کوویډ – ۱۹  سره د ملي مبارزې وضعیت – افغان حکومت ته د پالیسۍ په برخه کې سپارښتنې

پاليسي پاڼه                                                                                                                                          PDF

ټیم لیډر: امان الله کاکړ

غړي: ډاکټرسید خالد راشد او ډاکټر وحیدالله مصلح

بیاکتنه: نصیر احمد نویدي

‎افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر کرونا وایروس په ټولنیزو، اقتصادي، او روغتیايي برخو کې زیات اغېزمن کړی دی.

د لومړي ځل لپاره د عامې روغتیا پخواني وزیر فیروز الدین فیروز د ۱۳۹۹ ل کال حوت په ۵ نېټه هرات ولایت کې په کرونا وایروس د لومړني کس د اخته کېدو خبر  ورکړ. دا په داسې حال کې چې د مارچ په ۱۱مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمان لخوا کرونا وایروس وبا وبلل شوه[۱] او په ګاونډي هېواد ایران کې د وایروس خپرېدو څپې اوج ته رسېدلې وې.

د کډوالو نړیوالې ادارې راپور پر بنسټ د روان ۲۰۲۰ م کال جنورۍ لومړۍ نېټې څخه تر مۍ میاشتې پورې ۲۷۱ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.[۲] د ایران سره پوله که څه هم پرانېستې ده، خو د پاکستان سره پوله د اپریل په میاشت کې د څلورو ورځو لپاره او همدارنګه د مۍ په میاشت کې څو ورځې پرانیستل شوه.[۳] که څه هم په لومړیو کې د ننګرهار ولایت چارواکو له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره په تورخم ښارګوټي کې د قرنطین مرکز پرانست، خو د ادارو ترمنځ د نه همغږۍ په پایله کې ولیدل شول چې په یو ځل په لس ګونه زره کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه او په پوله د قرنطین کېدو پلانونه یې له منځه یوړل.

د کرونا وایروس چې اوس د هېواد ټولو ۳۴ ولایتونو ته انتقال شوی، او د نورو ولایتونو په نسبت کابل، هرات، کندهار او بلخ ولایتونو کې زیات کسان په یاد وایروس اخته شوي دي.[۴]

ښايي په تیزۍ سره د خپرېدلو لوی لامل یې دا وي چې عام خلک دا ناروغي جدي نه نیسي او یا په فزیکي او ټولنیزه توګه واټن نه مراعتوي. د بېلګې په توګه د ۲۰۱۲ کال را پدیخوا په کور دننه د جګړو او نورو طبیعي آفتونو له امله بې ځایه شوي خلک چې شمېر یې شاوخوا ۴.۱ میلیون ته رسیږي په غیر معیاري هستوګنځایونو کې اوسیږي[۵] او فزیکي واټن مراعتول ورته ناشونی وي، په زندانونو کې د فزیکي واټن نه مراعتول او همدارنګه په مسجدونو او عبادت ځایونو کې د خلکو په پراخه کچه راغونډېدل، په مارکیټونو او بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه نور هغه لاملونه کېدلی شي چې د کرونا وایروس خپرېدو سره یې مرسته کړې وي.

تر دې مهاله له ۱۵[۶] زرو څخه زیات کسان په کرونا وایروس اخته شوي او له بده مرغه ۲۵۷ تنه هېوادوال ددې ناروغۍ له امله په حق رسیدلي چې عمرونه یې د ۴۴ او ۶۹ کلونو ترمنځ وو،[۷] او په وژل شویو کې ۱۲ تنه روغتیايي کار کوونکي شامل هم  دي.

سرچینه: د روغتیا نړیوال سازمان ۳۱ می

د رسنیو استازو او عامو خلکو په افغان حکومت له هماغه لومړي وخت څخه غږ کاوه ترڅو له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو لپاره یو منظم پلان جوړ کړي، ترڅو ښارونو او کلیو ته له راستنېدو وړاندې هغوی په ځانګړو کمپونو کې قرنطین او لازمه درملنه یې ترسره شي. خو حکومت په دې کار کې پاتی راغی او همدا لامل شو چې په هېواد کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر په تیزی سره زیات شي.

کمزوری روغتیايي او اقتصادي وضعیت

د ۲۰۰۱ ل کال راپدیخوا د نورو برخو په څېر د روغتیا وزارت که څه هم یو څه غوړېدلی ښکاري، خو بیا هم په ډېرو ولایتونو کې حتی د لومړنیو روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په برخه کې خلک له پراخو ستونزو سره مخ دي. د بېلګې په توګه د روغتیايي خدماتو په برخه کې د کار کوونکو کموالی، او همدا راز د وسائلو، ساختمانونو او زیربناوو کمښت.

تر دې مهاله د ټول هېواد په سطحه د کرونا وایروس معاینه کولو لپاره اته لبارټرۍ شتون لري چې هر یوه یې په ورځ کې د ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ ټیسټونو ظرفیت او وړتیا لري. او حکومت په پام کې لري چې د لیبارټریو شمېر ۱۵ ته ورسوي.[۸]

بلخوا د نړیوال بانګ راپور له مخې په ۲۰۲۰ ل کال کې اقتصادي وده ښايي د کرونا وایروس له امله تر(-۴) سلنه راښکته شي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ ل کال کې ۲٫۹ سلنه وه.[۹] په هېواد کې د کرونا وایروس له امله هغه تولیدي ځایونه بند شوي او یا یې کارونه کم شوي دي چې تر یوې کمې کچې یې داخلي تقاضا لپاره بسنه کوله. په صادراتو کې په لویه کچه کموالی راغلی او واردات هم د پخوا په نسبت اوس په لوړه بیه تمامیږي. په همدې خاطر په داخلي مارکیټ کې د ۱۴ مارچ څخه تر ۱۸ مۍ پورې د وړو، حبوباتو، بورې، غوړیو او وریجو په بیو کې په ترتیب سره د ۱۹، ۱۳، ۸، ۲۱ او ۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی. [۱۰]

په افغانستان کې زیات خلک په خدماتي سکتورونو کې په دندو بوخت وي کوم چې د قرنطین له امله په پراخه  کچه زیانمن شوي دي. او تولیدي سکتور په هغه حالت کې نه دی چې د بې وزلۍ کمولو په برخه کې دې ډېر اغېزمن واقع شي. د کرونا وایروس له امله د خصوصي سکتور اغېزمن کېدو سره د حکومت عوایدو کې هم په پراخه کچه کموالی راغلی دی.

افغانستان کې د ۵۰ سلنې زیات وګړي د بې وزلۍ کرښې لاندې ژوند تېروي، د کرونا او قرنطین د دوام په صورت کې دا کچه ښايي تر ۷۰ سلنې لوړه شي. په دې توګه عام وګړي ښايي د کرونا وایروس پراخېدو له امله د ‌ډېر بحراني حالت سره مخامخ شي.

په تعلیمي او تحصیلي برخه کې هم د کرونا وایروس له امله شاوخوا ۷ میلیون زده کوونکي د زده کړو څخه لرې پاتې شوي، په داسې حال کې چې ۳.۷ میلیون زده کوونکي د کرونا وایروس نه وړاندې د ځینو نورو ستونزو له امله بې زده کړو پاتې شوي وو. د زده کړو پرمخ بېولو لپاره که څه هم د معارف او د لوړو زده کړو وزارتونو په یو شمېر تګلارو پلي کولو کارونه پیل کړل، ترڅو زده کوونکي وکولی شي په کور پاتې کېدو په صورت کې هم بې زده کړو پاتې نه شي. خو د عامو افغانانو غیر معیاري هستوګنه، تلویزون او راډیو ته نه لاسرسی، د برېښنا نه شتون، او د غیر حضوري زده کړو سره نابلدتیا ترڅنګ په ځینو سیمو کې د انټرنټ نه فعالیت، هغه ستونزې دي چې د غیر حضوري او آنلاین زده کړو مخه یې هم په دې توګه ډب کړې ده.

ولږه، بې وزلي، د روغتیايي کدرونو کموالی، او د وقايوي تدابیرو نه عملي کول نورې هغه ستونزې دي، چې د کرونا وایروس خپرېدو او زیاتېدو سره یې نیغ په نیغه مرسته کړې ده.

ولسي غبرګون

د کرونا په وړاندې د حکومتي غبرګون ترڅنګ؛ په هېواد کې د قدر وړ ولسي غبرګونونه هم تر سترګو کېږي چې ټول د ستاینې وړ دي او اړینه ده چې د هغوی په پراخه کچه حمایت ترسره شي. په دې لړ کې تر ټولو وړاندې او منظم غبرګون د (Nafcovid19) یا د کرونا سره د مبارزې ملي اتحاد را مینځ ته کېدل وو.[۱۱]

دغه اتحاد چې د مختلفو تخصصي او ټولنیزو سازمانونو په همکارۍ  را مینځ ته شوی؛ وکولی شول چې د دولتي ادارو سره د همغږۍ له لارې، کرونا سره د مبارزې په برخه کې اړین ګامونه پورته کړي. د دې اتحاد لومړنی کار د کرونا وایروس په برخه کې د عامه پوهاوي په اړه په ټول هېواد کې د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) او عامې روغتیا وزارت له لوري چمتو شويو بروشرونو وېشل وو. همدا راز، ددې اتحاد له خوا د عامه پوهاوي په برخه کې د مساجدو لپاره په لوی شمېر کې ځانګړي شوي پوسټرې جوړې او وویشل شوې.

 دا چې د کرونا وایروس له امله په عامو خلکو کې یو ډول وېره او د رواني حالت کمزوري رامنځ ته شوې وه، نو یاد اتحاد د لنډ کتاب یا Booklet “د رواني مرستې لارښود” تر عنوان لاندې راوویست، چې علمي حقایق او معلومات پکې ځای پر ځای شوي وو. د کرونا سره د تعامل فقه، د کورونو ضد عفوني کول، په دغسې حالاتو کې د مړي د تدفین او تکفین لارښود هم د دې اتحاد له لوري وړاندې شو. د ټولنیزو صفحو له لارې په عامه‎ ژبه یې دیني او علمي معلومات له خلکو سره شریک کړل. د عامه پوهاوي لپاره د ”خطیب او طبیب” په نوم پروګرام له مخې د دې اتحاد اړوند روغتیايي کار کوونکي مساجدو ته ولاړل او د خلکو پاملرنه یې د دې وایروس مخنیوي او حفاظتي لارو چارو ته راګرځوله.

د روحي ملاتړ لپاره دې اتحاد د ایما په ملاتړ د “ای سربازه مه وېرېږه!” پروګرام پیل کړ، چې د ایما کار کوونکي په روغتونونو وګرځېدل او روغتیايي کارکوونکي یې تقدیر کړل.

د عاجلو مرستو په برخه کې یاد اتحاد وکولی شول چی د احساس خیریه بنسټ له لارې په ټول هېواد کې تر لسو زرو زیاتو کورنیو ته خوراکي توکي او حفاظتي سامان ورسوي.

په دغسې بې ثباته حالت کې د کرونا وایروس خپرېدو مخنیوي لپاره یاد اتحاد د یوې ملي پراخې جبهې د جوړېدو په خاطر د سیاسي مشرانو سره هم ناستې ترسره کړې. ترڅو د طالبانو په ګډون ټولې خواوې کرونا وایروس د هېواد لپاره د یو ناورین په توګه وپېژني او دې ناورین سره د اغېزناکې مقابلې له پاره تیاری ونیسي.

 په یو وروستي اقدام کې د کرونا سره د مبارزې ملي اتحاد ډاکټرانو د روغتیا وزارت سره په همغږۍ په دې وتوانېدل ترڅو د افغان جاپان د روغتون چارې هم په غاړه واخلي او په خپلو نوښتونو سره ددې روغتون د خدماتو کچه په کمي او کیفي لحاظ پورته کړي.

نړیوالې مرستې او کرونا وایروس

د کرونا وایروس سره د مبارزې په برخه کې نړیوالو مرستو کې یو څه ستونزې شته، خو ددې سره، سره ځینې نړیوال ډونران بیا هم افغانستان سره د مرستو ترسره کولو لپاره چمتووالی لري، ولې افغان حکومت د مرستو ترلاسه کولو او لګولو په سطحه کې د مدیریت کمزوري لري چې باید جدي پاملرنه ور ته وکوي.

هغه مرستې چې د نړیوالو ډونرانو له خوا افغانستان سره د کرونا وایروس په برخه کې ترسره کېږي، هغه په خپل وخت د حکومت په واک کې نه ورکول کېږي. بل دا چې د یادو مرستو مصرف لپاره نړیوالو ډونرانو ځایونه ځانګړي کړي دي، چې دا بیا د دې څرګندويي کوي چې له یوې خوا نړیوال ډونران لا هم د روغتیا په برخه کې مرستو ته چمتوالی لري مګر د پخوا په څېر نه غواړي خپلې مرستې په بې غورۍ ترسره کړي او د مرستو مصرف په برخه کې د شفافیت غوښتونکي دي.

افغان حکومت د کرونا وایروس مخنیوي لپاره ۱۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړل، چې ۳ ميلیونه ډالر یې ولایتونه ته ولېږل او شاوخوا ۸ میلیونه ډالر یې د وسائلو خریدارۍ لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستول. اړینه وه چې یاد وسائل په خپل وخت رانیول شوي وو، ځکه د وایروس خپرېدو سره په نړیوال مارکیټ کې له یوې مخې د روغتیايي وسائلو د رانیولو تقاضا ډېره شوې او له بل پلوه یې په بیو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.[۱۲]

 له دې پرته هغه مرستې چې نړیوالو ادارو لکه نړیوال بانګ، د آسیا پرمختیايي بانګ، اروپايي اتحادیې او نورو له افغانستان سره اعلان کړې، هغه مرستې یې په نغدي بڼه افغان حکومت ته و نه سپارلې. عام ولس داسې انګېرله چې ګواکې ټولې مرستې د کرونا وایروس په برخه کې او هم په نغدي شکل ترسره شوي او یا کېږي. د بېلګې په توګه نړیوال بانګ ۱۰۰ میلیونه او څلور لکه ډالر له افغانستان سره مرسته د څلورو کلونو لپاره اعلان کړه.[۱۳] د مرستو اعلان په اړه ناسمو معلوماتو د عام ولس او حکومت ترمنځ د بې باورۍ فضاء رامنځ ته کولو ته لاره هواره کړه. په داسې حال کې چې د بېلګې په توګه د نړیوال بانګ اعلان شوې مرستې یوه برخه د کرونا وایروس سره د مبارزې په برخه کې او پاتې هغه یې د روغتیايي سیستم پرمختګ او غښتلي کولو لپاره په اوږدمهال کې ترسره کېدونکي دي.

د آسیا پرمختیايي بانګ ټولې مرستې چې شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالر کېږي یوازې ۱۵ میلیونه یې د کرونا سره د مبارزې په برخه کې او پاتې هغه یې د روغتیايي وسائلورانیولو په برخه کې په مصرف رسیږي.

پالیسي سپارښتنې

کرونا وایروس یو ستر نړیوال وباء دی چی د نورو بې وزله هېوادونو په څېر به زمونږ د خلکو په اقتصادي او ټولنیز ژوند هم ژورې اغېزې ولري. دا چې څرنګه مونږ کولای شو د کرونا په وجه د یو لوی ناورین مخه ونیسو نو د هر افغان ملي او دیني دنده ده، خو افغان حکومت ددې تاریخي مبارزې په اوله کرښه کې پروت دی. دا چې حکومت په څه ډول کولای شي د کرونا په وجه د ټولنیز ناورین کچه تر ممکنې درجې ښکته کړي، نو ‌ډېر څه کول ورته په کار دي. لاندې سپارښتنی هم د همدې مسؤلیت د لا ښه ترسره کولو په موخه، حکومت کې دننه او بهر، پالیسي جوړونکو په وړاندې اېښودل کېږي.

نورو سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو اړخونو ته هم پکار دي، ترڅو بې تفاوته پاتې نه شي او د کوویډ ۱۹ سره د مبارزې د ملي اتحاد په شان، حکومت سره په همغږۍ، په دې بحراني حالاتو کې خپلو خلکو سره د مرستې لپاره د خدمت میدان ته را ودانګي.

اداري او بودجوي برخو کې سپارښتنې

  • تر دې وروسته روغتیايي سکتور ته دې ځانګړې پاملرنه ترسره شي او په کلنۍ ملي بودیجه کې دې ورته تر۵ سلنوسهم زیات کړای شي.
  • جمهور رئیس ، سیاسي او ټولنیز مشران دې د روغتیا وزارت او اړوند ادارو پیغامونه او سپارښتنې له عام ولس سره شریکې کړي ترڅو په روغتیايي ادارو د عام ولس باور زیات شي. د روغتیايي کار کوونکو څخه دې ځانګړې مننې ترسره او په ښه توګه دې تقدیر شي.
  • حکومت ته پکار دي ترڅو په دغسې یو نازک او بحراني حالت کې د بهرنیو مرستو د ترلاسه کولو ظرفیتونه لوړ کړي، او د ټولو خواوو سره په همغږۍ ، کرونا سره د مؤثرې مبارزې په لارو چارو غور وکوي. سیاسي ناندرۍ یوې خوا ته پرېږدي او د سولې نه وروسته، کرونا سره د مبارزې کار ته تر هرڅه لومړیتوب ورکړي.
  • د بهرنیو او نړیوالو ډونرانو مرستو لپاره د مالیې وزارت تر چتر لاندې یوه ځانګړې اداره رامنځ ته شي، ترڅو په حساب ورکولو او شفافیت وړاندې کولو سره د هغوی ډاډ ترلاسه شي.
  • په ملي بودیجه کې باید هغه وخت تعدیلات رامنځ ته شي کوم وخت چې عاجلو مرستو ته اړتیا ولیدل شي. له دې پرته اوږدمهاله مرستو لپاره باید د نړیوالې ټولنې او مرستندویه ادارو همکاري راجلب شي.
  • اړینه ده ترڅو افغان حکومت د کرونا وایروس سره د مبارزې په برخه کې لګښتونه له وړاندې اټکل کړي ترڅو د نازکو حالاتو په وخت کې د مرستو د ځنډ او خنډ ستونزو مخه ونیول شوي او اړوند اړخونو سره په خپل وخت مرستې ترسره شي.
  • د حکومت او نړیوالو مرستو مصرف په برخه کې باید ولسي جرګه د حکومت سم نظارت ترسره کړي، رسنۍ د څېړنیز ژورنالیزم له لارې او عام خلک د فساد هغه پېښې په ګوته کړي چې د مرستو په برخه کې د فساد ښکار کېږي.
  • حکومت دې، د وارداتو او صادراتو په برخه کې په خپلو شته پالیسو له سره غور وکړي. په ځانګړي ډول له ګاونډي هېواد پاکستان سره د اپټا (APTA) په تړون، چې اوس په دغسې بحراني حالت کې یوازې له یاد هېواد څخه واردات ترسره کېږي او صادراتو مخه نیول شوې ده. د ټولو هېوادونو سره په بېړنیو حالاتو کې هم د افغانستان د صادراتو په اړه ځانګړې پالیسۍ باندې کار ترسره شي. دا ځکه چې په هېواد کې د تازه میوو وخت مخ په را رسېدو دی، کوم چې د ډېرو خلکو لپاره د نفقې باعث ګرځي، که صادرات په همدې بڼه په ټپه ودریږي نو راتلونکی ژمۍ به هېوادوال له ډېرو ستونزو سره مخ شي نو دولت باید د هغوی حاصلاتو ته د بازار موندنې ترڅنګ د صادراتو لارې پرانستلو لپاره لاس پکار شي.
  • که د کرونا وایروس خپرېدو کچه نوره هم وغځیږي، دولت باید د معاشونو په برخه کې یو لنډ مهالی تعادل رامنځ ته کړي، او ټولو دولتي کار کوونکو ته تر یوې اړینې کچې معاشونه ورکړل شي او د لوړو معاشونو ورکړې مخه دې ونیول شي.
  • اړینه ده ترڅو افغان حکومت خصوصي ادارو سره مرسته وکوي ترڅو بېړنیو حالاتو ته د چمتوالي او کار کوونکو مالي ملاتړ لپاره په راتلونکې کې لږ تر لږه د درې میاشتو مودې لپاره بودیجې خوندي کولو باندې کار ترسره کړي.
  • د هېواد کمزوري اقتصادي وضعیت او د بې وزلۍ کچې پراخېدو ته په کتو د قرنطین د کچې د نرمولو په صورت کې دې خلک وهڅول شي ترڅو ټول اړین حفاظتي تدابیر رعایت کړي. او حکومت باید د فزیکي واټن مراعتولو لپاره په ټولو غیر ضروري غونډو روان بندیز ته ادامه ور کړي.
  • په دولتي ادارو کې د مراجعینو لپاره نوي لازم تدابیر ونیول شي. او هغه ادارې د بېلګې په توګه د الکترونیکي تذکرو اداره چې د کمو امکاناتو په لرلو سره بیا هم په لویه کچه مراجعین لري، په یادو ادارو کې د فزیکي واټن مراعاتولو لپاره ځانګړي او په اغېزناکه توګه تدابیر ونیول شي.
  • هغه خوراکي او لومړني توکي چې تولید یې د هېواد په داخل کې ترسره کېدونکی وي، حکومت باید د هغو توکو بازار ته په رسولو کې له اړوند تولید کوونکو سره مرسته وکوي ترڅو پر وخت بازار ته ورسیږي او د بیو زیاتوالي مخه ونیول شي.
  • اړینه ده ترڅو د اقتصاد ، روغتیا، زراعت او د تجارت او صنعت وزارتونه اقتصادي او روغتیايي تدابیرو لپاره له وړاندې تابیا ونیسي او شته ستونزو ته د اقتصادي روغتیايي اړخ څخه پاملرنه ترسره شي.
  • د ایران او پاکستان په ګډون له بهرنیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو افغانانو لپاره یو منظم میکانیزم دې رامنځ ته شي او په بهرنیو هېوادونوکې د مېشتو افغانانو؛ په تېره بیا د افغان محصلینو ستونزو ته د بهرنیو چارو وزارت له لارې ځانګړې پاملرنه وشي.
  • افغان حکومت باید د حقایقو په رڼا کې معلومات وړاندې کړي او له هغو معلوماتو ورکولو ډډه وکوي چې ولس بې باوره کوي او په ټوله کې دې د باور جوړونې لپاره زیات کار ترسره شي.
  • د حکومت له لوري د مالي ملاتړ زیاتولو سره د خصوصي سکتور څخه دولتي سکتور ته د ضرورت وړ روغتیايي کدرونو په لېږدولو کې دې اړین ګامونه واخیستل شي.
  • کرونا وایروس چې د ډېرو ادارو کمزورې نقطې یې رابرسېره کړي، افغان حکومت باید د یو فرصت په توګه خپلې کمزورې نقطې په نښه او د اصلاح په موخه یې کارونه پیل کړي.

روغتیایي برخه کې سپارښتنې

  • هغه اړمن وګړي او په ځانګړې توګه روغتیايي کار کوونکي چې د کرونا وایروس له امله یې خپل ژوند بایللی، د هغوی کورنیو او ورثه وو سره باید دوامداره مرستې ترسره شي.
  • دا چې د شکرې او زړه بېماریو ناروغان چې په لویه کچه د کرونا وایروس له امله ډېر په خطر کې دي؛ د هغوی د ساتنې او ژغورنې لپاره باید لازم تدابیر ونیول شي. د هغوی په اړه دې پوره معلومات راټول شي ترڅو د اړتیا پر وخت ورسره لازمې روغتیايي مرستې ترسره شي.
  • په روغتونونو کې دې عاجلې خونې مجهزې او د اکسیجن او تنفسي سیستم په برخه کې دې امکانات زیات شي. همدارنګه روغتیايي کار کوونکو ته باید PPE یا Personal Protective Equipment یعنې د ځان ساتنې توکي برابر کړل شي، ترڅو د هغوی ژوند ژغورنې سره مرسته ترسره شي.
  • اړینه ده ترڅو حکومت د اړونده امنیتي ادارو په مرسته د روغتیايي کار کوونکو ځانګړې ساتنه او حمایت وکړي ترڅو روغتیايي کار کوونکي په ډاډ سره وکولی شي خپلې دندې پرمخ یوسي او له هر ډول ګواښونو څخه په امن کې شي.
  • د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې لپاره دې لنډ مهالي، منځ مهالي او اوږد مهالي ګامونه واخیستل شی او په دې برخه کې د نړیوالو ماهرینو له لارې په آنلاین بڼه ورکشاپونه او سیمینارونه په لار واچول شي ترڅو اړوند کارکوونکي په دې برخه کې عاجلې زده کړې ترلاسه کړی شي.
  • د (Real Time) یو داسې سیستم رامنځ ته کول چې د روغتیا وزارت سره مرسته ترسره کړي، چې د هېواد په کچه د مختلفو بېماریو کچه، مړینه او پېښې ثبت او راتلونکې لپاره وړاندوینې ترسره کړي.
  • د کرونا وایروس په برخه کې د ترسره شویو مرستو له مخې چې کوم روغتیايي مرکزونه جوړیږي، اړینه ده چې هغه اوږدمهاله ګټې اخیستنې ته په کتو جوړاو ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
  • د راتلونکي په خاطر؛ افغان حکومت مختلفو هېوادونو ته د سکالرشپونو او تعلیمي بورسونو له لارې استوونکو محصلینو څخه یو شمېر د وایروس پېژندنې برخې ته ځانګړې کړي او هغوی د ځانګړې پاملرنې له مخې وروزي.
  • د روغتیا په برخه کې د معلوماتو ورکولو یوه ځانګړې دولتي او همدارنګه غیر دولتي مرجع دې رامنځ ته شي، ترڅو شخصي تجربې په علمي توګه تجزیه او تحلیل کړي او خلکو ته د باوري او دقیقو معلوماتو په وړاندې کولو کې مرسته وکوي.
  • د هېواد په ټولو سرحدي پولو کې د کرونا وایروس تشخیص لپاره د سیمې هېوادونو او روغتیا نړیوال سازمان په مرسته د مرکزونو جوړول، ترڅو هېواد ته راستنېدونکي کسان پر وخت معاینه شي او د کرونا وایروس ترڅنګ په راتلونکې کې د هر ډول بېماریو انتقال مخه پرې ونیول شي.
  • ټول هغه درمل او وسائل چې د کرونا وایروس سره د مبارزې لپاره اړین دي، باید د یو منظم پلان له مخې حالاتو ته په کتو د هغوی اټکل ترسره شي، ترڅو د اړتیا پر وخت یې نه شتون د لازیاتو ستونزو لامل نه شي.

ټولنیزې سپارښتنې

  • دولت دې د کرونا وایروس د پوره کنټرول کېدو پورې د ښوونځیو او پوهنتونو د بیا پرانستلو په اړه تصمیم و ځنډوي. تر هغو دې د غیر حضوري او مجازي زده کړو په برخه کې په ظرفیت جوړونې کار ترسره شي، او په دې برخه کې د شته خنډونو د له منځه وړولو کوښښ دې وشي. په دې اړه تفصیلي سپارښتنې، جلا تحقیقي پاڼې ته ضرورت لري.
  • اړینه ده ترڅو رسنۍ د ټولنې د څلورم رکن په حیث کرونا سره د مبارزې د عامه پوهاوي دنده د یو ملي مسولیت په حیث بې له کومې مادي بدلې مخ ته یوسي او پرېږدي چې دې کار ته ځانګړې شوې بودجه؛ نورو اړینو برخو کې په مصرف ورسیږي.
  • عام خلک دې د اړوند روغتیايي ادارو سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکوي او ټولنیز مسؤلیت ته په کتو دې هم ځان له کورونا وساتي او هم دې په ناپوهۍ سره نورو ته د ناروغۍ لېږدولو سبب نه ګرځي.
  • د کرونا سره د اغېزناکې مبارزې په موخه، په ټول هېواد کې د رضاکارۍ فرهنګ باید رواج کړای شي. د کوویډ ۱۹ سره د مبارزی ملي اتحاد جرړې لا باید مضبوطې کړای شي او د حکومت له خوا په بېړنیو حالاتو کې د رضاکارانه کار ترسره کولو لپاره یو انلاین سیستم رامنځ ته شي، ترڅو د عام ولس پر مټ پېښو ته پر وخت رسېدنه ترسره شي.

===================================================================================

سرچینې:

[۱] https://www.who.int/dg/speeches/detail/who-director-general-s-opening-remarks-at-the-media-briefing-on-covid-19—11-march-2020

[۲] https://www.iom.int/news/large-scale-covid-19-infections-feared-afghanistan-iom-scales-response

[۳]https://www.humanitarianresponse.info/sites/www.humanitarianresponse.info/files/documents/files/daily_brief_covid-19_31_may_2020.pdf

[۴] https://reliefweb.int/report/afghanistan/afghanistan-covid-19-multi-sectoral-response-operational-situation-report-6-may

[۵]https://www.humanitarianresponse.info/sites/www.humanitarianresponse.info/files/documents/files/covid_sitrep1_final.pdf

[۶]https://www.humanitarianresponse.info/en/operations/afghanistan/document/afghanistan-flash-update-covid-19-daily-brief-no-49-31-may-2020

[۷] https://reliefweb.int/report/afghanistan/afghanistan-covid-19-multi-sectoral-response-operational-situation-report-6-may

[۸]https://www.humanitarianresponse.info/sites/www.humanitarianresponse.info/files/documents/files/covid_sitrep1_final.pdf

[۹] https://www.worldbank.org/en/country/afghanistan/overview

[۱۰] https://reliefweb.int/report/afghanistan/afghanistan-covid-19-multi-sectoral-response-operational-situation-report-6-may

[۱۱] https://csrskabul.com/?p=6547

[۱۲] https://csrskabul.com/?p=6547

[۱۳] https://www.worldbank.org/en/news/press-release/2020/04/02/world-bank-fast-tracks-100-million-covid-19-support-for-afghanistan

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *