پر اسلامي امارت د بنديزونو دوام: حقوقي او سياسي ارزونه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • پر اسلامي امارت د بنديزونو دوام: حقوقي او سياسي ارزونه
  • د بنديزونو ډولونه
  • پر اسلامي امارت د امريکا متحده ايالاتو د بنديزونو لاملونه
  • پر اسلامي امارت د امريکا متحده ايالاتو د بنديزونو اغېزې
  • پايله
  • وړانديزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

نړيوال بنديزونه د دولتونو او يا هم سازمانونو سياسي او اقتصادي پرېکړې دي چې پر يو هېواد، ډلې او يا هم افرادو باندې له دې امله لګېږي تر څو له لارې يې نړيوالې سولې  ته ګواښ لمنځه يوړل شي، د نړيوالو حقوقو د نقض مخنیوی وشي او د هېوادونو ملي ګټې خوندي شي.

امريکا متحده ايالاتو له ۱۹۹۹ز. کال راهيسې تراوسه پورې پر اسلامي  امارت بېلابېل بنديزونه لګولي دي. په ۱۹۹۰يمو کالونو کې  بنديزونه له دې امله وو چې اسلامي امارت د اسامه بن لادن او د القاعدې شبکې  نورو غړو ته پناه ورکړې  وه، له ۲۰۰۱ز. کال څخه تر ۲۰۲۱ز. کال پورې پر طالبانو له دې امله بنديزونه وو چې  دوی د امريکا متحده ايالاتو له لوري د تروريستي (د دوی په اصطلاح) ډلو په لست کې شامل وو او له ۲۰۲۱ز. کال راهيسې تراوسه  پورې بنديزونه له دې  امله دي چې اسلامي امارت په زوره يو ديموکراتيک حکومت نسکور کړی او پرځای  يې داسې حکومت رامنځته کړی چې حقوقي او ولسي مشروعيت نه لري.[۱]

د دې بنديزونو په لړ کې امريکا متحده ايالاتو لومړنی اقدام د افغانستان د ۹.۴ ميليارده ډالرو د شتمنۍ کنګل کول وو، له بلې خوا  د افغانستان په بانکي سيستم او ځينې نورو اقتصادي برخو د بنديزونه لګول شامل وو، خو د تېر په څېر دا ځل پر اسلامي امارت د بنديزونو لګول يو څه متفاوت او له ننګونو ډک وو، ځکه اسلامي امارت دا ځل حکومتي چوکاټ پرمخ وړي او هر ډول نړيوال بنديز به مستقيماً پر ولس اغېزه کوي او همداسې وشول په اوايلو کې  د سختو بنديزونو له امله په افغانستان کې لوی اقتصادي  ناورين رامنځته شو، چې نړيوالۍ ټولنې او  په ځانګړي ډول چين او روسيې د دې ناورين مسؤله امريکا متحده ايالات وګڼل او له دې کار څخه يې يو څه تبليغاتي ګټه هم واخيسته چې له امله يې امريکا متحده ايالات اړ شو چې په بنديزونو کې نرمښت راولي او په لومړني اقدام کې يې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې  اسانتياوې رامنځته کړې او په دويم اقدام کې يې پر بانکي سيستم او سوداګرۍ ځينې  بنديزونه لرې کړل، مني ګرام او ويسټرين يونين ته يې د فعالیت اجازه ورکړه او ځينې امريکايي قرارداديانو ته يې  هم اجازه ورکړه تر څو په افغانستان کې د بشري مرستو په رسول کې همکاري وکړي.

د اسلامي امارت پر وړاندې د امريکا متحده ایالاتو اوسنۍ پاليسي داده چې د رسميت پېژندنې او بنديزونو د لرې کولو په بدل کې  د بشري حقوقو د تأمين، د ټولشموله حکومت د جوړېدو، د نشه يي توکو د مخنيوي او د ځينو امنيتي اندېښنو د رفع کولو غوښتنه کوي او له همدې امله ځينې وخت د بشري حقوقو د نقض له امله د اسلامي امارت پر ځينو مشرانو انفرادي بنديزونه لګوي چې تازه يې د افغانستان د علومو اکاډمۍ پر رئيس شيخ فريد الدين محمود او د آمر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پر وزير شيخ خالد حنفي د بشري  حقوقو او په ځانګړي ډول له شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعليم د مخالفت له امله بنديزونه لګولي دي.[۲]

په دې ليکنه کې به له يوې خوا پر اسلامي امارت د بنديزونو حقوقي ارزونه وکړو او له بل پلوه به له سياسي لحاظه دا وڅېړو چې امريکا متحده ايالات د کومو دلايلو او انګېزو پر بنسټ پر اسلامي امارت بنديزونه لګولي او ايا دغو بنديزونو پر اسلامي امارت کومه اغيزه کړې ده او که نه؟

د بنديزونو ډولونه

بنديزونه له دوه اړخونو طبقه بندي کېږي:

لومړی: د لګېدونکي اړخونو له حېثه

له دې اړخه بنديزونه په دريو برخو ويشل کېږي:

۱- پر دولتونو بنديزونه: دولتونه د ملګرو ملتونو غړي ګڼل کېږي او د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه د دغه سازمان د منشور په منلو او رعايت مکلف دي. د ملګرو ملتونو منشور د بين المللي حقوقو مهمه سرچينه ده او کله چې يو دولت دغه حقوقو نقض کړي او يا هم  ملګرو ملتونو منشور مخالفت وکړي او يا هم په نړيواله سطحه خپلې وجيبې اجراء نه کړي، نو د ملګرو ملتونو د منشور د اووم فصل پر بنسټ امنيت شورا کولای شي چې په دغه دولت بنديزونه ولګوي. البته يادونه بايد وکړو چې ځينې وخت يو دولت په يوازې ځان هم کولای شي د خپلو ملي ګټو د تأمين په موخه پر يو بل دولت بنديزونه ولګوي، نو ځکه ويلای شو چې نړيوال سازمانونه او دولتونه کولای شي چې په نورو دولتونو بنديزونه ولګوي.

۲- پر ډلو بنديزونه: په نړۍ کې ځينې داسې ډلې دي چې هغه ملګرو ملتونو په تروريستي ډلو لست کې شاملې کړي دي. لومړۍ دا چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا دغه ډلې هر اړخيزې څېړي او له څېړلو او اسنادو وروسته که ثابته شي چې دا نړيوالې سولې ته ګواښ دی، نو بيا يې تروريستي ډلو لست ته غورځوي او بيا پرې بنديزونه لګوي چې دې ډول بنديزونو ته پر ډلو د بنديزونو لګول ويل کېږي.

۳- انفرادي بنديزونه يا پر افرادو بنديزونه: درېيم ډول بنديزونه پر مشخصو افرادو د بنديزونو لګول دي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا کولای شي پر ځينو سياسي رهبرانو او لويو سوداګرو نړيوالې سولې ته د ګواښ، د بشري حقوقو د نقض، فساد، تروريستي فعاليتونو د ترسره کېدو او د وسلو د خپراوي له امله بنديزونه ولګوي او همدارنګه يو دولت په يوازې ځان هم کولای شي چې په مشخص افرادو د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو له امله بنديزونه ولګوي.

دلته د انفرادي بنديزونو ځينې بېلګې وړاندې کوو چې د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او امريکا متحده ايالاتو له لوري د نړيوالو بنديزونو سره مخامخ دي:

الف- کېم جېنګ اون: دا د شمالي کوريا مشر دی چې د کيمياوي وسلو د پراختيا او بشري حقوقو د نقض له امله پرې ملګرو ملتونو بنديزونه لګولي دي.

ب- ولاديمير پوټين: دا د روسيې ولسمشر دی چې د اروپايي اتحاديې له لوري پر ۲۰۱۴ز. کال کې  د کريميا د نيولو له امله بنديزونه ولګېدل او د اوکراين د اوسنۍ جګړې له امله هم پرې بنديزونه لګيدلي دي.

ج- خامنه یي: دا د ايران مذهبي مشر دی چې د امريکا متحده ايالاتو له لوري د اتومي وسلې د جوړولو او بشري حقوقو د نقض له امله تر بنديزونو لاندې  دی.

د- بشار الاسد: د سوريې مشر دی او د اروپايي اتحاديې او امريکا متحده ايالاتو له لوري د بشري حقوقو د نقض له امله تر بنديزونو لاندې دی او په ده تور دی چې د سوريې په داخلي جګړو کې يې بشري حقوق نقض کړي او په زرګونو خلک يې وژلي دي.[۳]

هـ- مير رحمان رحماني او زوی يې: دا د افغانستان تېر شل کلن جمهوريت کې د پارلمان وکيلان وو چې تېره اونۍ پرې امريکا متحده ايالاتو د فساد له امله بنديزونه ولګول.

و- د اسلامي امارت ځينې مشران: د اسلامي امارت ځينې مشران په ځانګړي ډول په وروستيو کې د علومو اکاډمي رئيس شیخ فريد الدين محمود او د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وزير شيخ خالد حنفي د امريکا متحده ايالاتو له لوري د بشري حقوقو د نقض په ځانګړي ډول د نجونو د تعليم د مخنيوي له امله تر بنديزونو لاندې دي.

له پورتني بحث دا جوتېږي چې د بندیزونو لګول د بين المللي حقوقو يو مهم بحث دی، نړيوال او سيمه ييز سازمانونه او دولتونه کولای شي چې پر ځينو نورو دولتونو بنديزونه ولګوي او دا کوم حقوقي ممانعت نه لري، خو د يوې خبرې يادونه بايد وکړو چې د بين المللي حقوقو الزامي جنبه ضعيفه ده او تطبيق يې يوازې اخلاقي جنبه لري. په دې وروستيو کې موږ وليدل چې اسراييلو او حماس ترمنځ د جګړې د ودرېدو په اړه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې مطلق اکثريت دولتونو چې تعداد يې له ۱۵۰ اوښته د اوربند غوښتنه وکړه او يوازې ۱۰ دولتونو د اوربند مخالفت وکړ، خو بيا هم تر اوسه پورې اوربند نه دی شوی او جنګ نه دی درېدلی، نو ځکه ويلای شو چې لوی قدرتونه هغه مهال د بين المللي حقوقو د تطبيق خبره کوي چې د دوی په کې ګټه وي، خو کله يې چې په تطبيق کې زيان وي، بيا د بين المللي حقوقو پروا نه کوي او د ټولو اصولو خلاف يو عمل ترسره کوي.

 

دويم: د موضوع له اړخه د بنديزونو ډلبندي

له دې اړخه هم بنديزونه په درېو برخو ويشل کېږي:

۱- اقتصادي بنديزونه: د يو هېواد يا نړيوال سازمان له لوري پر يو بل هېواد يا افرادو د اقتصادي محدوديتونو لګولو ته اقتصادي بنديزونه ويل کېږي. اقتصادي محدوديتونه بېلابېل ډولونه لري لکه د يو هيواد پر وګړو، سياسيونو او اقتصادي شرکتونو پر مشرانو د سفر بنديزونه، يو هېواد ته د بهرنۍ پانګونې مخنيوی او محدوديتونه، د سوداګريزو توکو پر لېږد او رالېږد محدوديتونه، د ګمرکي تعرفو زياتوالی، د اقتصادي مرستو بندول يا محدودل او په بهرنيو بانکونو کې د پانګې کنګلول.[۴]

۲- ډيپلوماتيک بنديزونه: هغه بنديزونه دي چې يو نړيوال يا سيمه ييز سازمان او يا هم يو دولت يې پر يو بل دولت د سفارتونو د بندولو او يا هم د ډيپلوماتانو او د حکومت د لوړو پوړو چارواکو پر سفر د بنديز له لارې لګوي. د اسلامي امارت پر ځينو مشرانو چې ځينې وزيران هم په کې شامل دي د امريکا متحده ايالاتو له لوري د سفر د بنديز سره مخامخ دي چې دا ډول بنديزونه په ډيپلوماتيکو بنديزونو کې راځي.

۳- نظامي بنديزونه: په دې ډول بنديزونو کې پر يو دولت د وسلو د توليد، خپراوي، استعمال او هم پېرلو او پلورلو بنديز لګېږي، لکه په شمالي کوريا او ايران باندې د ملګرو ملتونو او امريکا متحده ايالاتو بنديزونه.

پر اسلامي امارت د امريکا متحده ايالاتو د بنديزونو لاملونه

بنديزونه پر يو هېواد د فشار راوړولو، له يو کار څخه  منع کولو او يا جزا ورکولو په موخه لګول کېږي. بنديزونه د بهرني سياست د پلي کولو يوه وسيله ده. کله چې د مذاکراتو او ډيپلوماسۍ له لارې ملي ګټې لاسته رانشي، نو له نظامي جګړې مخکې بنديزونه د ملي ګټو د لاسته راوړلو او د بهرني سياست د پلي کولو  د يوې وسيلې په توګه کارېږي. امريکا متحده ايالات هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېر په نړيواله کچه د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره له دې وسيلې ګټه اخلي او پر اسلامي امارت کېدای شي بنديزونه د لاندې لاملونو پر بنسټ لګوي:

۱- د ډيموکراتيکو ارزښتونو د خوندي کولو په موخه بنديزونه: له دويمې نړيوالې جګړې وروسته امريکا متحده ايالات د ډيموکراتيکو ارزښتونو د خوندي کولو او نړۍ ډيموکراتيک کولو پروسه په لاره واچوله چې د سړې جګړې او شوروي اتحاد له ماتې وروسته دا پروسه نوره هم چټکه شوه او په نړۍ کې هر هېواد به چې د ډيموکراتيکو ارزښتونو خلاف نظام رامنځته کاوه، نو امريکا متحده ايالاتو به پرې بنديزونه لګول د بېلګې په ډول: کله چې په ۱۹۹۹ز. کال کې جنرال پرويز مشرف پر نوازشريف کودتاه وکړه او يو غيرډيموکراتيک نظام يعنې پوځي حکومت يې اعلان کړ، نو امريکا متحده ايالاتو پرې بنديزونه ولګول.

پر اسلامي امارت هم د بنديزونو دلګولو يو لامل دا دی چې اسلامي امارت يو ډيموکراتيک حکومت نسکور کړ او تراوسه يې بل ډيموکراتيک حکومت نه دی رامنځته کړی، نو امريکا متحده ايالات غواړي د بنديزونو له لارې اسلامي امارت دې ته قانع کړي چې د ټاکنو له لارې يو ډيموکراتيک حکومت رامنځته کړي، خو موږ په دې باور يو چې امريکا متحده ايالات ډيموکراسي د خپلو ملي ګټو د لاسته راوړلو د يوې وسيلې په توګه کاروي او په نړۍ کې داسې بېلګې هم لرو چې کله يو ډيموکراتيک حکومت رامنځته شوی او د امريکا متحده ايالاتو په کې ګټه نه وي، بيا يې د هماغې د نسکورولو هڅه کړې ده لکه په مصر کې محمد مرسي د ټاکنو او ډيموکراتيکې پروسې له لارې واک ته ورسېده، خو په يو کال کې دننه د امريکايانو په هڅو چپه شو او پرځای يې د کودتاه له لارې يعنې د غير ډيموکراتيکې پروسې له لارې راغلی عبدالفتاح السيسي حکومت په رسميت وپېژانده او همکارۍ يې ورسې پيل کړې.

همدارنګه اکثره عربي هېوادونو کې ډيموکراتيک نظامونه نشته، خو د امريکايانو نږدې اړيکې ورسره موجودې دي او بنديزونه يې پرې نه دي لګولي، نو ځکه وايو چې د ديموکراتيکو ارزښتونو په موخه د بنديزونو لګولو دليل يوازې د امريکايانو يوه بهانه ده.

۲- د وسله والو ډلو سره د مبارزې په موخه بنديزونه: همدارنګه امريکا متحده ايالات د ناقانونه وسله والو ډلو سره د مبارزې په موخه هم له بنديزونو ګټه اخلي د بېلګې په ډول: امريکا متحده ايالاتو او ملګرو ملتونو امنيت شورا په ګډه په ۱۹۹۲ز. کال کې پر ليبيا له دې امله اقتصادي بنديزونه ولګول تر څو د ليبيا حکومت تر فشار لاندې راولي او هغه دوه کسان چې په ۱۹۸۸ز. کال د پان اميرکن الوتکې په الوزولو تورن وو د محاکمې لپاره يې  امريکا متحده ايالاتو ته وسپاري. ليبيا په ياده پېښه کې د لاس لرلو مسؤليت ومانه او له يوې خوا يې تورن کسان امريکا متحده ايالاتو ته وسپارل او له بلې خوا يې پان اميرکن هوايي شرکت ته ۲.۷ ميليارده ډالر تاوان ورکړ.[۵]

امريکا متحده ايالات د بنديزونو يو دليل دا بيانوي چې اسلامي امارت د القاعدې او نورو وسله والو ډلو سره اړيکې لري او دوی غواړي د بنديزونو له لارې پر اسلامي امارت فشار راوړي تر څو له يوې خوا له دغو ډلو سره اړيکې پرې کړي او له بلې خوا د هغوي پر خلاف مبارزه وکړي، خو اسلامي امارت هر وخت دا تورونه رد کړي دي او ويلي يې دي چې دوی له وسله والو ډلو سره اړيکې نه لري او خاوره به يې د هېڅ هېواد پرخلاف هم استعمال نشي.

۳- د بشري حقوقو د نقض له امله بنديزونه: په ۲۰۲۳ز. کال د دسمبر پر لسمه نېټه د بشر حقوقو د نړيوالې ورځې او د بشري حقوقو د نړيوالې اعلاميې د ۷۵يمې کاليزې په مناسبت امریکا متحده ايالاتو  د اسلامي امارت پر دوه مشرانو د علومو اکاډمۍ پر رئيس شيخ فريد الدين محمود او د امرباالمعروف وزير شيخ خالد حنفي د بشري حقوقو د نقض له امله بنديزونه ولګول.[۶] د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې دوی دا کار له دې امله کړی چې دا دوه طالب مشران له شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعليم په مخنيوي کې لاس لري او له دې مخکې يې هم پر اسلامي امارت له دې امله بنديزونه لګولي وو چې دوی د نجونو دکار مخنیوی کوي او دا يو بشري حق دی چې دوی نقض کړی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د امريکا متحده ايالاتو دا عمل غندلی او ويلي يې دي چې امريکا متحده ايالات تر ټولو زيات د بشري حقوقو نقض کوونکې ده او د اسراييلو او فلسطين په روانه جګړه کې چې نږدې شل زره فلسطيني وګړي په کې شهيدان شوي او له دېرش زرو زيات ټپيان دي او اکثره يې ماشومان او ښځې دي، دوی د اسراييلو او د جنګ حمايت کوي چې دا خپله په لوړه کچه د بشري حقوق د نقض کوونکو ملاتړ او خپله د بشري حقوق نقض دی. مجاهد زياته کړه چې بنديزونه او فشارونه د دې پر ځای چې ستونزې حل کړي، نورې ستونزې هم زېږوي او امريکا متحده ايالات دې د فشار ناکامه سياست څخه لاس واخلي.

۴- د فشار د يوې وسيلې په توګه بنديزونه: امريکا متحده ايالات پر اسلامي امارت د بنديزونو له لارې غواړي چې پر دوی فشار راوړي او ځينې امنيتي او سياسي غوښتنې چې د امريکا متحده ايالاتو ملي ګټې يې غوښتنه کوي پر اسلامي امارت ومني چې په امنيتي برخه کې د اډو ترلاسه کولو قضيه ډېره مهمه ده چې په دې وروستيو کې ټرمپ هم دا خبره کړې چې که زه جمهور رئيس شوم، نو د بګرام هوايي اډه به ترلاسه کوم له دې معلوميږي چې د امريکا متحده ايالاتو يوه غوښتنه د اسلامي امارت نه د اډو ترلاسه کول دي چې اسلامي امارت ورته حاضر نه دی چې له همدې امله له بنديزونو د فشار د وسيلې په توګه ګټه اخلي تر څو پر اسلامي امارت خپلې ځينې غوښتنې ومني.

پر اسلامي امارت د امريکا متحده ايالاتو د بنديزونو اغېزې

پوښتنه داده چې ايا دا بنديزونه او فشارونه به کار ورکړي او که نه؟ د اسلامي امارت له واکمنۍ نږدې دوه نيم کاله پوره کېږي او په دې ټوله دوره کې اسلامي امارت د امريکا متحده ايالاتو د بنديزونو لاندې و، خو داسې معلوميږي چې امريکا متحده ايالاتو تراوسه له دې بنديزونو څه نه دي ترلاسه کړي او دا بنديزونه بې اغيزې دي چې دا څو دلايل لري:

۱- اسلامي امارت اوس يوازې يوه ډله نه ده بلکې د افغانستان حکومت يې په لاس کې دی او د افغانستان پر ټوله خاوره واکمن دی او پر اسلامي امارت هر ډول بنديز مستقيماً پر ولس اغيزه کوي او له همدې امله هغه سختو بنديزونو کې چې د اسلامي امارت په لومړنيو کالونو کې وو، اوس نرمښت راغلی او له همدې امله هم پر اسلامي امارت بنديزونه يو څه بې اغيزې شوي دي.

۲- دويم دليل دا دی چې اسلامي امارت يوه اسلامي ايډيالوژي تعقيبوي او هره هغه موضوع چې اسلامي امارت ته د دغه ايډيالوژۍ خلاف ښکاري د هغې په اړه که هر څومره سخت بنديزونه هم ولګېږي پر اسلامي امارت اغېزه نه کوي، ځکه اسلامي امارت د اسلام خلاف هېچا ته هم نه تسليميږي او له همدې امله په کابل کې د علماوو لويې غونډې ته د اسلامي امارت امير المؤمنين وويل چې که «ايټم بم هم راباندې استعمال شي د چا ناروا خبرې به ونه منو.» همدا لامل دی چې د فارن پاليسۍ د ويبپاڼې موندنې ښايي چې د امريکا متحده ايالاتو بنديزونو ۱۳ سلنه اغيزې لرلي دي.[۷] چې دا اغېزې په نشت حساب دي.

۳- اسلامي امارت سره د امريکامتحده ایالاتو په مقابل کې د چين، روسيې او ايران بديلونه موجود دي او له دې امله هم د امريکا متحده ايالاتو بنديزونه ډېر اغېزمن نه دي.

امريکايي ډيپلومات ريچرډ هاس ليکلي * چې ځينې وخت بنديزونه کار نه ورکوي او يو هېواد نه توانېږي چې له لارې يې ملي ګټې لاسته راوړي په ځانګړي ډول هغه مهال کله چې بنديزونه يو اړخيز** وي، ځکه په يو اړخيزو بنديزونو کې يو هېواد کولای شي چې نورو هېوادونو ته مراجعه وکړي او د اقتصادي بنديزونو له امله رسېدلې خساره د نورو هېوادونو سره د اړيکو له لارې جبران کړي. د بېلګې په ډول په ۱۹۹۳ز. کال کې امريکا متحده ايالاتو پر پاکستان له دې امله اقتصادي بنديزونه ولګول چې له چين څخه يې M-11 مزايل وپيرل، خو دا اقتصادي بنديزونه يو اړخيز و يعنې يوازې د امريکا متحده ايالاتو له خوا، نو پاکستان د دغو اقتصادي بنديزونو د اغيزو د مخنيوي په موخه له چين څخه اقتصادي مرسته ترلاسه کوله.

اسلامي امارت هم له خپلې واکمنۍ يو کال وروسته له روسيې سره د نفتو او غنمو تړون لاسليک کړ او له چين سره يې هم د انرژۍ او نورو پروژو برخه کې تړونونه لاسليک کړي چې له امله د امريکا متحده ايالاتو بنديزونه بې اغېزې شوي دي.[۸]

۴- همدارنګه د بنديزونو د نه اغيز بل لامل د سياسي نظام ډول دی. په کومو هېوادونو کې چې غيرډيموکراټيک او له نظامي پلوه قوي حکومتونه حاکم وي پر دغو هېوادونو هم بنديزونه ډېر اغېز نه لري، د بېلګې په ډول د صدام حسين د حکومت پرمهال پر عراق د امريکا متحده ايالاتو اقتصادي بنديزونه چې پر صدام حسين يې هېڅ اغېز نه کاوه[۹] او په اوسمهال په افغانستان کې هم اسلامي امارت واکمن دی چې له پوځي اړخه قوي او غيرډيموکراتيک حکومت په کې حاکم دی، نو له دې اړخه هم د امريکا متحده ايالاتو بنديزونه ډېره اغېزه نه کوي.

پايله

له حقوقي پلوه د بنديزونو لګول د ملګرو ملتونو د منشور د اووم فصل په رڼا کې جواز لري او دا بنديزونه پر هغه اشخاصو او دولتونو لګېږي چې د بشري حقوقو ناقضين وي، په زوره يې حکومت نيولی وي، نړيوالې سولې ته ګواښ وي، په لوړه کچه پر فساد اخته وي او يا هم د وسلو د خپرولو په برخه کې  لاس ولري.

دويمه خبره دا چې يو دولت هم په يوازې ځان کولای شي چې د ملي ګټو د ترلاسه کولو په موخو پر ځينو دولتونو او يا هم انفرادي  اشخاصو بنديزونه ولګوي او په دې برخه کې امريکا متحده ايالات تر نورو مخکې ده چې موږ يې بېلګې هم په دې تحليل کې راوړي دي. د اسلامي امارت پر مشرانو وروستي بنديزونه د امريکا متحده ايالاتو له لوري دي او امريکا متحده ايالات غواړي چې له دې لارې د اسلامي امارت پر حکومت فشار راوړي تر څو د امريکا متحده ايالاتو ځينو غوښتنو ته غاړه کېږدي او دا غوښتنې تر ډېره د بشري حقوقو، ټولشموله حکومت او ځينې امنيتي قضاياوو په اړه دي چې امريکا متحده ايالات يې د خپلو ملي  ګټو مهم اړخونه ګڼي.

بله موضوع دا ده چې د امريکا متحده ايالاتو بنديزونه پر اسلامي امارت ډېره اغېزه نه کوي، ځکه له يوې خوا اسلامي امارت سره د امريکا متحده ايالاتو په مقابل کې د روسيې، چين او ايران بديلونه موجود دي چې د هغوی له لارې خپلې اقتصادي او ځينې نورې ستونزې حلوي او له بل لورې په افغانستان کې يو ډيموکراتيک حکومت هم نشته چې امريکا متحده ايالات يو حکومت تر فشار لاندې راولي او که د دوی د خوښې کار ونکړي، نو راتلونکو ټاکنو کې د حکومت په بدلېدو يې وګواښي.

وړانديزونه

۱- اسلامي  امارت ته وړانديز  کېږي چې د بشري حقوقو په برخه کې دې له شپږم څخه پورته د نجونو د تعليم قضيه دې څومره چې ژر کېدای شي  حل کړي او دا له دې امله نه چې د امريکا متحده ايالاتو له بنديزونو خلاص شي بلکې دا خپل يو ولسي اړتيا او د ملت د پرمختګ اساسي لامل دی او له دې لارې د نړيوالې ټولنې  سره د تعامل لپاره يو دروازه هم خلاصېدای شي.

۲- امريکا متحده ايالات دې هم د بنديزونو او زور لاره پرېږدي ځکه له يوې خوا پر اسلامي امارت اغېزه نه کوي او له بلې خوا د اړيکو د رغولو لپاره دا يوه ښه حللاره نه ده، بلکې تعامل او مذاکرات د ستونزو د حل ښه لاره ده او امريکا متحده ايالات بايد ترې ګټه پورته کړي.

سرچینې

[۱]https://www.cnas.org/publications/reports/sanctions-by-the-numbers-afghanistan

[۲]https://www.voanews.com/amp/7390993.html#amp_tf=From%20%251%24s&aoh=17023913616692&referrer=https%3A%2F%2Fwww.google.com

[۳] https://www.sanctions.io/blog/how-do-sanctions-on-individuals-work

[۴] Jonathan Masters, What Are Economic Sanctions?, Council on Foreign Relations, Aug 12 2019, Access link: https://www.cfr.org/backgrounder/what-are-economic-sanctions

[۵] Alex Mintz and Karl DeRouen, Understanding Foreign Policy Decision Making, Op. Cit., P. 137.

[۶] https://www.brecorder.com/news/40277753

[۷] Wazhma Sadat, Why Sanctions Against the Taliban Aren’t Working,  Foreign Policy Magazine, June 2023, Access link: https://foreignpolicy.com/2023/06/29/taliban-sanctions-act-us-afghanistan/

* Richard Haass

** Unilateral sanctions

[۸] Ibid.

[۹] Alex Mintz and Karl DeRouen, Understanding Foreign Policy Decision Making, Op. Cit., P. 137.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *