د افغانستان د اسلامي امارت او چین اقتصادي اړیکو ته کتنه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د افغانستان د اسلامي امارت او چین اقتصادي اړیکو ته کتنه
  • د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي اړیکو وضعیت
  • د اسلامي امارت او چین ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لاملونه
  • د یو بل لپاره د افغانستان او چین متقابلې اقتصادي جاذبې
  • پايله
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

که څه هم د افغانستان او چین تر منځ تاریخي غیر رسمي اړیکې اوږد تاریخ لري، خو د دوو ګاونډیو په توګه د دواړو هېوادونو سیاسي او عصري اړیکې د شلمې پیړۍ په نیمایي کې په رسمي توګه پیل شوې. په افغانستان کې له بدلونونو سره سره د دواړو هېوادونو ترمنځ عادي او له کړکېچ څخه پاکې سیاسي اړیکې بېلابېلو پړاوونو ته داخلې شوې. په ۱۹۷۹ م کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل وروسته له مجاهدینو سره د چین د غیر مستقیم ملاتړ له امله د کابل او بیجینګ ترمنځ رسمي اړیکې سړې شوې. په ۱۹۹۲ م کال په کابل کې د کمونیستي حکومت له ړنګیدو او د مجاهدینو له خوا د حکومت په رامنځ ته کېدو او په افغانستان کې د کورنیو او تنظیمي جګړو له پیل سره د افغانستان او چین اړیکې تقریباً ترینګلې شوې. په ۱۹۹۶ م کال کې په کابل کې د تحریک طالبان راڅرګندېدل او د اسلامي امارت واک ته راتلل، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په بشپړه توګه د پرې کېدو ترڅنګ په افغانستان کې د اسلامي ډلو او د چین د شينجيانګ ولايت کې د فعالیتونو د پراخېدو له امله چین له افغانستان څخه وېره پیدا کړه. په ۲۰۰۱ م کال کې پر افغانستان د امریکا له یرغل او د امریکا بشپړ پوځي ملاتړ او په افغانستان کې د جمهوري نظام له جوړېدو وروسته، چین له کابل سره خپلې سیاسي اړیکې بیا له سره پیل کړې. د شلو کلونو په موده کې د افغانستان او چین اړیکې ګرمې او دوستانه وې، خو په افغانستان کې د امریکا د حضور له امله سختې اغېزمنې شوې. له افغانستان څخه د امریکا په وتلو او د جمهوري نظام په ړنګیدو سره، چې اسلامي امارت یو ځل بیا پر افغانستان حاکمیت ترلاسه کړ، نو د تیرې دورې برعکس چین یو له هغو لومړنیو هیوادونو څخه و چې نه یوازې دا چې اسلامي امارت یی د ګواښ په توګه نه ګڼلو، بلکې په کابل کې یی د خپل سفارت په ساتلو اقدام وکړ، له اسلامي امارت سره یې اړیکې ټینګې کړې او خپل د بهرنیو چارو وزیر یې کابل ته واستاوه، تر څو له اسلامي امارت سره د امکان تر حده اړیکې ټینګې کړي. همدارنګه یې له کابل سره د لا زیاتې همغږۍ او نږدېوالي په موخه په چین کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت استازو ته وسپاره.

څرنګه چې د هېوادونو د سياسي او اقتصادي اړيكو تر منځ همغږي موجوده وي، نو غالب ګومان دا دى چې د اسلامي امارت او چين تر منځ د ښو سياسي اړيكو په سيوري كې به د دواړو خواوو تر منځ اقتصادي اړيكې هم ښې او پراختيا ومومي. د دې فرضیې د تایید لپاره په دې لیکنه کې د اسلامي امارت او چین ترمنځ اقتصادي اړیکې له مختلفو زاویو څیړل شوي دي.

د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي اړیکو وضعیت

په تېرو اوو لسيزو کې د افغانستان او چين ترمنځ اقتصادي اړيکې د دواړو خواوو پر سياسي اړیکو د حاکمانو سربېره، د دوو نورو عواملو له خوا هم اغېزمنې شوې دي. يو دا چې افغانستان او چين دوه ګاونډي هېوادونه دي او د ګاونډيتوب لامل د پراخو اقتصادي اړيكو لرلو ته اړتيا لري، دا چې دواړه هېوادونه ۷۶ كيلومتره ګډه پوله لري، خو د سرحدي سيمو د لوړوالي له كبله د کال په اکثرو موسمونو کې تقریباً د استعمال وړ او د تېرېدو وړ نه دی، دا هېوادونه هېڅکله هم په مستقیمه توګه د ګډې پولې له لارې سره نه دی نښلول شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له نورو لارو ترسره شوې ده. دوهم دا چې افغانستان او چین په تېرو وختونو کې یو بل ته کوم خاص اقتصادي جذابیت نه درلود او د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري یوازې د ځینو توکو تر راکړې ورکړې پورې محدوده وه. په تېرو شلو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو پراختيا د دوو عواملو له امله رامنځته شوې وه. لومړی د چین چټکه اقتصادي وده او په ارزانه بیه د مصرفي توکو عرضه او د نړیوالې ټولنې لخوا چې د متحده ایالاتو په واسطه یی رهبري کیده د افغانستان د بیارغونې لپاره د ملیاردونو ډالرو پیسو لګول د لوړې اقتصادي ودې له امله، افغانستان په یو مصرفی مارکیټ بدل شو. همدا لامل و چې په ۲۰۰۲ م کال کې افغانستان ته د چین د صادراتو کچه چې ۱۹.۹ میلیونه ډالره وه، چې په تدریج سره تر ۲۰۱۰ کال پورې ۱۷۵ ملیون ډالرو ته لوړه شوه او تر ۲۰۱۸ کال پورې ۶۶۸ ملیون ډالرو ته لوړه شوه. په دې توګه افغانستان ته د چین د صادراتو کچه د جمهوري نظام تر وروستي کال یعنې تر ۲۰۲۱ کال پورې ۴۷۴ ملیون ډالرو ته رسېدلې وه. په ورته وخت کې د جمهوري ریاست په دوره کې چین ته د افغانستان د صادراتو اندازه په ۲۰۰۸ کال کې له ۱.۹۴ میلیونو ډالرو څخه په ۲۰۱۹ کال کې ۳۱ ملیون ډالرو ته رسیدله چې د پام وړ زیاتوالی ښيي.[۱]

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له اسلامي امارت سره د ښو اړیکو لپاره د چین هڅې، د اسلامي امارت د اقتصاد محوره بهرنۍ تګلاره، په افغانستان کې اقتصادي پانګونې ته د چین ځانګړې پاملرنه، د اسانتیاوو برابرول او د دغه هېواد د ادارې په چوکاټ کې له افغانستان سره د ښو اړیکو د لرلو هڅې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې مخ پر ودې دي، چې له همدې امله افغانستان ته د چین صادرات په ۲۰۲۲ کال کې ۵۵۰.۱۳ میلیونه ډالرو ته ورسېدل او په مقابل کې افغانستان چین ته هم ۴۰.۰۲ میلیونه ډالره صادرات کړي دي.[۲] دغه شمېرې ښيي چې د اسلامي امارت په راتګ سره نه یوازې دا چې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیز تجارت په حجم کې کموالی نه دی راغلی، بلکې د پام وړ زیاتوالی یې کړی دی. همدارنګه د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د شته ارقامو له مخې د ۲۰۲۳ م کال نومبر د ۲۰۲۲ م کال د نوامبر په پرتله، افغانستان ته د چین صادرات ۹۵ سلنه، یعنی له ۶۰.۳ میلیون ډالرو څخه ۱۱۸ میلیون ډالرو ته چې ۱۵.۱ سلنه کیږی وده کړې ده او چین ته د افغانستان صادرات له ۱۵.۱ څخه تر ۱۶.۱ میلیون ډالرو پورې ښيي.[۳] دې وضعیت ته په کتو داسې وړاندوینه کېږي چې چین به له پاکستان وروسته د افغانستان دویم سوداګریز شریک شي، ځکه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ د اندازې د زياتوالي اوسنۍ تمايل د نورو ګاونډيانو په پرتله د زياتوالي ښکارندويي کوي چې دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصاد لا چټک کړي.

د اسلامي امارت او چین ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لاملونه

په ټولیز ډول څو لاملونه شته چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پسې پیاوړې کړي:

لومړی لامل یې د اسلامي امارت لخوا اقتصاد محوره بهرني سیاست غوره کول دي، په افغانستان کې د اسلامي امارت د واک ته د رسیدو راهیسې، د اسلامي امارت اعلان شوی او عملي بهرنی سیاست د بې طرفۍ ستراتیژي ده چې د اقتصاد محورۍ پر بنسټ پر مخ وړل کیږي. د دغه ډول بهرنۍ تګلارې په پلي کېدو سره د افغانستان څخه د امنیتي لومړیتوبونو د لرې کولو ترڅنګ له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیانو سره د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي راکړو ورکړو د پراختیا لپاره لاره پرانیزي. لکه څرنګه چې احصایې ښيي په تېرو دوو کلونو کې له ټولو ګاونډیانو سره د افغانستان اقتصادي اړیکې پراخې شوي او نه یوازې دا چې افغانستان ته د نورو هېوادونو صادرات زیات شوي، بلکې نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان صادرات بې ساري شمېر ته رسېدلي دي، په ځانګړی توګه له چین سره چې په تېر بحث کې ولیدل شو.

دوهم لامل یې یو بل ته د افغانستان او چین ځانګړې متقابله پاملرنه ده: لکه مخکې مو چې وویل، په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ سره سم چین افغانستان ته ځانګړې او مثبته پاملرنه وکړه. همدارنګه د افغانستان له طرفه اسلامي امارت د چین په اړه مثبت نظر لري او له دغه هیواد سره نږدې اړیکې لري، چې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په شمول د دواړو هېوادونو د بهرني سیاست مسؤولینو تګ او راتګ او سفرونو ته اشاره کولای شو. له یو بل سره د دواړو هېوادونو دا ډول ښه چلند د دوی ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخېدو لامل شوی دی.

دریم لامل په افغانستان کې د چین د پانګونې موخې دي: له هغه ځایه چې چین د خپلې چټکې اقتصادي ودې او پرمختګ له امله خامو سرچینو ته ډېره اړتیا لري او افغانستان هم د پام وړ زیرمې لري. هغه هېواد په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه پیل کړه، خو په تېر کې د دوو لاملونو له کبله په افغانستان کې د امریکا حضور چې د چین د اقتصادي پروژو د عملي کېدو پر وړاندې یی خنډونه جوړول، بل دا چې په افغانستان کې د نامناسبو امنيتي شرايطو له امله چین بريالى نه شو چې د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې چې له افغان حکومت سره يې تړون هم لاسليک کړى و د کانونو په عملی استخراج کار پيل کړي. د اسلامي امارت راتګ او په افغانستان کې د امریکایانو د شتون بشپړ ختمیدل او په افغانستان کې د امنیتي وضعیت ښه والی، چین دې ته وهڅول شو چې له اسلامي امارت سره د افغانستان د کانونو د استخراج په ځانګړې توګه د تېلو او ګازو په برخه کې نوي تړونونه وکړي. که څه هم د تړونونو په لاسلیکولو سره په افغانستان کې د چین اقتصادي حضور د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم په زیاتوالي کې د پام وړ اغېز نه دی کړی، لیکن دا موضوع په دوو مثبتو اړخو کې ارزول کېدای شي. لومړی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د کچې لوړېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره یو الهام او ښه محرک دی او دویم دا چې دا موضوع به د افغانستان راتلونکی اقتصاد په بشپړه توګه بدل کړي.

بل لامل چې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتوالي په برخه کې اغېزمن ثابتېدی شی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي له لارې په مستقیم ډول د ټرانزیټي کرښې فعالېدل دي، که څه هم په ۲۰۱۵ م کال کې په سمبولیک ډول د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد لپاره د اورګاډي پټلۍ پرانیستل شوه چې له دوو هېوادونو قزاقستان او ازبکستان څخه تېرېږي او له چین څخه افغانستان ته په ازمایښتي بڼه یی توکی ولیږدل، خو دا ځل له قرغزستان او ازبکستان څخه د افغانستان او چین ترمنځ د مالونو د لېږد لپاره د اورګاډي پټلۍ په جدي توګه په لاره واچول شوه، که څه هم کره احصایې نشته چې د دې ریل پټلۍ له لارې د مالونو لیږد د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم زیاتوالي د مشخصو اغیزو اندازه کولو لپاره وکارول شي، خو د دواړو هیوادونو ترمنځ د مستقیم ټرانزیټ لاره فعالیدل یقینا د پام وړ دي. د دې وړتیا لري چې د توکو لیږد پروسه ګړندۍ کړي او فاصله کمه کړي. ځکه له یوې خوا له چین څخه افغانستان ته او برعکس، مالونه به یوازې یو ځل بارول کېږي او له بلې خوا په ډېر کم وخت کې خپل منزل ته رسېږي. همدارنګه د مستقیم اورګاډي له لارې د لوی مقدار مالونو لیږدول د ترانسپورت لګښتونه تر ډیره حده کموي، چې پخپله د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په جریان کې مثبته اغیزه لري. د دې ترڅنګ له قرغزستان څخه ازبکستان ته نوې لار د زړې لار( قزاقستان څخه ازبکستان) په نسبت او بیا افغانستان ته لنډه ده، چې دا هم پدې برخه کې مثبت اغېز لرلی شي.

د یو بل لپاره د افغانستان او چین متقابلې اقتصادي جاذبې

که څه هم د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي اړیکو اوسنی وضعیت د ښه راتلونکي ښودنه کوي، خو افغانستان او چین د یو بل لپاره ډېرې اقتصادي جاذبې لري او په هر یوه کې زیاته پانګونه کولای شي، د دواړو هېوادونو په اقتصادي اړیکو کې بدلون راولي. د دې بحث په دوام کې یو څو مهمو ته یی اشاره کیږی.

د چین متنوع محصولات او د افغانستان د بازار تقاضا: چین شاید په نړۍ کې یوازینی هیواد وي چې هر څه تولیدوي، په بل عبارت دا هیواد په ټولو برخو کې د بشپړ تولید یوه کڅوړه ده. د دغه هېواد د توليدي تنوع سربېره، د دې هېواد بله ځانګړنه دا ده چې د دغه هېواد توليدات د نورو هېوادونو د توليداتو په پرتله څو برابره ارزانه دي او حتی د پېرودونکو له غوښتنې سره سم جوړېږي، له همدې امله نن ورځ د چين توليداتو د نړۍ نږدې ټول بازارونه نيولي دي. که څه هم په تېرو څو کلونو کې د افغانستان بازار، د چین په تولیداتو کې د زیاتوالی سبب ګرځېدلی دی، خو د مستقیمو ترانسپورټي لارو په رامنځته کېدو، په ځانګړې توګه د واخان بدخشان له لارې د مستقیم سړک په جوړېدو او له یو بل سره د دواړو هېوادونو د مستقیمې اړیکې په رامنځته کېدو سره، افغان سوداګریز بازار به د چين د صنعتي توليد د لا زياتې ودې شاهد وي.

په چینایي بازارونو کې د افغاني تولیداتو جذابیت: لکه څنګه چې چینایي صنعتي تولیدات د افغانستان په بازارونو کې د پام وړ وده کولای شي، افغاني تولیدات هم د چین په بازارونو کې د پام وړ وده کوي. که څه هم افغانستان صنعتي تولیدات نه لرلی، خو محصولات لکه د میوو مختلف ډولونه (وچه او تازه)، لاسي صنایع، غالۍ، هر ډول حیواني ټوکر، قیمتي ډبرې، مرمر… د افغانستان له هغو تولیداتو څخه دي چې په چینايي بازارونو کې ښه مشتریان لری. چې همدا اوس هم چین ته د افغانستان په صادراتو کې شامل دي. [۴]

د افغانستان لپاره د چین د پرمختللې ټکنالوژۍ جاذبه: همدامهال چین په اسیا کې یوازینی هېواد دی چې د صنعت او ټکنالوژۍ په برخه کې لومړی مقام لري. حتی د وړاندوینو له مخې، دا هیواد به په راتلونکو څو کلونو کې په نړۍ کې د صنعتي تولید اصلي قطب شي. څرنګه چې افغانستان یو غیر صنعتي او په دې برخه کې په بشپړه توګه مصرفي هیواد دی، د چینایي محصولاتو ارزانه او لوړ کیفیت لکه د الکترونیکي، مخابراتو، د کور وسایلو او هر ډول ماشینونو په برخو کې ښه مثالونه کیدای شي.

د چین لپاره د افغانستان د معدني زیرمو جذابیت: له هر څه پرته، هغه څه چې افغانستان د چین لپاره خورا په زړه پورې کړی دی، لکه د میسو، ډبرو سکرو، اوسپنې، نیوبیوم، کوبالټ، سرو زرو، مولبډینم، سپینو زرو، المونیم او همدارنګه په افغانستان کې د فلورسپار، یورانیم، بیریلیم، تالک او لیتیم سرچینې او نورو د پام وړ معدني زیرمو شتون دی. دغه راز افغانستان د تېلو او ګازو د پام وړ زېرمې لري، چې تر ډېره د هېواد په شمال کې موقعيت لري. [۵] حتی ویل کیږي چې ځینې ددې توکو لکه لیتیم د بولیویا په هیواد کې د نړۍ په کچه د دې عنصر ترټولو لوی کان سره برابر دي. د ۲۰۱۰ م کال د لومړنیو اټکلونو پر بنسټ، د افغانستان د زیرمو اټکل شوی ارزښت تر درې ټریلیون ډالرو پورې دی. [۶] چین د خپلې اقتصادي او صنعتي ودې لپاره چې معدني سرچینو ته سخته اړتیا لري. افغانستان ته ځانګړې پاملرنه کړې. چین د جمهوریت په دوره کې هم دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړه او د امریکا له مخالفت سره سره وتوانېدل چې د څو ملیارد ډالرو د کانونو قراردادونه (لوګر د عینک د مسو کان قرارداد او د آمو سیند د نفتو د حوزې قرارداد) د افغان دولت سره لاسلیک کړي، لیکن د یو لړ ستونزو په وجه چې پورته یی یادونه وشوه د دغو پروژو عملی کار پيل نه شو. اوس چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یوه خپلواک حکومت په توګه حاکم او تقریباً د بهرنیو او په ځانګړې توګه د امریکا له مستقیم نفوذ څخه لرې دی، چین یو ځل بیا د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. په دې دوره کې پر دې سربېره چې چین د لوګر عینک د مسو کان د استخراج د پیل لپاره خپله ژمنه اعلان کړه، له اسلامي امارت سره یې نوي تړونونه هم لاسلیک کړل چې تر ټولو مهم یې د آمو سیند په سیمه کې د نفتو استخراج دی. دغه تړون په مشخص ډول له چينايي شرکت CPEIC سره د ۱۵۰ مليونو او د راتلونکو دريو کلونو لپاره د ۵۴۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د ۲۵ کلونو لپاره لاسليک شو، ټاکل شوې چې د امو سیند په حوزه کې چې ۴۵۰۰ کیلومتره پراخوالی لري او د سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونه پکې شامل دي، د ۲۰۰ ټنو تېلو استخراج پیل او د ورځې ۲۰ زره ټنو ته لوړ شي. [۷]  د دې ترڅنګ یوې چینايي کمپنۍ، افغاني شرکت سره یوځای په تخار ولایت کې د ۳۱۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د سرو زرو د استخراج قرارداد ترلاسه کړ. [۸]  همدا راز یوه لویه چینایي کمپنۍ په پام کې لري چې د افغانستان د ډبرو سکرو په سکتور کې د برېښنا د تولید په هدف زیاته پانګونه وکړي. د راپورونو له مخې د اسلامي امارت په کانونو وزارت کې شاوخوا ۱۰۰ چینايي شرکتونه ثبت دي، چې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله دي او شاوخوا ۵۰۰ چینايي سوداګر افغانستان ته د کانونو په برخه کې د لوړې پانګونې په موخه راغلي دي. [۹]

د چین لپاره د افغانستان د ټرانزیټي لارې جذابیت: یو بل شی چې افغانستان یې د چین لپاره مهم کړی، د دغه هېواد ترانزیټي موقعیت دی. افغانستان یوازینی هیواد دی چې چین له لویدیځې آسیا سره په لنډ جغرافیایي واټن کې نښلوي. که چیرې چین له افغانستان څخه تېر شي، نو د لوېدیځ آسیا او اروپا ته د ۲,۰۰۰ کیلو مترو څخه په لږ واټن د ایران څخه د دروازې په توګه کار اخیستلی شی. دا په داسې حال کې ده چې چین د «یو کمربند او یوې لارې» په پروژه کې افغانستان پرېښی و. د دې پرېښودو یوازینی دلیل په افغانستان کې د امریکا شتون او د امریکا تر اشغال لاندې د افغانستان ناامنه امنیتي شرایط وو. د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو او د اسلامي امارت د چارواکو په دوامداره او اغیزمنو هڅو سره د چین حکومت ژمنه وکړه چې افغانستان به په دغه ستر پلان کې شریک کړي. په لومړني پلان کې باید افغانستان د CPEC پروژې له لارې په دې پلان کې شامل شي. [۱۰] د یو کمربند او یوې لارې په نوښت کې د افغانستان له ګډون سره به د چین لپاره دا ممکنه وي چې په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو لپاره څو میلیونه ډالره پانګونه وکړي. د CPEC په پروژه کې د افغانستان د ګډون له لارې د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې د افغانستان د شاملېدو ترڅنګ، د دواړو خواوو ترمنځ هڅې هم روانې دي چې د واخان دهلېز له لارې یوه خپلواکه لاره پرانیزي چې چین له لوېدیځې اسیا او له هغې لارې له اروپا سره ونښلوي. [۱۱]  د دې ترڅنګ د قرغزستان، ازبکستان له لارې د افغانستان او چین تر منځ د اورګاډي د مستقیمې کرښې سربیره نورې پروژې لکه د پنځه ملتونو (ایران، افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او چین) په نوم د اورګاډي پټلۍ هم د اړوندو هیوادونو په لومړیتوبونو کې ده چې کیدای شي، په راتلونکي کې یې د پلي کولو لپاره عملي ګامونه پورته شي.

پایله

چين او افغانستان د دوو ګاونډيو هېوادونو په توګه د ښو سياسي اړيکو تاريخ لري. که څه هم په تېرو وختونو کې د افغانستان سياسي بدلونونو او د افغانستان دوه ځلي اشغال (د شوروي اتحاد او امريکا متحده ايالاتو) د ښو سياسي اړيکو په سيوري کې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پراختيا امکان له منځه وړی و، خو په افغانستان کې د اسلامي امارت بیا واک ته له رسیدلو وروسته او د دواړو لورو تر منځ د ښو اړیکو شتون، سیاسي متقابل عمل، د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې اقتصاد محوره تګلاره او یو بل ته د دواړو خواوو اقتصادي کشش، د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې د ملاحظې وړ او وده کونکي حالت کې دي. په ټولیز ډول ویلای شو، هغه فرصتونه چې په افغانستان کې رامنځ ته شوي دي او هغه متقابل ظرفیتونه چې افغانستان او چین په اقتصادي لحاظ د یو بل لپاره لري، په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا او ودې لپاره زمینه برابره کړې ده.

د دې تر څنګ چې ښې اقتصادي اړیکې په ځانګړې توګه د اقتصادي ودې په برخه کې د افغانستان لپاره ګټورې تمامېدای شي، له سیاسي پلوه هم کولای شي، دواړه هېوادونه له یو بل سره نږدې کړي. که څه هم د دې بحث په پیل کې یادونه وشوه چې ښې سیاسي اړیکې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مثبته اغېزه لري، خو کله ناکله دولتونه د اقتصادي اړیکو له پراخېدو څخه سیاسي ګټې لټوي، چې په ځانګړی توګه د چین په اړه دا موضوع ښه ثابتیدی شی. حتی همدا یو جدي لامل وو چې امریکایانو په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال د چین د اقتصادي پروژو د بشپړیدو اجازه نه ورکوله، دا وېره وه چې چین به د خپل اقتصادي حضور تر سیوري لاندې په افغانستان کې خپل سیاسي نفوذ خوندي او پراخ کړي. یعنې دا مساله اوس هم په پام کې نیول کیدی شي، خو دا د هیوادونو په دولتونو پورې اړه لري چې د اقتصادي اړیکو د پراخیدو له امله د سیاسي نفوذ منفي اغیزې خنثی کړي. علاوه لدې موضوع، د دواړو هېوادونو لپاره شته فضا او متقابل ظرفیت ته په پام سره، وړاندیز کیږی چې د افغانستان او چین حکومتونه د شته پروژو د عملي کولو او د شته تړونونو د عملي کولو په برخه کې لا زیات اغېزمن ګامونه پورته کړي. د امکان تر حده، د څارنې ځانګړي کمیټې جوړې کړي. دغه راز له دې امله چې افغانستان د ترانزيټ ځانګړی موقعيت لري، نو غوره ده چې د واخان دهليز د جوړولو په اړه عملي او جدي تدبيرونه ونيول شي، تر څو دواړه هېوادونه په مستقيم ډول له يو بل سره ونښلول شي او د افغانستان له لارې لويديځ ته د چين د مختګ لاره هواره شي. په اخیر کې اسلامي امارت ته په کلکه سپارښتنه کیږي چې له چین سره د لویو قراردادونو په لاسلیک کولو کې ډیر فکر وکړي او له چینایي لوري سره داسې تړونونه لاسلیک کړي چې افغانستان ته یې زیاته ګټه ورسیږي. په بل عبارت، اسلامي امارت باید د امکان تر حده هڅه وکړي، ترڅو د پروژو مدیریت د افغان حکومت په اختیار کې وي.

پای

 

مأخذونه

[۱]. https://tradingeconomics.com/afghanistan/exports/china

[۲].https://www.scmp.com/economy/china-economy/article/3240649/china-afghanistan-cultivate-deeper-ties-agriculture-deals?campaign=3240649&module=perpetual_scroll_0&pgtype=article

[۳].https://www.scmp.com/economy/china-economy/article/3240649/china-afghanistan-cultivate-deeper-ties-agriculture-deals?campaign=3240649&module=perpetual_scroll_0&pgtype=article

[۴]. https://tradingeconomics.com/afghanistan/exports/china

[۵]. https://www.bbc.com/persian/afghanistan-61384455#:~:text=%D8%A8%D8%B1%D8%A7%D8%B3%D8%A7%D8%B3%20%D8%A8%D8%B1%D8%B1%D8%B3%DB%8C%E2%80%8C%D9%87%D8%A7%DB%8C%20%D9%85%D8%AE%D8%AA%D9%84%D9%81%DB%8C%20%DA%A9%D9%87%20%D8%AF%D8%B1,%D8%B4%D9%85%D8%A7%D9%84%20%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1%20%D9%88%D8%A7%D9%82%D8%B9%20%D8%B4%D8%AF%D9%87%20%D8%A7%D8%B3%D8%AA.

[۶].https://www.bbc.com/persian/Afghanistan 61384455#:~:text=%D8%A8%D8%B1%D8%A7%D8%B3%D8%A7%D8%B3%20%D8%A8%D8%B1%D8%B1%D8%B3%DB%8C%E2%80%8C%D9%87%D8%A7%DB%8C%20%D9%85%D8%AE%D8%AA%D9%84%D9%81%DB%8C%20%DA%A9%D9%87%20%D8%AF%D8%B1,%D8%B4%D9%85%D8%A7%D9%84%20%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1%20%D9%88%D8%A7%D9%82%D8%B9%20%D8%B4%D8%AF%D9%87%20%D8%A7%D8%B3%D8%AA.

[۷]. https://www.bbc.com/persian/articles/cv267v550dgo

[۸]. https://donya-e-eqtesad.com/%D8%A8%D8%AE%D8%B4-%D8%A7%D9%82%D8%AA%D8%B5%D8%A7%D8%AF-36/3956316-%DA%86%DB%8C%D9%86-%D8%A7%D9%82%D8%AA%D8%B5%D8%A7%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%B1-%D8%AF%D9%88%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86

[۹]. https://donya-e-eqtesad.com/%D8%A8%D8%AE%D8%B4-%D8%A7%D9%82%D8%AA%D8%B5%D8%A7%D8%AF-36/3956316-%DA%86%DB%8C%D9%86-%D8%A7%D9%82%D8%AA%D8%B5%D8%A7%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%B1-%D8%AF%D9%88%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86

[۱۰].https://www.farsnews.ir/af/news/14020218000348/%D9%85%D8%B4%D8%A7%D8%B1%DA%A9%D8%AA-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%B1-%D8%B7%D8%B1%D8%AD-%D8%A7%D8%A8%D8%AA%DA%A9%D8%A7%D8%B1%DB%8C-%DA%A9%D9%85%D8%B1%D8%A8%D9%86%D8%AF-%D8%B1%D8%A7%D9%87-%DA%86%DB%8C%D9%86-%D9%88-%D9%BE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86

[۱۱].https://www.aa.com.tr/fa/%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86/%D9%88%D8%B2%D8%B1%D8%A7%DB%8C-%D8%AE%D8%A7%D8%B1%D8%AC%D9%87-%DA%86%DB%8C%D9%86-%D9%88-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86-%D9%BE%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%85%D9%88%D9%86-%D8%A7%D9%81%D8%AA%D8%AA%D8%A7%D8%AD-%D8%AF%D9%87%D9%84%DB%8C%D8%B2-%D8%B1%D8%A7%D9%87%D8%A8%D8%B1%D8%AF%DB%8C-%D9%88%D8%A7%D8%AE%D8%A7%D9%86-%D8%B1%D8%A7%DB%8C%D8%B2%D9%86%DB%8C-%DA%A9%D8%B1%D8%AF%D9%86%D8%AF/3009331

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *