د تورخم او چمن لارو پرانیسته؛ پر افغان مارکیټ یی اغېزې

امان الله کاکړ

افغانستان چې له یوې مخې په وچه کې راګیر، او له بلې خوا زیاتره تکیه یې په وارداتي توکو ده، پر همدې بنسټ خپله سوداګریزه راکړه ورکړه له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان سره د ځمکې له لارې سرته رسوي.

که څه هم افغانستان په وروستیو څو کلونو کې د هوائي دهلیزونو او په ځانګړې توګه د چابهار بندر له لارې یو څه پر دې توانېدلی ښکاري، ترڅو په وچه کې ګیر هېواد و نه اوسي او خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې له یادو لارو څخه هم ترسره کړي.

مګر د کرونا وایروس چې د نړۍ اقتصاد یې مخ په ځوړتیا کړی، او نه یوازې د افغانستان په څېر وروسته پاتې هېوادونه، بلکې د نړۍ په کچه پرمختللي هېوادونه یې د سختو اقتصادي ستونزو او وېرې سره مخ کړي دي. د دې لپاره چې د یاد وایروس مخه ډب کړای شي، د نړۍ تقریباً ټولو هېوادونو یو بل سره  تګ راتګ محدود کړی او یا یې په ټپه ودرولی دی. پر همدې بنسټ پاکستان او افغانستان هم د وایروس مخنیوي لپاره ورته ګامونه واخیستل، او دې کار په لومړي سر کې د افغانستان په بازار سخت فشار وارد کړ چې د لومړنیو توکو بیې ورسره آسمان ته وختلې. که څه هم افغان حکومت یې د کنټرول هڅه وکړه خو بیا هم تر دې دمه د توکو بیو کې ښکاره لوړوالی ښکاري. د حمل په ۲۰ نېټه د پاکستان حکومت اعلان وکړ چی افغانستان سره به دوه مهمې پولې د سوداګریزو راکړې ورکړې په موخه بیا پرانیزي.  دا چې د تورخم او چمن لارو بیا پرانیسته به پر افغان مارکیټ څه اغېزې ولري؟ دلته پرې شننه شوې ده.

د پاکستان له لوري د پولو تړل او پر افغان بازار یې اغېزې

افغان ولسمشر د کرونا وایروس سره د مبارزې په برخه کې د سارک هېوادونو په ویډیويی کنفرانس کې چې د مارچ په ۱۳ نېټه ترسره شو، د سارک هېوادونو له استازو او مشرانو څخه غوښتنه وکړه، ترڅو د لومړنیو توکو په برخه کې د خپلو هېوادونو پولې یو د بل پر وړاندې پرانیستې وساتي.[۱]  چې د ولسمشر محمد اشرف غني له دې غوښتنې څخه د هند لومړي وزیر ښاغلي نریندرا مودي او د پاکستان د روغتیا وزیر ښاغلي ظفر مرزا دواړو هرکلی وکړ. مګر په لومړي سر کې کله چې پاکستان د کرونا وایروس مخنیوي په پار د مارچ په ۳ او ۱۶ نيټه په ترتیب سره د چمن او تورخم پولې له افغانستان سره وتړلې،[۲] په یو ځل په افغان بازار کې د احتکار په  وجه، د لومړنیو توکو بیې هم ورسره په لویه کچه لوړې شوې.

د دې لپاره چې عام ولس د لومړنیو توکو د بیو زیاتوالي له نورې وېرې څخه وژغورل شي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ میاشتې په ۱۷ نېټه ولس ته په خپل پیغام کې څرګنده کړه چې د دولت د ستراتیژیکو زېرمو څخه د ۲۴ زره ټنه غنمو صادرولو امر یې ورکړی ترڅو اړمندو خلکو ته ورسول شي.[۳] او د دې ترڅنګ يې د افغانستان په شمالي بندرونو کې د ایسار شویو لومړنیو توکو بازار ته پرته له کومې جریمې په بېړنۍ توګه رسولو امر ورکړ، او هیله یې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکې به ۷۵ زره ټنه غنم له هند څخه افغانستان ته هم راورسیږي. بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې هم  په خپل وارسره د لومړنیو توکو د عادي واردېدو ډاډ ورکړ، او پر همدې ترتیب، عامو افغانانو سره تر یو بریده د توکو د قحطی وېره راکمه شوه.

د تېر کال جولای میاشت څخه د ۲۰۲۰ م جنورۍ میاشت پورې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه له ۶۷۶٫۲ میلیون ډالرو څخه ۶۳۳٫۱ میلیون ډالرو ته راښکته شوې چې شاوخوا ۷ سلنه کموالی ښيي.[۴] دغه کموالی دا په ډاګه کوي چې افغانستان په اقتصادي برخه کې د ګاونډي پاکستان په نسبت په نورو بدیلو لارو سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړې ده. مګر په اوس کې د افغانستان لخوا د پاکستان څخه د لارو پرانیستلو غوښتنه دا هم په ډاګه کوي چې افغانستان د تېر په څېر دې ته لیواله دی، چې له نږدې ګاونډي پاکستان سره خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې ته په عادي شکل دوام ورکړي اودا کار ددواړو هېوادونو په ګټه بولي. ځکه که له یوې خوا افغانستان ته د پاکستان له لارې واردات اقتصادي تمامیږي، بلخوا پاکستان چې له تېرو څو کلونو راهیسې د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، افغانستان  په څېر نږدې او اقتصادي بازار ته د خپلو توکو صادرولو په واسطه کولی شی خپلې اقتصادي ستونزې تر یو بریده را کمې کړي. دا چې د کرونا ویروس په وجه نړیوال مارکیټ ټکنی شوی او د هېوادونو ترمینځ سوداګریزه راکړه ورکړه ټیټې کچې ته راغلې، د تورخم او چمن لارې د سوداګریزو توکو پرمخ پرانیستل به په افغانستان کې دننه د نرخونو په  کمېدو او بازار په ثبات کې مثبت رول ولوبوي. همدا راز، ددې لارو پرانیستل کولی شي دسولې پر پروسه او د دواړو ګاونډیو هېوادونو د سیاسي اړیکو په ښه کولو کې هم اغیزناک ثابت شی.

 افغانستان او پاکستان په ۱۹۶۵ کال کې د (APTTA) یا د افغانستان پاکستان ترمنځ ترانزیټي سوداګریز تړون لاسلیک کړی وو کوم چې بیاځلې په ۲۰۱۰ زکې نوی شو.[۵] د یاد تړون له مخې افغان لاریو ته د پاکستان له لارې واګاه سرحد او په پایله کې هند ته  د افغاني توکو لېږدولو او په بدل کې پاکستاني لاریو ته د افغانستان ټولو بازارونو ته د یاد هېواد توکو ته د لېږد لاره هواروي.

 په ۲۰۱۴ ز کال کې ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته په خپل لومړني سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ۲۰۱۷ زکال پورې ۵ بیلیون ډالرو ته د رسولو هیله څرګنده کړې وه[۶]، خو ددواړو هیوادونو دسیاسي بې باوریو ډېرېدل او د پاکستان له لوري افغان سوادګرو په وړاندی خنډونه جوړول  او بیا په په وار، وار افغانستان سره خپلې پولې تړل،  افغان سوداګر له میلیونونو ډالرو زیان سره مخ کړل. ددې ګامونو اخیستو په پایله کې د افغان سوادګرو دلچسپي د پاکستان له لارې سوداګرۍ سره کمه او افغان حکومت د بدیلو لارو په لټه کی شو.  همدا لامل وو چې افغانستان د چابهار بندر له لارې هند او ایران سره خپلې سوداګریزې بوختیاوې زیاتې کړې، او پاکستان د افغانستان ستر اقتصادي مارکیټ په لویه کچه له لاسه ورکړ.

پایله

د پاکستان له لوري افغانستان ته په هره اوونۍ کې د درې ورځو لپاره د افغان سوداګرو سوداګریزو توکو پر وړاندې د تورخم او چمن پولو پرانیستل کولی شي د دواړو هېوادونو په اقتصادي پرمختګ  او خلکو ته په وزګار پیدا کولو کې مرستندویه واقع شي. مګر اړینه ده ترڅو دواړه هېوادونه چې له یوې خوا د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له بلې خوا د کرونا وایروس له امله یې کاروبارونه په ټپه ولاړ دي، چې اقتصادي پرمختګونه به یې نور هم له ګواښ سره مخ شي د یوې اوږد مهالې او اغېزمنې حل لارې په توګه آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو راکړو ورکړو ترسره کول تر ډېره د پولو په دواړو خواوو کې او په ځانګړې توګه پاکستان لوري ته د سختو خنډونو، او د سوداګرو څخه د زیاتې مالیې اخیستلو په لړ کې د ځنډ او خنډ ښکار کېږي. همدا لامل دی چې د وروستیو شمېرو له مخې افغانستان ته پاکستاني صادرات د روان کال په لومړی میاشت کې ۸۹٫۹ میلیون ډالرو وو، په داسې حال کې چې د تېر کال په ورته موده کې پاکستاني صادرات ۱۴۱٫۵ میلیون ډالرو ته رسېدل.[۷]

د افغان او پاکستاني سوداګرو پر وړاندې د تورخم او چمن لارو پرانیستل کولی شي په افغانستان کې د لومړنیو توکو تقاضا او بیې تر یوې اندازې راښکته کړي. د دې ترڅنګ د پاکستان او افغانستان ترمنځ ښه سوداګریزه راکړه ورکړه کولی شي د دواړو هېوادو ترمنځ د باور فضاء په رامنځ ته کېدو او د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا په نښلون کې اغېزمنه واقع شي، کوم چې د افغان سولې په برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو لیوالتیا نوره هم زیاتولی شي.

د دې لپاره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه پرمختګ ومومي، د دواړو هېوادونو سوداګرو پر وړاندې شته خنډونه لکه د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کول، د مالیې او تعرفې کمول، په ناڅاپي توګه د پولو نه تړل هغه څه دي چې کولی شي په ځانګړې توګه په دغسې یو سخت حالت کې د دواړو هېوادونو بې وزله ولسونو ته کاري فرصتونو او بوختیاوو ډاډ ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او هر اړخیزه اړیکو نږدې کېدو لامل شي.

او افغان دولت باید یوازې د سوداګریزو توکو پر وړاندې د لارو په پرانیستلو بسنه و نه کوي، بلکې د نړیوالې ټولنې او بشري سازمانونو له لارې هڅه وکوي ترڅو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي مخه د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلي انټونیو ګوټرېش د غوښتنې سره سم ودروي.[۸] او همدارنګه اړینه ده ترڅو په دې سخت وخت کې افغان ولس سره د نړیوالو مرستندویانو او بشري مرستو ترسره کوونکو پاملرنه د بل هر وخت په پرتله ډېره راواړوي.

سرچینې:

[۱] https://www.india.com/news/india/saarc-video-conference-this-is-what-member-countries-said-about-tackling-coronavirus-3970972/

[۲] https://www.geo.tv/latest/275184-coronavirus-pakistan-closes-afghan-border-crossing-at-chaman-for-one-week

[۳] https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-51921975

[۴] https://www.thenews.com.pk/print/632519-pak-afghan-trade-slips-to-720-4mln-in-july-january

[۵] https://www.usip.org/publications/2015/08/future-afghanistan-pakistan-trade-relations

[۶] https://tribune.com.pk/story/996710/afghanistan-pakistan-open-key-economic-trade-talks/

[۷] https://www.thenews.com.pk/print/632519-pak-afghan-trade-slips-to-720-4mln-in-july-january

[۸] https://www.foxnews.com/world/un-chief-pushes-coronavirus-cease-fire

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *