افغان جګړه او د امریکا بدلېدونکې تګلاره

د افغان جګړې په اړه د امریکا په دننه کې نظر ورځ تر بلې منفي کیږي، امریکایي رسنۍ په دې اواخرو کې، چې یوه لور ته د سولې خبرې د بل هر وخت په پرتله حساس پړاو ته داخلې شوې او بل لور ته په افغانستان کې د امریکا د ماتې، زیاتو لګښتونو، مرګ‌ژوبلې او بې پایلې جګړې په اړه مطالب خپروي، تېره اوونۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور خپور کړ، چې سپینې ماڼۍ بیا بیا خپل ملت ته د افغان جګړې په اړه درواغ ویلي، په دې اړه دوه زره پاڼې اسناد هم د واشنګټن پوسټ لاس ته ورغلي،  چې امریکايي چارواکي یې لا زیات د افغانستان په تړاو تر فشار لاندې راوستلي دي. امریکايي رسنۍ بیا بیا دا وايي چې امریکا په افغانستان کې د دومره لګښتونو، مرګ‌ژوبلې او دوام‌‌موندونکې جګړې په بدل کې حالت نه یوازې د ښه کېدو لور ته نه ځي، بلکې طالبان پیاوړي شوي، د ټول هېواد له ۵۰ سلنې زیاته خاوره یې په کنټرول کې راوستې، د امریکا له حمایت نه برخمن حکومت کمزوری شوی، فساد زیات شوی، بشري حقونه تر پښو لاندې شوي او هېڅ داسې څه نشته چې امریکا یې نړۍ او امریکايي ولس ته د یوې لاسته راوړنې په توګه وړاندې کړي.

پر افغانستان د امریکا برید او د دې برید پایلې څه وې؟ د واشنګټن پوسټ له لوري خپور شوی راپور او د امریکا بدلېدونکې تګلارې ته کتنه هغه څه دي چې د دې اوونۍ په تحلیل کې مو پرې شننه کړې ده.

پر افغانستان د امريکا برید ته ځغلنده کتنه

پر افغانستان د شورويانو د يرغل پر مهال، افغان ولس او امریکا د ګډ دښمن له کبله یو بل ته نېږدې شول او امريکا د شورویانو پرضدپاڅېدلو جهادي خوځښتونو سره مرستې کولې. او په پایله کې شوروي اتحاد په افغانستان کې ماتې وخوړله، او د شوروي اتحاد د ړنګېدو له کبله نه یوازې دا چې د برلېن دېوال ونړېد، بلکې ډېر نور هېوادونه هم خپلواک شول. خو په بل اړخ کې د شورویانو له وتلو سره په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لمبې اوچتې شوې، چې په پایله کې یې د طالبانو امارت جوړ شو، نو ځینې عربان د اسامه بن لادن او د ده د ملګرو په شمول په افغانستان کې مېشت ؤو، چې له طالبانو څخه وړاندې د استاد رباني حکومت پناه ورکړې وه. په ۱۹۹۸م کال کې د طالبانو او د امریکا ترمنځ او بیا د طالبانو او سعودي ترمنځ د اسامه پر سر شخړې پيدا شوې، چې له کبله یې څو ځله د امریکایانو له خوا پر افغانستان توغنديز بریدونه هم وشول؛ خو وروسته، چې په امریکا کې د سپټمبر ۱۱م بریدونه وشول، یو ځل بیا د اسامه پر سر شخړې زور واخېست او امریکایانو په همدې پلمه، چې یاد بریدونه په افغان خاوره کې د اسامه له لوري پلان شوي  پر افغانستان يرغل وکړ.

د جګړې پایلې

امریکا طالبان له واکه لرې کړل، خو دې ډلې افغانستان کې اوږدمهالې جګړه پیل کړه. د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې  تر ټولو اوږده جګړه ده. اوس چې د امریکا پر جګړې ۱۸کلونه تېرېږي، د امريکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، يوازې ۲۳۸۶ امریکايي سرتېري په دې جګړه کې وژل شوي او لسګونه زره نور ټپيان شوي او د امریکا لخوا پرې تقریباً یو ټریلیون ډالره مصارف هم راغلي دي؛ خو نه د دوی په اصطلاح “ترورېزم” ختم شو، نه طالبان!نه يې‌هم افغانستان ته سوله راوړه او نه يې هم د یوه باثباته نظام بنسټ کېښودلای شوی؛ بلکې دلته پر دې نظام د نړۍ تر ټولو د فاسد هېواد نښان لګېدلی، په مخدره موادو کې د نړۍ ۹۰ سلنه تقاضا پوره کوي، او ورځ تر بلې پکې امنيت او ثبات خپل ځای ناامنيو او بې ثباتۍ ته پرېږدي. چې تر اوسه پورې لسګونه زره افغانان پکې شهیدان شوي او لا دوام لري.

د واشنګټن پوسټ له لوري خپاره شوي راپور ته کتنه 

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان جګړې په اړه د محرمو اسناد په را برسېره کولو سره ادعا کړې ده، چې په تېرو ۱۹ کلونو کې امریکایي حکومتونو د افغان جګړې په اړه خپلو خلکو ته په مکرر ډول درواغ ویلي دي. په یاد راپور کې راغلي، “د امریکا جګ‌پوړي سیاسي او پوځي چارواکي په بېلابېلو پړاوونو کې پوهېدل چې افغان جګړه نور د ګټلو نه ده، خو خپل ولس ته یې داسې پیغام ورکاوه چې ګواکې هلته هر څه سم روان دي”. یاد اسناد کابو ۲۰۰۰ پاڼې دي او د هغې فدرالي پروژې برخه دي، چې د افغان جګړې د ناکامیو او نیمګړتیاو د ارزونې لپاره ترسره شوې وه. په دې اسنادو کې له جګ‌پوړو امریکایي پوځي جنرالانو، دیپلوماتانو، خیریه کار کوونکو او افغان چارواکو سره مرکې شوې دي. جنرال ډګلس لوټ د جورج بوش او بارک اوباما په واکمنیو کې د افغان جګړې په برخه کې د سپینې ماڼۍ یو مهم سلاکار پاتې شوی. نوموړي په خپله مرکه کې داسې ویلي: “امریکایان اصلاً په افغانستان کې په دې نه پوهېدل چې هلته څه کوي او د څه ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته تللي. نوموړی زیاتوي، د امریکا د دفاع وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او کانګرس چارواکي د افغان جګړې په اړه یوه خوله نه وو.” د امریکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۱م کال راهیسې کابو ۷۷۵۰۰۰ امریکایي پوځیانو په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی، او ځینې یې تر یو ځل ډېر هلته تللي. له دې ډلې شاوخوا ۳۰۰۰ وژل شوي دي او تر ۲۰ زرو ډېر افغانستان کې د ماموریت پر مهال ټپیان شوي.که څه هم د دې کسانو هویت نه دی ښودل شوی، خو ګڼو کسانو په خپلو څرګندونو کې د افغان جګړې او د امریکا پر ناپوهۍ او ناسمو تګلارو او پرېکړو سختې نیوکې کړې دي.

په خپرو شویو اسنادو کې راغلي، چې د افغان جګړې د ارزونې او پلټنې دې فدرالي پروژې جوته کړې ده، چې د امریکا درې ولسمشران (جورج بوش، بارک اوباما او اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ) په افغان جګړه کې پاتې راغلي او دوی هم په دې باندې پوهیږي، چې یاده جګړه دوی بایللې. همدارنګه دوی په افغانستان کې د فساد په مخنیوي، د افغان امنیتي ځواکونو په سمه روزنه او سمبالښت او د نشیي توکو د کرکېلې په ختمولو کې پاتې راغلي. په یادو اسنادو کې راغلي، چې امریکایي پوځي او سیاسي چارواکو په لوی لاس د افغانستان وضعیت په اړه خپلو خلکو ته درواغ ویلي او هڅه یې کړې، چې خپلې نیمګړتیاوې او ناکامۍ پټې، او د بري ادعاوې وکړي.

پایله

 د امریکایي چارواکو له کړونو او څرګندونو خو داسې معلومیږي، دوی په افغانستان کې دې پایلې ته رسېدلې،  چې د خپلو موخو د پاللو لپاره د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخ دي، دوی له دې وېریږي، چې د پخواني شوروي اتحاد تجربه تکرار نکړي نو دې پایلې ته رسېدلي، چې خپله تګلاره کې ژور بدلون راولي، له طالبانو سره د جوړجاړي، د خپلو ځواکونو د ایستلو او یا هم کمولو او نورو بدلونونو له لارې غواړي په افغانستان کې خپله تګلاره بدله کړي. دا چې دا بدلون به څه ډول وي او امریکا به خپلې ګټې څنګه خوندي کوي، دا جلا بحث دی، خو اوس پکار ده، چې افغانان د دې تګلارې له بدلون سره یو داسې بدلون ته لاره هواره کړي، چې دلته د څلورو لسیزو دوامدارې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي او ځای یې سوله ونیسي. د دې لپاره لومړنی کار دا دی، چې نور باید له افغانانو سره دښمني، کرکه او جګړه چې په هر نوم وي، ختمه شي. هغوی چې له امریکا سره په دوستۍ کې له خپلو خلکو سره په تېرو اتلسو کلونو کې په دښمنۍ کې ؤو، دا حالت باید نور ختم کړي. امریکا له طالبانو سره یوې هوکړې ته د رسېدو په موخه له هرې ممکنې لارې کار اخلي دوی به له طالبانو سره یوې هوکړې ته رسیږي، چې دا حالت د افغان جګړې بیرونی اړخ دی، چې تر سره کیږي او په دې سره بین الافغاني خبرو اترو ته لاره هواریږي نو د بین الافغاني خبرو اترو د پیل او کامیابېدو لپاره ټول دخیل اړخونه (طالبان، حکومت او احزاب) د خپل خدای او ملت پر وړاندې مسؤولیت لري، چې د څلوېښت کلنې پردی جګړې ټغر، چې په افغانانو باندې تپل شوې ده نور له خپلې خاورې ټول کړي له دې فرصت نه داسې استفاده وکړي لکه څرنګه یې، چې په ۲۰ مه پېړۍ کې روسانو او په ۲۱ مه پېړۍ کې امریکایانو ته د جګړې په ډګر کې تاریخي درس ورکړ دا ځل د سیاست په ډګر کې هم دا ثابته کړي چې افغانان په سیاست کې هم تاریخونه جوړولی شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *