د پاکستان په ټاکنو کې د قدرت مبارزه او د افغانستان لپاره راتلونکې سناریوګانې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د پاکستان په ټاکنو کې د قدرت مبارزه او د افغانستان لپاره راتلونکې سناریوګانې
  • په پاکستان کې د ۲۰۲۴ م کال ټاکنو ته یوه کتنه
  • د دغه هېواد په راتلونکي حکومت کې د پاکستان د حالاتو څېړنه
  • له افغانستان سره د پاکستان د راتلونکي حکومت سناریو
  • پايله
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د پاکستان د عمومي ټولټاکنو دولسمه دوره چې د روان کال د فبرورۍ په ۸ نېټه ترسره شوې.  ډېرې رایې د خپلواکو کاندیدانو وې، چې شاوخوا ۹۲ کسان یې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند (د پاکستان ګوښه شوی لومړی وزیر چې لا هم په زندان کې دی) ملاتړ لري.  د نواز شريف په مشرۍ د نواز شريف مسلم ليګ ګوند(PML(N چې تر دې مخکې درې ځلې د پاکستان صدراعظم و، ۷۹ څوکۍ او د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پاکستان پيپلز ګوند (PPP) 54 څوکۍ وګټلې. [۱]

په ۲۰۱۸ م کال کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د رایو په اکثریت سره د ملي ټاکنو په پایله کې د لومړي وزیر څوکۍ وګټله، خو په ۲۰۲۲ م کال کې د اپوزیسیون د جوړیدو او له پارلمان څخه د نه باور رایې له امله نوموړی د صدراعظمۍ له څوکۍ لرې کړای شو او پر ځای یې د اپوزیسیون مشر شهباز شریف د پاکستان د صدراعظمۍ پر څوکۍ تکیه وکړه. تر دې مخکې په ۱۹۹۹ م کال کې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د یوې پوځي کودتا په پایله کې د لومړي وزیر له څوکۍ لرې شوی وو،[۲] او تر دې وړاندې په ۱۹۸۸، ۱۹۷۷ او ۱۹۵۸ کلونو کې هم په پاکستان کې حکومت د کودتا او یا هم ورته څه له لارې خپل شکل بدل کړی و. [۳]

د پاکستان د ۲۰۲۴ م کال د انتخاباتو نتیجې د رایې ورکولو په بهیر کې د درغلیو او اعتراضونو له ادعاوو سره سره اعلان شوې، په داسې حال کې چې د دغه هیواد په ۳۳۶ کسیز پارلمان کې هیڅ یوه ګوند هم ونه شو کړای چې د پارلمان (۱۶۹) نصاب چې د یو حکومت د جوړولو معېار دی پوره کړي. خو وروستي راپورونه وايي چې د نواز شريف مسلم ليګ ګوند د پاکستان له پيپلز ګوند سره چې په پاکستان کې دوه مشهور ګوندونه دي او له تحريک انصاف وروسته يې تر ټولو زياتې رايې ګټلې دي، د راتلونکي حکومت د جوړولو لپاره اتحاد وکړی. که څه هم په یوازې توګه د دواړو ګوندونو رایې نصاب ته نه رسیږي. په پاکستان کې د روان کال ټاکنو اود دغه هېواد د راتلونکي حکومت په اړه د پاکستان وضعیت ته په کتو او د افغانستان په اړه د پاکستان د راتلونکي حکومت سناریو به څه وي؟  دا یو له اصلي موضوعاتو څخه دي چې پدې مقاله کې به بحث وشي.

په پاکستان کې د ۲۰۲۴ م کال ټاکنو ته یوه کتنه

د پاکستان د انتخاباتو وروستۍ نتیجې چې ویل کیږي د ۱۲۸ میلیونو رایه ورکوونکو له ډلې ۲۸ سلنه یې برخه پکې اخیستې وه، له څو ورځو ځنډ وروسته اعلان شوه چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د دغه هېواد د موقت حکومت له خوا په ۱۴ کاله بند محکوم شو  او اوس په زندان کې دی، خو پدې ټاکنو کې د هغه ګوند مخکې و.  بل پلو د ټاکنو څخه یو ورځ مخکې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ټاکنو دفتر ته څېرمه دوې خونړۍ چاودنې وشوې، چې له امله یې شاوخوا ۳۰ کسان ووژل شول او همدا راز د ټاکنو په ورځ هم په دغه ولایت کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې په پایله کې نهه کسان ووژل شول. د خیبر پښتونخوا په صوبه کې هم د پولنګ په یو مرکز وسله وال برید وشو. [۴]

له بلې خوا، سره له دې چې د رایو شمېرنې څو ورځې ونیولې، خو د پاکستان په لویو ښارونو کې د راولپنډۍ د ټاکنو د کمېشنر لیاقت علي چټه په څېر د ځینو ټاکنیزو کمېشنرانو د اعترافاتو له امله پراخې مظاهرې او لاریونونه وشول، هغه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې تر فشار لاندې دی ترڅو د عمران خان د پلوي نوماندانو پر ضد د درغلۍ ورته عمل وکړي. په همدې حال کې په کوټه کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو او پلویانو بلوچستان ته تلونکې ټولې لویې لارې او یو شمېر نورې فرعی لارې وتړلې.  ویل کیږي چې د پاکستان له پیپلز ګوند او ځینو نورو ګوندونو سره د نواز مسلم لیګ اتحاد، د پاکستان شاوخوا ۱۹ سیاسي او مذهبي ګوندونو د همکارۍ پر اجنډا د توافق له لارې د «ستر ډیموکراتیک اتحاد» تر عنوان لاندې یو نوی جوړښت جوړ کړی دی. [۵]

لکه څنګه چې د پورته جدول له مخې هیڅ یو ټاکنیز ټیم د لومړي وزیر کیدو لپاره کافي رایې ونه ګټلې، مګر د پاکستان اساسي قانون حکم دی چې سیاسي ګوندونه باید د ټاکنو څخه وروسته په دریو اونیو (۲۱ ورځو) کې حکومت جوړ کړي. د يادونې وړ ده چې د پاکستان پارلمان ۳۳۶ څوکۍ لري، چې له دې جملې څخه ۲۶۶ څوکۍ د ټاکنو په ورځ د مستقيمو رايې اچونې له لارې ټاکل کېږي، په داسې حال کې چې ۶۰ څوکۍ د ښځو او ۱۰ څوکۍ د غير مسلمو لږکيو لپاره ځانګړې شوې دي. [۶] چې په پارلمان کې د هر ګوند د ځواک پر بنسټ ویشل کیږي. د ملي اسمبلۍ له جوړېدو وروسته د لومړي وزیر د ټاکلو لپاره رایه اچونه کېږي او بریالی کاندید باید د اسمبلۍ د اکثریت رایو، چې لږ تر لږه د اسمبلۍ د ۱۶۹ غړو ملاتړ کېږي ترلاسه کړي.  کله چې یو کاندید په پارلمان کې اکثریت رایې وګټي، هغه د لومړي وزیر په توګه لوړه کوي.  د لوړې کولو وروسته هغه د خپلې کابینې وزیران ټاکي چې فدرالي حکومت جوړوي.  دې پروسې ته ورته پروسه د ایالات په کچه د اعلی وزیر او محلي حکومت د جوړلو لپاره ترسره کیږي.

په همدې اساس په ټولټاکنو کې د درغلیو د ادعاوو پر بنسټ ملي مظاهرې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دی او امنیتي وضعیت هم خراب دی. دا چې د رایو په اکثریت سره د ګوندونو لخوا د ایتلافي حکومت د جوړولو په اړه به د پاکستان وضعیت څه وي، لاندې به پرې بحث وکړو.

د دغه هېواد په راتلونکي حکومت کې د پاکستان د حالاتو څېړنه

د انتخاباتو د وروستیو نتیجو او په انتخاباتو کې د مخکښو ګوندونو د انتخاباتي مرکزونو د څرګندونو له مخې، داسې انګیرل کیږي چې له دغو دوو پیاوړو ټیمونو څخه به یو د پاکستان د واک په لاس کې واخلي چې هر یو به یی د پاکستان، سیمې او ګاونډیو هېوادونو تر منځ د اړیکو په اړه خپل تاثیر ولری:

 – د پاکستان د پیپلز ګوند سره د نواز څانګې انتخاباتي ټیم اتحاد: داسې ښکاري چې د پاکستان مسلم لیګ د نواز څانګې ګوند به د پاکستان د پیپلز ګوند او څو نورو ګوندونو په همکارۍ ایتلافي حکومت جوړ کړي او په ورته وخت کې ګمان کیږی د نواز شریف ورور شهباز شریف به لومړي وزیر څوکۍ ته نوماند ګڼل کیږي.  په هرصورت، په دې ټاکنیز ټیم کې احتمالي صحنه به له دې څخه لرې نه وي چې پخپله نواز شریف یا د هغه کشر ورور شهباز شریف یا د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د صدراعظمۍ څوکۍ ته کاندیدان وي.  خو تر دې وړاندې هم د پاکستان خلکو ګوند او مسلم لیګ ګوند د عمران خان د حکومت د ړنګولو لپاره د اتحاد له جوړولو مخکې وخت په وخت یو پر بل تورونه پورې کړی.  د مهر خبری آژانس د «پاکستان» ورځپاڼې له قوله لیکی، بلاول بوټو زرداري له نواز شریف څخه په ۲۰۱۶  م کال کې وغوښتل چې د پاکستان له صدراعظمۍ څخه استعفا وکړی او شریف ته په خطاب کې یې وویل چې د نواز شریف د حکومت بیړۍ لړزیږی او د هغه د حکومت بنسټونه کمزوری شوی دی. او هغه باید د صدراعظمۍ له مقامه استعفا وکړي تر څو د هغه او د هغه د اولادونو مالي فسادونه وڅیړل شي». [۷] خو په دموکراتیکو ټولنو کې د سیاست د تفسیر له مخې د دواړو ګوندونو د ائتلاف د احتمال له کبله «سیاست مور او پلار نه پیژني». داسې ښکاري چې نواز شریف په اداري فساد او په ځانګړې توګه په مالي فساد تورن شوی دی، تر دې چې ورور یې شهباز شریف لومړی وزیر شو، په لندن کې په جلاوطنۍ کې و.

په هر صورت، دې ته په پام سره چې دغه ټاکنیز ټیم د مخالف ټیم په پرتله د دغه هېواد پوځ ته نږدې دی.  او له شک پرته د پاکستان پوځ تل د هېواد له خپلواکۍ وروسته د حکومتونو په جوړولو او نسکورولو کې مرکزي رول لوبولی دی او له بلې خوا د اوسني لنډمهاله حکومت له داخلي اړخ څخه د لاس اوبدل شوي اپوزیسیون د دغو ګوندونو په مشرۍ د عمران خان د حکومت پر ضد  یو لوی ائتلاف جوړ شوی دی، له همدې امله د دې احتمال شته چې دغه ګوندونه بیا واک ته ورسېږي. د يادونې وړ ده، چې له واکه د عمران خان له لرې کېدو وروسته د پاکستان اقتصادي او امنيتي وضعيت ورځ په ورځ په خرابیدو و.  د دغو ګوندونو له خوا د ادعا شویو درغلیو په تړاو د پراخو اعتراضونو او مظاهرو له کبله او د مخالفو ګوندونو په تېره بیا د تحریک انصاف ګوند د صدراعظمۍ څوکۍ ته د نه لاسرسي په صورت کې خبرداریو له کبله، د شته اقتصادي ستونزو سره سره د دغه هېواد امنيتي او سياسي ننګونې چې د بېلګې په توګه يې د اقتصادي ننګونو په اړه ويلای شو: د پاکستان څه باندې ۴۰ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، انفلاسیون له ۳۰ سلنې څخه ډېر شوی دی.  همدا راز د یوې سروې له مخې چې څه موده وړاندې ترسره شوې، د هېواد شاوخوا ۷۰ سلنه وګړي په دې باور دي چې اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی.  په عین حال کې، د پاکستان مرکزي بانک د ۲۰۲۴ کال تر جون پورې د ۲۴ ملیارد ډالرو په ارزښت د بهرنیو پورونو د ورکړې له بحران سره مخ دی. [۸]

له همدې امله که دا ډله واک ترلاسه کړي په پاکستان کې به د وضعیت د ښه کیدو تمه ډیره کمه وي.  له بلې خوا له امریکا سره د دغه انتخاباتي ټیم دوستانه اړیکې د تحریک انصاف د ټیم په پرتله نږدې ښکاري، نو دا به د دې سبب شي چې د دغه هیواد په پوځي ځواکونو باندې د تحریک طالبان پاکستان(TTP) حملې زیاتې شي. چې د ناامنۍ له امله رامنځ ته شوې اقتصادي بحران به لاپسې زیات شي.

 – د پاکستان د تحریک انصاف ټاکنیزه ډله: د یادولو وړ ده چې د تحریک انصاف ګوند په داسې حال کې چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په زندان کې دی، په ټاکنو کې د ۹۲ پارلماني څوکیو ګټل د هرچا لپاره غیر متوقع او حیرانوونکی ده. خو تحریک انصاف د دغه شمیر څوکیو په ګټلو سره نصاب نه دی پوره کړی. د پاکستان د قانون له مخې دغه انتخاباتي ټيم هم اړ کېږي چې په ټاکنو کې له ښکېلو نورو ګوندونو سره يو ائتلاف جوړ کړي، چې وروستي راپورونه ښيي چې دغه ګوند له دوو سره نورو ګوندونو «د سني اتحاد شورا» او د شیعه ګوند (مجلس وحدت المسلمین) سره ائتلاف جوړ کړی دی.

له بلې خوا دې ته په پام سره چې د پاکستان په انتخاباتو کې د ادعا شویو درغلیو په تړاو یو شمېر متضاد ګوندونه چې ویل کېږي ۱۹ ګوندونه دي او تل د تحریک انصاف ګوند له پلویانو سره په مظاهرو کې برخه اخلي،[۹] ګومان کېږي چې ځینې دغه ګوندونه هم په وروستیو ورځو کې له تحریک انصاف ګوند سره یو ځای شوي او ایتلاف یې  جوړ کړي، او دا انتخاب د تحریک انصاف لپاره دا ممکنه کوي چې بیرته واک ته راشي.  خو له بلې خوا، دې ته په پام سره چې امریکا معمولاً د سیمه ییزو حکومتونو په جوړولو کې رول لوبوي او عمران خان په دې باور دی چې روسیې ته له خپل سفر او له ولادیمیر پوتین سره له کتنې او د اوکراین پر ضد د روسیې له پوځي عملیاتو وروسته په مسکو کې د هغه د حضور او همدا راز د اوکراین پر ضد پوځي عملیات په اړه د روسیې په غندلو کې د هغه بې طرفي د پاکستان د صدراعظم له څوکۍ څخه د هغه لرې کول دا د امریکا لخوا پیل شوې دسیسه وه. [۱۰]دا یو له مهمو مسایلو څخه دی چې د لومړي وزیر مقام ته د تحریک انصاف بیرته راستنیدو امکان کموي. په هرصورت، دې ته په پام سره چې عمران خان داسې وخت د لومړي وزیر پر موقف تکیه وکړه چې پاکستان مناسب اقتصادي او سیاسي وضعیت نه درلود لیکن حکومت یی اقتصاد محوره پالیسي غوره کړې وه.  او د تحریک طالبان پاکستان بریدونه لکه څنګه چې نن ترسره کیږي د عمران خان په وخت کې کم و، همدارنګه د تحریک طالبان پاکستان سره د عمران خان نرم او بې طرفه سیاست او فکري مشترکاتو ته په پام سره ویلو شو چې په دې ټاکنو کې د دې ګوند د پراخ ملاتړ سره سره بیا راڅرګندېدل به د پاکستان د وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي. په څرګنده توګه، تمه کیږي چې د پورته ملاحظاتو له مخې د تحریک انصاف ګوند بیرته واک ته د رسیدو په صورت کې به د تحریک طالبان پاکستان بریدونه کم شي. خو د دې احتمال شته چې پر پاکستان د امریکا له خوا په غیر مستقیم ډول بندیزونه ولګول شي.

له افغانستان سره د پاکستان د راتلونکي حکومت سناریو

 د پاکستان د راتلونکي حکومت د جوړیدو په اړه د پورتنیو امکاناتو او له اسلامي امارت سره د هغه د ممکنه شخصیتونو د اړیکو شالید ته په پام سره؛  دا لاندې سناریوګانې ممکنوی:

 لومړۍ سناریو: د پاکستان د پیپلز ګوند او د نواز مسلم لیګ ګوند له ایتلاف سره د ټاکنیز ټیم د بریا په صورت کې، چې مشران یې له کلونو راهیسې په واک کې دي او هر یو یې د افغانستان ځانګړې توګه د اسلامي امارت په اړه خپله تګلاره درلوده، د بېلګې په توګه نواز شریف په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د پاکستان لومړی وزیر و او د هغه حکومت لومړنی حکومت و چې اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژانده او له ۱۹۹۷ تر ۱۹۹۸ پورې یې د ملا محمد عمر څخه  چې  په هغه وخت کې د افغانستان واکمن وو ستاینه وکړه. حتی نواز شریف هم هغه وخت د پاکستان د پارلمان غړو ته ویلي وو چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ده مودل دی.  تر دې چې په ۱۹۹۹ کال کې د جنرال پروېز مشرف کودتا د هغه د پلان د سقوط لامل شوه.  همدارنګه په ۲۰۱۳ م کال کې د نواز شریف د واک د ترلاسه کولو سره سم، هغه اعلان وکړ چې له پاکستاني طالبانو سره به خبرې اترې کوي.  په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست په دوره کې اکثرو حکومتي چارواکو د پاکستان په اړه مثبت نظر نه درلود او تل یې د افغانستان په ناامنیو کې د پاکستان لاس ګڼلی و، خو د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال ۲۰۱۳ م او د اشرف غنی د حکومت په دوره ۲۰۱۵ م کې نواز شریف د ډیپلوماټیکې اړیکې د ټینګولو لپاره د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی و.

دغه راز د نواز شریف ورور شهباز شریف چې ویل کیږي د دغه هیواد له پوځي چارواکو سره دوستانه اړیکې لري او تر ډیره بریده ویل کیږی چې د پاکستان لومړی وزیر به وټاکل شی، پخوا د پنجاب ایالت د اسمبلۍ غړی و، د دغه ایالت اعلی وزیر و، او په دې وروستیو ۲۰۲۲ م کال کې له واکه د عمران خان په لرې کیدو د اپوزیسیون لخوا د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو او د ۲۰۲۳ م اکتوبر پورې د لومړي وزیر په توګه پاتې شو.  شهباز شریف چې کله د پاکستان لومړی وزیر و، د ملګرو ملتونو په ۷۷مه عمومي غونډه کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: (القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي غورځنګ) په افغانستان کې شتون لري، چې د افغانستان اسلامي امارت د نوموړي دغه څرګندونې غیر مسوولانه او له فشار څخه ډکې وبللې او د روان کال په اسد میاشت کې یې هم د اسلامي امارت له حکومت څخه وغوښتل چې له پولې دې پاکستان ته د جنګیالیو د ورتګ مخه ونیسي. [۱۱]

او د دې په پام کې نیولو سره چې د مسلم لیګ او پاکستان پیپلز ګوند هر یو د رایې ورکولو له لارې د اتحاد پرته په دې هیواد کې لوړ او ټیټ مقامونو ته رسیدل تقریبا ناممکن دي، او همدارنګه د دوی ګډ سیاسي ادبیات او د پاکستان له پوځ سره نږدې ورته اړیکې، د عمران خان د حکومت پر ضد د اپوزیسیون اتحاد؛  موږ باید په دې سناریو کې د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم شامل کړو.

د پاکستان د پیپلز پارټۍ څخه بلاول بوټو زرداري، چې د لومړي وزیر په توګه یې د ټاکل کیدو احتمال ډیر لږ دی، کله چې هغه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر و، هغه په ​​افغانستان کې د اسلامي امارت د حکومت په اړه څرګند نظر نه درلود. لکه څنګه چې ده ویلی وو: امريکا او ناټو خپلې وسلې په افغانستان کې پرېښودې او دغه هېواد يې پرېښود، اوس دغه وسلې د تروريزم او د جنايتکارو ډلو په لاس کې دي، چې دا د افغانستان لپاره يو ګواښ دی. زه هیله لرم چې له افغان حکومت سره په ګډه له دغه ګواښ سره مبارزه وکړو. موږ له سرپرست حکومت څخه غواړو چې د هغو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي چې د پاکستان امنیت ګډوډوي. طالبان (اسلامي امارت) باید خپل مکلفیتونه پوره کړي، اوکه د پاکستان مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري،باید همکاري ورسره وکړي شی»[۱۲]

له همدې امله د هر یوه د نظر اختلاف او د خپل وخت د حکومت د اړیکو شالید ته په کتو،  د دواړو ورونو  او د بلاول بوټو زرداري د صدراعظمۍ په قضیه کې د نواز شریف ترخې تجربې ته په کتلو سره او په نولسمه لسیزه کې د اسلامي امارت ملاتړ او د شهباز شریف او بلاول بوټو زرداري نظریات داسې انګیرل کیږي چې د دواړو خواوو سیاسي ادبیات په ځانګړې توګه د پاکستان حکومت به یو نا انډوله حالت ته غاړه کیږدي، که څه هم ځینې وختونه خوشبینه وي او د افغانستان له حکومت څخه ملاتړ کوي او کله ناکله سیاسي او اقتصادي فشارونه اچوي چې په دواړو حالتونو کې د دغه هېواد پر دولتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو د شدت له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکه فضا خړې پړې کړي.

دوهمه سناریو: دوهمه صحنه د تحریک انصاف ګوند پورې اړه لري.  عمران خان د خپل حکومت له پیل راهیسې له امریکا څخه د لیرې کیدو او چین او روسیې ته د نږدې کیدو پالیسي غوره کړې وه، چې طالبان هم په هماغه لور روان وو، په ۲۰۱۸ م کال کې یې له ډونالډ ټرمپ سره په ټوېټر کې شخړه هم راپورته شوه. د افغانستان د حالاتو او د افغانستان د اسلامي امارت په اړه د ټرمپ لخوا د عمران خان تورنول د طالبانو او عمران خان د فکر یووالی یوه ښکاره بېلګه ګڼل کېږي.  له بلې خوا عمران خان له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته امریکا ته اجازه ورنکړه چې د افغانستان د حالاتو د څارنې لپاره له پاکستاني اډو څخه کار واخلي. [۱۳] له بلې خوا عمران خان په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د ۲۰۲۱ م کال په نومبر میاشت کې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په اړه جوړه شوې وه، وویل چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو کلتور او د افغان ولس هیلو ته درناوی وکړي. او دا چې د هغه د خبرو مفهوم داسې و چې د افغان ولس کلتور او هیله د نجونو له زده کړې سره اړخ نه لګوي. او دا هغه څه وو چې اسلامي امارت هغه مهال غوښتل. له همدې امله داسې ښکاري چې د عمران خان په راتګ سره به د افغانستان د اسلامي امارت او د پاکستان د حکومت ترمنځ اړیکې ښې شي او هم به د عمران خان د خلکو د ملاتړ او د امریکا ضد احساساتو له امله د پاکستان د تحریک طالبان بریدونه به کم شي، چې په پایله کې به د اسلام اباد -کابل په اړیکو کې مرسته وکړي.  له بلې خوا عمران خان د خپل صدراعظمۍ پر مهال له ترکیې او ایران سره ښې اړیکې درلودې، چې د اسلامي امارت غوښتنه هم دا ده. له همدې امله په واک کې د عمران خان راتلو سره دا باور دی چې د افغانستان په ګډون په سیمه کې به منظمې او دوستانه اړیکې ولري.

پایله

د پورتنیو څرګندونو پر بنسټ، موږ دې پایلې ته رسیږو چې که د پاکستان راتلونکی حکومت د پاکستان د خلکو د ګوند او د مسلم لیګ ګوند د ټاکنیز ټیم د ایتلاف لخوا جوړ شي. د عامه وګړو د رضایت خلاف (چې ځانونه یې په ټاکنو کې د عمران خان د پلویانو په توګه معرفی کول) له حکومت څخه، د پاکستاني طالبانو د بریدونو شدت او په پای کې د افغانانو د ازادۍ او خپلواکۍ غوښتونکو چلند به د دې لامل شي چې پاکستاني چارواکي پر افغانان حکومت تور پورې کړي. او دا به د اسلامي امارت او پاکستان تر منځ اړیکې خړې پړې کړي.  او دغه ستونزه به د افغانستان پر اقتصاد  چې له پاکستان څخه جنوبي اسیا او حتی چین ته د سوداګرۍ په لاره کې د لانجې د رامنځته کېدو او همدارنګه د سیاسي فشارونو د رامنځته کېدو له امله چې د اسلامي امارت لپاره ناخوښ راتلونکی وی، ډېره اغېزه  ولري.

خو که له یوې خوا د تحریک انصاف ګوند د انتخاباتي ټیم له خوا حکومت جوړیږي، له یوې خوا په سیمه کې له نفوذ لرونکو هېوادونو سره د عمران خان د اړیکو ښه تاریخ ته په پام سره په سیمه کې د ثبات لپاره د سیمه ییزو هڅو امکان هم شته. او له بلې خوا د پاکستان له تحریک طالبان سره د عمران خان تفاهم ته د رسېدو امکان زیات دی.  په پایله کې به دواړه د افغانستان په ګټه وي او تمه کیږي چې افغانستان به وکولای شي چې په اقتصادي او سیاسي لحاظ هم په نږدې راتلونکي کې خپل منزل ته ورسیږي.  دا هم باید له پامه ونه غورځول شي چې په پاکستان کې د پراخو ننګونو سربیره که چیرې مظاهرې دوام وکړي او په تاوتریخوالي بدل شي، د دغه هیواد پوځ به بشپړ واک په لاس کې واخلي، دا چې ددې احتمال یی ‌ډیر کم دی له دې امله مونږ هم پر دې بحث نه کوو. پای

مأخذونه

[۱].   Pakistan Election 2024: Live Results, Party Positions, Candidates List, Constituencies Details, News Updates, link:

https://www.geo.tv/election

[۲]. BBC: نواز شریف: مردی برای تمام فصول، ۱۷ دلو ۱۴۰۲ ه.ش؛ لینک:

https://www.bbc.com/persian/world-features-68190609

[۳] . مؤسسه مطالعات راهبردی شرق: نگاهی به چرخه قدرت در پاکستان؛ جدال نظامیان و سیاسیون، ۱۹ جوزا ۱۳۹۹ه.ش؛ لینک:

https://www.iess.ir/fa/analysis/2312/

[۴] . خبرگزاری جمهور: انفجار تروریستی در بلوچستان پاکستان همزمان با انتخابات پارلمانی، ۱۹ دلو ۱۴۰۲ه.ش؛ لینک:

https://www.jomhornews.com/fa/news/168639/

[۵] . خبرگزاری مهر: تظاهرات گسترده در پاکستان در اعتراض به نتائج انتخابات پارلمانی، ۲۸ دلو ۱۴۰۲ه.ش؛ لینک:

https://www.mehrnews.com/news/6026606/%D8%AA%D8%B8%D8%A7%D9%87%D8%B1%D8%A7%D8%AA%DA%AF%D8%B3%D8%AA%D8%B1%D8%AF%D9%87%D8%AF%D8%B1%D9%BE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%D8%AF%D8%B1%D8%A7%D8%B9%D8%AA%D8%B1%D8%A7%D8B6%D8%A8%D9%87%D9%86%D8%AA%D8%A7%DB%8C%D8%AC%D8%A7%D9%86%D8%AA%D8%AE%D8%A7%D8%A8%D8%A7%D8%AA%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D9%84%D9%85%D8%A7%D9%86%DB%8C

[۶] . الجزيرة: قانون الانتخابات والنظام الانتخابي في باكستان، ۱۷ دلو ۱۴۰۲ه.ش، لينك:

https://www.aljazeera.net/encyclopedia/2024/2/6/%D9%82%D8%A7%D9%86%D9%88%D9%86%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%86%D8%AA%D8%AE%D8%A7%D8%A8%D8%A7%D8%AA%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%86%D8%B8%D8%A7%D9%85%D8%A7%D9%84%D8%A7%D9%86%D8%AA%D8%AE%D8%A7%D8%A8%D9%8A#:~:text=%D8%AA%D8%AA%D9%83%D9%88%D9%86%20%D8%A7%D9%84%D8%AC%D9%85%D8%B9%D9%8A%D8%A9%20%D8%A7%D9%84%D9%88%D8%B7%D9%86%D9%8A%D8%A9%20%D9%85%D9%86%20342,%D9%84%D9%8A%D8%B5%D8%A8%D8%AD%20%D8%B9%D8%AF%D8%AF%20%D8%A7%D9%84%D9%85%D9%82%D8%A7%D8%B9%D8%AF%20%D8%A7%D9%84%D8%A5%D8%AC%D9%85%D8%A7%D9%84%D9%8A%20336.

[۷] . خبرگزاری مهر: پسر بی نظیر بوتو: نواز شریف از مقام …. ۱۱ اردیبهشت ۱۳۹۵ ه ش لینک:

https://www.mehrnews.com/news/3612945/%D9%BE%D8%B3%D8%B1%D8%A8%DB%8C%D9%86%D8%B8%DB%8C%D8%B1%D8%A8%D9%88%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88%D8%A7%D8%B2%D8%B4%D8%B1%DB%8C%D9%81%D8%A7%D8%B2%D9%85%D9%82%D8%A7%D9%85%D9%86%D8%AE%D8%B3%D8%AA%D9%88%D8%B2%DB%8C%D8%B1%DB%8C%D8%A7%D8%B3%D8%AA%D8%B9%D9%81%D8%A7-%DA%A9%D9%86%D8%AF

[۸]. AL Jazeera: Abid Hussain, Pakistan’s election: Can the next government bring economic stability? 7 Feb 2024, link:

https://www.aljazeera.com/economy/2024/2/7/pakistans-election-can-the-incoming-government-bring-economic-stability

[۹] . خبرگزاری مهر: تظاهرات گسترده در پاکستان در اعتراض به نتائج انتخابات پارلمانی، ۲۸ دلو ۱۴۰۲ه.ش؛ لینک:

https://www.mehrnews.com/news/6026606/%D8%AA%D8%B8%D8%A7%D9%87%D8%B1%D8%A7%D8%AA%DA%AF%D8%B3%D8%AA%D8%B1%D8%AF%D9%87%D8%AF%D8%B1%D9%BE%D8%A7%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%D8%AF%D8%B1%D8%A7%D8%B9%D8%AA%D8%B1%D8%A7%D8%B6%D8%A8%D9%87%D9%86%D8%AA%D8%A7%DB%8C%D8%AC%D8%A7%D9%86%D8%AA%D8%AE%D8%A7%D8%A8%D8%A7%D8%AA%D9%BE%D8%A7%D8%B1%D9%84%D9%85%D8%A7%D9%86%DB%8C

[۱۰]. خبر آنلاین: عمران خان دلیل برکناری خود را اعلام کرد؛ ۲۱ جوزا ۱۴۰۲ ه.ش؛ لینک:

https://www.khabaronline.ir/news/1776367/%D8%B9%D9%85%D8%B1%D8%A7%D9%86%D8%AE%D8%A7%D9%86%D8%AF%D9%84%DB%8C%D9%84%D8%A8%D8%B1%DA%A9%D9%86%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D8%AE%D9%88%D8%AF%D8%B1%D8%A7%D8%A7%D8%B9%D9%84%D8%A7%D9%85%DA%A9%D8%B1%D8%AF

[۱۱] . خبرگزاری صدای افغان: اظهارات شهباز شریف در مورد افغانستان غیر مسؤولانه است, ۲ میزان ۱۴۰۲ ه.ش؛ لینک:

https://www.avapress.com/fa/news/258967/%D8%A7%D8%B8%D9%87%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D8%AA%D8%B4%D9%87%D8%A8%D8%A7%D8%B2%D8%B4%D8%B1%DB%8C%D9%81%D9%85%D9%88%D8%B1%D8%AF%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%D8%BA%DB%8C%D8%B1%D9%85%D8%B3%D8%A6%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%86%D9%87

[۱۲] . آریانا نیوز: شهباز شریف: امارت اسلامی از عبور جنگجویان به پاکستان جلوگیری کند، ۱۱ اسد ۱۴۰۲ ه.ش؛ لینک:

https://www.ariananews.af/fa/%D8%B4%D9%87%D8%A8%D8%A7%D8%B2%D8%B4%D8%B1%DB%8C%D9%81%D8%A7%D9%85%D8%A7%D8%B1%D8%AA%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85%DB%8C%D8%A7%D8%B2%D8%B9%D8%A8%D9%88%D8%B1%D8%AC%D9%86%DA%AF%D8%AC%D9%88%DB%8C/

[۱۳] . آژند، فریدون، برکناری عمران خان؛ راه پاکستان از طالبان جدا می‌شود؟ ۲۱ حمل ۱۴۰۱ه.ش، لینک:

https://www.independentpersian.com/node/229211/%D8%B3%DB%8C%D8%A7%D8%B3%B%8C%D9%88%D8%A7%D8%AC%D8%AA%D9%85%D8%A7%D8%B9%DB%8C/print%20%27/taxonomy/term/%27.%24node%3Efield_main_section%5B%27und%27%5D%5B0%5D%5B%27tid%27%5D

D

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *