده کړی دی. په دې سیمه کې یواځې اذربایجان ډېر تېل او ګاز لري، دغه هېواد د ۲۰۲۲ز.کال د معلوماتو پر اساس ۴۶،۷ ملیارد متر مکعب ګاز[۱] او د تېلو او ګازو ژورنال د معلوماتو پر بنسټ د دغه هېواد د خامو تیلو اټکل ۷ ملیارده بېرله شوی دی.[۲] که څه هم دغه سیمه د نړۍ په نقشه کې ډیر کوچنۍ معلومېږي؛ خو د سیمې د هېوادونو او نړۍ لپاره نه یواځې اقتصادي، بلکې سیاسي او امنیتي اهمیت  هم لري. اوسمهال چې له یوې خوا روسیه له اوکراین سره په جګړه کې بوخته ده؛ لوېدیځ او اروپایي هېوادونه هڅه کوي، ترڅو د ګازو د ترلاسه کولو په برخه کې د روسیې یو بدیل پیدا کړي؛ نو ځکه د دې سیمې اهمیت لا زیات شوی دی؛ له بلې خوا په سیمه کې د قره باغ وروستۍ جګړه هم پای ته رسېدلې ده او په دې سره دې سیمې د لویو پروژو په کار اچولو او د انرژۍ د لېږد لپاره لازم فرصت پیدا کړی دی. سربېره پر دې له ترانزېتي اړخه دغه سیمه د چین، مرکزي اسیا او اروپا  د وصلولو مرکزي نقطه ګڼل کېږي.[۳] خو په دې سیمه کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د قره باغ شخړې رامنځته کېدل د دې لامل شوی وو چې د دې سیمې هېوادونه تر ډیره بریده له خپل جغرافیوي موقعیت څخه په سمه توګه ګټه ترلاسه نه کړي؛ خو کله چې د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۲۰ مه نېټه د لوریو ترمنځ دغه جګړه پای ته ورسېده او اذربایجان په دې سیمه بشپړ کنټرول ترلاسه کړ.[۴] د سیمې جیوپولېټېک اهمیت یې خورا زیات کړ. داچې په دې سیمه کې دغه جیوپولېټیک بدلون څه ډول رامنځته شو، په لاندې ډول یې د جلا سرلیک په ترڅ کې تحلیلوو.

لومړۍ نقشه: د جنوبي قفقاز سیمه چې شاوخوا یې روسیه، تور سمندر، ترکیه، ایران او کسپین سمندر واقع دي.

په سیمه کې وروستی جیوپولېټک بدلون

د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره سم په جنوبي قفقاز کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ جګړه پیل شوه؛ په دې جګړه کې ارمنستان وتوانېد چې د قره باغ د سمیې د کنټرول ترلاسه کولو سربېره د اذربایجان اوه نورې سیمې چې په لاندې نقشه کې ښودل کېږي ونېولې، په دې سیمو کې د اذربایجان د کلبجر، لاچین، قبادلي، زنګیلان، جبراییل، فضولي او اغدام سیمې شاملې وې. په دې سیمه کې مېشتو ارمنیانو د ارتساخ( د ارمنیانو په اصطلاح د قره باغ مرکز) جمهوریت اعلان کړ، دغه جمهوریت د دوی له لوري اداره کېده او ارمنستان یې ملاتړ کاوه.[۵]

دوهمه: نقشه: دې نقشه کې ژېړ رنګ د ارمنستان خاوره ده، ترڅنګ تېز خړ رنګ او سور رنګ هغه اوه سیمې او د قره باغ سیمه ده چې د ارمنستان له لوري اشغال شوې وه او پاتې پیکه خړ رنګ د اذربایجان خاوره ده، لېدل کېږي چې یوه برخه یې نخچوان نومېږي او د اذربایجان سره مستقیما پوله نه لري.

لکه څرنګه چې په نقشه کې لېدل کېږي؛ اذربایجان خپله ډیره خاوره دلاسه ورکړه او دغه هېواد ته نه یواځې جیوپولېټېک زیان ورسېد، بلکې له ترانزېټې اړخه هم ټولې هغه لارې چې د شوروی اتحاد پر مهال د اذربایجان د مرکز او نخچوان ترمنځ موجودې وې له منځه ولاړې، اذربایجان له خپل کورواکه جمهوریت او ترکیې ته د ارمنستان له لارې په لنډه توګه د لاس رسي فرصت له لاسه ورکړ، له سیاسي اړخه اذربایجان په یوه اوږده شخړه کې راګیر شو؛ ځکه چې د دې شخړې په اوږدو کې روسیې او ایران د ارمنستان ملاتړ کاوه؛ ترڅو دغه جګړه اوږده شي، د دې جګړې په اوږدېدو کې دغه دواړو هېوادونو ځانګړې موخې لرلې، روسیې هڅه کوله چې په سیمه کې یې د پوځي شتون اړتیا دوامداره شي، له بله پلوه ایران هڅه کوله چې اذربایجان بوخت وساتي ترڅو هغو ستونزو سره چې دغه هېواد یې له اذربایجان سره لري مناسب فرصت ترلاسه نه کړي. خو د دې دواړو هېوادونو او ارمنستان د غوښتنې خلاف له تقریبا دیرش کاله وروسته په ۲۰۲۲ز.کال د قره باغ دوهمه جګړه چې ۴۴ ورځې یې دوام وکړ، د سیمې جیوپولېټک بدلون وکړ او اذربایجان و توانېد چې خپلې نیول شوې اووه سیمې او د قره باغ درېیمه برخه بېرته ونیسي.[۶]  دغه هېواد د روان کال د سپټمبر میاشت کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د قره باغ ارمني ټبره اوسېدونکي دې ته اړ کړي چې خپلې وسلې پرځمکه کېږي، د دې سیمې ولسمشر سامویل شاهرامانیان یوه فرمان لاسلیک کړ چې پر اساس به یې د دې کال تر پایه ټول دولتي بنسټونه ړنګ او اذربایجان ته وسپاري.[۷]  تقریبا دېرش کاله ورسته اذربایجان و توانېد خپله خاوره چې د نړیوالې ټولنې له لوري هم د اذربایجان د برخې په توګه په رسمیت پېژندل شوې وه، بېرته ترلاسه کړه؛ نو ځکه په دې سیمه کې د بیا ځلي لپاره جیوپولېټک بدلون رامنځته شوه؛ داچې په دې سیمه کې دغه بدلون رامنځته کېدل نه یواځې په لوریو بلکې په سیمه کې مېشتو نورو هېوادونو باندې هم اغېزې کوي؛ نو په لاندې توګه به دغه موضوع هم تحلیل کړو:

درېیمه نقشه: د ورستۍ جګړې وروسته په سیمه کې رامنځته شوی بدلون، شین رنګ اذربایجان چې یوه وړه خاوره هم لري او د نخچوان کورواکه جمهوریت نومېږي او د ارمنستان د موقعیت پر اساس له مرکزي اذربایجان څخه بېل شوی دی.

پر سیمه په جنوبي قفقاز کې د جیوپولېټیک بدلونونو اغېزې

د هېوادونو په کچه رامنځته کېدونکي هر ډول حالات نه یواځې په ښکیلو لوریو بلکې د سیمې او نړۍ پر نورو هېوادونو خورا اغېزې کوي؛ په ځانګړې توګه په یوه سیمه کې د جیوپولېټک بدلونونو رامنځته کېدل، پر نورو نږدې او لېرې هېوادونو بېلابېلې اغېزې کوي؛ داچې په دې سیمه کې اذربایجان وتوانېد چې په خپله ګټه وروستی بدلون رامنځته کړي؛ نو د سیمې هېوادونو له ډلې یې په یو شمېر هېوادونو مثبتې اغېزې او په یو شمېر هېوادونو منفي اغېزې رامنځته کړې؛ موږ هڅه کوو چې په لاندې توګه دغه اغېزې تحلیل کړو.

پر ایران یې اغېزې: ایران د جنوبي قفقاز له سیمې سره شریکه پوله، دین، تاریخ او کلتور لري؛ نو پر همدې اساس په دې سیمې کې هر ډول بدلونونه دغه هېواد اغېزمنوي؛ د جنوبي قفقاز په وروستیو بدلونو پر ایران تر ډیره بریده منفي اغېزې وکړي؛ موږ کولای شو دغه اغېزې په لاندې توګه روښانه کړو:

۱ ـ د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د قره باغ د دوهمې جګړې وروسته په ۲۰۲۰ کال د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شو؛ د دې هوکړې په ۹ ماده کې راغلي دي (( په سیمه کې به ټولې اقتصادي او ترانزېټې لارې بېرته پرانېستل کېږي، د ارمنستان جمهوریت باید د آذربایجان جمهوریت د لویدیځو سیمو او د نخچیوان خودمختاره جمهوریت ترمنځ د ټرانسپورټ اړیکو خوندیتوب تضمین کړي ترڅو په دواړو خواوو کې اتباع، وسایط او کارګو په ازادانه توګه تګ راتګ وکړي ))[۸]. د دې مادې د احکامو پر بنسټ اذربایجان د خپلې هغې کورواکه سیمې ته چې شریکه پوله ورسره نه لري؛ د ارمنستان له خاورې څخه په ګټه اخېستنه ترانزېټې کرېډور رامنځته کوي؛ په داسې حال کې چې پخوا اذربایجان دغې سیمې سره د ایران له خاورې څخه په ګټه اخیستنه ترانزېټ کاوه او له اذربایجان څخه یې محصول ترلاسه کوه؛ نو د دې کرېډور په جوړېدو سره به ایران د ترانزېټ له محصول څخه بې برخې شي او سربېره پر دې به د فشار هغه اله چې یې په لاس لرله او د اذربایجان پر وړاندې یې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې یې په خپله ګټه ترې کار اخیسته له لاسه ورکړي. سربیره پر دې د اذربایجان د نخچوان کورواکه سیمې له ایران څخه تېل او ګاز پلورله؛ که چېرې دغه کرېډور جوړ شي؛ نو اذربایجان به وکولای شي چې نه یواځې خپلې دغې سیمې ته په مستقیم ډول تیل او ګاز ولېږدوي بلکه له ایران څخه به د ترکیې د تیلو او ګازو مارکېټ هم ترلاسه کړي.

۲ ـ  د ایران په شمالي برخه کې په څلورو لویو ولایتونو کې ( اردبیل، ختیځ اذربایجان، لوېدیځ اذربایجان او زنجان ولایت چې جنوبي اذربایجان هم ورته ویل کېږي) اکثره وګړي اذري ټبره دي.[۹] له اذربایجان سره په قومي برخه کې دغه مشترک ټکی د دې ولایتونو اوسېدونکي هڅوي چې له اذربایجان سره یوځای شي؛ له بلې خوا اذربایجان هم هڅه کوي ترڅو په دې برخه کې په ایران کې د اذري میشتو ملاتړ وکړي؛ چې دغه ټکي د تاریخ په اوږدو کې هم د دواړو هېوادونو په اړیکو منفي اغیزه کړې؛ نو داچې اوسمهال په سیمه کې جیوپولېټیک بدلون رامنځته شو؛ دغه بدلون په سیمه کې د اذربایجان نفوذ پیاوړی کړ؛ نو ایران ته یې د دې هېواد د تجزیې اندېښنه رامنځته کړې ده. د یادونې وړ ده چې همدې اندېښنې ته په کتو د قره باغ په ټولو جګړو کې ایران د ارمنستان غیر متستقیم ملاتړ کاوه.

۳ ـ د قره باغ وروستۍ جګړه کې ترکیې په مستقیم ډول د اذربایجان ملاتړ وکړ او دغه هېواد ته یې Turkish Bayraktar ( TB-2) بې پیلوټه او F16 جنګي جېټ الوتکې ورکړې. [۱۰] ترڅو په سیمه کې د اذربایجان په ګډون د ترک توکمو هېوادونو دریځ پیاوړی شي او د پان ترکېزم سیاست پیاوړتیا ته لاره هواره کړي؛ څرنګه چې په دې سیمه کې وروستی بدلون ترکیې ته دا فرصت برابروي ترڅو د اذربایجان سربېره د مرکزي اسیا ترک توکمو هېوادونو سره پرته له دې چې د ایران له خاورې څخه ګټه پورته کړي ونښلي؛ نو ځکه به په سیمه  د ایران د جیوپولېټک پوتانشیل کم او اهمیت به له لاسه ورکړي.

پر ترکیه یې اغېزې: د جنوبي قفقاز سیمه د انرژۍ، امنیت او اقتصاد په برخه کې د ترکیې لپاره خورا اهمیت لري؛ په دې سیمه کې دغه بدلون  د دې لامل ګرځي چې ترکیه و توانېږې تر ډیره بریده پورته یادو شویو موخو ته په مطلوبه توګه ځان ورسوي؛ داچې اوسمهال روسیه ـ اوکراین جګړه جریان لري؛ دغې جګړې په نړیوالو مارکېټونو کې د انرژۍ تامینولو په برخه کې منفي اغېزې رامنځته کړي دي؛ نو دغه بدلون د دې سبب ګرځي ترڅو په سیمه کې د ترکیې رول پیاوړی او پر اساس یې د اذربایجان سربېره د مرکزي اسیا هېوادونو انرژۍ د ترلاسه کولو او نړیوالو مارکېټونو ته درسولو په برخه کې ښه فرصت ترلاسه کړي. له یوې بلې زاویې هم په سیمه کې دغه بدلون رامنځته کېدل د ترکیې د بین المللي بارو مثبته اغېزه کوي؛ ځکه چې ترکیه یو اسلامي هېواد دی او اوسمهال په کې د واکمن ګوند ( عدالت او پراختیا ګوند) له لوري تر ډېره بریده اسلامي اجنډا پرمخ بیول کېږي او له بلې خوا اذربایجان هم یو اسلامي هېواد دی؛ نو دغه ملاتړ به په اسلامي هېوادونو کې د ترکیې محبوبیت لامل وګرځي.

پر روسیه یې اغېزې: ارمنستان له روسیې سره یوځای د ټولیز امنیت په سازمان کې چې په ۱۹۹۲ ز.کال کې رامنځته شوی وو او موخه یې په ډله ییزه توګه د غړو هېوادونو د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ساتنه او د د بهرني تېري په مقابل کې له غړي هېواد څخه په ګډه دفاع کول دي.[۱۱]  داچې په جنوبي قفقاز کې د وروستي جیوپولېټک راممنځه کېدو د مخنیوي په برخه کې روسیې د ارمنستان ملاتړ ونه کړ، چې پر اساس یې نه یواځې د روسیې او ارمنستان اړیکې ترینګلې کړې، بلکې پر روسیې د پخواني شوروي اتحاد د نورو جمهوریتونو باور کم شو او هغه هڅې چې یې د روسیې له مدار څخه د وتلو او لویدیځ ته د مخه کولو لپاره پیل کړې وې لا ګړندې کړې. ارمنستان له امریکا متحده ایالاتو سره د روان کا ل د سپټمبر میاشت کې پوځي تمرینونه ترسره کړل او هم یې اوکراین ته بشر دوستانه مرستې ولېږدولې. [۱۲] سربیره پر دې یې په دې وروستیو کې د نړیوالې جنايي محکمې غړیتوب هم ترلاسه کړ، [۱۳] لکه څرنګه چې دغې محکمې د روان کال د مارچ میاشت کې په اوکراین کې د جنګي جرایمو د ارتکاب په اړه د روسیې د ولسمشر ولادېمیرپوتین د نیولو قرار صادر کړ. [۱۴] داچې د دې محکمې غړیتوب ترلاسه کول غړي هېوادونه مکلفوي چې د دې محکمې اساسنامې احکام پلي کړي؛ نو که چېرې پوتین ارمنستان ته سفر وکړي؛ نو د دې محکمې د اساسنامې د احکامو مطابق دغه هېواد یې په نیولو او محکمې ته په سپارلو مکلف ګرځي.

پر اسراییلو یې اغېزې: د جنوبي قفقاز په سیمه کې اسرییل له اذربایجان سره ښې اړیکې لري، دغه هېواد اذربایجان ته د وصلو د صادرولو په بدل کې له دغه هېواد څخه انرژي ترلاسه کوي، په تېرو ۵ کلونو اذربایجان ۷۰ سلنه وسلې له اسراییلو څخه واردې کړي چې په کې بې پیلوټه الوتکې، Barak – ۸ مزایلونه او مهمات په کې شامل وو.[۱۵] اسراییلو د قره باغ په جګړه کې د اذربایجان ملاتړ کاوه؛ ترڅو د ایران په ګاونډ کې یو ځواکمن ملګری هېواد پیدا کړي؛ ترڅو د اسراییلو او ایران د احتمالي جګړې پر مهال د اذربایجان د قلمرو څخه چې د ایران په ګاونډ کې موقعیت لري ګټه پورته کړي، سربېره پر دې له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو د عادي کولو په برخه کې اذربایجان اسراییلو ته خورا اهمیت لري؛ نو داچې دغه جګړه کې اسراییلو د وسلو په برخه کې د اذربایجان ملاتړ وکړ؛ نو له دې هېواد سره یې اړیکې لا پیاوړې شوې چې ښه بېلګه یې په اسراییلو کې د اذربایجان د سفارت پرانېستل دي، نو په دې سیمه کې وروستي بدلونونه په سیمه کې د اسراییلو موخو ترلاسه کولو په برخه کې پر دې هېواد مثبتې اغېزې کوي.

پر مرکزي اسیا او چین یې اغېزې: په سیمه کې د وروستی جیوپولېټک رامنځته کېدل له اروپايي هېوادونو سره د مرکزي اسیا او چین نښلېدو په برخه کې دغو هېوادونو ته خورا ګټې رسوي؛ د مرکزي اسیا هېوادونه کولای شي چې د زنګزور کرېدور پر اساس خپله انرژۍ ترکیې او له هغه ځایه نړیوالو مارکېټونو ته پرته له دې چې ایران په کې برخه ولري او دغه هېواد ته ترانزېټي محصول ورکړي، ورسوي. همدارنګه چین هم کولای شي چې په ارزانه توګه خپل توکي په دې سیمه کې د امنیت د تامین او ترانزېټې لارې د جوړیدو وروسته نړیوالو مارکېټونو ته ورسوي. ځکه چې د چین سینکیانګ ایالات له لارې، مرکزي اسیا او له دې ځایه اذربایجان او ترکیې ته مستقیما لاره ترلاسه کوي.

پر افغانستان یې اغېزې

په سیمه کې دغه بدلون له څو اړخونو پر افغانستان مثبته اغېزه کوي، چې په لاندې توګه یې روښانه کوو:

۱ ـ له دې بدلون وروسته له ترانزېټي اړخه افغانستان کولای شي چې د قفقاز د جغرافیوي موقعیت څخه په ګټه پورته کولو له ترکمنستان سره د ګډې پولې له لارې، ترکیې او له دې ځایه اروپايي هېوادونو سره نښلي.

۲ ـ له دیني اړخه داچې د دې بدلون په رامنځته کېدو سره په جنوبي قفقاز کې د دوه اسلامي هېوادونو ( ترکیې او اذربایجان) رول پیاوړی کېږي؛ نو په سیمه ییزه توګه دغه پیاوړتیا د اسلامي هېوادونو د نړیوال پرمختګ او نړیوال نفوذ لپاره لاره هواروي؛ نو داچې افغانستان هم یو اسلامي هېواد دی؛ له ترکیې سره ښې اړیکې لري او په جنوبي قفقاز کې د اذربایجان د نړیوال موقف ملاتړ کوي؛ نو دغه مشترکات د دې لامل ګرځي چې پر افغانستان هم مثبتې اغېزې وکړي.

پایله

د جنوبي قفقاز (اذربایجان، ارمنستان او ګرجستان) سیمې جغرافیوي موقعیت ته د لوېدیځو او اروپايي هېوادونو پاملرنه هغه مهال لا زیاته شوه چې د روسیه د اوکراین په جګړه کې ښکیله شوه، د روسیې مخالفو هېوادونو هڅه پیل کړه ترڅو له روسیې سره په ګاونډ کې خپل نفوذ پیاوړی کړي او له بله پلوه د انرژۍ د تامین په برخه کې د ایران او روسیې پرته بل ډاډمن بدیل ترلاسه کړي؛ نو ځکه د قره باغ د نیولو او د سیمې د جیوپولېټیک بدلون لپاره د اذربایجان پوځي او ډیپلوماتیکې هڅې له خنډ سره مخ نه شوې او دغه هېواد وتوانېد چې په خپله ګټه د دې سیمې جغرافیوي جوړښت ته بدلون ورکړي. په سیمه کې ایران چې پیاوړي اذربایجان څخه ویره لري؛ له سیاسي او اقتصادي پلوه خورا اغېزمن او په سیمه کې یې د ترکیې پیاوړی کړ. د روسیې له لوري د ارمنستان نه ملاتړ کول د سیمې د هېوادونو او په ځانګړې توګه د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو پر وړاندې یې د روسیې د بې باورۍ کچه لوړه کړه.

وړاندېزونه

۱ ـ د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په برخه کې باید رغنده ګامونه پورته کړي؛ که څه هم دغه وړاندیز د دې تحلیل له محتوا سره اړخ نه لري؛ خو د نورو وړاندیزونو د عملي کولو په برخه کې فرصت رامنځته کوي.

۲ ـ د افغانستان اسلامي امارت د له اذربایجان سره د اړیکو د پیلولو لپاره جدي هڅې پیل کړي؛ ترڅو د دې هېواد له شته انرژۍ د ترلاسه کولو، د ترانزېټ په برخه کې  د دې هېواد له موقعیت څخه د ګټې اخیستنې لپاره فرصت برابر شي. په دې برخه کې ترکیه ښه انتخاب دی چې کولای شي د اذربایجان او افغانستان د اړیکو جوړولو په برخه کې مثبته اغېزه وکړي، ځکه چې ترکیه له یوې خوا له اسلامي امارت سره او له بله خو له اذربایجان سره ښې اړیکې لري، اسلامي امارت د له ترکي چارواکو سره د ګډو ناستو او د کنفرانسونو په څنډو کې دغه موخه تعقیب کړي.

۳ ـ لکه څرنګه چې اذربایجان د خپل جغرافیوي موقعیت او په دې هېواد کې د شته انرژۍ پر اساس له نورو هېوادونو سره خپله ډیپلوماسي پیل کړه؛ نو اسلامي امارت د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په کتو خپل سیمه ییز سیاست په داسې توګه مطرح کړي چې د سیمې او نړۍ د هېوادونه پاملرنه د افغانستان پر وړاندې زیاته کړي.

سرچینې

[۱] Turan News Agency, published date:16/1/2023, available at: In 2022, total gas production in Azerbaijan amounted to 46.7 bcm (turan.az)

[۲] U.S. Energy Information Administration, Country Analysis Executive Summary: Azerbaijan, page 2, pdf, published date: September 13, 2021, available at: Country Analysis Executive Summary: Azerbaijan (eia.gov)

[۳] Topchubashov Center, South Caucasus: Global, Geopolitical and security significance, Gipol21 & Topchubashov joint report, page No:5, published date: 27-04-2023 available at: South Caucasus: Global, Geopolitical and security significance (top-center.org).

[۴] Le Monde, Azerbaijan claims full control over the Nagorno-Karabakh region after separatists surrender, published date: 20/Sep/2023, available at: Azerbaijan claims full control over the Nagorno-Karabakh region after separatists surrender (lemonde.fr).

[۵] The Guardian, Why is there dispute over control of Nagorno-Karabakh?, published date: 19/Sep/2023, available at: Why is there dispute over control of Nagorno-Karabakh? | Nagorno-Karabakh | the Guardian

[۶] CNN, why have there been clashes over control of Nagorno-Karabakh? Published date: September 20, 2023, available at: Azerbaijan-Armenia: The conflict in Nagorno-Karabakh explained | CNN

[۷] The New York Times, Nagorno-Karabakh Government Says It Will Disband, published date: Sept. 28, 2023, available at: Nagorno-Karabakh Government Says It Will Disband – The New York Times (nytimes.com)

[۸] The Prime Minister of Republic of Armenia, Press Release, Statement by the Prime Minister of the Republic of Armenia, the President of the Republic of Azerbaijan and the President of the Russian Federation, published date: 10.11.2020, access date: 10.14.2023, available ate: Statement by the Prime Minister of the Republic of Armenia, the President of the Republic of Azerbaijan and the President of the Russian Federation – Press releases – Updates – The Prime Minister of the Republic of Armenia

[۹] Topchubashov Center, South Caucasus: Global, Geopolitical and security significance, Gipol21 & Topchubashov joint report, page No:16, published date: 27-04-2023 available at: South Caucasus: Global, Geopolitical and security significance (top-center.org).

[۱۰] Mathieu Droin, Tina Dolabaia, Abigail Edwards, CSIS, A Renewed Nagorno – Karabakh Conflict: Reading Between the Front Lines, Published September 22, 2023, access date: 10/16/2023 available at: A Renewed Nagorno-Karabakh Conflict: Reading Between the Front Lines (csis.org)

[۱۱] SCTO official web page, online link: About SCO | SCO (sectsco.org).

[۱۲] Reuters, Armenia to exercise with US troops next week in sign of frustration with Russia, published date: September 6, 2023, access date: 10/5/2023 available at: Armenia to exercise with US troops next week in sign of frustration with Russia | Reuters

[۱۳] Aljazira, Armenia to join International Criminal Court; ‘wrong’ decision, says Russia, published date: 3 Oct 2023, access date: 10/5/2023, available at Armenia to join International Criminal Court; ‘wrong’ decision, says Russia | ICC News | Al Jazeera

[۱۴] The guardian, ICC Judges issue arrest warrant for Vladimir Putin over alleged war crimes, published date 17/March/2023, access date 10/5/2023, available at: ICC judges issue arrest warrant for Vladimir Putin over alleged war crimes | Vladimir Putin | The Guardian .

[۱۵] Mathieu Droin, Tina Dolabaia, Abigail Edwards, CSIS, A Renewed Nagorno – Karabakh Conflict: Reading Between the Front Lines, Published September 22, 2023, access date: 10/16/2023 available at: A Renewed Nagorno-Karabakh Conflict: Reading Between the Front Lines (csis.org)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *