له بين الافغاني تفاهم پرته په افغانستان کې سوله ناممکنه ده

 

د سيمه ایزو او ستراتيژيکو څېړنو مرکز د ګردي میز ګډونوال: “ له بين الافغاني تفاهم پرته په افغانستان کې سوله ناممکنه ده ”

په هغه ګردي میز کې چې د (۱۳۹۱ ل کال د قوس د مياشتې په ۳۰مه د پنجشنبې په ورځ) د افغانستان د سيمه ایزو او ستراتيژيکو څېړنو مرکز لخوا د لوړو زده کړو ملي موسسې په انګړ کې په کابل ښار کې ( د افغانستان په راتلونکې کې د روڼ آندو ونډه ) تر عنوان لاندې جوړ شوی و، ګډونوال په یوه خوله دې پایلې ته ورسیدل چې د افغانستان د اوسنیو سیاسي او پوځي ستونزو حل په بین الافغاني تفاهم کې نغښتی دی.

په دغه ګردي ميز کې، چې مشري، يې د مرکز رئيس دکتور عبدالباقي امين کوله ، په بېلابېلو موضوعاتو لکه په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون، په ۲۰۱۴ کال کې د هغوی د وتلو بڼه ، د سولې اړتيا او پر وړاندې يې شته ستونزې، ښه حکومتداري اوداسې نورو مسایلو بحث وشو .

د پرانستې د وينا پر مهال دکتور عبدالباقي امين د ګردي ميز موخې او دبحث موضوعات ګډونوالو ته په ګوته کړل او ګډونوالو ته یې ښه راغلاست وویل.

د ګردي میز لومړی ويناوال د جمعیت اصلاح د مشرتابه شورا غړی او د سیاسي چارو کار پوه دکتور مصباح الله و، چې د افغانستان شته مشکلاتو ته يې کتنه لرله . نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل چې د طالبانوتر نظام وروسته د نوي حکومت په راتګ سره خلکو ډېر هېلې درلودې، چې متاسفانه پوره نه شوې، خلکو په هېواد کې استقلاليت غوښت، امنيت يې غوښت، او همدا ډول اقلاْ ملي پوځ او داسې ملي اردو يې غوښته، چې له هر ډول تعصباتو څخه پاکه وي خو متاسفانه دا یوه هيله هم پوره نه شو.

دکتور مصباح الله زیاته کړه ، چې اوسنی نظام په بهرنيو امساګانو ولاړ دی، او هر کله چې دا امساګانې ترې لرې شي نو راپرېوځي نوموړي دامريکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وويل، چې هغوی په هيڅ صورت نه ووځي ځکه تر اوسه يې اهداف نه دي ترلاسه شوي او تر هغې به دلته شتون لري، چې خپل اهداف په لاس راوړي.

دکتور مصباح له ۲۰۱۴ کال وروسته د درې سناريو ګانو شتون ته اشاره وکړه ، لومړی دا چې امريکایي ځواکونه دلته پاتي شي او د څېرو په بدلولو سره دا نظام دوام وکړي، چې دا ناکامه تجربه په تېرو لسو کلونو کې تکرار شوې ده.

دوه يم دا، چې د وسله وال مقاومت لخوا حکومت په بشبړه توګه ړنګ شي او دوی حاکم شي چې د دکتور مصباح الله په شننه لدې کار سره استقرار نه شي راتلی، درېيم دا چې بين الافغاني تفاهم ترسره شي، او افغانان په خپلو منځو کې سره کېني او د افغانستان بحران ته د حل لاره راوباسي.

د ګردي ميز دو يم ویناوال د سولې دعالي شورا مرستیال مولوي عطاء الله لودين و، چې د افغانستان ستونزه يې يواځې افغاني نه بلکې سيمه ایزه اوآن نړيواله وګڼله او زیاته يې کړه، چې له ګاونډيو نيولې تر نړيوالو ټول دلته خبلې ګټې لري او د همدې ګټو د تعقيبولو له لامله دلته دسولې پروسه له ډېرو ستونزو سره مخ ده.
هغه د سولې پر وړاندې شته مشکلات په څو لنډو ټکو کې په افغانستان کې د غير متوازن حکومتي سیستم نه شتون، په پراخه پيمانه فساد او همدا ډول ګن شمېر نورې ستونزې وګنلې او زیاته کړه، چې ۲۰۱۴ د افغانستان لپاره يو مهم کال دی، ځکه هم انتخابات او هم د بهرنيانو وتل سره په يو وخت کې دي.

مولوی لودین زیاته کړه چې که دا ځل انتخابات په شفافه توګه ترسره نه شي نو په افغانستان کې به هيڅ ډول بدلون رامنځ ته نه شي. هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه، چې که چېرې وسله وال مخالفین په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي، نو په افغانستان کې د سولې راتګ ممکن دی.

دسولې د عالي شورا مرستیال وویل چې لکه څنګه، چې يهودان د خپل مذهب مطابق حکومت جوړوي، هندوان يې د خپل دين په رڼا کې جوړوي افغانان هم حق لري، چې د خپل سپېځلي دين په رڼا کې يو اسلامي حکومت جوړ کړي اوله وسله والو مخالفینو څخه غوښتنه وکړه، چې بايد د واک د انحصار فکر ونه لري او ټېنګار یې وکړ چې که هره ډله په خپل ذهن کې دا فکر ولري نو له افغانستان څخه د جنګ ختمېدل ناممکن دي.

د افغانستان د مشکلاتو په حل کې د علماؤ د رول په اړه نامتو عالم شیخ القران مولوي عبدالسلام عابد وينا وکړه او په دې برخه کې يې د علماؤ رول ډېر مهم وګاڼه.

هغه زیاته کړه، چې متاسفانه په افغانستان کې د اعتماد فضاء شتون نه لري او افغانانو چې پر هر چا اعتماد کړی دی، سخت يې ځورولي دي، نو تر ټولو مهمه په هېواد کې د اعتماد فضاء رامنځ ته کول دي ځکه د ده په خبره څو چې د اعتماد فضاء نه وي رامنځ ته شوې، د سولې راتګ ناممکن دی، هغه وويل، چې نور بايد په زړه کې د پټو خبرو د ساتلو پر ځای ټولې خبرې ښکاره وشي او امريکا، مخالفين او دولت هم بايد خپلې غوښتنې په ښکاره ډول له یو بل نه مطرح کړي،تر څو د ټولو لوریو په غوښتنو تر پوهېدو وروسته بيا د ټولو د مشکلاتو د حل لپاره راوويستل شي.

ددي ګردي میز بل وینا وال جهادي شخصیت استاد محمد زمان مزمل په افغانستان کې د روشنفکره طبقې رول ډېر مهم وګاڼه او دوی یې د ملت لپاره نمونه وګڼله او زیاته يې کړه، چې که دوی د هېواد په رهبريت کې مهم رول ولوبوي نو افغانستان ته د سولې راتګ ممکن دی. هغه د افغانانو ترمنځ به تفاهم، د علمي او د سولې لپاره په غونډو او بحثونو، او همدارنګه مطبوعاتي کنفرانسونو په دايرولو تاکيد و کړ او دا ډول ګردي ميزونه يې ډېر مهم وګڼل.

دولسي جرګې پخواني غړي حاجي فريد بیا په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون د نا امنيو او جنګ ستر لامله وګاڼه او زیاته يې کړه، چې قرآن مسلمانان له کفارو سره له دوستۍ څخه په کلکه منع کړي دي نو بيا ورسره ولې خلک دوستي کوي، هغه د دولت له خوا په جوړه شوې دعلماؤ شورا هم نيوکه وکړه، چې د بهرنيو ځواکونو په خلاف له هر ډول غبرګون ښودلو څخه ډډه کوي. حاجی فرید په افغانستان کې د امريکا د پاتې کېدو په اړه وويل، چې کله ناټو له دې هېواده وځي نو د دوی په خبره د ملګرو ملتونو د قانون سره سم وځي، نو امريکا دلته د کوم قانون په اساس پاتې کېدای شي؟.

غونډې ته د ولسي جرګې غړي مولوي شهزاده شاهد، انجينر نظر محمدمطمين ، د جمعيت اصلاح رئيس ښاغلي دکتورعبدالصبور فخري، د سیمه ییزو اوستراتیژیکو څېړنو مرکز مؤسس دکتور صفت الله قانت، د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي رئيس ښاغلي سيناء، د ولسي جرګې غړي عبدالجبار شلګري، د مشعل پوهنتون استاد سیدعلام الدين اثير، حبيب الله ناصري او ګڼ شمېر نورو تحليلګرانو او روشنفکرانو ويناوې وکړې او ټولو په دې اتفاق وکړ، چې د افغانستان د ستونزې حل د بين الافغاني تفاهم له رامنځ ته کېدو پرته ناممکن دی، نو ددې بين الافغاني تفاهم لپاره بايد د سولې عالي شوراء، دعلماؤ شوراء، ملي يو والي جبهې، او ګڼ شمېر نورو سياسي، علمي او په دې لاره کې داغېزمنو شخصیتونو په ګډون يو غونډه جوړه شي او په هغې کې بیا د افغانستان د ستونزې د حل لپاره يو مېکانېزم جوړ شي.

دغه ګردی میز چې د سهار په نهه نیمو بجو پیل شوی و، د غرمې په دولس نیمو بجو دغرمې ډوډی په خوړلوسره پای ته ورسید.

د سیمه ییزو اوستراتېژیکو څېړنو مرکز رییس دکتور عبدالباقي امین د اصلاح رسنیز ګروب خبریال ته دغه ګردی میز ډېر ګټور او بریالی وارزولو او په ډاګه یې کړه چې نوموړي مرکز تردې وړاندې هم د افغانستان د ستونزې د بېلابېلو اړخونو په ارتباط څو لوی سیمینارونه او ګردي میزونه جوړ کړي دي ، چې دا لړی به دوام لري.

پای

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *