لنډ راپور

د اسلام او ډیموګراسۍ په اړه آنلاین بحث ترسره شو

د کابل پوهنتون استاد عبدالصبور فخري او په هرات کې د معرفت میاشتنۍ مسؤل استاد احمد فرید فرزاد هروی د اسلام او ډیموکراسۍ په اړه هغه بحث چې د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړونو مرکز لخوا په آنلاین بڼه ترتیب شوی وو په یاده موضوع بحث ترسره کړ.

په لومړي سر کې ښاغلي فرزاد هروي د ډیموکراسۍ په اړه وویل چې پر خلکو د خلکو حکومت ته ډیموکراسي وايي، هغه حکومت چې خلک یې په تصمیم نیونه کې برخه وال وي.

نوموړي زیاته کړه، پرته له شکه چې پر نړۍ مطلق حاکمیت د الله متعال دی، خو پر ځمکه د انسان خلقت د یو رسالت لپاره دی، چې د دغه رسالت د ښه تر سره کولو لپاه یې انسان ته اختیارات او واک ورکړی، هر انسان مسؤلیت لري، چې دغه رسالت پر مخ یوسي او انسان یې د ځمکې پر مخ خپل خلیفه ګرځولی، چې کولی شي د تشریعي حاکمیت لپاره یو حکومت او نظام را منځ ته کړي.

بله مهمه مسئله دا چې انسان په خپل سر او فردي شکل دغه مسؤلیت نه شي ادا کولی، نو اړ دي چې په ټولیزه بڼه دغه کار تر سره کړي او په دې برخه کې د ځان لپاره یو رهبر او لارښود وټاکي. ترڅو د حکومت رامنځ ته کولو لپاره د خلکو اراده رامنځ ته  کړي. په ټوله کې ویلی شو، چې مطلق حاکمیت د الله متعال دی، خو د خلکو حکومت هغه دی چې هم ولسي او هم الهي رېښه ولري.

د اسلامي خلفاوو وخت ته په اشارې نوموړي وویل، له ابوبکر صدیق رضی الله عنه نیولې د اسلام د وروستني خلیفه پورې هر خلافت له مسلمانانو څخه د بیعت اخستو په صورت کې مشروعیت موندلی.

په دویم قدم کې ښاغلي عبدالصبور فخري د ډیموکراسۍ او اسلام تر منځ ځینې ټکي چې اختلاف او ټکر لري اشاره وکړه.

ښاغلي فخري وویل، چې په ډیموکراسۍ کې له استثناء پرته ټول قوانین د خلکو په خوښه ټاکل کیږي، خو په اسلام کې ډېری قوانین له اسلامي شریعت څخه اخستل کیږي، چې له قرآن او اسماني وحې سرچینه اخلي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د خلکو د ټولنیز ژوند لپاره بل اړخ چې په ورځنیو کارونو پورې اړوند دي، په هغه کې خلک کولای شي چې د قانون جوړونې یوه مرجع لکه پارلمان او یا بل کوم ادرس چې د قانون په وضع مکلف وي، کولای شي د ځان لپاره قانون جوړ کړي، خو سرچینه به یې الهي وحې او قانون وي.

بل ټکی چې په ډیموکراسۍ کې له اسلام سره په ټکر کې دی، نوموړي لېبرالېزم یاد کړ. نوموړي وويل، چې وګړو ته د هغوی په شخصي او ټولنیز ژوند کې بشپړه ازادي ورکوي.

د دغې موضوع د روښانتیا لپاره په خپله خوښه د دین اوعقیدې ټاکل یا پرېښودلو په مثال واړندې کولو سره نوموړي زیاته کړه چې هغه هېواد چې د حکومت بنسټ یې ډیموکراسي وي، هر کس کولای شي د ځان لپاره یو مشخص دین یا عقیده وټاکي او یا یې رد کړي، پرته له دې چې کوم قانوني جواز او جنبه ولري، چې دلته دین او اسلام ځانګړی دریځ لري.

همدا راز ښاغلي فخري په ټولنیز اړخ کې واده کولو ته اشاره درلوده، چې په ډیموکراسۍ کې هر څوک، هغه که نر وي او که ښځه، له هر چا او هر شي سره یې چې زړه وغواړي کولای شي واده وکړي، نوموړي زیاته کړه چې په ډېری اروپايي هېوادونو کې چې اساس یې ډیمواکراسي ده، آن ښځې له سپیو، ونو، قالینو او له خپلو همجنسو سره کولای شي واده وکړي. کولای شي هر وخت هر چا سره غیر قانوني او غیر اخلاقي رابطې ولري، چې په ډیموکراسۍ کې نه حکومت، نه بل کوم کس یا بنسټ اخلاقا او قانونا نیوکه وکړي او یا یې منع کړي.

خو اسلام د دې خبرو په هکله چپ نه پاتې کیږي او په هره برخه کې یې مجازات او حدود ټاکلي.

ښاغلي فخري همدا راز په اسلامي نظام کې جهاد فی السبیل الله، امر بالمعروف او نهي عن المنکر یوه وجیبه وګڼله او نوموړي وویل، چې په ډیمواکراسي کې دا کومه مسؤلیت نه شمېرل کیږي.

نوموړي دغه راز په دواړو نظامونو کې د هېواد د چارو واک په لاس کې اخستو ته اشاره وکړه، او ویې ویل، ډیموکراسي نظام کې یو غلام هم کولی شي، ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړي، خو اسلام غلام ته دا حق نه ورکوي، چې دی دې ولسمشرۍ ته ودرېږي، ځکه په اسلام کې د خلیفه کېدو یو شرط دا دی، چې ازاد به وي.

بل په اسلام کې ټول وګړي یو شان حقونه لري او یو ډول امتیازاتو څخه برخمن دي، خو په ډیموکراسۍ کې دغه اصل نه شته.

استاد څرګنده کړه چې اسلام ښځه او نر په دوه مواردو کې، چې ولایت عامه او یا قضاوت ته ځان کاندید کړي نور دوی مساوي حقونه لري. خو ډیموکراسي دغه مساوات یو شان دوی ته ورکوي.

ښاغلي فرزاد هروي د دغو نظامونو تر منځ ګډو ټکو ته اشاره وکړه، او ویې ویل چې په اسلام کې د لویو کارونو تر سره کولو لپاره شورا یو اصل دی.

نوموړي وویل: ډیموکراسي هم د دغه اصل غوښتونکی دی، په ډیموکراسي کې د یو پرېکړې لپاره د خلکو نظر اخستلو  ته هم اهمیت ورکول شوی او کلکه پاملرنه یې ورته کړې، چې د دیکتاتوری له منځه وړو پر بنیاد رامنځ ته شوی.

یو شمېر ګډون والو خپلې پوښتنې هم مطرح کړې چې د یادو میلمنو لخوا ورته ځوابونه وویل شول. د پروګرام په وروستۍ برخه کې د وېرجینیا پوهنتون استاد او د امریکا په سطحه مشهور دعوتګر ښاغلی دکتور محمد داوود نسیمي د اسلام او ډیموګراسۍ په اړه راغونډونکې خبرې ترسره کړې.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *