د ۱۴۰۲ ه.ش کال راپور (د افغانستان د سياسي، اقتصادي او فرهنګي وضعيت ارزونه)

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه راپور د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • سریزه
  • سياسي- امنيتي وضعيت
  • د اقتصادي وضعيت څېړنه
  • د تعلیمي، فرهنګي او روغتیايي وضعیت څېړنه
  • پايله
  • وړانديزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

په ۱۴۰۲ هـ.ل. کال کې د اسلامي امارت له لوری په داخلي سياستونو کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی، ځکه د نظام ساختار لا هم مشخص شوی نه دی، اساسي قانون رامنځته شوی نه دی، د اتباعو سياسي حقوق لا هم مبهم دي، البته د بهرينو اړيکو او بهرنۍ پاليسۍ په برخه کې يو څه بدلونونه راغلي دي، ځکه اسلامي امارت د سيمې د هېوادونو په اړه تر ډېره تعاملي چلند ته مخه کړې ده. په ۱۴۰۱ هـ.ل. کال کې ځينو ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان د امنيتي وضعې په اړه اندېښنې موجودې وې او د هماغې له امله يې د اسلامي امارت سره اړيکې خرابې وې، خو په ۱۴۰۲ هـ.ل. کال کې اسلامي امارت هڅه وکړه چې دغه اړيکې يو څه ورغوي او د سيمې هېوادونو امنيتي اندېښنو ته ځواب ووايي. په ۱۴۰۲ هـ.ل. کال کې د تاجکستان سره اړيکې د تېر کال په پرتله ښې شوي، چین سره په رسمي ډول ډيپلوماتيکې اړيکې رامنځته شوي، د ايران سره په لسګونو ځلې تګ او راتګ شوی او دواړه هېوادونه يو او بل سره همکارۍ ته نږدې شوي، هند هم اسلامي امارت سره د اړيکو د رغولو په حال کې دی، البته يوازينی هېواد پاکستان دی چې په ۱۴۰۲ هـ.ل. کال کې ورسره د اسلامي امارت اړيکې خرابې شوي دي.

په اقتصادي برخه کې په ۱۴۰۲ هـ.ل. کال کې ځينې محدوديتونو او نړيوالو بنديزونو لا هم دوام وموند، خو د دې سربېره د داخلي عوايدو کچه ۵.۷ سلنه لوړه شوې او لامل یې په شفاف ډول د ملي عوايد راټولول، د ملي بوديجې مؤثر مديريت او د مالياتو په منظم ډول راټولول دي. په دغه کال کې يو لړ مهم اقتصادي پروژې د داخلي عوايد پرمټ پلي شوې. د انفلاسيون کچه کمه شوې او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ خپل ارزښت هم ساتلی دی. په ۱۴۰۲هـ.ل. کال کې بانکي سيستم باندې لا هم بنديزونه او محدوديتونه موجود وو، خو د ۱۴۰۱هـ.ل. کال په پرتله په کې د پام وړ بدلون راغلی دی، ځکه هغه پېسې چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په بانکونو کې اېښودل شوي هغه هر وخت له بانک څخه په هره اندازه ويستلی شې او هغه پېسې چې د امارت له واکمنۍ مخکې بانکونو کې دي د هغې د ويستلو کچه هم لوړه شوې ده چې په اونۍ کې اويا زره افغانۍ او په مياشت کې دوه نيم لکه افغانۍ ويستلې شې چې د تېر کال په پرتله زيادښت ښایي.

په ۱۴۰۲ هـ.ل. کال کې د امنيت د شتون له امله بهرنۍ پانګونې د جذب په برخه کې هم زياتوالی راغلی دی. په ۱۴۰۲هـ.ل. کال کې د صادراتو کچه يو ميليارد او اته سوه يوولس ميليونه ډالره وه چې د ۱۴۰۱ هـ.ل. کال په پرتله ۶ سلنه کموالی ښایي.

اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته اقتصاد محوره بهرنی سياست اعلان کړ او د همدغه سياست پر بنسټ يې په ۱۴۰۲ هـ.ل. کال کې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره اړيکې ټينګې کړې. په دغه کال کې د ازبکستان او ترکمنستان اقتصادي اړیکې لا غښتلې شوې، د ټاپې او ټاپ پروژې د کارونو د بيا پيل لپاره له ترکمنستان سره څو ځلې ناستې شوي، له ايران او چين سره هم اقتصادي راکړه ورکړه زياته شوې او چينايي شرکتونو په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی. په دې تحليلي راپور کې به همدغو اقتصادي مسايلو باندې تفصيلي او تحليلي بحث وکړو.

په تعليمي ډګر کې ۱۴۰۲ هـ.ل. کال بيا هم د نجونو لپاره ښه زيری نه درلود، په دې کال کې هم له شپږم پورته ټولګيو کې نجونو ته چې تعداد یې ۱.۴ ميليونو ته رسيږي، د تعليم اجازه ورنکړل شوه. همدارنګه د دغه کال په کانکور ازموينه کې نږدې څلور اتيا زره کسانو ګډون کړی و او ترڅنګ د ازموينې ملي ادارې اعلان وکړ چې راتلونکې کې به د کانکور ازموینه تخصصي کوي او هر څوک به د خپل مسلک اړوند کانکور ازموينه ورکوي.

په دغه کال کې د پوهنتونونو په تدريسي نصاب کې ځينې بدلونونه راغلي لکه د اسلامي ثقافت د مضمونو او کريډيټو ډېروال، همدارنګه د ښوونځيو په نصاب کې هم بدلونونه راغلي دي چې د هغې له ډلې د مدني زده کړو، فرهنګ او هنر مضمونه حذف شوي او اسلامي تعليماتو، قران کريم او کمپوټر مضامينو درسي ساعتونه اضافه شوي دي.

همدارنګه په دې تحليلي راپور کې د افغانستان داخلي فرهنګي وضعيت باندې هم بحث شوی او د افغانستان او د سيمې هېوادونو سره يې په فرهنګي اړيکو هم رڼا اچول شوې ده. د دې ترڅنګ په دې راپور کې په لنډ ډول صحي برخه هم تحليل شوې او په ۱۴۰۲ هـ.ل. کال کې د اسلامي امارت له لوری په صحي برخه کې په لاسته راوړنو او ننګونو هم رڼا اچول شوې ده.

لنډه دا چې دا تحليلي راپور په درېيو لويو برخو (سياسي-امنيتي، اقتصادي او فرهنګي) کې ليکل شوی دی او په هره برخه کې د اړونده فعاليتونو په اړه تحليل هم وړاندې شوی دی.

د ټول راپور د ترلاسه کولو لپاره لاندې PDF  لینک کلک کړئ.

https://csrskabul.com/wp-content/uploads/2024/07/Annual-report-for-year-1402.pdf

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *