د اقصی طوفان تاریخي عملیات او په افغانستان کې یې انعکاس

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • د اقصی طوفان تاریخي عملیات او په افغانستان کې یې انعکاس
  • غبرګونونه او رسمي دریځونه
  • لسی تائید
  • افغانان او فلسطین
  • د فلسطین مسئلې پر وړاندې د افغانانو مسؤلیت

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د الاقصی طوفان څنګه پیل شو؟

د شنبې په سهار ۱۵ میزان ۱۴۰۲ هجري/ ۶ اکتوبر ۲۰۲۳ نېټه، اقصی طوفان د منځني ختیځ سیمه ولړزوله. دغه توپان چې له محاصره شوې غزې څخه د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» د پوځي څانګې کتائب عزالدین قسام له خوا پیل شوی وو، په ډیر مهارت او مسلکي توګه يې له هوا، ځمکې او سمندر څخه د غزې تړانګې ته نږدې اشغال شوې سیمې په نښه کړې. د دې عملیاتو په ترڅ کې د حماس مبارزینو د غزې تړانګې ته څېرمه د اشغالګر رژیم ( اشغال شوي فلسطین ) د پوځي تاسیساتو شاته ۹ پوځي مرکزونه په نښه کړل او په دغو مرکزونو کې موجود پوځي ځواکونه یې ووژل او ونیول. دوی د غزې په تړانګه کې د یهودي میشت ځایونو ته هم ننوتل ترڅو خپل ځواک وښيي او هغوی ته خبر ورکړي چې فلسطین نور د دوی لپاره خوندي ځای نه دی او غوره ده چې ژر تر ژره یې اصلي مالکینو ته وسپارل شي.

نیواکګر رژیم د امریکا او غربي نړۍ په ملاتړ خپل ظالمانه، نیواکګر او وحشیانه سیاست ته دوام ورکوي او د دغه سیمې د اصلي اوسیدونکو لپاره یې د ژوند چارې ورتنګوي. دوی اسلامي مقدسات تر پښو لاندې کړي، په مسجد الاقصی کې یې مسلمانان ځورولي او هر وخت افراطي او کرکه لرونکو یهودانو د رژیم په ملاتړ د مسجد حریم تر پښو لاندې کړی او له لمانځه او عبادت څخه یې منع کړي دي. په ډيرو ښارونو او ښارګوټو يې يرغلونه کړي او کله ناکله په پوځي بريدونو سره د ځوانانو، بوډاګانو، ښځو او ماشومانو په ګډون ډېر شمير فلسطينيان وژني. خو دبشری حقونو د ټولو بنسټونو او د نړیوالې ټولنې چوپتیا او دصهیونیسټ نیواکګر رژیم د تیریو او وژنو په زیاتیدو سره د زړورو فلسطینیانو د صبر کاسه نوره هم ولړزیده او بالاخره یې په زړورتیا حمله وکړه.

برید دومره حیرانوونکی، ګړندی او ټکان ورکوونکی و چې په پایله کې یې د اشغالګر رژیم سیاسي مشرتابه، اردو او استخباراتو خپل انډول له لاسه ورکړ او سرګردانه شول. د عملیاتو له پیل څخه ۷۲ ساعته وروسته، نوښت په بشپړه توګه د حماس د بریدګرو په لاس کې و او د اسراییلو پوځي مشرتابه اصلاَ د پرېکړې کولو توان له لاسه ورکړی و. لومړي وزیر نتنیاهو هم خپل هوش له لاسه ورکړی و او په ویناوو کې یې له ګواښوونکو څرګندونو او تشو الفاظو پرته بل څه نه موندل کېدل. د لویې کابینې څو غونډې وشوې او ورپسې د وړې کابینې څو غونډې وشوې، خو کومه څرګنده پریکړه یې ونه کړه.

غبرګونونه او رسمي دریځونه

د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل راهیسې د نیواکګر رژیم د ښي اړخي حکومت لومړی وزیر بنیامین نتیاهو د مختلفو هیوادونو په تیره بیا د امریکا او اروپایي هیوادونو له مشرانو سره په تماس کې وو. له غزې څخه د حماس له حملې وروسته د غاصب رژیم د مشرتابه ترټولو ستره اندیښنه دا وه چې د لبنان او سوریې له پولو د نورو وسله والو ډلو له خوا د غاصب رژیم په خلاف دغه ډول حملې ونشي.

په دې سختو شیبو کې اروپایی هیوادونه او د امریکا متحده ایالات د نیواکګر رژیم ملاتړ ته راووتل، د امریکا ولسمشر جوبایډن چې د روسانو لخوا د اوکرایین د ځینو برخو د نیواک په پلمه یې د اوکرایین طرفداری کړی ده. د ټولو انساني معیارونو په خلاف یې نتانیاهو ته یو خالي چک ورکړ چې د غزې په خلکو د نیواکګر رژیم د غچ اخیستلو د هر ډول عملیاتو ملاتړ به وکړي. دامریکا ولسمشر په همدې بسنه ونه کړه بلکې اعلان یې وکړ چې د نیواکګر رژیم د ملاتړ لپاره به د ګیرالډ فورډ توره بیړۍ منځني ختیځ ته واستوي. د امریکا ولسمشر همداراز د ایران د ډاډ لپاره ټینګار کړی، چې د الوتکې وړونکې بېړۍ د لېږلو موخه په جګړه کې ګډون نه، بلکې له اسراییلو ملاتړ دی. ایران چې دغه څرګند پیغام ترلاسه کړی، امریکا او نیواکګر رژیم ته یې ډاډ ورکړی چې تر څو حملې لاندې رانه شی تر هغو به پر اشغالګر رژیم برید ونه کړي. که څه هم د لبنان حزب الله؛ د ایران نږدې متحدانو د اکتوبر له اتمې نیټې څخه د غاصب رژیم پر ضد یو لړ نمایشي عملیات ترسره کړي، خو دغه عملیات نه د حزب الله د جنګي توان په تناسب وو او نه یې هم د غاصب رژیم د هغه وحشیانه هوایي بمباریو فشار کم کړ، چې د غزې په بې دفاع خلکو باندې شل ساعته یی دوام وکړ. ایران چې په سیمه کې د خپلو متحدو وسله والو ډلو په ګډون د بیت المقدس د ازادۍ ادعا کوي، د فلسطین د ازادۍ لپاره په دې تاریخي مبارزه کې بې طرفه پاتې شو. له همدې امله د غاصب رژيم زړورتيا په خپل وحشيانه چلند کې زياته شوه او په هغو کورونو يې بمبارۍ ته دوام ورکړ چې ښځې او ماشومان پکې له زياتې ويرې سره مخ وو او د دغو بريدونو ٧٠ سلنه قربانيان ښځې او ماشومان دي. غاصب رژیم د دغې تاریخي ناکامۍ د پټولو په خاطر په قصدي ډول او د آزادۍ او د ښځو او ماشومانو د حقوقو د دفاع ورکوونکو شعارونو د مشرانو په ملاتړ هغوی په نښه کوي تر دي چې په هغه روغتون يې برید وکړ چې د پاتې ماشومانو او ښځو درملنه په کي کیږي او هغه خونړۍ قصاب خانه یې جوړه کړه چې د نږدې یوې پیړۍ په خونړي او وحشیانه تاریخ کې يې پرې د حیوانیت مهر ولګاوه.

په همدې حال کې د اسلامي هېوادونو دریځ؛ عربي او غیر عربي؛ سعودي، مصر، سوډان، اردن، پاکستان، ترکیه، مالیزیا، اندونیزیا او داسې نورو واقعاً د شرم وړ دي. چیرته چې نه یوازې د فلسطین د خلکو د حقه حقوقو د ملاتړ او د دغه ظالم رژیم د نیواک په وړاندې د هغوی د حقه مبارزې لپاره کوم غښتلی غږ پورته نه شو، بلکې په مرګوني چوپتیا او بې روحه ډیپلوماتیکو څرګندونو سره اسرائیلو ته دا موقع ورکړل شوه چې په خپل واک کې هر څه لري د حماس غورځنګ او د غزې خلکو په وړاندې یې وکړی. البته د قطر او کویت حکومتونه د غزې په تړانګه د نیواکګر رژیم د هوایی حملو د سمدستی بندولو او غزې ته د بیړنۍ بشری مرستو د لیږلو لپاره د قدر وړ دي. د تېر ځل په پرتله دا ځل د سعودي دریځ هم ښه و، خو د تمې برعکس رجب طیب اردوغان؛ د ترکیې ولسمشر د غزې په تړانګې د نیواکګر رژیم د وحشیانه حملو په وړاندې کلک دریځ ونه وښود. که څه هم نوموړي دغه بریدونه وحشیانه او غیر انساني وبلل، خو د دې رژیم پر وړاندې یې د پخوا په څير د قوی حمایت کوم غږ نه وو. ښايي د ترکيې اقتصادي ستونزې او له امريکا او متحدينو څخه د همکارۍ تمه د دغه کمزوري دريځ اصلي لامل وي، خو د غزې خلک او مسلمان ملتونه به د اردوغان غوندې شخص دغه بزدلانه دريځ هيڅکله ونه بخښي.

ولسی تائید

الحمدلله اسلامي امت یو ژوندی امت دی، د استبدادي او غربي وابسته حکومتونو له واکمنۍ سره سره د اسلامي امت په چارو کې د ایمان له غوښتنو سره سم او په بیدار وجدان عمل کوي. د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل څخه د مسلمانو ولسونو دغه مثبت غبرګون د رسنیو او ټولنیزو پاڼو له لارې په پراخه کچه څرګند شو. دوی د غاصب رژيم د پوځي مرکزونو په خلاف د ناڅاپي عملیاتو په ترسره کولو سره د حماس د بریا له امله د فلسطین ملت ته مبارکي وویله او د خوشحالۍ مراسم یې ترسره کړل. له هغه وخته چې په غزې تړانګې د نیواکګر رژیم وحشیانه او انتقامي بریدونه پیل شول، مسلمان ولسونه سړکونو ته راووتل او په پراخه پیمانه یې د دغه وحشیانه عملیاتو په وړاندې خپله کرکه او نفرت ښکاره کړه. دوی د غزې او د هغه د خلکو د ساتنې لپاره شپه او ورځ خدای ته دعا وکړه او د غزې او د فلسطین د خلکو له حقونو څخه یې په مختلفو لارو خپل نه ستړی کیدونکی ملاتړ څرګند کړ.

الحمدلله د حق او باطل په دې جګړه کې د افغانستان د مجاهد ولس ځای هم خالي نه و، د اقصی د طوفان له لومړیو شیبو څخه د افغانانو ټولنیزې پاڼې د حماسو مجاهدینو ته د مبارکۍ او مرګ پر اسرایل او مرګ پر امریکا شعارونو او ورته پیغامونو باندې پاڼې ډکې وې. د افغانانو غوڅ اکثریت د حماس له مجاهدینو او د غزې د خلکو ملاتړ وکړ او د غزې د اشغالګر رژیم له ړندو او وحشیانه بمباریو یې خپله نفرت او کرکه څرګنده کړه. د جمعې په ورځ د میزان په ۲۱مه (اکتوبر ۱۳) د غزې په ټولو لویو ښارونو کې د غاصب رژیم د هوايي یرغل په خلاف او د غزې د خلکو په ملاتړ پراخې مظاهرې وشوې. د کابل، جلال اباد، نیمروز او غور ښارونه د غزې په تړانګه کې د اشغالګر رژیم د یرغل پر ضد د افغانانو د پراخو لاریونونو شاهدان وو. د کابل په لاريون کې، چې د کابل ښار او ولسواليو ګڼ شمېر اوسېدونکو، د پوهنتون استادانو، ځوانانو، علماوو او مجاهدينو په کې برخه اخيستې وه، د جمعې له لمانځه وروسته د کابل ښار د تاريخي عیدګاه جومات مخې ته چې د خپلواکۍ سمبول دی راټول شوي وو. ويناوالو د ټولنې د بېلابېلو څانګو په استازيتوب خبرې وکړې او د حماس او د غزې له خلکو يې خپل عمومي او بشپړ ملاتړ اعلان کړ. دوی د قدس مسئله د اسلامي امت قضیه وګڼله او د خلاصون لپاره یې مبارزه د هر افغان دنده وګڼله. د لاريون ګډونوالو مرګ پر اسرائيل او مرګ پر امريکا شعارونه ورکول او د غاصب رژيم بيرغ يې وسوځاوه.

 

افغانان او فلسطین

د اسرا او معراج، فلسطین او بیت المقدس سره د افغانانو تړاو پخوانۍ اړیکه ده. د عثماني خلافت په دوره کې افغان حاجیانو چې شمیر به یی زرګونو ته رسیده مکې ته د تللو او بیرته راتلو پر وخت به په بیت المقدس او اقصی جومات کې پاتې کېدل. په ۱۰۴۳ هجري قمري کال کې یو شمیر افغانانو د بیت المقدس له یوې دروازې «باب الغوانمه» سره په څنګ کې چې د مسجد الاقصی له دروازو څخه ده د «الزویة الافغانیه» په نوم یوه خانقاه جوړه کړه چې د هغه وخت د عثماني والي محمود باشا لخوا د قدس په اوقافو کې شامل شوه او اوس هم فعاله ده. افغان خانقاه یو جومات او دولس کوچنۍ خونې لري، چې د حج په موسمونو کې د افغان حاجیانو د خدمت او د ذکر د حلقو د تنظیمولو لپاره کارول کیده. دغه خانقاه، د بخارا خانقاه او د هند خانقاه ، د حج په سفر کې د منځنۍ او سویلي آسیا مسلمانانو ته تود هرکلی او خدمت کوي. په هغه وخت کې افغانستان د عثماني خلافت سره اړيکې درلودې او افغانان په ازاده توګه فلسطین ته تګ راتګ کولی شو. له هغه وخت راهیسې د جفا په ساحلي ښار کې یو شمیر افغاني کورنۍ اوسیدلې، خو د صهیونیسټي رژیم له راڅرګندیدو او د ۱۹۴۸ کال د ناورین له امله فلسطیني افغانان نورو ښارونو لکه نابلس، قلقیلیه او قدس ته مهاجر شول چې اوس هم هلته میشت دي. په بیت المقدس کې یوه افغاني خانقاه چې د قادریه خانقاه نومیږي؛ دا هم شیخ عبدالقادر جیلاني ته منسوب ده. د دې خانقاه یو له پخوانیو مشرانو څخه حاجي عبدالله د رحمدل شاه افغان زوی و چې د غزني په قره باغ کې زیږیدلی او له ۱۹۳۸ څخه تر وفات (۱۹۷۹) پورې د دې خانقاه د لارښود په توګه پاتې شوی دی. افغاني خانقاه اوس هم فعاله ده او مسؤلیت یی د شیخ عبدالکریم افغاني په غاړه لری، چې هره ورځ پکې د ذکر حلقې او کلني دیني پروګرامونه ترسره کیږي. [۱]

الحمد لله چې په هېواد کې دننه افغانان د اسلامي امت له مسايلو او په ځانګړې توګه د فلسطين او د مسجد اقصی له مسئلې سره ژوره خواخوږي لري او په دې برخه کې يې له خپل ټول توان سره د هيڅ شي څخه ډډه نه ده کړې. افغانان د اسلامي مقدساتو د دریم حرم او د اولې قبلې په توګه د فلسطين دفاع د عبادت او د دين يوه برخه ګڼي. له همدې کبله له هماغه پیله له صهیونیسټ رژیم سره دښمني لري، د فلسطین له مجاهدینو او په اقصی کې له مرابطینو سره مینه لري.

دا خواخوږي اوږد تاریخ لري او هغه وخت ته ځي چې د مرحوم محمد صادق المجددي زوی محمد هارون المجددي؛ په مصر کې د افغانستان سفیر په حقیقت کې د سویز کانال په جګړو کې د اسرایلو د مدافع برتانوي ځواکونو په وړاندې د اخوان المسلمین د مجاهدینو په لیکو کې برخه اخیستې وه او وروسته په همدې جرم په مصر کې زنداني شو. د محمد ظاهر شاه (د افغانستان وروستی پاچا) د واکمنۍ په منځ کې؛ ، په کابل کې مسلمانو علماوو او مبارزینو د القدس مجاهدینو لپاره له خلکو څخه مالي مرستې راټولولې. او په جوماتونو کې به اجتماعي دعاګانې کیدلې او د شاهي رژیم په پای کې چې د اسلامي بیدارۍ څپې د افغانستان پوهنتونونو او علمي ټولنو ته ورسیدې، له بیت المقدس څخه دفاع او د صهیونیسټي رژیم د مشروعیت په رسمیت نه پیژندل د افغان مسلمان ځوانانو د غورځنګ له پرله پسې دریځونو څخه وو او په کوڅو کې د مظاهرو او مقالو او لیکونو تر څنګ تل د مرګ په اسرائیل او ژوندی دی وی بیت المقدس شعارونه ورکول کیدل.

د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور له کودتا او د افغانستان پر خاوره د سرو لښکرو له وحشیانه یرغل وروسته د اسلامي امت په زرګونو بااحساسه ځوانان او علما پاکستان ته ولاړل او د مجاهدینو له کاروانونو سره افغانستان ته داخل شول او د سرو لښکرو پوځ پر وړاندې یې په سپېڅلي جهاد کې برخه واخیسته. په دغو فداکارو ځوانانو کې په سلګونو فلسطيني بچیان هم شامل وو چې د افغانستان بېلابېلو محاذونو ته ولاړل او په مېړانه يې جهاد وکړ، تر دې چې د جهاد په تودو سنګرونو کې په لسګونو زره شهيدان شول. او د دوی پاکې وینې د افغان شهیدانو له وینو سره یو ځای د دواړو فلسطیني او افغان ولسونو تر منځ د ورورګلوۍ اړیکې لا ټینګې کړې. د اتيايمې لسيزې په نيمايي کې، کله چې د شوروي اتحاد پر ضد جهاد، يو نازک پړاو ته رسېدلی و، د فلسطین نامتو عالم او دعوتګر ډاکټر عبدالله عزام رحمه الله د افغان مجاهدینو مرستې ته ورغی او د مکتب خدمات مجاهدین په جوړولو سره یې د افغانستان د فتحې لپاره د مرستو په راټولولو او همغږۍ کې ستر ګام واخیست. هغه په ​​خپل علمي استعداد سره افغان جهاد د ټولو هغو کسانو لپاره چې ددې کار توان لري فرض عين بللی و او په دې تاریخي فتوا سره یې وکولای شول چې ډېر خلک، بنسټونه او فکري او سیاسي جریانونه د جهاد په څنګ کې ودروي. د استاد عزام د پرله پسې هلو ځلو له برکته له بېلابېلو اسلامي هېوادونو څخه د افغان جهاد او په بهر کې د افغان مهاجرینو لپاره پراخې منابع پيدا شوې.

په ۱۹۸۷ کال کې چې عبدالله عزام رحمه الله لا د هجرت په خاوره کې و، د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس چې ستر روحاني مشر یې شیخ احمد یاسین وو، تاسیس شو او په دننه کې د لومړي انتفاضې مبارک تحریک پیل شو. همدا راز یې هیله درلوده چې د افغان جهاد له بریا وروسته خپل وطن ته ستون شي او د مبارک انتفاضی خدمت وکړي. خو د آزادۍ او انسانيت دښمنانو اجازه ورنکړه چې هغه د خپلو ايډيالونو واقعيت په خپلو سترګو وويني. د ۱۹۸۹ کال د نومبر په ۲۴ مه د سړک د غاړې د ماین د چاودنې له امله هغه او د هغه دوه ماشومان محمد او ابراهیم په پاکستان (پېښور) کې ووژل شول. دا سمه ده چې عبدالله عزام شهید د انتفاضې له نوي غورځنګ سره په یو ځای کیدو کې بریالی نه شو، خو د هغه لسګونه تکړه مجاهدین چې د سرو لښکرو پر وړاندې یې د جګړې په ډګرونو کې فزیکي ځواک او جنګي مهارتونه ترلاسه کړي وو، ورو ورو د هجرت خاوره پریښوده او د فلسطین مقاومت ته یې ځایونه وقف کړل.

 

د فلسطین مسئلې پر وړاندې د افغانانو مسؤلیت

سره له دې چې د افغانستان خلک له فلسطین سره د تاریخي دیني اړیکو درلودونکي دي او د غزې د اشغالګرو د اشغال په وړاندې د غزې د مجاهدینو له روان مقاومت سره د ښو احساساتو په لرلو سره بيا هم په دې اړیکو کې څه تشې شته چې باید ډکې شي. دغه تر ټولو مهمې تشې په لاندې ډول دي:

  1. د سم خبر په ترلاسه کولو کې پاتې راتلل

له بده مرغه زیاتره افغانان په تېره بیا ټولنیز فعالان او د رسنیو چلوونکي له عربي ژبې سره د نه بلدتیا له امله په ټولیزه توګه د منځني ختیځ په اړه خبرونه او د فلسطین او د غاصب رژیم تر منځ د اړیکو خبرونه په ځانګړي ډول له فارسي او انګلیسي سرچینو څخه ترلاسه کوي. کوم چې په یو ډول د دې رژیم سیاست ته خدمت کوي. نیواکګر رژیم د خپلو بې شمېره شتمنیو په مرسته ګڼ شمېر رسنۍ په تېره بیا غربي رسنۍ تر خپل نفوذ لاندې راوستي او په دې توګه غواړي په نړۍ کې خپل تور مخ سپین کړي. غاصب رژیم په رسنیو کې په پانګونې سره غواړي چې د غزې د وروستیو بریدونو په شمول د فلسطینیانو په وړاندې په هره جګړه کې ځان مظلوم وښيي او د فلسطین او د فلسطین د ازادۍ مجاهدین چې په عادلانه توګه جګړه کوي د ظالمانو په توګه انځور کړي. کله نا کله د فلسطین په اړه زموږ د هیواد د رسنیو او پوهو شخصیتونو لخوا د غلطو معلوماتو له امله ناسم قضاوتونه لیدل کیږي، چې باید داسې نه وي. لږ تر لږه باید په دې پوه شو چې د افغانستان انټرنیشنل او من و تو شبکه او تر هغو مخکې بي بي سي او امریکا غږ په دې برخه کې د باور وړ شبکې نه دي. پرځای یې، موږ کولی شو د الجزیرې انګلیسي تلویزیون باندې تکیه وکړو که چیرې موږ په عربي نه پوهیږو. سربیره پردې، د فلسطین د مقاومت رسنیز شبکه خورا پراخه او متنوع ده، د لټون په پایله کې تاسو کولی شئ په اسانۍ سره د فلسطین په اړه لومړی لاس او باوري سرچینو ته ورسیږئ.

۲- د جګړې د ماهیت او تاریخ په اړه د پوهې نشتوالی

له بده مرغه د نوي نسل ډېر افغانان لا هم په دې نه پوهېږي چې اسراييل يو ناروا دولت دی چې د اروپايانو په ځانګړې توګه د انګرېزانو په همکارۍ د اسلامي نړۍ په زړه کې د استعماري موخو لپاره کرل شوی دی. انګلستان د لومړۍ نړیوالې جګړې په شروع کولو سره د عثماني خلافت په ختمولو کې خاين رول لوبولی او د دې نیواکګر رژیم په جوړولو کې یې کار وکړ چې د اسلامي نړۍ افریقا او عربي برخه له نورو برخو څخه جلا کړي چې پخوا د عثماني خلافت تر سیاسي مرکزيت لاندې سره متحد وو. د حیرانتیا خبره ده چې په ۱۹۱۶ کال کې د عثماني خلافت له نسکورېدو مخکې هم د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر بالفور له نړیوال صهیونیسټي غورځنګ سره ژمنه کړې وه چې دوی به په فلسطین کې یو حکومت ولري. او دا د تاریخ تر ټولو خندوونکې ژمنې دي، ځکه چې د دې اعلان پر مهال، څوک چې د یو څه مالک نه وي، د هغه چا سره ژمنه کوي چې مالک یې نه وي. هغه مهال فلسطین د عثماني خلافت تر واکمنۍ لاندې و او ډېر کم یهود پکې اوسېدل. د دوو نړیوالو جګړو په منځ کې برتانیې چې د عثماني دولت له نسکوریدو وروسته یې د فلسطین ډیره برخه تر خپلې ولکې لاندې راوستې وه، د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه په لسګونو زره یهودیان د صهیونیسټي نړیوال غورځنګ په همکارۍ فلسطین ته ولیږدول. هغوی ته یې تجهیزات او روزنه  ورکړه او د فلسطین د اصلي اوسیدونکو په وړاندې یې جنګ ته هڅول او تمویل کړل. په عین وخت کې یې د مختلفو پلمو له مخې د فلسطینیانو له لاسونو وسلې راټولې کړې او هغوی یې د هر ډول ټولنیز پرمختګ له امکاناتو بې برخې کړل. د یهودانو لپاره د فلسطین د ترلاسه کولو لپاره د برتانیې د ټولو هڅو سره سره، په ۱۹۴۸ کې د فلسطین یوازې ۳٪ ځمکه د دوی په لاس کې وه او پاتې نور یې د فلسطینیانو ملکیت وو.

۳- د نړیوال صهیونیسټ غورځنګ د طبیعت په اړه د پوهاوي نشتوالی

باید پوه شو چې د اسلامي خاورې په زړه کې د نیواکګر رژیم د شتون او په دې سیمه کې د لویدیځ د ګټو د ساتنې تر منځ مستقیمه اړیکه شته. لوېديځ د پخوانۍ استعماري دورې له ختمېدو او په اسلامي نړۍ کې د استعمار د تحريک له پيلېدو وروسته عربي نړۍ ووېشله او په سيمه کې يې د وابسته رهبرۍ په نصبولو سره د  تېلو بډايه سيمو  لوټلو ته دوام ورکړ. دوی باید هلته یو متضاد وجود وکري، چې نه له مذهبي او تاریخي پلوه په سیمه کې له شته جوړښت سره سمون لري او نه د لویدیځ له مرستې پرته ژوندي پاتې کیدل ورته ممکن دي. لويديځ له دې كار څخه دوه مهمې موخې درلودې، يو يې په سيمه كې د سياسي او اقتصادي تسلط دوام، دويم يې د اسلامي نړۍ د بيا راټوكېدو او خوځښت او د لويديځ پر وړاندې د هغوی د ودریدو چانس له منځ وړل وو. له همدې امله صهیونیسټ رژیم یو غاصب حکومت دی چې د یوې دسیسې په اساس د فلسطین په خاوره مسلط شوی دی . دا ناروا سازمان د خپل بقا لپاره د لویدیځ مرستې ته اړتیا لري او لویدیځ د خپلو ستراتیژیکو ګټو له امله د هغې تر شا ولاړ دی. د خلیج او د منځني ختیځ له هیوادونو سره د امریکا د مرستو لومړی شرط دا دی چې د نیواکګر رژیم امنیت ته ژمن وي، له همدې امله امریکا او د اروپا ځواکمن هیوادونه په ښکاره او په خپل ټول قوت سره د نیواکګر رژیم لوري ته دي او د دوی هر جرم توجیه کوي، خو له بده مرغه عربي هیوادونه له امریکا او لویدیځ سره د خپلو اړیکو او له غاصب رژیم څخه د ویرې له امله د فلسطین او د فلسطین د خلکو د حقوقو په دفاع کې جدي اقدام نه کوي. او د صهیونیسټي رژیم جنایتونه په ښکاره توګه نه غندي.

۴- له خبرو ته عمله

د فلسطین د ازادۍ غورځنګ یو بنسټیز پړاو ته رسیدلی او له دننه څخه د غاصب رژیم د نسکوریدو نښې څرګندې دي. د دې وروستۍ نښه د طوفان عمليات دي، د طوفان الاقصی په عملياتو کې د صهیونیسټ رژيم د څه دپاسه ۲۷۰ پوځیان او افسران له منځه ولاړل او څه دپاسه ۲۰۰ ژوندي ونيول شول او زرګونه نور په کې ژوبل شول. د دغه ناڅاپه عملیاتو په پایله کې د اشغالګر رژیم هغه انځور له منځه ولاړ چې نړۍ ته یې په سیمه کې د یوه ځواکمن هیواد په توګه وړاندې کړی و. ځکه چې نه د مجاهدینو په وړاندې د «ماتې نه خوړونکی» په نامه پوځ څه کولای شول او نه هم د دوی قوي استخباراتو د برید په اړه کوم مخکیني معلومات ترلاسه کړل. د دغه ډول برياليو عملياتو په ځواب کې نيواکګر رژيم تصميم نيولى دى چې د خپل ورک شوي وقار د بېرته ترلاسه کولو په موخه د غچ اخيستلو داستان پيل کړي، چې مهمې موخې يې په لاندې ډول دي:

  • دا وحشیانه هوايي بمباري د غزې د خلکو د غچ اخیستنې له امله ده چې ولې د الاقصی طوفان او د اسراییلو په وړاندې د وسله والو حرکتونو ملاتړ کوي.
  • دوی د فلسطینیانو تلفات د اشغال ګرو تلفات په وړاندې دوه چنده یا درې چنده کړي، ترڅو دوی د ځان لپاره د اوړو پوزه جوړه کړي او د لومړي وزیر نتانیاهو ګډوډ حکومت له مینځه لاړنشي.
  • د تل لپاره د فلسطین څخه د غزې اوسېدونکو د ایستلو په نیت،د غزې د شمالي سیمو د اوسیدونکو مجبورول چې جنوب ته هجرت وکړي، لکه څنګه چې دوی د ۱۹۴۸ په جګړه کې هم دغسې کړي وو او په پایله کې د جګړې له امله د فلسطینیانو موقتي مهاجرت له فلسطین څخه په دایمي مهاجرتونو بدل شو.
  • د فلسطین د مقاومت غورځنګ او د حماس مجاهدین د خلکو د ملاتړ څخه بې برخې کول، په سیاسي لحاظ (د لویدیځ په تفسیر او د هغې په مرسته) يې د تروریستي غورځنګونو په لست کې شاملول او د غزې په شمال کې د تل لپاره د هغوی له منځه وړل. هیره دې نه وي چې ووايو په اوسنيو حالاتو کې د غاصب رژيم زياتره خلک او پلويان ځمکنۍ جګړه او غزې ته ننوتل د دغه رژيم د کمزوري پوځ لپاره ځانمرګی ګڼي.

په داسې حالاتو کې د هیڅ مسلمان په ځانګړې توګه د افغانستان د عدالت غوښتونکو او سوله غوښتونکو خلکو لپاره مناسبه نه ده چې بې پرې وي او یوازې په لفظي اثبات او دعاګانو راضي وي. دا مهال په غزه کې د خوراکي توکو د برابرولو، د ناروغانو د درملنې، بې ځایه شویو ته د خدمت او نورو بشري اړتیاوو لپاره مالي مرستې تر ټولو ستره اړتیا ده. هغه افغانان چې توان لري د هېواد په لوېديځ کې له زلزله ځپلو سره د مرستې تر څنګ، د فلسطين له خلکو سره د باور وړ فلسطيني خيريه بنسټونو له لارې چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې فعالې دي، خپلې بشري مرستې ورسوي. او البته موږ ټول پوهیږو چې په مال کې جهاد د میدان له جهاد څخه کم نه دی. د افغانانو دوهم عامه مسوولیت دا دی چې د فلسطین د مسئلې د سم درک کولو لپاره هڅه وکړي، چې د روان وضعیت د سم درک په پایله کې د غزې د مقاومت په کلکه ملاتړ وکړي او د غزې د خلکو او د ټول فلسطین په وړاندې د غاصب رژیم جنایتونه وغندي. سربیره پر دې د افغانستان اسلامي امارت باید د غزې د خلکو په وړاندې د غاصب رژیم د پوځ ورځني جنایتونه په دایمي توګه وغندي او د دغه رژیم جنایتکارو ملاتړو ته د امریکا او اروپايي هیوادونو په ګډون د مسلمان ملتونو سره د ښکاره دښمنۍ څخه خبرداری ورکړي. سره له دې چې نړۍ اسلامي امارت په رسمیت نه پیژني خو د نړۍ په ذهنونو کې یې د امریکا د ماتونکي په توګه ښه عکس العمل لري، دا ډول چلند به د صهیونیستی رژیم د مخ تورولو او د فلسطین د ازادۍ په حق کې مثبته اغیزه ولري.

پای

[۱] https://www.aljazeera.net/news/alquds/2016/7/18/الزاوية-الأفغانية-بالقدس-اعتزال-

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *