افغانستان؛ او په 2014 کې د سپینې ماڼۍ سخته دوسیه
عبدالله الهام جمالزی
روان 2014 ميلادي کال که افغانانو ته د ځينو اندېښنو، فرصتونو او ننګونو له امله ډېر مهم دی؛ د امریکا په تېره بیا د سپینې ماڼۍ او د دغه هېواد د ولسمشر باراک اوباما لپاره هم، تر بل هر وخت ډېر مهم کال دی او دوی هم ګڼو اندېښنو په مخه کړي دي؛ دا چې آیا دوی به ښکته سر او درنې ماتې سره له افغانستان څخه وځي؟ که به د لسو کلونو لپاره نور هم جنګېږي؟ کومه د توجیه وړ لاسته راوړنه به مومي؟ او که به یوازې د امریکايانو له دغه غبرګون سره، خو دا ځل په ټول جدیت سره، مخ کیږي چې نور نو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو وژل ودروئ! او اوباما به په هر صورت کې له پوره فشار سره مخ وي؛ او دا چې دا پرېکړې به په همدغه کال کې کېږي، د سپینې ماڼۍ لپاره د افغانستان په تړاو خورا مهم کال دی.
د واشنګټن پوسټ د یوه تحلیل له مخې، که له افغانستان سره د امریکا امنیتي تړون لاسلیک شي، لږترلږه اووه یا اته زره امریکايي پوځیان به په افغانستان کې پاتې کېږي، چې که د دوی په وینا دا پوځیان سوریې ته واستول شي، چېرته چې د امریکا د اډو لاسرسی هم ورته آسانه دی؛ خو بیا به هم دا د یوې جګړې پیل وبلل شي او سخت غبرګون به پرې وښودل شي؛ خو په افغانستان کې د هغوی لس کلن پاتې کېدل هم له دا ډول جګړې پیلولو سره ډېر توپیر نه لري، مګر سپینه ماڼۍ هڅه کوي، چې دا موضوع ډېره عادي وښيي.
امریکايان په لنډو سره دا قضاوت هم کوي، چې وګورئ د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ پر مهال 630 امریکايي پوځیان د افغانستان په جګړه کې په دغه هېواد کې وژل شوي وو؛ خو د اوباما د ولسمشرۍ پر مهال 1671 تنه پوځیان وژل شوي او د جګړې برخلیک مالوم نه دی، حتی د امریکایانو لپاره دا جګړه ګونګه ده، چې ولې دوی په دې جګړه کې تلفات او زیانونه ګالي او دا د جګړې د یوه مخالف ولسمشر باراک اوباما لپاره ځکه ګرانه بریښي، چې په همدې دومره مخالفتونو کې یې پرېکړه کړې، چې دا جګړه لس کاله نوره هم وغځوي.
په 2008 کال کې په عراق باندې له برید سره د اوباما مخالفت د دې لامل شو، چې په ډیموکراټ ګوند کې په خپلمنځي ټاکنو کې، د نوموړي د سيالې نوماندې هیلري کلینټن پر وړاندې بریالی شي. د عراق او افغانستان له جګړې د ستړو رایه ورکوونکو ملاتړ هم هغه مهمه برخه وه، چې د 2009 کال په سراسري ټاکنو کې په خپل جمهوریت پال سیال جان مک کین هم بریالی شو. اوس سره له دې چې له افغانستان څخه د دوی د ماموریت بوخت پوځیان ورځ تر بلې په کمېدلو دي؛ خو احصايې همغه راز په سختۍ سره، له دغو جګړو سره د امریکایانو د مخالفت ښودنه کوي او واکمنان یې د توجیه هڅه کوي.
په ظاهره خو ټاکل شوې، چې د روان 2014 کال تر پایه د دوی په وینا دا ماموریت بشپړ شي؛ خو دا چې دا لړۍ به په څه ډول بشپړېږي او یا به د دوی تر وتلو وروسته څه کېږي او دوی به څه کوي، لا هم روښانه نه ده.
تر اوسه چې د امريکا او افغانستان تر منځ امنيتي تړون نه دی لاسلیک شوی، وبه کتل شي چې د لاسلیک تر مهاله یې څه پېښېږي؟ هغه څه چې ولسمشر حامد کرزی او هغه افغان لوری، چې په ژر نه لاسلیک کولو سره يې د کوم هدف په لټه کې دي، کوم ځای ته ځان رسوي او دغه راز د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا څه کېږي؛ بله مهمه دا ده چې د ناټو او افغانستان او دغه راز د ترهګرۍ پر ضد، په اصطلاح نړیوالې ټلوالې او افغانستان تر منځ به څه کېږي؟ او دا چې د دې ټولو پايله به بالاخره څه کېږي، لاهم وخت ته اړتیا لري؛ خو که دغه تړون لاسلیک شي، بیا هم د دغه ماموریت دوام ورته ویل کېږي او په افغانستان کې به د امریکا روزونکي او مشاور پوځیان حضور لري؛ خو که دا تړون لاسلیک نه شي او په دې برخه کې بحثونه کومې پایلې ته ونه رسېږي؛ نو د اوسنیو اسنادو له مخې به، د 2014 کال د ډسمبر په 31 یعنې په افغانستان د برید له پیل نه، د 13 کلونو په تېرېدلو سره، د امریکا پوځي ماموریت پای ومومي؛ خو په هر حال، په اوسني وخت کې یواځې دومره ویل کېدای شي، چې د اوباما لپاره په 2014 کال کې د افغانستان دوسیه له هغو دوسیو څخه ده، چې جدي او ډېر حساس کار به ترې وغواړي.
يو اس اې ټوډې ورځپاڼې په دې تړاو، د افغانستان او پاکستان په چارو کې، د اوباما ادارې د پخواني سلاکار او په جان هاپکینز پوهنتون کې، د پرمختللو نړیوالو زده کړو د پوهنځي د مشر ولي نصر له خولې لیکلي، چې د دغه څپرکي د تړل کېدلو لپاره د ډېری امریکایانو تنده به د دې لامل شي، چې که په دې برخه کې ماتې هم راشي، نو اوباما به په داخل کې له ډېر سیاسي زیان سره مخ نه کړي؛ خو اوږدمهال زیان به یې ناورین وي.
هغه وايي: دا د لارې په اوږدو کې خنډ دی، چې له کرزي سره په تړون لاسلیک کولو کې پاتې راشو، دا به په افغانستان کې د صفر آپشن (د ټولو سرتېرو ایستل) وي او افغانستان به له کورنۍ جګړې سره مخ کېږي؛ خو که افغانستان دا غوټه نه پرانيزي، موږ به بیا په هغه حالت کې وو، چې لس کاله وړاندې وو، او بیا به هغه حالت ته ورستنېږو.
خو په ټول کې داسې برېښي، چې سره له دې چې دا کال د افغانستان لپاره مهم دی، له خپلو ملي سترو پېښو رانیولې تر سیمه ییزو او نړیوالو هغو پېښو پورې، چې خپل اغېز به ولري، د امریکا او د افغان حکومت د لوېدیځ ملاتړي بلاک تر منځ، د اړیکو لپاره هم مهم کال دی، په تېره بیا امریکا او سپینې ماڼۍ ته، چې په دې کال کې به دوی د دې جګړې برخلیک روښانوي او دا هغه څه دي، چې ټول ورته سترګې په لاره دي او ټولو لورو ته فوق العاده اهمیت لري.