د پالیسي پیپر د ارزونې او بیا کتنې غونډه ترسره شوه

دوشنبې ورځ د سنبلې میاشتې په ۱۷ نېټه د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز د نوې پالیسي پیپر (آموزش از راه دور؛ چالش ها و راه حل ها) تر سرلیک لاندې علمي غونډه چې د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین ډاکتر ابراهیم شینواري په ګډون د ځینو پوهنتونونو مسؤلینو او د ښوونځیو مدیرانو پکې ګډون درلود ترسره شو.

په پیل کې ښاغلي مدثر اسلامي د پالیسي پيپر منځپانګې په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل او د پالیسي پیپر په ارزښت یې خبرې ترسره کړې. ورپسې ښاغلي محمد ابراهیم شینواري د پالیسي پیپر علمي ارزونه ترسره کړه او د CSRS نه یې مننه وکړه چې په مناسب وخت کې یې دا اړینه موضوع د بحث لاندې ونیوله. نوموړي څرګنده  کړه چې پوهنې وزارت به موضوع ته په کتو هڅه وکوي چې هغه اړینې او نوې سپارښتنې چې په پالیسي پیپر کې ورځنې یادونه شوې په خپلو پالیسیو کې شامل کړي. د ورکشاپ درېیمه برخه کې ګډون والو خپل نظرونه او پوښتنې مطرح کړې، د هغې جملې څخه د سلام خصوصي پوهنتون اداري معاون ښاغلي عبدالبصیر یوسفي له لرې څخه زده کړو اړوند هغه سیسټم په اړه چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا چمتو شوی وو، د ستونزو په اړه وغږېد. نوموړي څرګنده کړه چې سلام خصوصي پوهنتون د خپلو محصلینو لپاره مجبور شو ترڅو ځانګړی اپلیکیشن په لاره واچوي، مګر د لوړو زده کړو وزارت بیا تاکید درلود ترڅو هرومرو د هغوی لخوا چمتو شوی سیستم (HELMS) نه ګټه پورته کړی شي.  د غونډې بل ګډون وال او د کابل پوهنتون استاد ښاغلي دوکتور عبدالصبور فخري بیا د سیستم د عامه پوهاوي په اړه وویل: سربېره پر دې چې د کابل پوهنتون استادانو ته د (HELMS) سیستم په اړه ورکشاپ هم ترسره شوی وو، مګر بیا هم ډېرو استادانو د یاد سیستم د استعمال په اړه کافي معلومات نه درلودل، نوموړي په دې برخه کې د عامه پوهاوي په ډېرولو ټینګار وکړ.

په وروستۍ برخه کې د مرکز رئیس ښاغلي نصیر احمد نویدي ګډونوالو او په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت معین ښاغلي ابراهیم شینواري صیب څخه د زړه له کومې مننه وکړه او ویې ویل چې د نړۍ حالاتو ته په کتو سره نور نو الکترونیکي زده کړې زمونږ لپاره یو اختیار نه، بلکې جبر دی او په کار ده چې پالیسي جوړوونکې ادارې په دې اړه د واضح پلان له مخې اړین ګامونه پورته کړي. ښاغلي نویدي زیاته کړه چې په راتلونکې کې به مرکز په اړینو موضوع ګانو د څېړنو په پار د پوهنې وزارت سره په ګډه کار ترسره کوي چې د پوهنې وزارت د محترم معین صیب له خوا ورسره موافقت وښودل شوه.