له نړيوالۍ ټولنې سره د ا.ا.ا د تعامل څرنګوالی او پر رسميت پېژندنې يې اغېزې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • له نړيوالۍ ټولنې سره د ا.ا.ا د تعامل څرنګوالی او پر رسميت پېژندنې يې اغېزې
  • د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې او نړيوالې ټولنې سره د تعامل په اړه فرصتونه
  • د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې او نړيوالې ټولنې سره د تعامل په اړه ستونزې
  • پايله
  • وړانديزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سریزه

د دولتونو رسميت پېژندنه تر ډېره يو حقوقي بحث دی، کله چې يو نوی دولت رامنځته کېږي او نور دولتونه يې د رسميت پېژندنې لپاره اقدام کوي، دې ته د دولتونو په رسميت پېژندنه وايي او کله چې يو نوی حکومت د کودتاه، انقلاب او يا هم په اساسي قانون کې د ټاکلو شوي اصولو پرته رامنځته شي، نو دغه نوی حکومت رسميت پېژندنې ته اړتيا لري او کله چې د نړۍ دولتونه دغه نوی حکومت په رسميت وپېژني دې ته د حکومت په رسميت پېژندنه ويل کېږي. د حکومت رسميت پېژندنه يو سياسي بحث او تعامل دی هر هېواد د خپلو ګټو په نظر کې نيولو سره د يو حکومت رسميت پېژندنې ته اقدام کوي.

په بين المللي حقوقو کې د دولتونو د رسميت پېژندنې لپاره څرګند معيارونه او شرطونه موجود دي، خو د حکومتونو د رسميت پېژندنې لپاره منل شوي اصول او معيارونه نشته.

د ۱۹۳۳ز. کال د مونټو ويډيو کنوانسيون (Montevideo Convention on the Rights and Duties of States ) د دې کنوانسيون په درېيمه، شپږمه او اوومه ماده کې د دولتونو د رسميت پېژندنې معيارونه روښانه شوي دي چې په څلور ډوله دي: دايمي نفوس،  تعريف شوی قلمرو، حکومت او حاکميت او کله چې دغه شرايط پوره شي، نو يو نوی رامنځته شوی دولت په رسميت پېژندل کېږي.

د حکومتونو د رسميت پېژندنې لپاره منل شوي معيارونه په نړيوالو حقوقو کې نشته، خو بيا هم ځينو پوهانو په دې اړه ځينې شرايط او معيارونه ذکر کړي دي چې د دې پوهانو نظرياتو موږ په څلور ډوله دکتورينو کې راخلاصه کوو:

۱: توبار دکتورين (TOBAR DOCTRINE): دغه دکتورين په ۱۹۰۷ز. کال کې د کارلوز توبار له خوا چې د ايکوادور د بهرنيو چارو وزير و رامنځته شول. دا دکتورين وايي: « No Recognition for Unconstitutional Governments» نوی منځته راغلی حکومت بايد هغه وخت د نورو دولتونو له خوا په رسميت وپېژندل شي کله چې په قانوني بڼه په ځانګړي ډول د نافذ اساسي قانون پر بنسټ رامنځته شوی وي.

۲: بېټن کورټ دکتورين (BETANCOURT DOCTRINE): دغه دکتورين په ۱۹۵۹ز. کال کې رامنځته شوي دي او وايي: «No Recognition for Military Rules» هغه حکومتونه چې د نظامي کودتاه له لارې منځته راغلي، بايد په رسميت ونه پېژندل شي.

۳- سټېمسن دکتورين (STIMSON DOCTRINE): دا دکتورين د امريکايي سټېمسن له خوا په ۱۹۳۲ز. کال کې رامنځته شوي دي او ددغو دکتورينو له مخې کله چې يو حکومت د زور له لارې د بل دولت خاوره له ځان سره يوځای کړي او هغه د خپل دولت برخه وګرځوي، نو په داسې حالت کې نور دولتونه بايد دغه حکومت په رسميت ونه پېژني.

۴: ايسټراډه دکتورين (ESTRADA DOCTRINE): دغه دکتورين د مکسيکو د بهرنيو چارو وزير جينارو ايسټراډه له خوا په ۱۹۳۰ز. کال کې رامنځته شو. د دغو کتورين پربنسټ کله چې نوی حکومت رامنځته کېږي، دولتونه بايد رسميت پېژندنه يې د خپل مثبت يا منفي قضاوت پر بنياد ونکړي، ځکه دا د هغه دولت د حاکميت د اصل ماتول او د هغوی په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده. د رسميت پېژندنې لپاره د نړيوالو حقوقو دوه اصله بايد په پام کې ونيول شي: لومړۍ په پريکړو کې د حکومت خپلواکي ( Self-determination) او دويم د هغه حکومت له خوا د نورو دولتونو په کورنيو چارو کې نه لاسوهنه(Non-intervention)، په دې معنی چې د دې دکتورينو پر بنسټ که د رسميت پېژندل شوي دولت په داخل کې داسې حکومت رامنځته شي چې هغه په خپلو پريکړو کې خپلواک وي او د نورو دولتونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي، نو هغه بايد په رسميت وپېژندل شي. له دې بحث موخه داده چې اوسنی افغان حکومت کولای شي د ايسټراډه پر دکتورينو استناد وکړي او له نړيوالو څخه د همدغه دکتورينو په رڼا کې د رسميت پېژندنې غوښتنه وکړي.

د پورتنيو دکتورينو سربيره د حکومت بهرنی او داخلي سياست هم په رسميت پېژندنه کې رول لري. که بهرنی سياست داسې وي چې د نورو دولتونو ملي ګټو ته ګواښ وي، نو نور دولتونه د رسميت پېژندنې  پرمهال له احتياط څخه کار اخلي، له نېکه مرغه د اسلامي امارت بهرنی سياست اقتصادي محوره او بې­طرفه دی چې دا ډول بهرنی سياست تر ډېره د نورو دولتونو په ګټه او کولای شي چې د رسميت پېژندنې په لاره کې فرصتونه رامنځته کړي.

همدارنګه داخلي سياست چې تر ډېره په بشري حقوقو او د قوانينو د پلي کېدو په طرز راڅرخي، که په دې برخه کې هم له ښه تعامل څخه کار وانخيستل شي، نو کېدای شي چې نور دولتونه د رسميت پېژندنه په برخه کې  له احتياط څخه کار واخلي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په وينا تراوسه ايران، ترکيې، پاکستان، روسيې، چين، ماليزيا، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان، قطر او قزاقستان هېوادونو اسلامي امارت ته په دغه خاوره کې افغان سفارتونه او قونسلګرۍ سپارلي دي چې نږدې  يوولس هېوادونه کېږي. پوښتنه داده چې پورتنيو هېوادونو په رسمي ډول د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو اعلاميه نه ده خپره کړې، خو بيا يې هم سفارتونه ورته سپارلې، ايا د سفارتونو سپارل د رسميت پېژندنې په معنی ده او که نه؟

د دې پوښتنې په ځواب کې ويلای شو چې رسميت پېژندنه په دوه ډوله ده:

الف: ډيژور (دايمي يا صريحه) رسميت پېژندنه: کله چې يو دولت د بل دولت حکومت په صريح او ښکاره ډول په رسميت وپېژني دې  ته صريحه رسميت پېژندنه ويل کېږي چې معمولاً په دوه ډوله ترسره کېږي: د يوې اعلاميې د خپرولو له لارې اعلان کول چې حکومت په رسميت پېژني او يا هم د يو تړون له لارې يو دولت له بل دولت سره هوکړه کوي چې په رسميت يې پېژني.

ب: ډيفکټو (مؤقتي يا ضمني) رسميت پېژندنه: هغه رسميت پېژندنه ده چې يو دولت په ښکاره ډول يو نوی حکومت په رسميت نه پېژني، خو ځينې داسې اعمال ترسره کوي چې هغه د رسميت پېژندنې معنی ورکوي چې دې ته ضمني رسميت پېژندنه ويل کېږي. لکه: د سياسي  مذاکراتو ترسره کول، د سياسي تړونونو لاسليکول او يا هم د سفارتونو پرانېستل چې وروسته عمل  يې تر نورو ډېر قوي دليل دی پر ضمني رسميت پېژندنې.

د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې او نړيوالې ټولنې سره د تعامل په اړه فرصتونه

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوترېش، له څو میاشتو څېړنو او ارزونو وروسته د افغانستان په اړه د خپل ځانګړي استازي پایله له وړاندیزونو سره مل د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړه، چې رسنیو د ګوترېش دغه طرحه د ملګرو ملتونو له لوري له روان ناورین څخه د افغانستان د ایستلو د طرحې په نوم یاده کړه. پوښتنه دا ده چې ولې نړیواله ټولنه له اسلامي امارت سره پر تعامل ټینګار کوي؟ او د رسمیت پېژندنې پر وړاندې کومې ستونزې پرتې دي؟ دا او یو شمېر نورې پوښتنې به د لیکنې په اوږدو کې ځواب شي.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو له ماتې وروسته اسلامي امارت بیاځلي واک ته ورسېد چې تر دې دمه د هېڅ یو هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی. اسلامي امارت د ځمکنۍ بشپړتیا د خوندیتوب ترڅنګ هڅه کوي په هېواد کې د بېلابېلو پروژو د تطبیق له لارې اقتصادي پرمختګ تجربه کړي، چې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو ترڅنګ به د بین المللي ټولنې له لوري په رسمیت وپېژندل شي. لاندې یو شمېر هغو مواردو ته اشاره کوو چې اسلامي امارت یې خپله لاسته راوړنه ګڼي او له مخې بین المللي ټولنه تعامل ته زړه ښه کوي.

  1. پیاوړی مرکزي حکومت

د تاریخ په اوږدو کې، په افغانستان کې هغه نظامونه چې پیاوړی مرکزي حکومت یې درلود، د ځمکنۍ بشپړتیا د خوندیتوب ترڅنګ بریالي تر سترګو شوي دي. اسلامي امارت د هېواد پر ټول قلمرو واک لري او محلي ادارې د مرکزي حکومت اطاعت کوي چې امنیت او ثبات ته یې لار پرانېستې ده.

  1. د امنیت او ثبات ټینګښت

د تاریخ په اوږدو کې، د سیمې او نړۍ هر ستر ښکېلاک خپلو شومو موخو ته د رسېدو په خاطر کوچني او یا له اقتصادي اړخه کمزوري هېوادونه ښکار کړي دي. د نړۍ په دغسې شرایطو کې چې تر ډېره بین المللي نورمونه او اصول په پام کې نه نیول کېږي، په لوی لاس د ځینو هېوادونو بېطرفي نقض کېږي او د سترو قدرتونو تر یرغل لاندې راځي. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د تاریخ په اوږدو کې د خپل جیوپولیټیک موقعیت له امله قرباني شوی. په تېرو څه باندې څلور لسیزو کې، په افغانستان کې د ګاونډیو، سیمې او نړیوالو لاسوهنې او په هېواد کې د کمزوري مرکزي حکومت له امله ناامني او بې ثباتي پراخه شوې وه، چې پر اقتصادي پرمختګ او د بهرنۍ پانګونې پر جلب یې ناوړې اغېزې ښندلې. په افغانستان کې د اسلامي امارت بیاځلي واک ته رسېدو سره په افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګ شوی او په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې لېوالتیا هم ډېره شوې چې له امله یې کورنی اقتصادي پرمختګ مخ په غوړېدو دی.

  1. ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو پراختیا

په افغانستان کې د متحده ایالاتو له ماتې وروسته، افغانستان د سیمه ییزتوب لوري ته روان دی او د پخوا په پرتله له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره اړیکې پراخې شوې دي. که څه هم بهرنیو هېوادونو تر دې دمه اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو غیر رسمي سیاسي او اقتصادي اړیکې د پراخېدو په حال کې دي او په کابل کې د ګاونډیو او ځینو سیمه ییزو هېوادونو دېپلوماتېکې نمایندګۍ هم پرانېستې دي. د اړیکو دغه پراختیا کولای شي په افغانستان کې د سیاسي ثبات ټینګښت او په هېواد او سیمه کې اقتصادي پرمختګ رامنځته کړي.

  1. د نشه يي توکو د کښت او تولید کمښت

تېرو څلور لسیزو جګړو د کډوالۍ ترڅنګ په افغانستان کې د مخدره توکو کښت او تولید ته هم زمینه برابره کړې وه. د مخدره توکو په تولید او قاچاق کې نه یوازې افغانان، بلکې د سیمې او نړۍ مافیا هم لاس لري، چې ګټه یې تر ډېره له افغانستان څخه بهر د نړیوالې مافیا جیبونو ته ورځي. د ځینو راپورونو پر بنسټ، پخوا افغانستان یوازې د نړۍ ۹۰ سلنه د مخدره توکو د تولید اړتیا پوره کوله چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته اوسمهال په هېواد کې د مخدره توکو تولید ۹۵ سلنه راکم شوی دی.

  1. سیمه ییزې اقتصادي پروژې او د افغانۍ ثبات

په کور دننه د ملي او همدارنګه سیمه ییزو اقتصادي پروژو تطبیق به په هېواد کې اقتصادي پرمختګ او سیمه ییز ثبات ته لار پرانېزي. قوش تېپه یوه له هغو ملي پروژو ده چې په سیمه کې بې سارې ده او په نږدې راتلونکي کې به هېواد د کرهڼې په سکټور کې پر خپل ځان بسیا کړي. ورته مهال، د هېواد په ځینو سیمو کې د وړو او سترو پروژو لکه لویو لارو رغول، رېل پټلۍ جوړول او د اوبو بندونو جوړول، هغه څه دي چې د اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ پر لور یې د افغانانو هيلې راټوکولې دي. د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت له لوري د سیمه ییزو پروژو لکه ټاپي، کاسا زر او همدارنګه د کمربند او لارې نوښت د تطبیق لپاره چمتووالی، له ګاونډیو او سیمې سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لېوالتیا په ډاګه کوي، چې کولای شي د رسمیت لپاره لار پرانېزي.

که څه هم د اسلامي امارت بیاځلي واک ته رسېدو وروسته، په لومړیو کې افغانۍ خپل ثبات له لاسه ورکړی و، خو د وخت په تېرېدو سره د ځانګړو کړنلارو پر مټ افغانۍ ورو ورو بېرته د ثبات پر لور روانه ده، چې د خوراکي توکو د بیو په ټیټوالي کې ښکاره بدلون تر سترګو کېږي. د بېلګې په توګه، د نړیوال بانک د ۲۰۲۳ ز.کال جون میاشتې راپور پر بنسټ، افغانۍ د امریکايي ډالرو پر وړاندې ۳.۸ سلنه، د یورو پر وړاندې ۲.۹ سلنه، د هندي روپیو پر وړاندې ۰.۵ سلنه، د پاکستاني روپیو پر وړاندې ۲۰.۶ سلنه او د ایراني تومنو پر وړاندې ۴۱.۲ سلنه ارزښت ساتلی دی.

د پورته لاسته راوړنو ترڅنګ، اسلامي امارت دې هڅه وکړي د سترو سیمه ییزو قدرتونو لکه چین په مرسته د افغانستان په اړه سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي، له دې لارې به افغانستان له بین المللي ټولنې سره خپلې اړیکې لاپسې پراخې کړي او د سیاسي او اقتصادي ثبات د ټینګښت په ترڅ کې به بهرنۍ پانګونه راجلب شي. د افغانستان منزوي کول، کولای شي چې خپله د افغانستان او سیمې لپاره بېلابېل ګواښونه رامنځته کړي، له همدې امله بین المللي ټولنه دې له افغانستان سره تعامل وکړي او افغانستان هم په خپل وار اړ دی چې د بین المللي ټولنې مشروع غوښتنې ومني.

د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې او نړيوالې ټولنې  سره د تعامل په اړه ستونزې

د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واک پر مهال، په ۲۰۱۸ ز.کال کې د وخت افغان حکومت له ګډون پرته، د قطر په دوحه کې د امریکايي او افغان طالبانو ترمنځ مستقیم مذاکرات پیل شول، چې د ۲۰۲۰ ز.کال په فبروري کې د امریکايي استازي زلمی خلیلزاد او د طالبانو د استازي ملا عبدالغني برادر ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو. د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه، د اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته، امریکايي او افغان لوري یو بل پر دې تورنوي چې د دوحې هوکړه په بشپړ ډول نه پلي کوي او له امله یې بې باوري رامنځته شوې. امریکا او ملګري یې د اسلامي امارت په اړه په درېیو مسایلو د بشر حقونو رعایت، د ټولګډونه حکومت رامنځته کول او د امریکا په لېست کې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو په پرې کولو باندې ټینګار کوي. روسیه هم په خپل وار د ټولګډونه حکومت غوښتنه کوي او چین بیا پورته مسایل د افغان حکومت کورني مسایل ګڼي او ټینګار کوي چې اسلامي امارت دې د نړیوالو اندېښنې او غوښتنې په پام کې ونیسي.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو له پوځي ماتې وروسته، چین او روسیه په افغانستان کې ښکېل شوي او د پام وړ نفوذ یې پراخ شوی دی، خو دا چې روسیه د اوکراین په جګړه کې ښکېله ده، هغسې چې اړتیا ده، نه شي کولای د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې مرسته وکړي.

د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په اړه دوه بنسټیز خنډونه شته، لومړی داخلي او دویم یې بهرنی اړخ لري.

لومړی، له شپږم ټولګې څخه پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو بندې دروازې دي. د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتون دروازو پرانېستل او همدارنګه په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو د کار په اړه د محدودیتونو له منځه وړل، نه یوازې د بین المللي ټولنې غوښتنه ده، بلکې په لومړي سر کې خپله د افغانانو غوښتنه ده. که د افغانستان اسلامي امارت د افغانانو او بین المللي ټولنې دغه غوښتنه ومني، ښکاره ده چې دا د اسلامي امارت په ښې حکومتولۍ دلالت کوي او کېدای شي چې د رسمیت پېژندنې لپاره دروازې پرانېزي؛ خو اندېښنه دا ده چې که افغان حکومت د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي، بیا هم کېدای شي اسلامي امارت په لنډه موده کې په رسمیت ونه پېژندل شي، ځکه د رسمیت پېژندنې پر وړاندې ستره ننګونه خپله د امریکا متحده ایالات دي، چې له امله یې ګاونډي او د سیمې هېوادونه د رسمیت پېژندنې په اړه ګام نه پورته کوي.

دویم خنډ خپله د امریکا متحده ایالات دي. د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالات یو بل د دوحې تړون په نه تطبیق تورنوي، چې له امله یې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې چارې ټکنۍ شوې دي. اسلامي امارت ته په کار ده چې د ملي ګټو په چوکاټ کې د امریکا متحده ایالات او ملګرو سره تعامل وکړي. له بله اړخه، د سیمې هېوادونه لکه روسیه د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لري، چې اړتیا ده دواړه غاړې د مېز پر سر د خبرو له لارې یو بل ته ډاډ ورکړي. له بل لوري، چین د افغانستان پر اوږدمهال ثبات باور نه لري، چې له امله یې پانګونې ته هم زړه نه ښه کوي؛ خو هغه څه چې له وضعیت څرګندېږي هغه دا چې د چین حکومت اوس هم د امریکا متحده ایالاتو او اسلامي امارت اړیکو ته د شک په سترګه ګوري او ګومان کوي چې د پردې تر شا ځینې ناڅرګند مسایل شته. نو اړتیا ده چې د افغانستان اسلامي امارت د ملي ګټو په چوکاټ کې له ځینو هېوادونو سره خپلې اړیکې ښکاره تعریف کړي، ترڅو د ابهام حالت له منځه لاړ شي.

پايله

د دولتونو د رسميت پېژندنې لپاره نړيوال حقوقي معيارونه شته، خو د حکومتونو رسميت پېژندنه يوه سياسي پروسه ده او هر هېواد خپلو ګټو ته په کتو د يو نوي حکومت رسميت پېژندلو ته اقدام کوي.

پياوړی مرکزي حکومت، د امنيت او ثبات ټېنګښت، د نشه يي توک دکښت او توليد کمښت، سيمه ييزې اقتصادي پروژې او له ګاونډيو او سيمه له هېوادونو سره د اړيکو پراختيا هغه څه دي چې افغانستان نړيوالې ټولنې  سره د تعامل  لپاره مقدمه او لاسته راوړنې  ګڼې، خو په داخل کې  د نجونو د تعليم مخنیوی، د ښځو کار او ټولشموله حکومت هغه ستونزې دي چې د اسلامي امارت د رسميت پېژندنه دروازه يې تړلې دی او نړيواله ټولنه له تعامل څخه راګرځوي.

وړانديزونه

۱- اسلامي امارت دې هڅه وکړي چې د نجونو د تعليم لپاره ژر تر ژره طرحه نهايي او د شرعيت په رڼا کې د ښځو د کار او تعليم  دروازه پرانيزي تر څو له يوې خوا نړيوالې ټولنې  سره د تعامل دروزاه پرانېستل شي او له بلې خوا په رسميت وپېژندل شي.

۲- د ګاونډيو او سيمې  له هېوادونو سره د  خبرو اترو له لارې د ځينو ستونزو  حلول تر څو د دوی له لارې د نورې نړۍ سره د تعامل دروازه خلاصه شي.پای

مأخذونه:

[۱] Montevideo Convention on the Rights and Duties of States, Dec 26, 1933.

[۱] (…), Doctrines for state recognition of government, eBooksheir.org, Access link: Doctrines for state recognition of government | eBook (sheir.org)

[۱] (…), Estrada Doctrine, sensagent dictionary, Access link: Estrada Doctrine : definition of Estrada Doctrine and synonyms of Estrada Doctrine (English) (sensagent.com)

[۱] Iran Hands Over Afghan Embassy in Tehran to Taliban, United Against Nuclear Iran, Feb 2023.

[۱] بیګدلي، محمدرضا ضیایي. (۱۳۸۷ل ). حقوق بین الملل عمومي. تهران: ګنج دانش. چاپ سي و سوم.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *