د افغانستان اسلامي امارت او ازبکستان په اړیکو کې نوي بدلونونه

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د افغانستان اسلامي امارت او ازبکستان په اړیکو کې نوي بدلونونه
  • د ازبکستان او اسلامي امارت د اړیکو لنډه مخينه
  • له اسلامي امارت سره د ازبکستان تعامل
  • کابل ته د ازبکستان د لومړي وزیر د سفر مهم ټکي
  • د تړونونو لاسلیکول
  • د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه تر دريو ميلياردو ډالرو ته په رسېدو ټينګار
  • په کابل کې د ازبکستان د سوداګريزو محصولات د نندارتون پرانېسته
  • د سیمه ییز ټرانزیټ په اړه بحث
  • په تاشکند کې د اسلامي امارت د سفیر د سپارلو او منلو په اړه بحث
  • د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان ترمنځ درې اړخیزې غونډې جوړېدنه
  • پايله
  • وړاندیزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د اسلامی امارت له بیا راتگ وروسته کابل ته د ګاونډیو هیوادونو د چارواکو څو ځله سفرونه شوي، خو په دې وروستیو کې د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارفوف کابل ته سفر وکړ چې د قطر د لومړي وزیر له سفر وروسته کابل ته د یو هیواد د یو لوړپوړي چارواکي سفر بلل کیږي، چې د اسلامي امارت له بیا تاسیس څخه وروسته کابل ته ترسره شو. دا سفر په داسې حال کې شوی، چې تر دې مخکې هم د وزیرانو تر کچې ازبک چارواکي کابل ته راغلي وو. څرګنده دې وي چې کابل ته د ازبکستان د وزیراعظم سفر د افغانستان لپاره ډیر اهمیت لري او بلخوا دا افغانستان ته د ازبکستان د خاصې توجو څرګندونه کوي. له همدې امله په دې تحلیل کې کابل ته د ازبکستان د لومړي وزير د سفر په موخو خبرې شوي او لاسته راوړنې يې ارزول شوي دي.

د ازبکستان او اسلامي امارت د اړیکو لنډه مخينه

کله چې په ۱۹۹۴م کال کې د طالبانو تحریک راڅرګند شو، ازبکستان هېواد سره له دې چې له کابل سره یې رسمي اړیکې پرې کړې وې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د حزب جنبش اسلامي ډلې چې په کابل کې له مرکزي حکومت سره په جګړه بوخت و ملاتړ وکړ. د طالبانو د تحریک د پرمختګ او د کابل په نیولو او ورپسې مزارشریف د نیولو سره، تاشکند د طالبانو د تحریک سره د جګړې د مخنیوي په خاطر چې د کابل په نیولو سره یې د اسلامي امارت لقب یې خپل کړ، د افغانستان د اسلامي دولت د پاتې شونو په مقابل کې، چې په تیرو کورنیو جګړو کې د ښکیلو اړخونو اتحاد و، د دوستم په مشرۍ د حزب جنبش په ګډون تقریبا بې طرفه دریځ خپل کړ او تر ۲۰۰۱ م پورې کله چې اسلامي امارت د امریکا لخوا نسکور شو دغه دریځ یی وساته. د دې ترڅنګ د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د ۲+۶ (د افغانستان شپږ ګاونډیان او روسیه او امریکا) پلان وړاندیز وکړ. له ۲۰۰۱ کال وروسته ازبکستان له امریکا سره په افغانستان کې د پوځي عملیاتو لپاره د کارشي-خان آباد اډې په برابرولو کې همکاري وکړه، خو په افغانستان کې د امریکا د پنځلس کلن حضور په موده کې یې بیا د افغانستان په مسئله کې د عملي بې طرفۍ هماغه دریځ خپل کړ. همدارنګه په دې موده کې ازبکستان د افغانستان د سولې لپاره د ۳+۶ پلان (د روسیې، امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون شپږ افغان کنفرانسونه) وړاندې کړل، چې ځانګړې پاملرنه ورته ونه شوه. په افغانستان کې د امریکا د جګړې په وروستیو کلونو کې ازبکستان څو څو ځله د طالبانو د پلاوي کوربه و او هڅه یې وکړه چې د کابل او طالبانو ترمنځ سوله وکړي.

له اسلامي امارت سره د ازبکستان تعامل

له افغانستانه د امریکا له وتلو او په پایله کې د پخواني حکومت له نسکورېدو او په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا جوړېدو وروسته ازبکستان نه یوازې له افغانستان سره خپلې اړیکې پرې نه کړې، بلکې په کابل کې یې خپل سفارت او په مزارشريف کې یی کونسلګرۍ هم فعاله وساتلې او د اسلامي امارت سره يې اړيکې همداسې ټينګو اړيکو ته دوام ورکړ. سربیره پر دې له قطر وروسته ازبکستان دوهم هیواد و چې د ۱۴۰۰ هـ ش کال د میزان په میاشت کې چې د اسلامي امارت واک ته د رسیدو څه کم دوه میاشتې شوې وې، خپل د بهرنیو چارو وزیر کابل ته واستاوه او په ډاګه یې کړه چې دوی غواړي له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې ټینګې کړي. دغه راز د ۱۴۰۲ هـ ش کال د حوت په میاشت کې د بختیار سیدوف په مشرۍ د ۵۰ کسيزه ازبک چارواکو یو پلاوی کابل ته راغی. د (۱۴۰۳) هـ ش کال د ثور په میاشت کې د ازبکستان د ولسمشر د ځانګړي استازي په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي کابل ته سفر وکړ. په اخره کې د ازبکستان صدر اعظم د لوړ رتبه چارواکي په توګه د روان کال (۱۴۰۳) د اسد پر ۲۸ مه  د یو هیئت په مشرۍ کابل ته سفر وکړ. د ازبکستان ولسمشر کابل ته د لوړ پوړو ازبک چارواکو د سفرونو تر څنګ په وار وار په نړیوالو حلقو کې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه خوښي څرګنده کړې او تل یې د یوه مناسب سیاسي او اقتصادي وضعیت په لور د افغانستان په نړیوال ملاتړ ټینګار کړی دی. لکه څنګه چې یې څو ځای ویلي دي. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو له دوام څخه هم دفاع وکړه او افغانستان ته یې د نړیوال ملاتړ او پاملرنې پر اړتیا ټینګار وکړ. کابل ته د ازبکستان د لومړي وزیر وروستی سفر، ښایي چې ازبکستان تر بل هر هیواد زیات له افغانستان سره د ښو اړیکو او ګټورو سیاسي-اقتصادي تعامل اهمیت درک کړی دی.

کابل ته د ازبکستان د لومړي وزیر د سفر مهم ټکي

لکه څنګه چې وویل شول کابل ته د ازبکستان د لومړي وزیر سفر په تیرو دریو کلونو کې کابل ته یو له خورا مهم او د يو لوړپوړي چارواکو سفرونو څخه دی. البته دا سفر افغانستان ته د ازبکستان د پاملرنې او د اسلامي امارت لپاره د سیاسي اهمیت د څرګندولو ترڅنګ له اقتصادي اړخه هم ګڼ محورونه لري چې په لاندې ډول ورته اشاره شوې ده.

د تړونونو لاسلیکول

کابل ته د ازبکستان د لومړي وزیر د سفر لومړی اړین او د پام وړ محور د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د ګڼو تړونونو لاسلیکول وو. د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د انرژۍ، د مسو، اوسپنې او نفتو او ګازو د استخراج، ترانسپورت، کرنې او اوبو د مدیریت او پوهنې په برخو کې ۳۵ هوکړه لیکونه لاسلیک شول، چې ټولیز ارزښت یې څه باندې ۲٫۵ ميلیارده ډالرو ته رسېږي. د دغو موافقو له جملې څخه، چې د ملا عبدالغني برادر د ریاست الوزراء د اقتصادي چارو مرستیال، عبدالله عارفوف د ازبکستان د لومړي وزیر او نورو دولتي چارواکو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د استازو په حضور کې ترسره شول. د ۱،۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې ۱۲ هوکړه لیکونه او ۲۳ سوداګریز قراردادونه چې ارزښت یې ۱.۱ میلیارده ډالره وو، لاسلیک شول.

د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه تر دريو ميلياردو ډالرو ته په رسېدو ټينګار

کابل ته د ازبکستان د لومړي وزیر د سفر بل تمرکز د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه هر کال تر درې میلیارده ډالرو ته د لوړولو په اړه هوکړه وه. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه چې تېر کال ۲۳۹ میلیونه ډالره وه او تمه ده سږ کال ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته ورسېږي. د نوي تړون له مخې چې د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عارفوف په حضور کې د دواړو هېوادونو د صنایعو او سوداګرۍ وزیرانو ترمنځ لاسلیک شو، دا کچه باید په راتلونکو دریو کلونو کې درې میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

په کابل کې د ازبکستان د سوداګريزو محصولات د نندارتون پرانېسته

کابل ته د ازبکستان د لومړي وزیر د سفر بله لویه موخه په کابل کې د ازبکستان د تولیداتو او محصولاتو د ستر نندارتون پرانیستل وو، چې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ د ناستې په څنډه کې د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ازبکستان د صنعت او تجات وزیر عبدالله عارفوف، د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په شتون کې ترسره شو. په دې ستر نندارتون کې د درې ورځو لپاره د سپکو وسایطو، د بار وړونکو موټرو، د اور وژنې ماشینونه، کرینونه، مختلف زراعتي ماشینونه، خوراکي توکي، برېښنايي وسایل، غالۍ او نور توکي د درې ورځو لپاره نندارې ته ایښودل شوي وو. د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د دغه نندارتون په اړه په دې باور دی چې دغه نندارتون د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یو ځانګړی فرصت دی. ده همداراز وویل چې د ازبکستان جمهوریت د افغانستان صادراتو ته له ۱۰ تر ۷۵ سلنې تخفیف ورکړی او د دې اسانتیاوې یې برابرې کړې چې زموږ د هېواد صادراتي توکي د منځنۍ اسیا هېوادونو او چین ته په مناسبه بیه ولېږدوي. د دې قراردادونو له جملې څخه شاوخوا یو میلیارد ډالر به سږ کال او پاتې نور به یې په راتلونکو دریو کلونو کې پلي شي.

د سیمه ییز ټرانزیټ په اړه بحث

کابل ته د ازبکستان د صدراعظم د سفر بل تمرکز د سیمه ییز ټرانزیټ په اړه بحث و. په دې برخه کې افغانستان، ازبکستان او پاکستان لا له وړاندې د افغانستان له لارې له ترمز څخه تر پېښوره پورې د اورګاډي د پټلۍ د (ټرانس افغان پروژې) د جوړولو تړونونه کړي دي. ازبکستان هڅه کوي چې ژر تر ژره د دې پروژې د جوړولو لپاره چمتووالی او عملي کار پیل شي. ازبکستان د یو داسې هیواد په توګه چې اقتصاد یې وده کوي او په زراعتي او صنعتي برخو کې د صادراتي هیواد په توګه بدلیږي، نږدې بازارونو لپاره لنډو او ارزانه لارو ته اړتیا لري. که څه هم دغه هېواد د ترکمنستان او قزاقستان له لارې له چین، روسیې او اروپا سره وصل دی، خو د دغه هېواد زیاته اقتصادي هوساینه د جنوبي اسیا او منځني ختیځ په لویو بازارونو کې د شتون اړتیا ده، چې دا کار له افغانستانه له تېرېدو پرته له نورو لارو ممکن نه دی. له همدې امله کابل ته د ازبکستان د صدراعظم د سفر پر مهال همدغه موضوع د بحثونو یوه برخه وه او د دغه هېواد لومړي وزیر د یادې پروژې پر ژر عملي کېدو ټینګار وکړ.

په تاشکند کې د اسلامي امارت د سفیر د سپارلو او منلو په اړه بحث

که څه هم د نورو هېوادونو په څېر ازبکستان هم د افغانستان اسلامی امارت په رسميت نه دی پېژندلی، خو دغه هېواد له اسلامي امارت سره په غیر رسمي ډول خپلې اړیکې ټینګې کړي او له اسلامي امارت سره یې خورا پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري  چې کابل ته د هغه هېواد د لومړي وزیر سفر یې ښکاره بېلګه ده. همدا راز تېر کال ازبکستان په تاشکند کې د افغانستان سفارت په دیپلوماتیکه کچه د اسلامي امارت سفارت ته وسپاره. د راپورونو له مخې، د ازبکستان لومړي وزیر کابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت له چارواکو سره ژمنه کړې چې هېواد به یې په نږدې راتلونکي کې د سفیر په کچه د اسلامي امارت استازی ومني.

دا ژمنه ښيي چې ازبکستان له اسلامي امارت سره په لوړه کچه د اړیکو پراختیا ته لیواله دی.

د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان ترمنځ درې اړخیزې غونډې جوړېدنه

د دوه اړخیزو مسایلو سره سره چې کابل ته د ازبکستان د صدراعظم د سفر پایله ده، د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان، ازبکستان او اذربایجان درې اړخیزه غونډه هم جوړه شوه. دغه درې اړخیزه غونډه د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په کوربه توب د ازبکستان د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې د وزیر لازیز قادراتوف او د آذربایجان جمهوریت د اقتصاد وزارت مرستیال ممدوف په شتون په کابل کې د پانګونې، ترانسپورت، ساختماني او جیولوجیکي موادو غونډه جوړه شوه. په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ د پراختیا، د ترانسپورت او لوژستیک په برخو کې د پانګونې او همکارۍ، ساختماني موادو، د هایدرو کاربن د زیرمو او کاني موادو د جیولوژیکي اکتشاف، د افغانستان په شمال کې د سمنټو د تولید پروژې د تطبیق پر میکانیزم، سیمه ییزو همکاریو، اغېزمنې استفادې په اړه خبرې وکړې. د ورېښمو د نوې لارې، د اورګاډي د پټلۍ او په اړه یې بیا د ايکو په اقتصادي سازمان کې له افغان فعال سره خبرې وکړې. د صنایعو وزارت سرپرست په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو په بیانولو سره په دې برخه کې د پانګونې د ظرفیت او فرصتونو او د افغانستان د لومړیتوبونو په اړه د ازبکستان او اذربایجان پلاوي ته معلومات ورکړل. دغه ناسته کولای شي چې په څو اړخیزه او سیمه ییزه کچه د اقتصادي پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي او په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو د پانګونې د جلبولو لپاره ګټوره تمامه شي.

پایله

د افغانستان اسلامي امارت د بيا واکمنېدو وروسته د نړۍ ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیانو ته د اړیکو د ټینګښت او تعامل د بیا پیل لپاره شین څراغ ښودلی دی. د دې حقیقت تر څنګ چې د افغانستان په داخل کې فضا د پخوا په پرتله د اقتصادي تعامل د پراختیا لپاره ډېره مناسبه شوې ده، سیمه ییز تمایلات ورسره برابر دي او په نړیواله کچه دې برخه کې کومه ځانګړي ملاحظات نشته. د اسلامی امارت له جوړېدو وروسته په سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغانستان په اړه ګډ د همکارۍ دریځ رامنځته شوی او هېڅ هېواد نه غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د جګړې لور ته بوځي هغه دریځ چې افغانستان باید له جګړې وروسته د یوه مناسب وضعیت ملاتړ وکړي. دغه مثبت سیمه ییز او نړیوال لید ته په کتو، ازبکستان چې له اسلامي امارت سره د تعامل او اړیکو په رامنځته کولو کې یو له مخکښو هېوادونو څخه و، په سمه توګه پوه شو چې باید له داسې مناسب چاپېریال څخه ډېره ګټه پورته کړي. په همدې موخه د تېرو اغېزمنو اقداماتو تر څنګ دا ځل یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه دغه هېواد خپل دویم لوړپوړی چارواکی کابل ته ولېږه. دغه سفر ښيي چې افغانستان د ازبکستان لپاره ډېر مهم دی او له افغانستان سره د نږدې اړیکو جوړول د ازبکستان د اقتصاد لپاره حیاتي رول لوبوي. افغانستان په څو اړخونو کې د ازبکستان لپاره خورا ګټوره اقتصادي ځانګړې دنده لري. لومړی، افغانستان د ازبکستان او نړۍ تر منځ نښلوونکې  دی، له همدې امله ازبکستان هڅه کوي چې ژر تر ژره د افغانستان له لارې د اسلامي امارت سره اړيکو په ټېنګولو له طریقه او د زیربناوو لکه د اورګاډي کرښې په کارولو سره جنوبي آسیا ته ځان ورسوي. دوهم، افغانستان د ازبکستان د محصولاتو لپاره غوره بازار ګڼل کېږي، له همدې امله د ازبکستان هېواد د افغانستان بازار ته د خپلو تولیداتو د معرفي کولو په موخه په کابل کې یو ستر نندارتون په لاره واچاوه. په حقیقت کې ازبکستان په دې ښه پوهیږي چې په موجوده فضا کې چې د هر چا پام افغانستان ته دی او تر لسو ميلیاردو ډالرو پورې بازار لري خپله حقیقي برخه ترلاسه کړي او دریم دا چې افغانستان د ازبکستان لپاره د پانګونې ښه ځای دی. ځکه خو د صنعتي او زراعتي سکتور چارواکو او سوداګرو یو لوی پلاوی د دغه هېواد له لومړي وزیر سره ملګری و.

په پای کې ویلای شو چې افغانستان چې اوس په نسبي امنیتي ثبات کې دی، د ګډې اقتصادي ودې لپاره نسبتاً مناسب چاپیریال برابر کړی دی. لکه څنګه چې لیدل کیږي، د افغانستان ګاونډیانو دا درک کړې ده چې باید له داسې مناسب چاپیریال څخه ګټه پورته کړي، کوم چې د ازبکستان په منځ کې خورا پرمختللی دی. د داسې یوې پروسې د دوام په صورت کې چې ازبکستان له افغانستان سره په خپل منځ کې د تعامل په برخه کې تر سره کړي، لیدل کېږي چې د دواړو هېوادونو د اقتصاد لپاره به راتلونکې هیلې روښانه او هوسا وي، چې ډېره برخه به یې د تړونونو په تطبیق سره ترلاسه شي او کابل ته د هغه هېواد د لومړي وزیر د سفر موخې به پوره شي.

وړاندیزونه

د دې مقالې موضوعاتو ته په پام سره، لاندې وړاندیزونه وړاندې کیدای شي:

1-      که څه هم ګاونډيو هېوادونو له اسلامي امارت سره پراخې غير رسمي اړيکې ټينګې کړي دي، خو له دې اړيکو څخه د اعظمي استفادې لپاره بايد اسلامي امارت د يوه رسمي دولت په توګه په رسميت وپيژندل شي. له همدې امله اسلامي امارت ته لازمه ده چې په نړیواله کچه د رسمي رسميت پېژندنې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

2-      د نورو هېوادونو د لا زیاتې پاملرنې د جلبولو په موخه، اسلامي امارت باید د امنیتي او اقتصادي زیربناوو په ګډون داخلي برخو ته ادامه ورکړي؛ ځکه چې پرته له دې چې افغانستان د شمال او سویل ترمنځ د پول په توګه اړین زیربناوې چمتو نه کړي، نور به له افغانستان څخه تیریدلو ته وهڅول نشي.

3-      په ځانګړې توګه د ازبکستان او افغانستان د اړیکو په اړه باید اسلامي امارت د شویو هوکړه لیکونو د تطبیق لپاره لازمې زمینې برابرې کړي، څو نور هېوادونه د ازبکستان مثال تعقیب کړي او له افغانستان سره پراخ تعامل وکړي.

سرچینې

۱- طرح جدید ازبکستان برای حل بحران در افغانستان. شبکه اطلاع رسانی افغانستان، تاریخ نشر ۳/۷/۱۳۸۹ قابل دسترسی:

http://www.afghanpaper.com/nbody.php?id=14533

۲- وزیر خارج ازبکستان کابل رفته است. بی‌بی‌سی،‌ تاریخ نشر ۱۵/۷/۱۴۰۰ قابل دسترسی:

https://www.bbc.com/persian/afghanistan-58828921

۳- سفر هیئت ازبکستان به کابل، هدف تاشکند از نزدیکی روابط با حکومت طالبان چیست؟، رادیو آزادی، تاریخ نشر ۲۳/۱۲/۱۴۰۲ قابل دسترسی:

https://da.azadiradio.com/a/32859552.html

۴- تاکید رئیس جمهور ازبکستان بر گسترش گفت وگو با مقام‌‌‌‌‌‌های افغانستان. سایت ایرنا، تاریخ نشر ۱۳/۹/۱۴۰۰ قابل دسترسی:

https://www.irna.ir/news/84561673/%D8%AA%D8%A7%DA%A9%DB%8C%D8%AF-%D8%B1%D8%A6%DB%8C%D8%B3-%D8%AC%D9%85%D9%87%D9%88%D8%B1-%D8%A7%D8%B2%D8%A8%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%A8%D8%B1-%DA%AF%D8%B3%D8%AA%D8%B1%D8%B4-%DA%AF%D9%81%D8%AA-%D9%88%DA%AF%D9%88-%D8%A8%D8%A7-%D9%85%D9%82%D8%A7%D9%85-%D9%87%D8%A7%DB%8C-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86

[۱]۵- سهراب سروری. «میرضیایف: ازبکستان به ارایۀ کمک‌‌‌‌‌‌های لازم به افغانستان ادامه خواهد داد» سایت پژواک، تاریخ نشر ۱۷/۴/۱۴۰۳ قابل دسترسی:

https://pajhwok.com/fa/2024/07/07/mirziyoyev-uzbekistan-will-continue-to-provide-necessary-assistance-to-afghanistan/

۶- Uzbekistan and Afghanistan sign 35 trade and investment agreements worth $2.5 billion. Kun.uz website, 19.8.2024 available at: https://kun.uz/en/news/2024/08/19/uzbekistan-and-afghanistan-sign-35-trade-and-investment-agreements-worth-25-billion

۷- Afghanistan reports sixfold increase in trade with Uzbekistan. Jan 11, 2024, available at: https://eurasianet.org/afghanistan-reports-sixfold-increase-in-trade-with-uzbekistan

 ۸- افغانستان و ازبکستان بر افزایش مبادلات تجاری به سقف سه میلیارد دالر توافق کردند. تاریخ نشر ۳۱/۵/۱۴۰۳ قابل دسترسی:

https://da.azadiradio.com/a/33085128.html

۹- Exhibition of products and manufactures of Uzbekistan Inaugurates in Kabul, 17.8.2024 available at: https://moci.gov.af/en/exhibition-products-and-manufactures-uzbekistan-inaugurates-kabul

۱۰- Afghanistan and Uzbekistan Sign 25 Agreements Worth $2.5 Billion. 20.8.2024 available at: https://moci.gov.af/index.php/en/afghanistan-and-uzbekistan-sign-25-agreements-worth-25-billion

۱۱- سفارت افغانستان در ازبکستان به دیپلمات طالبان واگذار شد. بی‌بی‌سی، تاریخ نشر ۱۴/۱۱/۱۴۰۲ قابل دسترسی:

 https://www.bbc.com/persian/articles/cl75q52jrejo

۱۲- ازبکستان به زودی سفیر امارت اسلامی را می‌پذیرد. شمشاد نیوز، تاریخ نشر ۸.۱۸.۲۰۲۴ قابل دسترسی:

https://shamshadnews.com/fa/2024/08/18/%D8%A7%D8%B2%D8%A8%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%A8%D9%87-%D8%B2%D9%88%D8%AF%DB%8C-%D8%B3%D9%81%DB%8C%D8%B1-%D8%A7%D9%85%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85%DB%8C-%D8%B1%D8%A7-%D9%85/

۱۳- نشست سه‌جانبه‌ی افغانستان، اوزبیکستان و آذربایجان در کابل برگزار شد. سایت ایرنا، تاریخ نشر ۲۵/۵/۱۴۰۳ قابل دسترسی:

https://af.irna.ir/news/85569349/%D9%86%D8%B4%D8%B3%D8%AA-%D8%B3%D9%87-%D8%AC%D8%A7%D9%86%D8%A8%D9%87-%DB%8C-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D9%88%D8%B2%D8%A8%DB%8C%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%88-%D8%A2%D8%B0%D8%B1%D8%A8%D8%A7%DB%8C%D8%AC%D8%A7%D9%86-%D8%AF%D8%B1-%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84-%D8%A8%D8%B1%DA%AF%D8%B2%D8%A7%D8%B1

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *