دبهرنیو نظامی اډو اغیزی  په ملی او اقلیمی امنیت باندی

لیکونکی: دکتور عبدالباقی امین

 

مقدمه:

دامنیت ټینګښت یوه اسلامی غوښتنه، او دټولنی یو حیاتی ضرورت دی:

امنیت دانسانی ټولنی لپاره یو اساسی ضرورت دی، او انسان تر څو چه دامنیت او اطمئنان احساس ونه کړی تر هغه دخپلو احتیاجاتو او کمالیاتو دلاس ته راوړلو لپاره هلی ځلی نه کوی، او هغه به په اول کی ددی تلاش کوی چه څرنګه دځان امنیت تامین کړی، دامنیت دنشتوالی په نتیجه کی تعلیم، صحت، زراعت، صنعت ته په مناسب انداز کی توجه نشی کیدای، افراد ددی ضرورتونو دپوره تهیه کولو په هکله مناسبه توجه نه کوی، او همدارنګه دولتونه هم دی خواته مناسبه توجه نه شی کولای، کوم دولت چه دامنیتی مشکلاتو سره مخ وی، د امنیت دمشکل حل او دهغه له پاره تدابیر په اولیتونو کی مطرح وی، دهیواد زیاته بودجه دامنیت د تامین په خوا باندی لګیږی، اوس دافغانستان دولت تقریبا ۵۰فیصده خپله بودجه په امنیتی او عسکری خواوو کی مصرفوی، دهیواد دانکشاف او ترقی لپاره بیا په دی بودجه کی اصلا یا ځای نه پاتی کیږی، او یاهم هغه ځای به ډیر ضعیف ویو چه دهیواد پرمختیایی امیدونو ته مثبت ځواب نه شی ورکولای، صنعت، زراعت، تعلیم، صحت او دټولنی دژوندانه دنورو مهمو خواو پراختیا په ضعیفیږی، او هیواد په خپل حرکت کی ارتقایی مطلوب پړاو ته نه شی رسیدلی، او له همدی ځایه ده چه امنیت دانسانی ټولنی دپرمختګ لپاره یوه اساسی او بنسټیز ضرورت دی.

په افغانستان کی ولی امنیت نشته؟ ددی پوښتنی په ځواب کی ویلای شو چه په افغانستان کی دامنیت دنشتوالی دوه مهم او اساسی عاملونه شته:

اول عامل: په افغانستان کی اکثریت مطلق خلک بهرنیو ځواکونو ته داشغالګرو ځواکونو په حیث ګوری، اودافغانانو عزت د بهرنیانو دا غیر قانونی تصرفات او په کورونو باندی ددوی ناڅاپه حملی چه دبشر دحقوقو اساسی ټکی په هغه کی تر پښو لاندی کیږی، نه شی زغملی، بهرنی قوتونه دشپی له طرفه حتی دکابل په ښار کی کورونه تر حملی لاندی نیسی، حتی دپوهنتونو استادان چه دهیواد دفخر او ویاړ عناصر دی په ډیر توهین آمیز شکل سره ګرفتاروی،  بیله دی چه هغوی دڅه جرم مرتکب شوی وی او بیله دی چه دقانونی مرجع نه یی دهغه دګرفتارولو اجازه اخیستی وی، دهغوی په سر باندی دکلیوالو په مخ کی توره خلته ورپه سر کوی، او دهغوی اجتماعی او علمی حیثیت ته صدمه رسوی، دوی خو داکولای شی چه دارنګه محترم خلک دقانونی مراجعو له لاری وغواړی، اما دارنګه غیر عاقلانه تصرف او غیر قانونی تصرف ددوی په مقابله کی کرکه زیاتوی کوی، او دلا نوری بی امنیتی زمینه جوړوی، او هیواد داسی حالت ته کش کوی چه هیڅوک به هغه کی دمصؤونیت احساس ونه کړی.

په دی ځای کی دهغه افغان پیلوټ تصرف ته اشاره او په هغه کی دقت کول پکار دی کوم چه په اووم دثور یی دکابل په هوایی میدان کی نه نفره بهرنی پوځی افسران مړه کړل، دا ددی څرګندوونکی دی چه حتی زموږ پوځی افسران هم دبهرنیانو نه نه تنا داچه خوښ نه دی بلکه هغوی دبهرنیانو دتوهین آمیز سلوک له امله مسلحانه عکس العمل ته مجبوریږی ، اوددی تر خوا دیته هم متوجه باید متوجه شو چه بیا دکلی او ولس خلک دهغه په جنازه باندی راټولیږی او هغه ته دملی قهرمان لقب ورکوی.

دا پورته حوادث او مطالب که تحلیل شی دا حقیقت به په جوته توګه را څرګند کړی چه بهرنی قوتونه دملی کرکی سر مخ دی، او ددوی دایمی اډی په هیواد کی دهیواد امنیت دګواښ سره مخ کوی او افغانستان دتل لپاره دجنګ اوانسان وژنی میدان ګرځوی  .

دوهم عامل: دیوه داخلی ملی وحدت نشتوالی:

دا خبره جوته ده چه په افغانستان کی دمختلفو ډلو تر مینځ خپلو کی جنګونه دقدرت دویش په سر باندی وو، او هری افغانی ډلی کوشش کړی دافغانستان واک په خپل لاس کی ونیسی او نور دقدرت دساحی نه لری او یاهم محروم کړی، دزور دلاری دقدرت دتصاحب تلاش اوزور دلاری دنور ابعاد او یاهم تهمیش په ملک کی دتقریبا یوی لسیزی په مدت کی دجنګ او انسان وژنی مهم عامل و، او لاتراوسه هم دی، او داخبره موږ یو مهم حقیقت ته متوجه کوی او هغه دا چه دهیواد واکداری او دقیادت هغه وخت دمشروعیت او قانونی احترام وړ دی چه دملت دپوره اکثریت دانتخاب په نتیجه کی مینځ ته راغلی وی، اما دا چه څوک هغه دزور او وژنی داسلوب په نتیجه کی ترلاسه کړی، پرته لدی چه دځنګل دقانون شکل یی ځانله نیولی وی بله څه معنی نه لری.

دپوځی اډو اغیزی زموږ دهیواد او سیمی په امنیت باندی:

اول: په هیواد کی دننه دجنګ دتداوم عوامل برابریږی:

تاریخ دا ثابته کړی چه افغان ولس دبهرنیانو په مقابل کی ترهغه وخته جنګیږی تر څو چه بهرنیو ځواکونو خپله ماتی نه وی منلی او هیواد نه وتلو ته نه وی مجبور شوی، دا تجربه دافغانانو او انګلیسانو تر مینځ جګړو ثابته کړی، روسانو سره جنګ په افغانستان کی دا تجربه تکرار شوه، او دامریکایانو دراتګ نه وروسته هم لاتر اوسه چه په ځمکه باندی کوم واقعیتونه شته هغه هم دا حقیقت ثابتوی چه افغانان به تر هغه وخته دبهرنیانو په مقابل کی وجنګیږی تر څو چه دهیواد څخه یی بهرنی پوځونه نه وی ایستلی او دالاندی واقعیتونه په دی باندی دلالت کوی:

په افغان ولس کی دبهرنیانو ضد روحیه کاملا لوړه شوی او هغوی دی ته تیار ندی چه بهرنی پوځی اډی په خپل هیواد کی ومنی، دا خبره خپله رئیس جمهور ته هم پته ولګیده چه کله یی دولسوالیو او کلیو نمایندګانو ته تقریبا یوه هفته دمخه خبری کولی او دهغوی نه یی وپوښتل چه آیا تاسی دامریکایانو پوځی اډی منی؟ هغوی ټولو په اتفاق سره منفی ځواب ورکړ، او ویی ویل چه موږ بهرنی پوځی اډو منلو ته تیار نه یو، او بیا یی چه وپوښتل چه څوک دپوځی اډو تایید کوی؟ نو تنها څو دولتی لوړ رتبه مامورینو هغی ته مثبت ځواب ورکړ، چه رئیس جمهور بیا دهغوی په موافقه ښودو داسی تعلیق وکړ: تنها دولتی مامورین دا خبره منی او بل هیڅوک دا خبره نه منی.

خو ددی سره دا هم باید ووایم چه ځینی دولتی لوړ رتبه مامورینو هم دامریکایی پوځی اډو مخالفت کوی، او دا پوځی اډی دافغانستان په ګته نه بولی، ددی جملی څخه محمد اسماعیل خان دی کوم چه داوسنی کابینی غړی او دانرژی او اوبو دوزیر په حیث دنده پر ځای کوی، محمد اسماعیل خان دا خبره وکړه چه امریکایی پوځی اډی دافغانستان داسارت معنی لری او دافغانستان دشهیدانو دوینو په بدل کی هیڅکله هم اسارت منلی نه شم، او دایی هم وویل چه دامریکا پوځی اډی جنګ ته خاتمه نه ورکوی، بلکه هغه به جنګ ته نوره هم توسعه ورکړی، ددی ترڅنګ دداخله امورو وزیر هم دامریکا دپوځی اډو مخالفت کړی او هغی یی دافغانستان په ګټه نه دی بللی.

طالبانو په خپل بیان کی دامریکا داډو په اړه بیان صادر کړی او په هغه کی یی خپل عزم څرګند کړی چه هغوی به ددی اډو دعملی کولو په اړه په خپل ټول توان سره ممانعت وکړی، او که امریکائیان دا اډی جوړی هم کړی نو هغوی به په هغه باندی خپلو حملو ته ادامه ورکړی، او دایی هم ویلی چه کوم قرار داد چه دکابل حکومت او امریکا تر مینځ داډو په اړه لاسلیک کیږی هیڅ نوع قانونی اعتبار نه لری، هغوی دا ویلی چه دا حکومت دخلکو نمایندګی نه شی کولای ځکه چه دا حکومت دامریکا دعسکری قوتونو دزور په مټو په کابل کی ناست دی او هیڅ نوع ملی اساس نه لری.

دپنتاګون په سالانه راپور کی کوم چه کانګرس ته یی تیره میاشت وړاندی کړی راغلی چه دامریکایی پوځونو دزیاتوالی په تناسب په افغانستان کی جنګی حوادث ډیر شوی. او ددی راپور دلالت دادی چه دامریکایانو سره په هیواد کی حساسیت زیات دی او دهغوی وجود هیڅکه هم دافغانستان دامنیت په ګټه نه دی.

دوهم: دهمسایه ملکونو دحساسیت زیاتیدل:

دامریکایانو داډو سره دهمسایه او دسیمی دملکونو حساسیت زیاتیږی، او ددی حساسیت دوجود سره به هغوی تلاش وکړی تر څو هغه ګروپونه حمایت کړی کوم چه په امریکانو باندی په داخل دافغانستان کی پوځی او مسلحانه حملی کوی چه ددی لاری به امنیت نور هم به هیواد کی خراب شی او دمثبت کار کولو فرصت به نور هم په ملک کی تضعیف شی. زه په دی ځای کی دسیمی دهغه هیوادونو دنمایندګان او مسؤولینو تصریحات رانقل کوم چه دامریکایانو د دایمی اډو مخالفت په هغی کی راغلی دی.

دایران سفیر په افغانستان کی  فدا حسین مالکی داپریل دمیاشتی په ۱۲ خبری رسنیو ته داخبره وکړه چه دامریکایی دایمی اډو دموجودیت سره دسیمی هیوادونه مخالف دی، او ددی اډو موجودیت یی دایران دمنافعو خلاف هم وباله، او ویی ویل چه دافغانستان رئیس جمهور کوشش کړی چه دایران حساسیت او مخالفت ددی قضیی سره امریکایانو ته ورسوی، دایران سفیر دا خبره هم وکړه چه ددی اډو دایمی موجودیت په افغانستان کی جنګ نه شی ختمولی بلکه دافغانستان او دسیمی امنیت به نور هم دخرابی په طرف حرکت وکړی.

دپاکستان یو لوړ رتبه هیئت چه دهغه هیواد دصدر اعظم په مشری کابل ته داپریل دمیاشتی په آخر کی راغی هغوی دافغانستان څخه په کلکه وغوښتل چه امریکا ته دنظامی دایمی اډو اجازه ورنه کړی، او هغی دافغانستان مشرتابه ته دا جوته کړه چه دا کار به په افغانستان او سیمه کی دزیاتی بی امنی سبب شی، او پاکستان دامریکایانو دنیتونو په هکله دخپل ځان په اړه شک لری او داسی فکر کوی چه دامریکایانو دایمی وجود په افغانستان کی دهغوی دټتمی اسلحی لپاره خطر او ددوی توانمندی دهند په اړه تضعیفوی، کوم چه هغه پاکستان دیوه استراتیژیک دښمن په صفت پیژنی، دپاکستان دی لوړ رتبه هیئت دافغانستان چارواکو ته وعده ورکړه چه دوی به دافغانستان دکړکیچ په هکله دافغان حکومت سره پوره او لازمه مرسته وکړی.

روسیی هم دخپل وزیر خارجه په ژبه دامریکایانو ددایمی اډو په هکله خپل تشویش ښودلی او په دی هکله یی دا پوښتنه رامینځ ته کړی، چه په افغانستان کی دمصالحی دپروګرام  سره سره بیا پوځی دایمی  اډی څه معنی لری؟  او دکابل حکومت څرنګه دپوځی اډو دورکولو او دمصالحی د پروسی تر مینځ یو والی راولی، او دا خو معلومه ده چه روسیه په افغانستان کی دامریکا ددایمی نفوذ سره توافق نلری، او دامریکا داخبری چه په افغانستان که به د۲۰۱۴ میلادی کال نه وروسته هم دتروریزم پر خلاف دمبارزی په منظور په افغانستان کی خپل نفوذ وساتی دروسیی لپاره دردسر جوړوی. دروسیی وزیر خارجه دا هم څرګنده کړه چه ددایمی اډو مذاکرات او مباحثات د افغانستان دهمسایګانو اعصابو ته ټکان ورکوی، او دهغوی دآزردګی سبب ګرځی.

دریم: په فکری توجهاتو باندی دهغه اثر:

دبهرنیو ځواکونو وجود په افغانستان کی فکری توجهات داعتدال دساحی نه بیرون ته باسی، او دبهرنیانو دغیر انسانی چلند په مقابل کی عنیف عکس العمل را مینځ ته کوی، چه دا عکس العمل تنها دعسکری مقاومت په جامه کی نه پاتی کیږی بلکه هغه په فکری قناعتونو باندی هم اثر پریږدی چه هغه فکری توجهات په عملی شکل سره دهیواد او سیمی په امنیت باندی منفی اغیزی کوی، او سیمه دګډوډیو خواته کش کاږی، خپل منځی مسلحانه اشکالات رامینځ ته کوی، دتغییری او اصلاحی پروژی پر مخ کی موانع ایجادوی، کوم چه دسیمی دهیوادونو یو اساسی ضرورت دی، سیمه دیته ضرورت لری چه پکی سیاسی، اقتصادی او صنعتی پرمختګ وشی، دجهل اوفقر پر ضد مبارزه وشی، سالم حکومتونه په هغه کی مینځ ته راشی کوم چه ددی اسلامی ملتونه برحق امیدونو ته دعمل جامه ورواغوندی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *