غبرګ ولسمشران او د سولې تتې هڅې

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د مارچ په 22 نېټه په یو ناڅاپي سفر په دې موخه کابل ته راغی ترڅو د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس ښاغلي عبدالله عبدالله ترمنځ د ولسمشرۍ څوکۍ پر سر اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي، او په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت جوړولو ته لاره هواره کړي. کوم چې وکولی شي د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي. خو داسی ښکاری چی د کابل څخه ناهیلی ستون شو. دا چې له ټاکنو وروسته د دوو ولسمشرانو شتون په رېښتیا د سولې پر وړاندې خنډ ګڼل کېدای شي  او که نه؟ له دې پرته د طالب زندانیانو خوشې کېدا، او د افغان حکومت له لوري ټاکل شوی پلاوی، او افغانستان ته د سولې راتګ په کوم حالت کې دي؟ په دې تحلیل کې پرې شننه کوو.

د پمپیو سفر  او د دوو مشرانو ناندرۍ

څو ورځې وړاندې مایک پمپيو د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ شته اختلافاتو پای ته رسولو په موخه کابل ته راغی[1]. خو ښاغلی پمپیو چې د پخواني بهرنیو چارو وزیر جان کیري ځای ناستی دی  د نوموړي پر خلاف په خپلې اوسنۍ دې هڅه کې ونه توانېد چې د محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د بیا ځلي ګډ شموله حکومت رامنځ ته کېدو ته ور پرانیزي، نو د نوموړي له سفر وروسته  د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر افغانستان سږ او راتلونکي کال کې د یو یو میلیارد ډالرو مرستو کمولو ګواښ وکړ.[2] له دې پرته په خپره شوې اعلامیه کې یې دا هم څرګنده کړې ده چې امریکا به له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو په کنفرانسونو کې په خپلو مرستو له سره غور وکړي.

 له یوې خوا د کرونا وایروس وېره چې د افغانستان په ګډون یې د نړۍ ډېر شمېر هېوادونه ځپلي او له بلې خو پر افغانستان د امریکا د مرستو بندېدو ګواښ افغان ولس د اقتصادي تشې له یوې بلې سترې وېرې سره مخ کړ. د اقتصادي مرستو ځنډولو ګواښ وروسته ولسمشر محمد اشرف غني ولس ته په خپله وینا کې څرګنده کړه چې د امریکا لخوا د مرستو ځنډول به افغان ولس په لویه کچه ځکه اغېزمند نه کړي چې ورته حالاتو ته یې له وړاندې تیاری نیولی وو.[3] نوموړي بیاځلې څرګنده کړه چې ټول شموله حکومت جوړولو ترڅنګ دې ته هم تیار دی چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خپل سیال ډاکتر عبدالله عبدالله ټیم کسانو ته په نوې جوړېدونکي کابینه کې هم ځای ورکړي. مګر د نوموړي پر وینا هغو غوښتنو ته تیار نه دی چې د اساسي قانون سره په ټکر کې وي او پر ډاکتر عبدالله عبدالله یې تور ولګاوه چې ورته غوښتنې ترې لري. خو بلخوا ډاکتر عبدالله عبدالله بیا یوې خبري غونډې ته څرګنده کړه چې د هېواد شته نازک وضعیت ته په کتو یې هڅه کړې او دې ته تیار دی چې له ډېر څه تېر شي، مګر پر ولسمشر محمد اشرف غني یې دا تور لګاوه چې پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي او همدا لامل دی چې له افغانستان سره د امریکا له لوري مرستې وځنډېدې. نوموړي دمرستو ځنډول د امریکا له لوري لومړنی ګام وباله او د نورو هغو په اړه یې وېره څرګنده کړه. په داسې حال کې چې ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله د تېرو ولسمشریزو ټاکنیزو کمپاینونو کې ګواښ کاوه چې په هیڅ صورت کې به د تېر ملي یووالي حکومت په څېر ګامونو اخیستو ته اجازه ور نه کړي، خو کابل ته د امریکايي چارواکو تاوده سفرونه او څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې امریکایی چارواکی غواړی د تېر ملي یووالي حکومت تجربه په یوې نوې بڼې بیا ځلې پلي کړی.

د سولې هوکړه او زندانیان

افغانستان ته د سولې راتګ په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د بین الافغاني خبرو اترو وړاندې اړینه ده ترڅو د طالبانو 5 زره او د افغان حکومت  زر تنه زندانیان خوشې کړای شي. دډیرو ناندریو وروسته ایله اوس خبره دې ته یو څه هواره شوې ده چې ښايي د طالب زندانیانو اوله جوپه دبګرام زندان څخه آزاد شي. همدارنګه د لاسلیک شوي تړون له مخې طالبان اړ دي ترڅو له افغان لوري سره بین الافغاني خبرې اترې پیل کړي، په داسې حال کې چې د تړون په لومړنۍ برخه کې دا هم راغلي چې د بین الافغاني خبرو اترو وړاندې دې د دواړو خواوو ځانګړي شمېر زندانیان د باور فضاء رامنځ ته کولو په پار خوشې کړای شي. کابل ته د امریکايي چارواکو وروستي پرلپسې سفرونه څخه داسې په ډاګه کېږي چې امریکا لاسلیک شوي تړون ته ژمنتیا لري، خو بلخوا د یادو چارواکو له لوري په نویو دواړو ولسمشرانو د ګډ حکومت جوړولو غږ کول دا ښيي چې امریکا په افغانستان کې خپلو ګټو ته په کتو ګامونه اخلي او افغان سوله یې خپلو ګټو سره تړلې ده. دا ځکه که امریکا په رېښتینې توګه غوښتل چې د سولې پروسه پر وخت او ښه پرمخ ولاړه شي نو اړینه وه چې د تېرو ټاکنو ترسره کېدو وړاندې یې یاده پروسه پرمخ وړې وه. بلخوا د طالبانو لخوا د بین الافغاني خبرو اترو وړاندې د خپلو زندانیانو خوشې کېدا او له افغان حکومت سره د رسمي اړخ په توګه نه خبرې، کولی شي افغانستان ته د سولې راتګ نه یوازې ځنډنی بلکې د ناهیلۍ خوا ته یوسي، چې په اوس وخت کې د سولې پر وړاندې ستر خنډ ګڼل کېدای شي. خو د زندانیانو خوشې کېدلو په اړه د افغان حکومت، امریکا، قطر او طالبانو استازو ترمنځ د ویډیوي کنفرانسونو  ترسره کېدل[4] او کابل ته د خپلو زندانیانو لیست تائید په خاطر د طالب مشرانو یو هیئت راتګ چې د طالبانو پر وینا د سره صلیب په غوښتنه یې د کرونا وایروس له امله د اوس لپاره ځنډولی او ښایي په نږدې راتلونکې کې ترسره شي. د سولې پر وړاندې د زندانیانو جنجالي موضوع له منځه وړلو هیله پیدا کوي چې ښايي د نوې ټاکل شوې مودې یعنې مارچ په ۳۱ نېټه د زندانیانو خوشې کېدل پیل شي.

د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د هیئت ټاکنه

د حمل په ۹ نېټه افغان حکومت ۲۱ کسیزه پلاوی چې مشري یې ښاغلی معصوم ستانکزی کوي وټاکه. د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پلاوي ټاکلو په اړه څرګنده کړه چې په دې برخه کې د ټولو خواوو سره هر اړخیزې مشورې شوي دي. که څه هم یو شمېر سیاسي مشران بیا نیوکه کوي چې یاد پلاوی افغان حکومت په خپله خوښه ټاکلی او له هغوی سره پرې مشورې نه دي شوي.

د پلاوي ترکیب ته په کتو لیدل کېږي چې تر یو حده د مهمو ګوندونو استازي، مدني فعالان او د ښځو استازي پکې ځای پر ځای شوي دي، خو د پلاوي د غړو تجربو او د سولې پیچلې موضوع ته په کتو ښایي هغوی دا ستره دنده په ښه توګه تر سره نه کړای شی. بلخوا د پلاوي ټاکلو په اړه د طالبانو وروستۍ اعلامیه چې ټول شموله یې نه ګڼي او څرګندوي چې افغان حکومت باید د پلاوي ټاکلو پرته د هغه پلاوي برخه واوسي چې د افغان لوري لخوا باید چمتو شي او په دې توګه طالبان بیا ځلې څرګندوي چې نه غواړي افغان حکومت ورسره د یو رسمي اړخ په توګه خبرې پیل کړي او اوسنی پلاوی ردوي[5]. د پلاوي ټاکلو په اړه نوې ناندرۍ ښايي نه یوازې د دواړو خواوو د زندانیانو خوشې کېدا، بلکې افغان سوله هم له یو نوي خنډ سره مخ کړي. د افغان سولې د ځنډ یو ستر لامل دا هم ګڼل کېدای شي چې امریکا له یوې مخې طالبانو سره په یو شمېر برخو کې ژمنې ترسره کوي، په داسې حال کې چې د یادوو شویو ژمنو پړه بیا پر افغان حکومت ور اچوي او په دې توګه هم ځان له پړتیا وباسي او هم د افغان سولې روانه پروسه ځنډنۍ کوي. د بېلګې په توګه له یوې مخې طالبانو ته د هغوی د زندانیانو خوشې کېدلو ژمنتیا ورکول او په ورته وخت کې په افغانستان کې د تېرو ټاکنو په لړ کې د دوو ولسمشرانو راتګ ته زمینه برابرول او بیا له هغوی څخه د یو ټول شموله حکومت جوړولو غوښتنه کول ترڅو د زندانیانو خلاصون او بین الافغاني خبرو اترو ته لاره اسانه کړي.

پایله

په هېوادکې د دوو ولسمشرانو شتون او له بلې خوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې د ژمنو نه پلي کول  د هېواد په سطحه د تاوتریخوالي کچې زیاتوالي لامل شوی دی. د بېلګې په توګه څو ورځې وړاندې په کابل کې د سیکانو په عبادت ځای برید څخه جوتیږي چې یو شمېر کړۍ ددې وضعیت څخه په ګټې اخیستو د سولې روانې پروسې سبوتاژ کولو په هڅه کې دي نو ځکه د سولې فرصت باید ضایع نه شي.[6]

د سولې پېچلې موضوع ته په کتو افغان حکومت او طالبان که په رېښتینې توګه غواړي تل پاتې سولې ته لاره پیدا کړي نو اړینه ده چې ټولې خواوې هغه موضوعات چې د سولې روانې پروسې پر وړاندې ستونزې زېږوي پر خپل وخت حل کړي او په دې اړه په افغانستان کې د تېرو ترخو تجربو ته په کتو دواړه خواوې کولی شي د سولې موضوع پر وړاندې ستونزې راکمې کړي.

 افغان سیاسي مشران باید د واک پر سر د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ منځګړیتوب ته زر راودانګي ترڅو په پایله کې د سولې روان فرصت څخه پر وخت او سمه توګه ګټه واخیستل شي. او همدا مشران کولی شي د امریکا او نورو هېوادونو په پرتله په اغېزناکه توګه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د باور فضاء رامنځ ته کېدو ته اسانه او معقوله لاره پیدا کړي، ترڅو په هېواد کې سرتاسري اوربند پلي او د سولې راتګ حتمي شي.

=======================================================================

[1] https://www.npr.org/2020/03/24/820550175/u-s-disappointed-in-afghan-leadership-will-slash-1-billion-in-aid-pompeo-says

[2] https://edition.cnn.com/2020/03/23/politics/secretary-of-state-mike-pompeo-afghanistan/index.html

[3] https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52015892

[4] https://twitter.com/suhailshaheen1

[5] https://www.theguardian.com/world/2020/mar/28/taliban-refuses-to-talk-to-afghan-governments-negotiating-team

[6] https://www.aljazeera.com/news/2020/03/gunmen-attack-sikh-religious-complex-kabul-interior-ministry-200325044905522.html

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *